د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له دی وروسته جوماتونو ته مه ځې

W.Wardak
23.06.2009

http://benawa.com/details.php?id=26987
ددريم په ورځ ماسپيښن مهال دخوست ښار ديعقوبيو اډې جومات ته څيرمه دبريښنارياست مخې ته دترسره شوي ځانمرګي اولاس بم بريد لږه ترلږه ٥١ تنو مرګه زوبله واړوله خوست والي انجنير حميدالله قلندرزي امنيه قوموانداان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوی دملي اردو دلومړی لو ا قوماندان بريد جنرال مخمد اسرار په يوه ګډ خبري کنفرانس دنوموړي پيښي په اړه خبريالانو ته دنوموړي پيښې په اړه وروستي معلومات په ډاګه کړل دوي وويل دعه پيښه هغه مهال رامينځ ته شوه چې ديعقوبيو اډې جومات څخه لمو نځ کوونکي دراوتو په حال کي وو چې يو تن ځانمرګي بريد کوونکي لومړي دخلکو په ګڼه ګوڼه کې لاسي بم وغورځولو او يو څو دقيقي وروسته يې دخلکو په راټوليدنه کې ځانمرګي بريد وکړ چې له امله يې ٥١ تنو مرګ زوبله واړوله چې لدې جملې ځخه يې اته شهيدان شول او ٤٣تنه نورټپيان شول دوی زياته کړه په ژوبل شوو کسانو کې دشل تنه روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوي په خوست کي دايتلاف قواو روغتون ته ددرملنې په موخه وړل شويدي نوموړيو مسولينو په خبري ناستې ته وويل چې ديادي پيښي قربانيان ګډی چلوونکي دوکانداران او عام لمونځ کوونکي دي . چې ښار ته دسود ا اخيستلو او دخپلو کاروبار دپرمخ بيولي لپاره راغلي وو دوی په خپلو وارسره په خبري کنفرانس کې ژورنالستان ته په ډاګه کړه چې ددولت مخالفينو يوازې هدف دعام خلکو وژنه اوويره اچونه ده چې ښه بيلګه يې همدانن دخلکو په ګڼه ګوڼه کي دځانمرګي بريد ترسره کول دي . دوی زياته کړه په خوست کي ميشتو ارګانونو ګډ مشترک پلان جوړکړي چي ددولت دمخالفينو هرډول ناوړه پلانونه به مخکي له ترسره کيدو شنډ کړي له خبري کنفرانس وروسته خوست والي امنيه قوماندان او جنرال اسرار دخوست ولايت دعامي روغتيا ريس په ملتيا په ملکي روغتون ديادي دټپيانو دروغتييايي حالت پوښتنه وکړه او دوی ته يې دخداي جلا جلاله خځه دسم لاسي روغتيا هيله وکړه او ترځنک خوست والي پرټپيانو يوه اندازه نغدي مرسته هم وويشله

وروڼو د ځان ساتنه خو اسلام کی فرض ده، طالبان وایی،چي د امریکایی کاروانونو ته مه نیږی کیږئ تر څو مړه نه شی ،آیا د جوماتونو سره خوا کی ځان مرګئ برید په دی معنی دی، چي خلک د نور جومات ته نه ځې؟
که همداسی وی آیا خلکو ته شریعت جواز ورکوی چي د طالبانو له لاسه جومات ته تګ بند کړی؟


