د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

یوه ډله څڼیور...دبلینډۍ بدرۍ شعر

رښتینی
22.06.2009

یوه ډله څڼیور په لاره راغلل
ګورې څڼې او ځوړند ترینه سرونه

په اوږو ېې پرهرژلی یو ژڼکوټی
د چینې سره په خوا کې د توت لاندې
له اوږو ېې پرهر ژلی غلې کوز کړ
په پټکي ېې ؤ ټټر پرې ورتړلی
مخ لاسونه ېې په وینو باندې سره وو
ټولو بار بار راکتل زمونږ په لورې
جینکې واړه ورپاتې
ډنډ ډنډ اوښکې په لیمو کې
هرې پیغلې ځلولې
ما مې زر منګی راوخیست
په چینه کې مې غوپه کړ
په اوږدو اوږدو ګامونو ورمتۍ شوم
یو ېې غلي غونتې ووې
خورې ښاده شې ورځه ته
مونږ اوبه چې ترینه وڅکو
نو منګی به درته پریدو
ما وې ځار غازیانو وروڼو
زرواري مو له هر پل شم
پرهرژلیه ستا هر آه ته
لولپه شمه لوګی شم
موراو پلار مې له تا ځار شه
پام ونه غورځوې زړه دې
خدای به دا زخمونه جوړ کړي
زخمي تریخ غوندې مسکی شو
حلق او ژبه ېې انغښتي
ترې خبرې خویدلې
‎څه په زور ېې ایله ووې
چې ژوندۍ دې ملالۍ وي
ځینو ووې هله زر شئ
نه چې دلته مو څوک وکسي
څڼیور شول ترې ورلاندې
په اوږو ېې اړولو
ما پرې غږ کړ وروڼو څه کړئ
زمونږ کور زموږ حجره شته
مسلمان یوو پښتانه یوو
هم مو کلي کې جومات شته
تاسې دا زخمي ورورک مې
په اوږو نو چیرې واخیست؟
میر ېې اوږد اسویلی وکړ
ویل ېې خورې ، ای ناهیدې
منم هر کلی پښتون دی
هر سړی ېې مسلمان دی
ځای په ځای پکې جومات شته
خو د کلو ډیرو ژڼو
په ډالرو خرڅ وجدان دی
هر دوهم پکې جاسوس دی
که غریب دی او که خان دی
دا زخمي مجاهد ورور نو
یا به روغ ېې تر منزل وړو
یا به لاره کې شهید شي
خو که دلته مونږه تم شوو
نو ستا کلی به برباد شي
له هر خوا به پرې بمونه
د باران په شان راووري
نن صبا خو چې لښکر د
پیرنګیانو په لار درومي
نو ګلپاڼې پرې خلک شیندي
خو چې چرته مجاهد څوک
په لار وکسي نو بیا وخته
راخبر پرې کاپیران کړي
دغه خلک ای خورکې
هم دعوه د سپین ایمان کړي
هم ېې کلي کې حجرې شته

هم جومات کې اذانونه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more