نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دپښتو ادبياتو ،هنر او ژورناليزم تېر ، اوس او راتلونکې ( د علمي ، مستند،مسلکي ،روزنيز او ګټور بحث لپاره ) مسْول
فرهنګي افغان
01.02.2004
د لومړي قلموال په نوم
ګرانو او په ادب مينو هېوادوالو سلامونه ،ښې چارې او نېکمرغه ژوند !
دغه کومه برخه چې اوس موږ راپيل کړې دا د پښتو ادبياتو د تاريخ او د افغاني ژورناليزم د څرنګوالي او څومره والي په باب داسې يو اوږد او مستند بحث دی چې هم به دلته تاريخي ارزښتونه راسپړو او هم به هڅه وکړو چې د ادب ،هنر او ژورناليزم اوسنی حال وڅېړو او د راتلونکي پرمختګ جاج به يې هم واخلو .په دغه کمپلکسي بحث کې هم سياست راځي ،هم تاريخ ،هم مسلکي خبرې ( لکه ګرامر او د ژبې جوړښت ) ،هم د واکدارانو او مسلکي کسانو او ټولنو چال چلند او هم د پرمختک او کره کتنې په موخه ديالوک او مخامخ کېدل .خو زموږ هيله دا ده چې دلته به د مسلک او موخې نه بهر نه وځو ،دلته د بې مسلکو خبرو لپاره ځای نشته ،دلته د چا منل او رټل نشته ،دلته د چا ستايل او د چا سپکول نشته .موږ د خپلې خوږې ژبې د علميت او په دې لاره کې د ځوانو څيړونکو لپاره د روزنيز مرکز په توکه او د ماْخذ د پيدا کولو د يوې څانګې په توګه غواړو زيار او هاند ترسره کړو .دغه راز موږ هيڅ مينه نه لرو چې په دغو مسلکي خبرو کې چا ته سپکاوی وشي او يا چا ته څه سپکې - سپورې وليکل شي .موږ پښتو داستان څېړو ،پښتو لنډه کيسه رانقلوو ،موږ د خبر ،مرکې ،راپورتاژ او ګردي ميز توپيرونه بيانوو ،موږ.ناول ،رومان ،شعر ،قصې او افسانې څېړو ،بېلګې يې وړاندې کوو ،نقد او کره کتنه کوو ،او په همدغو برخو کې تيوريک توکي د پوهاوۍ لپاره وړاندې کوو .او وروستۍ خبره دا ده چې دلته کوم ګوندي او تنظيمي اغيز نشته نوځکه خو له هر ډول ايډيولوژيک بحث نه معذرت غواړو .
له تاسو قدرمنو او په خوږې پښتو مينو خويندو ،ورونو ،مشرانو ،کشرانو او استادانو نه د زړه له کومې غوښتنه کوم چې
١- ټول به په دغه برخه کې مرسته کوۍ ړ او خپلې ليکنې ،کره کتنې او خپل آثار دغې برخې ته ورکوۍ .
٢- دا به غوره چاره وي که ټول لازم مسلکي کسان په دې خبر شي چې په انترنيت کې دغه شان يو بحث راپيل شوی او راځۍ چې ټول په کې فعاله مسلکي برخه واخلو .
موږ د افغانستان د خلکو ټولو ژبو ته په درناوۍ ،خپل دغه بحث په پښتو خپروو ،خو که د نورو ژبو ليکوال مينه ولري چې په خپله ژبه هم دلته څه وليکي ، موږ ورته هرکلی وايو .
د ( هنر - ادبياتو او ژورناليزم ) د دغې څانګې مسْول چلوونکی
فرهنګي افغان
Azad Nazer
03.02.2004
پېليزه
ګرانو لوستونکو اودژورناليزم دمسلک مينه والو !