..Ahmadzai
23.06.2009

http://benawa.com/details.php?id=26987
[quote:3e7824543f] ددريم په ورځ ماسپيښن مهال دخوست ښار ديعقوبيو اډې جومات ته څيرمه دبريښنارياست مخې ته دترسره شوي ځانمرګي اولاس بم بريد لږه ترلږه ٥١ تنو مرګه زوبله واړوله خوست والي انجنير حميدالله قلندرزي امنيه قوموانداان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوی دملي اردو دلومړی لو ا قوماندان بريد جنرال مخمد اسرار په يوه ګډ خبري کنفرانس دنوموړي پيښي په اړه خبريالانو ته دنوموړي پيښې په اړه وروستي معلومات په ډاګه کړل دوي وويل دعه پيښه هغه مهال رامينځ ته شوه چې ديعقوبيو اډې جومات څخه لمو نځ کوونکي دراوتو په حال کي وو چې يو تن ځانمرګي بريد کوونکي لومړي دخلکو په ګڼه ګوڼه کې لاسي بم وغورځولو او يو څو دقيقي وروسته يې دخلکو په راټوليدنه کې ځانمرګي بريد وکړ چې له امله يې ٥١ تنو مرګ زوبله واړوله چې لدې جملې ځخه يې اته شهيدان شول او ٤٣تنه نورټپيان شول دوی زياته کړه په ژوبل شوو کسانو کې دشل تنه روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوي په خوست کي دايتلاف قواو روغتون ته ددرملنې په موخه وړل شويدي نوموړيو مسولينو په خبري ناستې ته وويل چې ديادي پيښي قربانيان ګډی چلوونکي دوکانداران او عام لمونځ کوونکي دي . چې ښار ته دسود ا اخيستلو او دخپلو کاروبار دپرمخ بيولي لپاره راغلي وو دوی په خپلو وارسره په خبري کنفرانس کې ژورنالستان ته په ډاګه کړه چې ددولت مخالفينو يوازې هدف دعام خلکو وژنه اوويره اچونه ده چې ښه بيلګه يې همدانن دخلکو په ګڼه ګوڼه کي دځانمرګي بريد ترسره کول دي . دوی زياته کړه په خوست کي ميشتو ارګانونو ګډ مشترک پلان جوړکړي چي ددولت دمخالفينو هرډول ناوړه پلانونه به مخکي له ترسره کيدو شنډ کړي له خبري کنفرانس وروسته خوست والي امنيه قوماندان او جنرال اسرار دخوست ولايت دعامي روغتيا ريس په ملتيا په ملکي روغتون ديادي دټپيانو دروغتييايي حالت پوښتنه وکړه او دوی ته يې دخداي جلا جلاله خځه دسم لاسي روغتيا هيله وکړه او ترځنک خوست والي پرټپيانو يوه اندازه نغدي مرسته هم وويشله

وروڼو د ځان ساتنه خو اسلام کی فرض ده، طالبان وایی،چي د امریکایی کاروانونو ته مه نیږی کیږئ تر څو مړه نه شی ،آیا د جوماتونو سره خوا کی ځان مرګئ برید په دی معنی دی، چي خلک د نور جومات ته نه ځې؟
که همداسی وی آیا خلکو ته شریعت جواز ورکوی چي د طالبانو له لاسه جومات ته تګ بند کړی؟ [/quote:3e7824543f]

وردكېه د تا څنګه خوښه ده.

ښه پوهيږو چې طالبان دې ډير بدې إيسيږي، خو دا مخكې خبرې دې هسې أپلتې دي، طالبان ملايان دي، د مساجدو إمامان دي، هيڅ كله خپل مأمومين نه وژني.
له يوې خوا هيڅ خبر بشپړ مه تحليلوه أو نتيجې ترې مه راباسه، بلكې د خبر مقابل طرف ته هم توحوه كوه أو دهغوي تجزيه هك أوره .

خبري راپور پنځه أصول لري هغه دادي: [color=darkred:3e7824543f]كله؟ چيرته؟ څوك؟ څرنګه؟ ولې؟ [/color:3e7824543f]

چې تا دا ټول له يو طرفه سنجولي او د تحيز خوا دې ښه معلومه ده ، نو تحليل او تجزية دې څه معنا نلري.

په درنښت


عبدالله صابر
23.06.2009

السلام عليکم

وردک صاحب ښه کمپاين چلوي

دخوست پروني بريد په اړه دذبيح الله مجاهد غبرګون اوڅرګنده وني


تیره ورځ دخوست ښار په منځ دسپین جومات مخې ته دیو ې چاودنې له مله زمونږ ۷ تنه مسلمان هیوادوال شهیدان اوتر ۳۱تنه زیات ژوبل کړای شول . انا لله وانا الیه راجعون.

مونږ په داسې حال کې چې ددې ویرجنې پیښې شهیدانوته دجنت الفردوس اوزخمیانوته یې له الله تعالی څخه دبشپړ صحت هیله لرو د دغې وحشیانه پیښې عاملینو ته دمنتقم خدای ج له درباره دعاجلې اومستحقې سزاورکولوسوالونه کوو.

