نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د اشرف غني احمدزي ژوند و اند
ع کريم حليمي
18.06.2009
د اشرف غني احمدزي ژوند و اند
MARCH 26TH, 2009
لومړۍ برخه: پوهه او تجربې
لنډه کتنه:
اشرف غني احمدزی د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره يو وتلی کاندید دی. هغه پر ۱۳۸۱ کال د افغانستان د ولسمشر د لوی سلاکار په توګه دنده تر سره کړه او بيا د بیړنۍ لويې جرګې لخوا له جون ۲۰۰۲ (۱۳۸۲) تر ډسمبر ۲۰۰۴ پورې د افغانستان د انتقالي حکومت د ماليې وزير په توګه وټاکل شو، چې د خپل دوه نیم کلن زيار او لاسته راوړنو له کبله د آسيا د بهترين ماليې وزير په توګه وپیژندل شو. د ماليې وزارت پر مهال، يې د اصلاحاتو يو پراخ پروګرام پيل کړ او د هغې له لارې يې د ولسي سرمايه ګذارۍ لپاره پلانونه په کار واچول، چې د افغانانو د ژوندانه په بهترولو کې يې اغیزمن رول ولوباوه. ده د افغانستان لپاره د نړيوالو مرستو د انسجام ادارې مشري وکړه، چې د مرستو جلب او انسجام په برخه کې يې په ډېر موثريت کار وکړ.
اشرف غني احمدزی نه يوازې په افغانستان بلکې د نورې نړۍ په لويو ارګانونو کې په لوړو پوستونو کار کړی، چې هیواد ته له خپل افغاني فکر او احساس سره پراخه نړيواله تجربه هم راوړي. دی پر ۱۳۷۰ کال د نړيوال بانک د کارمند په توګه وګمارل شو، چې نږدې ۱۰ کالونه يې ورسره کار وکړ. په لومړيو ۵ کالونو کې دده توجه پر شرقي او جنوبي آسيا وه، چې د پراختيا د عمده سکتورونو (له سرک نه نيولې تر برېښنا پورې) تجربې يې تر لاسه کړلې. ده په ځينو لويو هیوادونو لکه چين، هند، بنګله دېش، پاکستان او ویتنام کې په غټو اقتصادي پروژو باندې کار وکړ. په دويم ۵ کالونو کې دده مهم او محوري کار پر ستراتيژي جوړولو او د لويو سکتورونو په بنيادي تحولاتو باندې و، چې د هغې په ترڅ کې يې د روسيې د معادنو د کارګرانو د معاشاتو نظام جوړ کړ. د خپلو هغو مسوولیتونو له کبله، چې په نړيوال بانک کې يې ترسره کړل، د نړيوالو مرستو منفي او مثبت جهتونه یې په دقت سره وارزول او دا يې وموندله، چې يو هیواد ته بهرنۍ مرستې يوازې او يوازې هغه وخت اغیزمنې کیدای شي، چې دا هیواد يو قاطع رهبريت ولري.
د ۲۰۰۴ کال انتخاباتو وروسته له اشرف غني احمدزي څخه ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د انتخابي حکومت په کابينه کې کار وکړي، خو ده دغه وړانديز ونه مانه، ځکه چې د ولسمشر په کړنو کې يې د بدلون او تغير لپاره کوم تعهد او پروګرام ونه ليد. ده په کابينه کې د کار پر ځای د کابل پوهنتون رياست غوره وباله، چې وکړای شي د هیواد ځوان نسل ته په پوهنيز ډګر کې خدمت وکړي. سره له دې، چې اشرف غني احمدزی په کابينه کې نه و، خو په دغه ټوله موده کې په ملي او نړيواله کچه په سياسي کړيو کې د یو بارسوخه شخص په توګه مطرح و.
د دولت جوړونې او دولتدارۍ تجربه:
اشرف غني احمدزی په ملي او بین المللي کچه د دولت جوړونې او ملت جوړونې د يو لوی پوهاند او متخصص په توګه پیژندل کیږي. د بیلابیلو نړيوالو ارګانونو له لارې د مختلفو هیوادونو د اداري او اقتصادي وړتیاوو په لوړونه کې دده کالونه تجربه يوازنۍ ده. اشرف غني د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته د کاميابیدلو لپاره مشورې ورکړي دي، چې له عملي کولو وروسته يې ددغو هیوادونو په اغیزمنتیا کې خورا مثبت بدلونونه راغلي دي. د نړۍ رهبرانو ته د لومړي ځل لپاره اشرف غني د “ناکامو دولتونو سمونه” تر عنوان لاندې د غير موثرو ملکونو د ستونزو د حلولو لپاره يو عملي لارښود وليکلو، چې په نړۍ کې پرې تاوده بحثونه وشول او د نړۍ د ولسمشرانو لخوا يې ښه استقبال وشو.
افغانان او بهرنيان اشرف غني احمدزی د داسې يو شخصيت په توګه پيژني، چې کولای شي د دولتونو او موسساتو ناسم کارونه سم کړي او موثريت يې يقيني کړي. په بیلابیلو مواقعو کې د نړۍ نامتو پوهانو او سياستوالو په دولت جوړونه کې د احمدزي پر دغو قابليتونو او تجربو اعتراف کړی دی. فرانسس فوکویاما د امريکا مشهور ليکوال ويلي دي، چې “اشرف غني په ډېره قانع کوونکې توګه دا ثابته کړې ده، چې دولت جوړونه به د نړۍ د ثبات يو اصلي تهداب وي، ده ډېرې ښې عملي لارې او طريقې طرح کړي او د ننګونو او ګواښنو د عملي حل لپاره یې لارې چارې په نښه کړي دي.” سرچينه: د ناکامو دولتونو سمونه. نامتو پيرويي اقتصادپوه، هرنانډو دوسوتو، ويلي دي، چې “ملګري ملتونه به ډېر خوشبخته وي، که اشرف غني يې سرمنشي شي” او زياتوي ، چې “هیڅوک دده په اندازه نه پوهیږي، چې دولتونه بايد څنګه اغیزمن رفتار وکړي او څنګه د فساد له کبله بې اغیزې کیدای شي.” د اشرف غني په کتاب “د ناکامو دولتونو سمونه” باندې په خپل تقریض کې رابرټ هورمتس، د امريکې د ماليې او خارجه وزارتونو پخواني معين او د ګولمن ساکس د موسسې معاون ليکي، چې “د اشرف غني کتاب خورا ارزښتمند تحليل دی، دغه کتاب دا روښانه کوي، چې دولتونه څنګه ناکامیږي او په څه ډول بريالي کيږي.”
د ملت جوړونې فکر او تجربه:
د دولت جوړونې ترڅنګ، اشرف غني احمدزی د ملت جوړنې په برخه کې خورا اغیزمن افکار او نړيوال شهرت لري. دی د مستقل افغاني فکر خاوند دی او تل یې غوښتي دي، چې افغانان د يو ملي پروګرام لاندې سره راټول شي، هيڅکله يې په هغو معاملاتو کې، چې په ولس کې د نفاق او يا فساد لامل کیږي ونډه نه ده لرلې. دی غواړي موږ يو پياوړی ملي حیثيت ولرو او د ملتسازۍ بهير او د ملت اتحاد مو د ټولنيز عدالت، د دولت لخوا ولس ته د حساب ورکولو او په ملت جوړونې باندې د پانګې اچولو له لارې تقويه کړو.