کيدای شي ځينو مينه والو ته په زړه پوری وي که چېرې دژورناليزم په هکله يو څه رڼا واچول شي که دبشپړ تعريف نه يې تېر شو نو په لنډو ټکو کی ويلای شو چې په ورځپاڼو، مجلواودې پورې ورته خپرونو کی په هنري او فني توګه ليکنوته لکه خبرونه ، مضمونونه ، مرکې ، څېړنې ٠ روڼونې ، نيوکې ، ويناګانې ، ټوکی ټکالې ، پېژند ګلويانې ، نظمونه ، کيسې ، وړاندېزونه او داسی نوروته ژورناليزم ويل کېده ٠ ډېرخلک د ژورناليزم رامنځ ته کېدل دلومړي تجارتي اخبا ر درامنځ ته کېدو سره تړي خوسړې کولای شي ددغه نه وړاندی دژورناليزم غېرتجارتي بڼې دټولنيزتکامل په مختلفو دورو کی هم ترڅېړنې لاندی ونيسي ٠کله چې ورځپاڼو، مجلو اوخپرونودمارکټ سره تړاوپيدا کړ او دعايد اوروزګارزېرمې شوې نو مسلکي بڼه يې هم غوره کړه . همدارنګه دتخنيکي انقلاب سره د ژورناليزم مختلف ډولونه رامنځ ته شواود کاراوتاثير ساحه يې نوره هم پراخه شوه او يوازی په قلم اوکاغذ پورې محدوده پاتی نه شوه٠ لومړې يوازې ساکن ليک وو ، بيا ورسره ساکن انځورونه يوځای شول ، کله چې رېډيو رامنځ ته شوه نو غږ هم ددغه مسلک برخه شوه ،که څه هم سينمادژورناليزم سره تړاو نه درلود خوبياهم په ځينومواردو کې لکه د مستنداوروزنيزو فلمونوپه جوړولو کی دژورناليزم په ميتودونو تکيه کېده٠ خوکله چې تلوېزون را پيدا شو نود ژورناليزم مسلکي ساحه لا پسی پراخه شوه ٠اوس چې کمپيوتر او انترنيټ رامنځ ته شوې ، ښايي په پرمختللو هېوادونو کی يې دمطبو عاتومارکيټ لږ څه سوړ کړې وي خو په داسې هېواد کی لکه افغانستا ن چې له يوې خوا اوږدو جګړو په بشپړه توګه ويجاړ کړې له بلی خوا يې وګړي په سلو کی لس کسه ليک لوست کولای شي پاتې ټول ددې نعمت اوفرايضو نه محروم پاتی شوي ،راډيو په لومړي کتار ، تلوېزون دوهم ، مطبوعات دريم اوکمپيوتردډله ايزواطلاعاتي وسايلو په څلورم کتار کی راځي ٠ په افغانستا ن کی ترټولو چټکه او تر ټولو مؤثره اطلاعاتي وسيله راډيو ده خو دليک لوست دزده کړې اوترويج لپاره دراډيوپه پرتله مطبوعات مهم رول لوبولای شي ٠
هرافغان چی هيله لري چې يو تکړه او بريالې ژورنالست شي څه با يد وکړي ؟ لومړې شرط يې مورنۍ ژبه ده چې بايد پوره واک پری ولري ٠ ددې تر څنګه که امکانات ولري بايد انګليسي ژبه زده کړي ٠ دوهم شرط يې مسلکي زده کړه اودريم شرط يې هغه څه چې يې زده کړي دي ، عملي کړای شي ٠ يو تکړه ژورنالست بايد په دې پوه وي چې کله پوښتنې اوپلټنې کوي ديوبا استعداده شاګردحيثيت لري خوکله چې خپله ليکنه چاپوي يا يې دغږاوانځور په واسطه خپروي ، ديو تکړه استا ذ حيثيت ولري ٠
نوربيا
ستاسوازاد نظر
فرهنګي افغان
11.02.2004
ښاغلو لوستونکو !