که څه هم چې ددې جنایت کارانه پیښې په اړه مونږخپل غبرګون او جدي غندنه پرون ورځ په هماغه شیبه ټولونړیوالورسنیوته په ډاګه کړه ؛خو د داسې وحشي اوغیر انساني پیښوپه اړه داسلامي امارت د موقف دلاروښانولو په اړه لاندې څرګندونې توضیح کوم:

داچې نن صلیبي یرغلګراودهغوئ بي ننګه ملاتړي له مجاهدینوسره دمخامخ جګړې په ډګر کې پاتې راغلي اوله هغوئ سره یې په پوځي لحاظ دمخامخ کیدوتوان له لاسه ورکړی ؛ اوس غواړي د تبلیغاتي جګړې په کار ولواوداشانې وحشیانه اعمالوپه سرته رسولوسره دمجاهدینو دملاماتوونکوګذارونوله فشاره څخه دیوڅه وخت لپاره ځان خوندي وساتي.

زه بشپړباورلرم چې دخوست پرونۍ زړه دردوونکې پیښه دمجاهدینوپه خلاف ددښمن ددغې تبلیغاتي جګړې کړۍ ده.

ځکه دښمن په خپلوتبلیغاتي وسائلوکې دغې پیښې ته داسې بڼه ورکړه چې ګویادغه غیرانساني اوغیر اسلامي حادثه داسلامي امارت دکوم استشهادي مجاهددفدایی بریدپه ترڅ کې منځ ته راغلې.

ماتې خوړلی دښمن د دغې وحشیانه پیښې په څیر ښایي دنوروډیروداشاني پیښوپه سرته رسولوسره زمونږمسلمان ولس ته د داسې ذهنیت ورکولوکوښښ وکړي چې داسلامي امارت مجاهدین دبیګناولسي وګړودوژلو لپاره په عامه تجمعاتوکې اوټولنځایونوکې استشهادي عملیات ترسره کوي .

شرمیدلی دښمن دداشانې تبلیغاتوپه کارولوسره غواړي لاندې اهداف ترلاسه کړي:

لومړی: داسلامي امارت مجاهدین دبیګنا ولسي خلګوپه وژنه تورنول.

دوهم: دخلګوپه زړه کې داستشهادي سپیڅلیوعملیاتو بي ارزښته کول.

دریم : دافغانستان دمسلمان ولس اومجاهدینوترمنځ دکرکې اونفرت فضارامنځته کول .

خومكاردښمن بايد پوه شي چی دافغانستان باتجربه اوپه جهادمین ولس ددوی په ورستواوتیر ایستونکوچلونوښه پوه اوورته ځیر دی اودغه ناکامه تکتیک به یې هم دنوروهغوپه شان له ماتی اورسوایې سره مخامخ کړی

دخوست ددغې ویرجنې پیښې دعینې شاهدانو د سترګولیدليو حالاتو له مخې هغه دیوه مخکې ترمخکې عیارشوي بم دانفجار له امله رامنځته شوې خونړۍ پیښه وه؛ نه فدایي برید.

که چیرې بلفرض همدغه دانسانیت ضدعمل دفدایې برید دسپیڅلي نوم ترپوښښ لاندې ترسره شوی هم وي اسلامي امارت هغه دخپلومسلمانوهیوادوالودبیرحمانه شهیدانولوپه غرض دبی غیرته دښمن یوغیر انساني ،غیراخلاقي اوغیر اسلامي وحشیانه عمل بولي نه جهادي اواستشهادي سپیڅلی برید.

اسلامي امارت په خپلوټولو مکرروتوصیواوهدایاتوکې مجاهدینواواستشهادیانوته داجدي لارښوونه کړې چې باید ستاسودبریدونواواستشهادي عملیاتو لومړني مستهدفین(په نښه شوي)به یرغلګرصلیبیان وي.

له یرغلګروصلیبیانوڅخه ددفاع په حالت کې دهغوئ بي ننګه مدافعین به ستاسو دثانوي هدف په توګه ستاسودبریدونومورد وي اوبس.

اسلامي امارت په خپلې جهادي لایحې کې چې دمجاهدینودلارښودپه توګه یې په هغوئ ویشلې په ۴۱ مادې کې داستشهادي عملیاتودکیفیت اودهغودترسرکولواودولسي خلګودځانونودحفاظت په هکله مشخصې اوجدي سپارښتنې کړې .

۴۱- ماده : داستشهادي بریدونو په هکله باید لاندينۍ څلور خبرې په نظر کې ونیول شي.

لومړى: استشهادي مجاهد باید تر بریدمخکې په ښه ډول تربیه شي.