ده د خپل عمر ۱۴ کالونه د افغانستان د ۴۰۰ کالونو پخواني تاريخ، ټولنیزو تشکليلاتو، اقتصادي جوړښت او سياسي او فکري نظرياتو په تحليل باندې تیر کړي دي، نو ځکه له تاريخي او جغرافیوي پلوه د افغانستان د ګوټ ګوټ له حالاتو او اقتصادي او اجتماعي تشکيلاتو خبر دی. د مثال په توګه، په خپله دغه څیړنه کې يې، په افغانستان کې د نقشبندي سلسلې ۴۰۰ کلن تاريخ ليکلی دی او د ځينو تلویزیوني مرکو له لارې يې ددې طریقې او نورو عمده طريقو، لکه چشتي او قادري، تاثیرات د افغانستان او منطقې په تاريخ کې تحليل کړي دي.
اشرف غني همداراز، له هراته نیولې تر فراه، مزار، کندهار، لوګر او مشرقي او نورو سیمو کې د اوبو د نظم سلسله په تفصيل څیړلې او ثابته کړې يې ده، چې د اسلام مبین دین له ارزښتونو سره سم زموږ علماوو د اوبو د تنظیم لپاره خورا عادلانه او موثر اصول وضع او تطبیق کړي دي.
اشرف غني په ملت جوړونه کې، له فکري جهته، د افغانستان د روشنفکرانو دريځونه او رول د “افغان ادب په فارسي ژبه کې (۱۹۰۶ – ۱۹۷۸)” تر عنوان لاندې مقاله کې په تقصيل سره څیړلي دي. د اشرف غني د څیړنو د بهیر پيل د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۷ په منځ کې هغه وخت، چې دی د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي يو ځوان استاد و، وشو. ده په دغو کالونو کې د خپل هیواد پيژندنې په موخه د افغانسان په ډیرو برخو کې د لارۍ، موټر او آس په وسيله او يا پلی مزل وکړ. دا چې د ادبیاتو پوهنځي اکثر محصلین له اطرافو راغلي وو او بیرته خپلو سیمو ته په مکتبونو کې د تدريس لپاره استول کیدل، نو دوی له خپل اطرافي او کليوالي اوضاع خورا ښه خبر وو. دغې چار اشرف غني ته ښه موقع ورکړه، چې د ولس درد احساس کړي او د ملت ټولنیز بنسټونه د دوی د مشاهداتو او تجاربو له مخې وپيژني. بیا یې د خپلې دکتورا د تحصیل او په امریکا کې د استاذۍ په دوران کې له نړيوالو شرایطو او د افغاني تجربو پرتليز تحليل وکړ، چې په شعوري توګه د افغاني ټولنې په خصوصیاتو پوه شي. همدغه دليل و، چې هغه وخت، چې وطنوالو د هجرت په مهال او یا په کليو کې دده خبرې د بي بي سي او نورو راډیوګانو له لارې اورېدلې دوی ته به دا احساس کیده، چې اشرف غني د دوی له منځه د دوی په ژبه غږیږي او د دوی د احساساتو او هيلو نماینده ګي کوي.
د يو ښه تحليلګر په توګه اشرف غني لا پخوا د څو تیرو کالونو او اوسنيو ناخوالو وړاندويينه کړې وه. د ډاکټر نجيب الله د حکومت له سقوطه مخکې يې له مجاهد ولس (۱۳۶۹ کال) سره په يوه مرکه کې ويیلي وو، چې “په افغانستان باندې سختې شپې ورځې راروانې دي… افغانستان امکان لري د داسې اشخاصو لاس ته ولوېږي، چې د حکومت کولو تجربه به نلری او د خپل مینځي خونړيو جګړو په ډګر به بدل شي.”
اسلام پوهنه:
اشرف غني احمدزي په خپله ځوانۍ کې دا تحليل کړه، چې د اسلام مبین دین د افغانستان د دولت او ټولنې فکري اساس دی. دغه مطلب ده په دوه مقالو کې، چې په ۱۹۷۸ او ۱۹۸۰ کې په انګریزي ژبه خپرې شوې وې وړاندې کړ. د يوې مقالې عنوان يې “اسلام او دولت جوړونه په يوه قبایلي ټولنه کې – افغانستان ۱۸۸۰ تر ۱۹۰۱ پورې” و، چې په دې مقاله کې ده، د هغو کتابونو تحليل وړاندې کړ، چې د عبدالرحمن خان په دوره کې د علماوو لخوا څیړل شوي او خپاره شوي وو. په دې اساس يې وښودل، چې د مشروعيت اصلي چوکاټ په اسلام باندې بنا و. دویمه مقاله يې “دعواګانې په يوه شرعي محکمه کې- افغانستان ۱۸۸۵ - ۱۸۸۹” وه، چې اساس يې د کنړ د محکمې څو جلده اسناد وو، چې په هغو کې څو زره دعواګانې د قاضیانو لخوا فیصله شوې وې. ددې اسنادو د څیړنې له لارې يې د ښځو د اسلامي حقوقو تطبيق او په محکمه کې د جایداد په پیر و پلور (خريد و فروش) کې د ښځې او نر او مسلمانانو او هندوانو قانوني مساوات تثبيت کړل. ده د ځينو مشهورو غربي ليکوالو نظر، چې ويل يې مسلمان قاضیان په یو منطقی چوکاټ کې فیصلی نه کوي، ددې مقالې له لارې رد کړ او ویې ښودله، چې د قاضیانو کړنې او چلند په یو ډیر منظم قانوني چوکاټ کې تعین شوي وو، د دوی فیصلې تحریری وې او د ډېرو روښانه اصولو په اساس احکام صادر شوی وو.
دا چې د شورويانو د یرغل په وخت کې، اشرف غني په امریکا کی و، نو د اسلام د اهمیت د تثبیت لپاره يې د تاریخ ژوره مطالعه پيل کړه او د افغانستان، سيمې او اسلامي نړۍ تیر ۴۰۰ کالونه تاريخ یې مطالعه کړ. د خپلو دغو مطالعاتو په نتيجه کې يې لازمه وبلله، چې د دیني مدرسو په اړه د غربيانو تعبير ونه مني، نو په همدې دليل يې د ۱۹۸۵ او ۱۹۶۸ کالونو کې د کراچۍ او لاهور په مختلفو فکري مدرسو کې د سیرت نبوي درس ولوست. د اشرف غني نظر د هغه عامه فکر، چې مدرسې منجمدې دي، خلاف دی، دی فکر کوي، چې په مدرسو کې همیشه يو پراخ تحلیل روان وي، چې په ترڅ کې یې هغه کتابونه چې زاړه ښکاري په دوامداره توګه تعبير کيږي او نوي فکري مکتبونه تشکیلیږي. دی فکر کوي، چې له بلې خوا په دغو مدرسو کې ټولې نوې پديدې او نوې تاريخي پيښې له هغه چوکاټه تعبیریږي، چې د رسول کریم (ص) او خلفای راشدینو په دوران کې د اصل په توګه وضعه شوي دي.