سلامونه .....مخکې له دې چې په نني بحث پيل وکړم نو له ښاغلي آزاد نظر څخه مننه کوم چې د ژورناليزم په هکله يې يو څه ګټور مطالب وړاندې کړي ......خو د بحث د سيستماتيې لړۍ د پيل او دوام لپاره ښه به وي چې لومړی د پښتو ژبې په لرغونتيا او تاريخچه يو څه ووايو ، ځکه دغه کړکی يوازې د ګرانو لوستونکو د معلوماتو او د اړتياوو د پوره کېدو لپاره پرانيستل شوې چې که ممکنه وي موږ ورته مطالب برابر کړو ،کيدای شي دا مطالب پخپله د ليکوال نه وي ، خو دا به يو ښه ماْخذ وي .
د پښتو ژبې په باب : په دې برخه کې يو زيات شمېر څېړونکو او مورخينو خپل اندونه او ګروهې وړاندې کړي ،موږ د موضوع د لنډيز لپاره د استاد صديق الله رښتين د هغې لنډې مقالې ځينې برخې دلته رانقلوو چې په دې باب يې ليکلې ده .
(( پښتو يوه لرغونې او تاريخي ژبه ده چې د نسبي (( و )) په يو ځای کېدو سره د ويدي عصر مشهورې قبيلې ( پښت - پګهت ) ته منسوبيږي.د پکهت قبيله د آريايي لسو قبيلو له ډلې څخه ده چې د ريګويدا په کتاب کې يې څو ځايه نوم ياد شوی دی .د (( پښت )) قبيله د وخت په تېرېدو سره د (( ون )) د پسينې په يو ځای کېدو سره د
(( پښتون )) په بڼه اوښتتې ده او تر اوسه پورې په هماغه پخواني نوم ژوندۍ او موجوده ده . پښتون له لرغونو زمانو څخه د آسيا په زړه يا پع بله وينا د مرکزي آسيا په سيمه کې چې د اکسوس ، عرب بحيرې ، کشمير او اندوس ترمنځه پرته ده ، ژوند کوي .په اوس وخت کې تقريباْ شل مليونه وګړي په پښتو ژبه خبرې کوي ،خو د هغوي زيات شمېر د اسلامي فتوحاتو په وخت کې او تر هغې دمخه له دغې خاورې څخه د هند لويې خاورې ته ورغلي او هلته مېشته شوي دي .پښتون ملت د خپلو ختيځو او لويديځوګاونډيانو لخوا د (( افغان )) او (( پټان )) په نومونو پېژندل شوي دي .د افغان نوم لومړنۍ يادونه په ( ٢٦٩ ميلادي - ٢٧٣ميلادي ) د لومړني ساساني شاه پور د نقش رستم په ډبر ليک کې د ( ابګان ) په بڼه راغلی دی .اوبيا په اسلامي تاريخي کتابونو لکه حدود العالم (٣٧٢هـ )او نورو کې په تکرار سره ياد شوی دی .د افغان کلمه .....د ( اپه ګان ) له ريښې څخه يې اشتقاق موندلی دی چې د زړور ، شجاع مانا لري ، خو پټان کلمه د پښتانه هندي بڼه ده ....دغه نوميالی ملت د لرغونې آريانا په خاوره کې د پامير ، هندوکش ، سپين غر ، کسي غر په لمنو او د آمو ،هلمند ، اباسيند او نورو سيندونو په غاړو کې روښانه او وياړلی تاريخ لري .