دوهم: استشهادي حمله دې په لوړو او اهمواهدافو ترسره شي او د اسلامي امت دغه اتل بچى بايد په ټیټو او بي ارزښته اهدافو کې ونه کارول شي.

دريم: په استشهادي بریدونوکې بايد دعامو خلکو د وژل کیدو او تلفاتو دمخنیوي زيات کوښښ و كړاى شي.

څلورم: ماسیوا له هغو مجاهدینو چی د مشرتابه له لوري خصوصي پروګرام او اجازه ورکړل شوې وي نور ټول مجاهدین مکلف دي چی په استشهادي بریدونو کې به دولایت له مسؤل څخه اجازه اوهدایت اخلی.

داسلامي امارت دمجاهدینو دجهاد هدف دخپل مسلمان ولس له ځان ،ناموس اوهیوادڅخه دفاع اودهغوئ حفاظت دی نه په خپل لاس دهغوئ بیرحمانه وژل.

والله علی مانقول وکیل.

ذبیح الله (مجاهد)

داسلامي امارت ویندوي

د۱۴۳۰ ه ق کال دجمادي الثاني ۳۰


عبدالله صابر
23.06.2009

http://www.shahamat.org/index.php?option=com_content&view=article&id=565:2009-06-23-06-51-49&catid=9:2009-03-12-06-27-16&Itemid=6


و.افغان
23.06.2009

وردګ صاحب:
په احکامو او فيصلو کی دانصاف نه کار واخلئ، حتا ولو که ددښمن باره کی وي.
او طالبان خو زمونږ دهمدی ولس بچي دي، نور څوک نه دي، دوطن هر رښتينی بچی
نن سبا دمقاومت له صف څخه پرته بل صف نه لري.
ولا یجرمنکم شنآن قوم علی ألا تعدلوا، اعدلوا هو أقرب للتقوی.

دا خو دانګریزانو او امريکايو دفرق تسد (تفرقه واچوه او حکومت وکړه) سياست دی
چی هميشه يي اسلامي نړۍ کی خپله کاميابي څرګنده کړيده، په عراق کی هم دوي
دا سياست وچلوه، او عراقي واحد ملت يي ټوټه ټوټه کړل، چی تر ډیره حده ايرانيانو
ورسره هم ددي سياست په پلی کيدو کی مرسته وکړه.

ځمونږ لويه ستونځه په افغانستان کی خپله بهرني ځواکونه نه دي، بلکه بين
الأفغاني تفرقه او نه مليتوب ځمونږ لويه ستونځه ده، که دا ستونځه له منځه لاړه
شي، نو دبهرنيو ويستل او شړل ډیر آسانه کار دی، ښکيلاګر زمونږ دهمدی ستونځی نه لويه استفاده کوي.

په درنښت


عادل عادل
23.06.2009

سلامونه

وردګ اشنا که تاسو مهرباني وکړئ ځان ته داسې یو تخلص خوښ کړئ چې صرف تاسو ته مختص وي .

مطلب مې دا دئ چې د ځان په تصغیر خپل نسب مه تصغیروئ.

په درنښت


محمد احمد حمي
23.06.2009

پر سپيڅليو باندي دبې بنسټه تور لګوونكو پايله همدا وي ، نسئل الله السلامة والعافية


W.Wardak
23.06.2009

وروڼو که چيری طالبانو دا کار نه وی کړئ نو بښنه غواړم، خو د خوست لوړ پوړی چارواکی به هم دومره دورغ نه وایی، په هر ترتیب زمونږ خو یی اوه تنه هیوادوال را شهیدان کړل، او پاتی نور اوس د الله په کور کی هم ځان په امن نه ګڼی، ځینو وروڼو د کمپاین خبره کړی، په الله قسم چی هیجا چاته هم کمپیان نه کوم خو بس د پښتنو یو درد وینم، او بیا یی له وروڼو سره شریک کړم، چی هر چا دا برید کړئ، الله یی د نه بښی.


محمد احمد حمي
23.06.2009

الله جل جلا له دي دخپل مغفرت په درياب كي داسي غوټه كړه چي بيخي هيڅ ګناه هم درباندي پاتي نه شي ، هو ! په ريښتيا هم دا ډول ناوړه افعال دهيواد او وطن دښمنان كوى او بس .
تا ته دي خداى جل جلا له پر خپل نيك نيت ، او دحق دروښانتيا په صورت كي دناحقه لورى دپرېښوولو عظيم اجر دركړى .

يوه نړۍ مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more