د علماوو د آثارو او تعبيرونو د لوستلو له کبله، اشرف غني دې ته متوجه شو، چې د عباثي ځلانده دوره، چې علما په کې د شريعت په اصولو باندې اجماع ته ورسیدل، د خاص اهمیت وړ ده. د عباسي دورې اسلامي تمدن ته مراجعې اشرف غني ته د اسلام د ځلاند تمدن په غځولو او ساتلو کې د افغانستان رول څرګند کړ. په دې دور کې د بلخ مدرسې له بغداد نه زیاتې وې او د غزنوي دور نه يوازې د شعر او شاعرۍ مرکز و، بلکې د رياضي او نورو علومو يو لوی مرکز هم و. همداراز، د هند، يونان او د عربو تمدن د تقاطع نقطه او د ارتباط کړۍ وه. اشرف غني په دې اند دی، چې په افغانستان کې مستقل اسلامي فکر له دغې دورې په راپاتې میراث باندې ولاړ دی، ځکه په هغه ځلاند دور کې مسلمان علما له نورو تمدنونو څخه نه ډاریدل او هغوی يې ځانته خطر نه باله. بلکې برعکس دوی پر ځان دومره باور درلود، چې د اسلام د اصولو او مباديو په اساس، یې ټولو نورو تمدنونو ته یې غیږه خلاصه وه. دوی دا توان درلود، چې، د هغوی د مثبتو جهتونو په راخيستنه، يې په ځان کې مدغم کړي. اوس، چې افغانستان باید يو ځل بیا په اساسي توګه د ملت جوړونې پر پروسه کار پيل کړي، د اشرف غني په اند، دغه پروسه باید د اسلامی تمدن په چوکاټ کې له هغه وسیع او پراخ نظره چې ۱۰۰۰ کاله پخوا زموږ علماوو درلودل، پيل او اجرا شي.
رهبريت، مشرتوب، منجمنټ او اجرايوي وړتیا:
اشرف غني احمدزی د يو پياوړي مشر خصوصیات لري، دی متواضع، تقوا داره، حليم، زړه سواند، جدي، قاطع او مصمم شخصيت لري او تل يې د فقراوو او ځوریدليو طبقو پلوي کړې ده. اشرف غني د ځوانۍ له وخته د مختلفو جرياناتو مشري کړې ده، چې دی حتی په نړيواله کچه د يو ښه رهبر په توګه پيژندل کيږي.
د يو مستقل افغانی فکر خاوند دی، پراخې نړیوالې تجربې لري، خو ریښې یې په ولس کې دي. اشرف غني له خپلو نړيوالو تجربو سره سره د يو پياوړي ملي، ولسي او مذهبي احساس څښتن دی، ټول پروګرامونه يې په افغاني اساساتو ډډه لګوي. دی هم د ولس او هم د دنیا په ژبه پوهیږي او نن د افغان ولس او دنیا د ارتباط حلقه ده، چې هر ځای يې د ولس له ګټو دفاع کړې ده.
له خلکو سره آن د پوهنتون د استاذۍ له وخته ښې او نږدې اړيکې ساتي، د ولس له بیلابیلو اقشارو سره ليده کاته او راشه درشه خوند ورکوي. له ځوانانو سره ځانګړې مينه لري، بااحساسه، په کارپوه، زحمتکش، وطن دوست او مبتکر انسانان يې ډېر ښه ايسي. د ځوانۍ له دورې راهيسې، خصوصا د بن د پروسې له پيله را په دې خوا، يې لسګونه زره وګړي ليدلي، د هغوی نظريات يې اخيستي، د ستونزو په اړه يې پلټنه او ژوره مطالعه کړې او په يو مرکز يې د راغونډولو لپاره طرح جوړه کړې ده، چې وګړي وکړای شي د يو ګډ پلټفارم له لارې پر مهمو ملي مسايلو بحث وکړي او ملي پروګرامونه طرح او تطبيق کړي. احمدزی د اجماع جوړولو قابلیت لري، کولای شي انساني شبکې طرح، جوړې او رهبري کړي، چې بيا ټول سره په ګډه د يو ملي پروګرام لاندې همغږي شي او کار او فعاليت وکړي.
الف) منجمنټ او اجرايوي تجربه
اشرف غني احمدزی د عصري مديريت (منجمنټ) يو سرلاری متخصص دی، چې لسګونه کالونه تجربو يې د ده د مديريتي وړتیاوو په پوخوالي کې مرسته کړې ده. ده د بن د پروسې له پيله يو شمیر ځانګړي پروګرامونه طرح، تطبيق او رهبري، چې د هیواد په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې خورا مثمر واقع شول.
· د نړيوالو مرستو د انسجام ادارې رييس:
د نړيوالو مرستو د انسجام ادارې د مشر (۱۳۸۲ - ؟؟) په توګه شرف غني ثابته کړه، چې دی د برنامه رېزۍ، مديريت، رهبرۍ او مذاکرې فوق العاده وړتیا لري—هغه صفات، چې يو پياوړی زعیم يې بايد ولري. اشرف غني وکړای شول، چې د خپل ښه مديريت له لارې د نړيوالو مرستو انسجام رامينځته کړي او د نړيوالو مرستو په بهير او لګښت کې شفافيت راولي. ده وکړای شول، چې د دغې ادارې د جوړولو له لارې د فساد او درغليو مخه ونيسي. د بن د تړون له مخې د وزارتونو ویش په قومي او تنظیمي اساساتو باندې وشو، خو وېره وه، چې نړيوالې مرستې به غلطو لاسونو ته ولوېږي، نو ځکه دغه اداره جوړه شوه، چې دا باوري کړي، چې مرستې په سمه او دقيقه توګه منسجمې او مصرفیږي. خو ولسمشر پر ده د بیلابیلو سیاسي فشارونو او د هغه د سياسي مصلحوتونو له کبله دغه اداره هغه وخت منحل کړه، چې اشرف غني د ماليې وزير په توګه دنده تر سره کوله.
· د ماليې وزير:
اشرف غني احمدزي د خپل ماليې وزارت (۱۳۸۲ - ۱۳۸) پر مهال يو شمیر په عمده لاسته راوړنې وکړې، چې دده د ښه رهبريت ښکارندويي کوي. ده ګمرکات او عوايد مرکزي کړل، چې د ولس شتمني خوندي او له يوه مرکزه اداره شوه. د مخابراتو ريښې يې وغځولې، په مخابراتي سکتور کې يې د پانګه والو د جلبولو لپاره قانون جوړ او پلان طرح کړ، چې اوسمهال د دولت د عوايدو عمده سرچينه تشکيلوي. پراخ مالي اصلاحات يې راوستل، چې د وزارت او نورو دولتي دوايرو په فعاليتونو کې يې شفافيت یقيني کړ او د درغليو مخه يې ونيوله. اشرف غني احمدزی د کابينی لومړنی وزير و، چې خپله ټوله دارايي يې له حکومت سره ثبت او ملت ته وښودله، چې په دې ډول يې شفافيت او حساب ورکول عملا له ځانه پيل کړل.
جان ټیلر د امریکې د ماليې وزارت معاون، چې د اشرف غني د ماليې وزارت په دوران کې یې ورسره نږدې کار کړی په خپل کتاب کې ليکلي دي، چې “اشرف غني په افغانستان کې هغه رول ولوباوه، چې هیملتن د امريکا ډېر نامتو شخصيت او د ماليې لومړني وزير په امرېکا کې لوبولی و.” ښاغلي هیلتمن د امريکا د مالي نظام اساس ایښی دی.
هغه وخت، چې اشرف غني د ماليې وزير شو، د افغانستان خزانه په بشپړه توګه تشه وه، خو ده خپلې لومړنۍ هلې ځلې د دولت د مامورينو د معاشاتو په برابرولو او خوندي کولو متمرکزې کړلې. د برلين کنفرانس (مارچ-اپرېل ۲۰۰۴) له لارې يې وکړای شول نړۍ ته قناعت ورکړي. چې د ۳ کالونو لپاره ۸،۲ مليارده ډالر د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مختصې کړي، په همدغه کنفرانس کې يې نړيوال قانع کړل، چې په افغانستان کې د ۸ کالونو لپاره ۲۶،۵ مليارده ډالر پانګه واچوي. د کنفرانس د دايرېدلو نه مخکې نړيوال په دې مفکوره وو، چې که يوازې يو مليارد ډالر هم ددې کنفرانس له لارې برابرې کړي، دوی به خورا بريالي واوسي، خو، اشرف غني ملي دريځ دا و، چې د افغان ولس بنیادي مشکلات په داسې لږو مرستو نشي حلیدلای. نو ده د خپلو ۶ میاشتني تفصيلی پلانونو په وړاندې کولو سره د ولس ضرورتونه نړۍ ته ور په ګوته کړل، چې په نتيجه کې يې د نړيوالو لخوا د مرستو دغه لويه لاسته راوړنه ۲۶.۵ ملیارده ډالره شوه. ددې بهير په ترڅ کې نړيوالو محقیقنو د اشرف غني لیکلی پلان (د افغانستان راتلونکی خوندي کول) خورا وستايه او ويې ويل، چې “په تاريخ کې لا تر اوسه د کوم فقير هیواد لخوا داسې يو اغیزمن سند، چې د يو ملت د هيلو عملي لارې په کې په دومره تفصيل او دقت تشرېح شوي وي، دنيا ته نه دی وړاندې شوی.” له افغانستان سره د برلين له پروسې وروسته هم د مرستو ژمنې وشوې، خو له بده مرغه ښاغلي کرزي په تیرو ۴ کالونو کې داسې اشخاص ونه شو ساتلای، چې د نړيوالو ژمنو له لارې د ولس د دردونو درملنه وکړي. نن ورځ افغانستان د هغو هیوادونو له ډلې دی، چې دا وړتیا نه لري، چې د نړيوالو مرستو ډیره برخه استعمال کړای شي.
· د کابل پوهنتون ريیس:
اشرف غني احمدزي د کابل پوهنتون د رياست (۲۰۰۵) په موده کې يو لړ ځانګړي پرمختګونه د پوهنتون په برخه کړل. د لومړي ځل لپاره دی و، چې په کابل پوهنتون کې يې له محصلینو او استاذانو سره د سلا-مشورو بنسټ کښیښود. لومړی یې استاذان او بیا يې محصلین په يوه ډیره آزاده فضا کې سره راغونډ کړل، چې د پوهنتون لومړيتوبونه وټاکي. له دوی سره له مشورو وروسته اشرف غني دغه لومړيتوبونه په يو ستراتيژيک پلان باندې بدل او پر تطبیق يې پيل وکړ. ده د هر لومړيتوب یا ستراتيژۍ د تطبیق راپور د پوهنتون عالي شورا او د محصلينو استازيو ته په منظمه توګه ورکاوه. د رهبریت ددې طرز په نتيجه کې پوهنتون له يو نامسوون ځايه پر يو مسوون ځای بدل شو او د محصلينو او ادارې تر منځ د اعتماد فضا رامنځته شوه. د پوهنتون د رییس په توګه، سره له دې چې د ده مالي صلاحيت يوازې ۱۰۰۰ افغانۍ و، ده وکړای شول، چې پوهنتون ته هغه امکانات برابر کړي، چې د پوهنتون اساسي مشکلات پرې يو په بل پسې حل شي.
اشرف غني غوښتل، چې په ۵ کالونو کې کابل پوهنتون په ټوله سيمه (جنوبي او مرکزي آسيا) کې يو بهترين پوهنتون شي، خو له بده مرغه حکومت د ده مفصلې ستراتيژۍ او وړانديزونو ته توجه ونه کړه او دغه کار ونه شو. دی فکر کوي، که پوهنتون په يوه دولتي تصدۍ بدل شوی وای، استاذانو، محصلینو او ادارې به کولای شول، چې په کال کې څو مليونه ډالر عوايد پيدا او په شفافه توګه پر پوهنتون ولګوي. خو د دولت ملاتړ دومره و، چې کاغذ او تباشیر به د بودیجې د منظورۍ له پيله ۶ مياشتې وروسته پوهنتون ته رارسیدل. اشرف غني وکړای شول، د غربي مرستندویانو په خوا کې له اسلامي نړۍ هم مرستې راجلب کړي، د متحده عربي اماراتو شاهي کورنۍ يې دې ته حاضره کړله، چې د پوهنتون د جومات جوړولو لپاره کافي اندازه نقدي مرسته وکړي، خو د لوړو زده کړو وزارت د ظرفيت د نشتوالي له کبله و نشو کړای، چې څو کالونه وروسته يې هم مصرف کړي. د عالي تحصيلاتو د وزارت د دغې اداري کمزورۍ يوه نتیجه داوه، چې هغه ژمنې، چې د کلينيکونو او نورو امکاناتو د برابرولو لپاره شوی وې له لاسه ووتلي.
همداراز، د اشرف غني د وسیع پلان د يوې برخې په توګه د نوو پوهنځيو جوړول، د ځينو پخوانيو پوهنځيو سره مدغمول او د يو ملي نصاب جوړول، چي په نتیجه کي يې يو افغان ځوان بايد د ټينګ اسلامي هويت، ملي تعهد او لوړې تخنيکي پوهې خاوند وای، ونه منل شول. د پوهنتون د تجربې په اساس و، چې اشرف غني په دې باوري شو، چې د اسلام مبين دين يو لوی اصل، اجماع، د ولس د ستونزو د حلولو يوه عملي لار ده.
سياسي رهبريت او بوختیاوې:
اشرف غني د يو سټراټيژيک فکر او روښانه لرليد (وېژن) لرونکی رهبر دی، هغه د افغانستان د خلکو ستونزې ښې درک کړي او د حل لپاره يې عملي پروګرام طرح کړی دی. اشرف غني پر يو مرکز د خلکو د راټولولو ښه وړتیا لري، د لومړي ځل لپاره يې د “ملي اجماع” نظريه وړاندې او عملي کړه، چې هدف يې د هیواد ډیری سياسي احزاب او اجتماعي سازمانونه د يو ګډ پلټفارم لاندې راټولول وو.
اشرف غني په دې اند دی، چې په تیرو ۳۰ کالونو کې زموږ سیاسي روابط د يو بل په نه منلو او ځانځانۍ باندې ولاړ دي، چې په نتيجه کې يې زموږ ولس ډير وځورېد. دده په نظر، اوس موږ دوه اختياره لرو، يا به د نفې د اصل په اساس يو بل نه منو، او تاکيد به کوو، چې بايد ټولې چارې د يو ګروپ يا يوې ډلې په لاس کې انحصار شي. او ددوی ګټې او نظريات په نورو باندې تحميل شي. د دغسې يو دريځ نتيجه به د تضادونو ډېریدل او د بحرانونو پراخیدل وي. بله لاره دا ده، چې ټول يو بل د افغانانو په توګه ومنو، مختلف ظرفيتونه معلوم کړو، او د افغانستان له ټولو انساني ظرفيتونو نه په استفاده وطن ثبات او آبادۍ خواته رهبري کړو.
اشرف غني وايي، چې “موږ ګڼ شمیر مسلکي صاحب منصبان لرو، چې د ښارونو او لويو لارو امنیت ساتلای شي او په عين حال کې علما، پاک جهادي قوماندانان او قومي مشران لرو، چې کولای شي په کليو او سرحدي ولسواليو کې امنيت ونيسي. که یوه سیاسي اجماع د کار په تقسيم او ګډون باندې نه وي، نو دواړه ظرفيتونه فلج پاتې کیدای شي او ډیرې پانګې، هلو ځلو او ډیر وخت ته به اړتیا وي، تر څو چي نوی بنسټ جوړ شي. نو که په هره سطحه وګورو زموږ ملي اهداف عملي کول د باور پيدا کولو په يو چوکاټ پورې تړلي دي.”
دی زیاتوي، چې “ملي اجماع هغه طريقه ده، چې په نتيجه کې یې زموږ دايمي ملي ګټې په واضح توګه تعريف کیدای شي. او د ملي ګټو د لاسته راوړلو عملي طريقې پیدا کیدای شي. د ملي اجماع نتیجه به نه يوازې د موجودو تضادونو او بحرانونو لرې کول وي، بلکې د يو مثبتې فضا منځته راوړل به هم وي.”
اشرف غني د اجماع د قيادت خورا ښه وړتيا لري. دی ځکه اجماع غواړي، چې د هیواد د سیاسي بحران حل یوازې له همدې لارې ممکن دی. له يوې خوا د ولس په ژبه پوهیږي او قناعت ورکولای شي، او له بلې خوا د دنيا په ژبه پوهيږي او هم د قناعت ورکولو وړتیا لري. په تیرو څو کالونو کې ده له لسګونه زره وطنوالو سره کتلي دي، چې د هغوی نه په مستقيمه توګه د ولس غږ، درد او هيلې واوري. د ده کتاب، د بدلون لاره، هغه ستراتيژي ده، چې په مخصوص ډول د افغانستان اوسنيو شرايطو ته جوړه شوې ده.
د) پروګرام، پلان او ستراتيژي جوړونه:
دولتداري له ستراتيژۍ او پلانه پرته ناشونې ده، بيا د يو موثر دولت جوړونې لپاره قوي ستراتيژېست او پلان جوړوونکي ته اړتیا ده. اشرف غني احمدزی د راتلونکی افغانستان لپاره ۱۰ کلن او ۲۰ کلن پلان لري او غواړي ولس ددغو پلانونو د تطبيق له لارې يو نوي پړاو ته ورداخل شي. د اشرف غني ليد تر ۴۰۰ کالو پورې رسیږي، دی وايې:
“زه غواړم په راتلونکيو ۵ کالونو کې يو داسې بنسټ کښیږدم، چې له ۱۰۰ تر ۴۰۰ کالونو پورې زما ولس هوسا او عصري ژوند تیر کړي، او راتلونکي نسلونه زما پر دغه تهداب نورې ودانۍ وکړي…”
اشرف غني زیاتوي “تصميم د ولس په لاس کې دی، که مو د راتلونکيو ۵ کالونو لپاره سم تصميم ونیوه، نو تر څلورو پيړيو به مو ښې تیریږي، خو که خدای مه کړه تصمیم مو غلط و، نو دغومره عمر به مو په بدبختۍ کې تیريږي.”
د اشرف غني د ستراتيژۍ او پلان جوړونې له قابليت څخه نړۍ خبره ده، او ټولو هغو حکومتونو، چې د خپل ملت پرمختګ يې غوښتی، اشرف غني ته د مرستې لپاره مراجعه کړې ده. د ګانا د ولسمشرۍ لپاره يو کانديد يوه پلا د اشرف غني وينا د بي بي سي په يوه تلویزیوني مرکه کې واورېدله او خپل مشاورين يې موظف کړل، چې دی پیدا کړي او ترې وغواړي، چې که دغه کانديد په انتخاباتو کې بريالی شي، نو اشرف غني به يې د دولت لپاره د بنیادي اصلاحاتو او پراختیا ستراتيژي جوړوي.
ډاکټر جان ګرنګ د جنوبي سودان ولسمشر او د سودان د ولسمشر معاون، چې ۲۴ کاله يې په داخلي جګړې کې تیر کړي وو په مصر کې يو ځل ۵ ساعته له اشرف غني سره تیر کړل، ددې بحث په پای کې ډاکټر ګرنګ د نړيوال بانک مسوول مدير ته مخ واړاوه او ويې ويل، چې “تر اوسه پورې ما له هيڅ چا نه د يو خارجي مشاور په توګه رارسره د کار کولو غوښتنه نه وه کړې، خو که اشرف غني دې ته حاضر شي، چې د جنوبي سودان د دولت جوړونې ستراتيژي جوړه کړي، نو زه به پرې وياړ وکړم.” له بده مرغه ډاکټر ګرنګ ۲۴ ورځې پس له دې، چې رسما خپلې دواړه څوکۍ ونيولې د هلي کوپتر د سقوط په حادثه کې مړ شو. د سودان چارواکي لا هم هغه کاغذ ته مراجعه کوي، چې اشرف غني ډاکټر جان ګرنګ ته په دغه ورځ وليکلو.
ده له نړيوال بانکه بانک سره ۱۰ کاله کار وکړ، چې د ختيځې او سويلي آسيا لپاره يې پروژې او پروګرامونه طرح کول، د ټولو هیوادونو په اړه يې د نړيوال بانک ستراتيژي مطالعه کړه او لازم اصلاحات يې په کې راوستل. پر ۱۳۷۵ش يې د نړۍ د ادارو او دولتي بنسټونو لپاره يو لړ اساسي اصلاحات پیشنهاد کړل، چې پيل يې د روسيې د معادنو پر پروګرامونو وکړ، چې په نتيجه کې يې نه يوازې ټولو کارګرانو ته معاشونه پر وخت او مکمله توګه ورسیدل بلکه په دې سکتور کې لوی مثبت بدلون منځته راغی. همداراز يې په چين، هندوستان او روسيه کې د لويو پروژو او اقتصادي اصلاحاتو لپاره ۵ کاله پرله پسې کار وکړ، چې ددغو هيوادونو د اقتصادي ودې او پراختيا لپاره اغیزمن واقع شول. په تیرو ۳ کالونو کې ده د نیپال، کوسووا، جنوبي سودان، او نورو ممالکو ولسمشرانو ته مشورې ورکړي او په همدی توګه یي بین المللي بنسټونو لکه د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک، او اروپايي موسسو ته هم مشورې ورکړي دي. ده د ځینو نړيوالو لویو سياسي تحقيقاتي بنسټونو، لکه بروکین فاونډېشن، او اتلانتيک کونسل، چې په واشنګټن ډي سي کې دي، غړيتوب درلود. او همدغه راز د لويو بین المللي مجالسو، لکه ډافس کې، چې د نړيوال اقتصاد فکري مرکز دی او د بین المللی حقوقپوهانو او د امريکا د حقوقپوهانو د مشهورو ادارو غړی دی.
ملي پروګرامونه:
د ماليې وزير په توګه اشرف غني احمدزي د ملي ستراتيژۍ د پلي کولو په موخه د ملي پروګرامونو د جوړولو طرحه وړاندې کړله. ددې پروګرامونو اساس په دوو اصولو کښیښودل شو:
1. د دولتدارۍ د مراحلو اصلاح: د دولتدارۍ د هرې مرحلې يعنې کلي، ولسوالۍ، شاروالۍ، او دولت په اساسي توګه اصلاح کول او د هرې برخې صلاحیتونه او مسوولیتونه واضح کول.
2. د دولتي وجايبو اصلاح: د دولت هره وجيبه په اساسي توګه اصلاح کول او هر وزارت د يوې مشخصې دندې د اجرا کولو لپاره اغیزمنول. هر “ملي” پروګرام افغانستان شموله کول، او د افغانستان ټولو وګړیو ته پکې د حقوقو او وجایبو زمینه برابرول يې يوه موخه وه.
اشرف غني احمدزي د لومړي اصل په رڼا کې د دوو ملي پروګرامونو اساس کښیښود:
د ملي پيوستون پروګرام: ددې پروګرام هدف دا و، چې هر کلي ته ۲۰۰۰۰ تر ۶۰۰۰۰ ډالر ورکړل شي، چې کلي د خپلو منتخبو شوراګانو په وسيله خپل لومړيتوبونه د کلي د اکثریت په مخ کې معلوم کړي، او خپل حسابونه په روښانه توګه په جوماتونو، دېرو او نورو عامه ځايونو کې اعلان کړي.
هغه وخت، د ډيرو په فکر، په کلي کې ظرفیت نه و او باید ټول امکانات د انجوګانو يا قراردادیانو لخوا کلیوالو ته رسول شوی وای. خو دغه پروګرام په ډیره لږه موده کې ثابته کړه، چې په کلي کې د اغیزمن مدیریت ظرفیت شته او د انجوګانو په پرتله کافي وړتيا لري. معلومه شوه، چې کلیوال ددې توان لري، چې ټولنيزه پانګه (د خلکو سرمايه) په ګډه په کار واچوي او د خلکو پراخ ګډون پکې يقيني کړي. د ملي پيوستون پروګرام بايد د يو ۱۰ کلن تعهد له لارې د کليو د بدلون وسيله ګرځیدلې وای او د افغانستان اکثره کلي يې په ټولنیزو شراکتونو باندې بدل کړي وای، چې د کرنې، مالدارۍ او نورو اقتصادي تشبثاتو له لارې دغو کليو مالي پانګې توليد کړې وای او همداراز يې په خپله کلیو کې د مصارفو او لګښتونو لپاره امکانات برابر کړي وای.
خو له بده مرغه، په تیرو ۴ کالونو کې د دولت په منځ کې ددې پروګرام په تعقیب کې ستونزې رامنځته شوې او يوازې د اولې مرحلې د تطبيق لپاره یې ځان ژمن کړ. ددغو ستونزو علت دا و، چې ولسوالۍ، ولایتونه او مرکزي ارګانونه په شدت سره په اداري فساد ککړ شول او اغیزې يې په ملی پيوستون پروګرام باندې هم منفي راڅرګندې شوې. د نړيوالو مبصرینو له نظره او خصوصا د نړیوال بانک د رییس په وينا دغه پروګرام کولای شول، چې د يو متحد قیادت د را اوچتولو له لارې د کلیو مشکلات او ستونزې لرې او هيلې يې په ډیره مثبته توګه په حقيقت بدلې کړي. که دولتي ارګانونه په فساد کې ښکیل شوي نه وای، نو د نړيوال بانک د رییس، نړيوالو مبصرينو، اشرف غني او بيا د کليوالو هيلو به تحقق موندلی وای، خو له بده مرغه کلي هغه ځانګړي ټاپوګان نه دي، چې له چاپیریال نه په مثبته یا منفی توګه متاثر نه شي، په دولت کې اوسني فساد او بې کفايتۍ دغه پروګرام له ناکامۍ سره مخ کړی دی.
د افغانستان د ثبات پروګرام: د خپل ماليې وزارت په دوران کې اشرف غني احمدزي دغه پروګرام طرح کړ، چې هره ولسوالي په مجهزو تعمیراتو سمبال کړي، مخابراتي وسايل ورکړي، چې د افغانستان له هر بل ګوټ سره تماس ونیولای شي، او په عین حال کې د پراختيا او امنيت د تامین ظرفيت پيدا کړي. اشرف غني نړيوالو ته قناعت ورکړ، چې ددغه پروګرام لپاره څو سوه ملیون ډالر ومني، چې زموږ کليوال د هوسا ژوند خاوندان شي. خو له بده مرغه د داخلې وزارت په دې ونه توانيد، چې ددغه پروګرام اهداف لاسته راوړي، چې منفي اغيزه يې داوه، چې اوس په ولسواليو کې د اغيزمن حکومت جوړول سخت شوي دي او لا ډیر کار او فکر غواړي او اړتیا ده، چې د يوې موثرې طرحې له لوري، چې مختلف شرايط په نظر کې ونیسي، تطبیق شي.
پر يو کليدي وزارت د مخابراتو وزارت بدلیدل، د اشرف غني لخوا د يو ملي مخابراتي پروګرام هدف او نتیجه وه. په ۱۳۸۲ کې په افغانستان کې يوازې ۱۰۰ موبايل ټيليفونونه وو، خو اوس یې تعداد له ۷،۵ ملیونو اوښتی دی او مخابراتي شرکتونه په کال کې له ۱۰۰ ملیونو ډالرو زياته مالیه ورکوي. ددې پروګرام يو اساسي هدف دا و، چې د داخلي او نړيوال رشوت مخه ونیول شي، لیسنسونه په ډیره شفافه توګه ورکړل شي او د مالي او ګمرکي امتیازاتو له ورکولو نه ډډه وشي. ددغه پروګرام د تطبيق له لارې اشرف غني ثابته کړه، چې په افغانستان کې هم نړيواله او هم ملي پانګه فعالیدای شي او خلکو ته اغیزمن خدمات وړاندی کیدای شی. لکه څنګه، چې د ملي پيسوتون پروګرام، د کلیو د پراختیا وزارت له یو حاشیوي وزارت څخه په یو خورا مقتدر وزارت بدل کړ په همدې توګه د مخابراتو وزارت خپله بڼه بدله کړه او اوس د مهمو وزارتونو په جمله کې شمیرل کیږي. اشرف غني همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختيا لپاره نور پړاوونه طرح کړي وو، چې لا تر اوسه د دولت لخوا عملي شوي نه دي.
په عين وخت کې، اشرف غني د آریانا او ملکي هوايي اصلاحاتو لپاره يو لړ خاص وړانديزونه وکړل، چې که عملي شوي وای، نو نن به آریانا يوه لومړی درجه شرکت وای او د ترانسپورت وزارت به د دولت د عوایدو يو عمده سرچينه وای. خو دغه پروګرام ځکه عملي نه شو، چې ولسمشر او د هغه د کابينې ځينو غړيو وویل، چې له سیاسي نظره به دغه اصلاحات شاید څه منفي اغیزې ولري او ځينې مخور اشخاص به ناراضه شي.
د دولت د عوایدو سمبالولو او زیاتولو ته د اشرف غني د پاملرنې اصلي هدف دا و، چې افغانستان وکړای شي، داسې داخلي امکانات ترلاسه کړي، چې په وسيله يې غريبو خلکو ته د روزي پيدا کولو او د دولت مامورانو ته د سمو او مناسبو معاشاتو او امکاناتو زمینه برابره شي. خو تر هغې ، چې د دولت عادي بوديجه له نړيوالو موسساتو او دولتونو لخوا تمویلیږی د معلمانو او مامورانو د معاشونو د زیاتولو امکانات لږ دي. د اشرف غني په اند، که موږ غواړو چی له خپلو آسیب پذیرو اقشارو سره یو څرګند ټولنیز تعهد ولرو نو ضرور ده، چی د دولت عواید په اساسي توګه تنظیم کړو او د اداري فساد مخه ونیسو. دغه مو د اقتصاد په پښو درلو او امکاناتو ترلاسه کولو يواځنۍ لاره ده. زموږ ولس شاهد دی، چې د ښاغلي کرزي د حکومت د ماليې وزارت پخپله اعتراف وکړ، چې دوی د دولت ۷۰٪ عوايد د فساد له کبله له لاسه ورکوي- سرچینه: راه نجات، ۱۱۱۹ ګڼه، ۴ حمل ۱۳۸۸. دا څرګندوي، چې که اداري فساد تر کنترول لاندې ونيول شي د دولت عوايد په لږه موده کې دوه چنده کيدلای شي او که دغه عواید په اغیزمنه توګه مصرف شي، دولت به ددې وړ وي، چې د محرومو اقشارو ضرورتونو ته ځواب ووایي.
ددغه راز اغیزمنو ملي پروګرامونو له عملي کیدلو او نه عملي کیدلو دا په زبات رسیږي، چې يوه ملي ستراتيژۍ، چې د ولس هيلې په تدريجي او اساسي ډول ترلاسه کوي، يوازې هله عملي کیدای شي، چې يوه ملي ولسمشري، چې پوهه او قاطعيت ولري موجوده وي. د اشرف غني احمدزي اثر، د بدلون لار، د يوې واحدې ستراتيژۍ په چوکاټ کې په تفصيل سره يو لړ وړانديزونه کوي، چې د دولت جوړونې، اقتصادي نظام جوړونې او ملت جوړونې اساسات او عملي لارې تشريح کوي. اشرف غني دغه ټول وړانديزونه د افغانستان د خاصو شرایطو په نظر کې نیولو سره مطرح کوي، خو همداراز يې د نورې نړۍ کاميابې تجربې هم په پام کې نيولي دي، چې وکړای شي د هر وړانديز د پلي کولو عملي لارې څرګندې کړي.
دويمه برخه:
ملي څیره:
الف) کوچنیوالی/ځواني او کورنۍ:
اشرف غني احمدزی پر (۱۳۲۸ هـ ش) کال په یوې ديندارې او مخورې کورنۍ کې وزېږېد. ماشومتوب ژوند يې په لوګر، ننګرهار او کابل کې تير کړی او ژوند يې په دریو، کوچيانی، دیشین او ښاري، مراحلو کې تیر کړی دی. په کلي کې روزل شوی اشرف غني لا اوس هم ځان کليوال ګڼي او له کليوالو سره روابط پالي. د ده کورنۍ، د جلال الدين اکبر له دورې تر اوسمهاله، څلور سوه کلن لیکلی تاریخ لري، خو په هره دوره کې د زورواکانو لخوا خورا زورول شوي او شته يې ضبط شوي دي. پلار يې، شاجان احمدزی، په شاهي دوره کې په لوړو دولتي پوستونو دنده ترسره کړې ده. او دا چې پلار يې له دولت او سياست سره سروكار درلود نو له همدې امله اشرف غني له سیاست سره بلدتیا او مینه پیدا کړه.
پر هیواد د شورویانو د برید او کورنۍ جګړې له کبله د نورو هیوادوالو په څیر له خپلې کورنۍ سره جلا-وطن شو. او له هیواده بهر يې، خپلو ټولنيزو، سياسي او کاري فعاليتونو ته ادامه ورکړه، چې په نړۍ کې د يوې وتلې څیرې په توګه راوځليد.
اشرف غني د خپل شخصي جايداد له درکه د کابل په دارالامان کې يو کور لري، چې په آزاد بازار کې يې وپیروده خو وروسته، چې ځمکه دعوه يي وختله دويم ځل مجبور شو له هغې لازیاتې پیسې ورکړي، چې خپله مځکه بیرته راخپله کړي. ده په امریکا کې خپل کور وپلورلو او په کابل کې يې دغه کور پرې وپیرود، چې پیسې يې د مرکزي بانک له لارې له امريکا څخه را انتقال کړلې. د دوی له نیکونو راپاتې جایداد يې په تنګي غارو، تنګي واغجان، د لوګر په سراب او جلال آباد ښار کې دی.
ب) تحصيلات او اکاډميک شاليد:
اشرف غني احمدزي د سیاست، نړیوالو روابطو، انسان پیژندنې، اقتصادی انکشاف او ودې، مدیریت، د دولتي او خصوصی سکتورنو مدیریت (منجمنټ) په برخو کې زده کړې کړي دي.
دی پر کال ۱۹۶۷ د کابل له حبیبیې لیسې څخه فارغ شو، د ځوانۍ په لومړیو کې یې لبنان ته سفر وکړ او د بیروت په امریکایي پوهنتون کې شامل شو. په ۱۳۵۲ هـ ش کال کې یې په دغه پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړلې. په ۱۳۵۳ هـ ش کال کې افغانستان ته راستون او په کابل پوهنتون کې د ټولنيزوعلومو په څانګه كې نږدې ۴ کالونه د انسان پوهنې استاذ شو. په ۱۳۵۶ هـ ش کال کې د يو تحصيلي بورس په تر لاسه کولو د لوړو تحصيلاتو د ادامې په موخه امریکا ته لاړ او په کولمبیا پوهنتون کې شامل شو. د شوروي اتحاد د تیري پرمهال یې د کورنۍ ډېر غړي زندانیان شول او له همدې امله اشرف غني په امریکا کې د پاتې کیدلو تصمیم ونیوه، خو د دوکتورا تحصیلاتو ته یې دوام ورکړ. اشرف غني د خپلې دکتورا رساله (تیزس) پر د افغانستان معاصر تاريخ (۱۱۲۶هـ ش - ۱۲۸۰ هـ ش) ولیکله.
اشرف غني د دکتورا تر اخیستلو وروسته له ۱۳۶۲ تر ۱۳۷۰ په برکلي او جانس هاپکینز پوهنتونونو کې د استاذۍ دنده ترسره کړه. همغه مهال د اشرف غني مرکې د سیاسي شنونکي په توګه د بي بي سي راډیو په پښتو او دري خپرونو کې خپرېدلې. اشرف غني د يادو شويو پوهنتونونو ترڅنګ د نړۍ په نورو ډيرو معتبرو پوهنتونونو لكه بكلي ارس كې هم د استاذۍ دنده ترسره كړې ده. په نړيوال بانک کې د کار پر مهال يې د هارورډ-اېنسيډ او سټنفورډ تجارتي پوهنتونونو لخوا د مشرتابه (رهبريت) تر عنوان لاندې جوړ شوي روزنيز پروګرامونه تعقيب کړل او د رهبریت په اړه يې مهم مسايل زده کړل.
ده له ابتدا نه پر افغانستان، ګاونديو، د سيمې پر نورو هيوادونو او اسلام ژورې څیړنې وکړلې، ده خپل ډیری مطالعات د اسلام پر بیلابیلو اړخونو وکړل. د ده څیړنې او مطالعات خورا پراخ وو، د افغانستان له اقتصادی تاریخه نیولې تر تصوف او د سیاسی تغیراتو تاریخ یې په تفصیل سره تحلیل کړي دي.
ده د بن په پروسه کې يو مهم رول ولوباوه، خو چې څنګه افغانستان ته راغی په لومړيو ۱۰ ولايتونو وګرځید، چې د خلکو له ستونزو خبر شي او د هغوی نبض او روحيه معلومه کړي. ده هغه مهال او له هغې وروسته د ټولو ولایاتو څیړنه وکړه او لسګونه زره وطنوالو ته يې غوږ ونیوه، چې مشکلات يې تحلیل او طبقه بندی کړي. د دغو څو کلنو پلټنو او مطالعاتو په نتیجه کې يې د تیر کال په سرطان کې د ملي اجماع موضوع مطرح کړله. دده وروستی کتاب، د بدلون لار، له خلکو سره د دغو مذاکراتو نتیجه ده، چې ټول فکری وړاندیز یې د افغانستان له شرایطو سره سم د افغانستان د حال او مستقبل لپاره دی.
نړیواله څیره:
اشرف غني احمدزی هغه مهال، چې له هیواده بهر میشت و د سياست او انسان پوهنې (انتراپالوجۍ) د یو سرلاري عالم په توګه وپیژندل شو. وروسته يې په نړيوال بانک کې کار پيل کړ، چې د بین المللي مرستو د پراختیا په برخه کې يې مهم مسایل پکې زده کړل. خو د بن له پروسې سره په ۱۳۸۳ هـ ش کال کې هیواد ته راستون شو او خپلې مشاهدې او تجربې یې د خلکو د خدمت او د افغانستان د بیارغونې لپاره وکارولې.
الف) سیاسي او اقتصادي بوختیاوې:
اشرف غني احمدزی په سياسي او اقتصادي عرصه کې د خپل بهترين نړيوال شهرت له کبله په ۲۰۰۶ کال کې د ملګرو ملتو د سرمنشي د څوکۍ لپاره کاندید شو. که څه هم دغه وړاندیز لومړی ځل د بین المللی مطبوعاتو له لاری وشو، خو له دې مخکې په ۲۰۰۵ کال کې اشرف غني د اروپايي نظریاتو شبکې لخوا په پرتګال کې په يوه جوړه شوې غونډه کې، چې ډیری ګډونوال یې د اروپایي هیوادونو د پارلمانونو او فکري بنسټونو غړي وو، د اروپا په راتلونکي یوه وینا وکړه. ګډونوالو ته د اشرف غني وينا دومره په زړه پورې وه، چې ځینو یې دا خبره راپورته کړه، چې دی باید د ملګرو ملتونو راتلونکی سرمنشی شي. له دې وروسته نړیوالو مطبوعاتو او ورځپاڼو دغه نظریه مطرح کړله، او ویې ویل، چې د مشرتابه او لرليد (وژن) له مخې دی ددغه پوست لپاره مناسبترین شخص دی. په ۲۰۰۶ کال کې د افغانستان دولت دغه وړاندیز په رسمي توګه وکړ، خو له دې اخوا ورسره د بريا لپاره د افغانستان د دولت ملاتړ او امکانات نه وو. له سره يې هم، د ملګرو ملتونو د اساسي بدلون لپاره یوه ستراتیژي وړاندې کړله، چی ډیرو مبصرینو وستایله.
په ۲۰۰۸ کال کې، چې د نړیوال بانک د ریاست چوکۍ تشه شوه، نو د انګلستان مشهورې ورځپاڼې، ټایمز، ولیکل، چې اشرف غني لومړنی مسلمان دی، چې د بانک د ریاست لپاره په نظر کې دی. له دې وروسته د امریکا يوې مشهورې ورځپاڼي، نيويارک ټايمز ، په خپله سرمقاله کې وليکل، چې اشرف غني دې د نړيوال بانک د مشرۍ لپاره ومنل شي. ده ته د دغې نړیوالې توجه عمده دلیل دده د جوړوونکیو نظریاتو پر اساس دی، چې تل يې په نړیواله کچه د دولت جوړونې لپاره نوي اصول او لارښوونې وړاندې کړي دي او له دې لارې يې د نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو او نړیوال بانک بنیادی اصلاحات مطرح کړي دي. دغه نظریات دده په کتاب کې، چې نوم یې د ناکامو دولتونو سمونه دی، راغلي دي.
اشرف غني احمدزي په ۲۰۰۶ کال کې د دولتونو د اغیزمنولو انستیتیوت بنسټ کیښود، چې ۳ عمده اهداف لري:
1. د موثر دولت د تحلیل لپاره يو چوکاټ : انستیتیوت هڅه کوي، چې داسې يو چوکاټ وضع کړي، چې د يو موثر دولت وظایف په تفصیل تحلیل سره تحلیل کړي او وظایفو ته له يو بل سره داسې ارتباط ورکړي، چې د ولسونو د هوساینې لپاره توضیح شوي وي. دغه چوکاټ باید د ولسمشرانو، دولتي چارواکیو او هم د مدني ټولنې استازیو ته داسې عملي معيارونه وړاندې کړي، چې دوی پخپله د هغې په اساس دا ارزونه وکړي، چې تر کومه حده په دولتدارۍ کې بريالي يا ناکام دي.
2. د دولتونو د عملي تجربو تحليل او توضیح: د انستیتیوت بل هدف دا دی، چې د دولتونو هغه عملي تجربې، چې دوی يې له ناکامۍ نه برياليتابه ته رسولي دي په تفصيل سره تحلیل او شرح کړي. د بیلګې په ډول سنګاپور او هسپانيه، چې يو وخت د ډېر فساد او اداري ضعف ښکار او همداراز فقير او دیکتاتوري وو، نن پکې بدلون راغلی او د نړۍ په موثرو هیوادونو کې، چې دموکراسي پکې حاکمه او اقتصادي وده يې کړې ده، شمیرل کیږي.
3. د دولت عمده دندې د پروګرامونو په توګه: دریم هدف یی دادی، چې د دولت له هغو عمده وظایفو څخه، چې د دولتدارۍ په چوکاټ کې تشریح شوي دي تفصیلي پروګرامونه جوړ کړي، چې په اساس يې د دولت دغه دندې اغیزمنیدای شي. يو مثال يې د افغانستان د ماليې وزارت هغه اصلاحات دي، چې له وزيره تر رييسانو او بیا مامورينو پورې ټول په دې پوه شي، چې د خپلو دندو د اجرا کولو لپاره باید څه ډول ظرفیتونه منځته راوړي. همداراز په دې پوه شي، چې د کومو ممالکو له تجاربو ګټه واخلي او څنګه د نړۍ دغه تجربې له خپل خاص چاپيریال سره په مطابقت عيارې کړي.
د دولتونو د اغیزمنولو انستیتیوت له يو شمیر نړیوالو فاونډیشنونو او انکشافي ادارو لخوا تمويليږي، او د عوايدو يوه برخه يې د سلا-مشورو ورکولو له لارې لاسته راځي. انستیتیوت په افغانستان کې کوم منظم فعالیت نه لري، خو يو څه سلا-مشورې يې په وړيا توګه د افغاني ارګانونو ته ورکړې دي. او لا تر اوسه یې د افغانستان په باره هیڅ مشوره د پيسو په بدل کې نه د ه ورکړې. د افغانستان لپاره د اشرف غني ۱۰ کلن پلان، چې په اتلانتيک کونسل کې، پرانستل شو، د اشرف غني لخوا ددغه انستیتيوت په اهتمام وليکل شو، چې اوس په ټوله نړۍ کې پرې بحث روان دی.
د خپل ژوند په تیرو ۴۰ کالونو کې اشرف غني هغه علمي او عملي تجربې ترلاسه کړي دي، چې د افغانستان ولسمشرۍ ته يې چمتو کړي. زموږ بحرانونه، که څه هم بیلابیلې انواع لري، دغه سياسي، اقتصادي، ټولنيز او کلتوري دي، نو ځکه نن هغسې يو شخص ته اړتیا ده، چې په دې ټولو مسايلو يې عميق فکر کړی وي او ددې ابعادو په ارتباط باندې پوه وي. د بدلون لار يوه افغاني ستراتيژي ده، چې د افغانستان د ناخوالو حل-لار د افغانانو په ظرفيت، اجماع او اتحاد پورې تړلې بولي.
هیله ده، چې دده ژوند او ستراتيژي، کارنامې او عملي فعاليتونه تاسې ته هغومره قانع کوونکي وي، چې د ولسمشرۍ ستر امانت ور وسپارئ او دده انتخاب يو سم او روغ انتخاب وګڼئ.
Posted in د هرکلي مرکز |
ShareThis
ستاسو هېواد او ستاسو پرمختګ ستاسو ملاتړ غواړي.