پښتو ژبه د ختيځو آريايي ژبو په لړ کې د ايراني او هندي ژبو ترمنځ ځانګړی او خپلواک حيثيت لري چې د نوموړو ژبو ترمنځ د ارتباط کړۍ ګڼل کيږي .دغه نظريه د لويديځو مشهورو پوهانو لکه : ډاکټر ترومپ آلماني ، مسټر کلاب روت آلماني ، پروفيسور ډورن ، الفنستون ، او نورو لخوا منل شوې او د لغوي او فيلالوژي مطالعو څخه هم ثابته شوې ده .په پښتو کې د دواړو لرغونو آريايي ژبو يانې سانسکرټ او اوستا ډېرې کلمې موجودې او مستعملې دي ، چې دا پخپله له دغو ژبو سره د پښتو ژبې نږدېوالی او اړيکې ثابتوي .لکه څنګه چې د ژبپوهنې لويديځ پوهان وايي : آريايانو تر هجرت دمخه د سيحون او جيحون تر منځ په يوه مشترکه ژبه ( اريک ) خبرې کولې چې د وخت په تېرېدو ،لويديځ او ختيځ خواته د مهاجرت او لېږدېدنې په پيل کېدو د دغې ژبې له بېلا بېلو لهجو څخه ځانګړې ژبې رامنځته شوې چې هغه د سنسکرت ، زند ( اوستا ) او پښتو څخه عبارت دي .په همدې اساس پښتو د لرغونتيا له مخې د پورتنيو دواړو ژبو خور ګڼل کيږي چې تر اوسه د لرغونې آريانا يا تاريخي افغانستان په هسکو او کلکو غرونو کې خوندي پاتې ده .انګرېز ختيځ پوه الفنستون وايي چې پښتو ژبه داسې کلمې لري چې يوازې په سنسکريت کې موندل کيږي .نوموړی زياتوي :له عبراني او سامي ژبو سره د پښتو د دوه سوه اتيا لغتونو له پرتلنې څخه څرګنده شوه چې يو لغت يې هم په عبراني او نورو سامي ژبو کې نه ؤ.)) ( وګورۍ د کابل سلطنت بيان ).د پښتو ژبې لرغونی تاريخي سند چې تر اوسه لاس ته راغلی دی د بېستون د غره ډبر ليک دی چې د لوی داريوش ( ٥٢٢ - ٤٨٦ له ميلاد نه وړاندې ) په عصر کې کښل شوی او انځور شوی دی او د لرغون پېژندونکو لخوا داسې لوستل شوی دی .:
(( نی اړيکه وم ، نی دروجنه وم ، نی زور کره وم )) د دې درېو مصرعو لنډ مطلب دا دی چې : (( نه د خير منع کوونکی يم ، نه دروغجن يم او نه زور زياتی کوونکی يم .)) .........يو بل سند چې د پښتو ژبې په لرغونتوب دلالت کوي ، هغه شعر دی چې د غزني د لويکان د کورنۍ د يو امير لخوا د ١٦٠هـ په شا او خوا کې ويل شوی دی چې اصلي متن يې په دې ډول دی : (( په زمي ګزنه ښخېد لويک لويانو،بويله يالو کښتور به براغلوم په لوم ممله تېز يو په ملا . )) ( وګوری د پښتو ادبياتو تاريخ - ٢ ټوک د استاد حبيبي اثر ) .پورتنی شعر د پوهاند حبيبي په واسطه د ابو حامد زاولي د غزني د لرغوني تاريخ څخه رانقل شوی دی او لاندې ډول تحليل او ژباړل شوی دی .:
(( بت لويک د غزني په خاوره کې ښخ شو او لويکانو خپل برم له لاسه ورکړ ، سرتيري به د دښمن جګړې ته لېږو ، له تيري کوونکو عربو سره همکاري او مرسته مه کوه .)) .........
همدا رنګه (( ميلنډا پاني )) کتاب چې د جنرال مناندر هوپياني ( ١٠٠٠ق م ) لخوا د بودايي مذهب په هکله ليکل شوی دی د سيلوين لوی فرانسوي او پنډت راجيت سيتارام په قول په پخوانۍ پښتو ليکل شوی دی او بيا په پالي ژبه ژباړل شوی دی ......او بل قوي سند چې د پښتو ادب تاربخ دويمې هجري پيړۍ ته رسوي د امير کروړ سوري شعر دی چې د پټې خزانې په وسيله زموږ لاس ته رارسېدلی دی .دغه حماسه په ( ١٣٩ هـ ) کال ويل شوې ده او دپښتو پوخ او قوی شعر دی . دپښتو ژبه او ادب تر نوموړي تاريخ وروسته ډېر روښانه او څرګند دی چې دلته يې د توضيح او وينا اړتيا نه ليدل کيږي .......))
دا و د پښتو او پښتنو د تاريخي شته والي او لرغونتيا په هکله په لنډو کرښو کې ياددښت .په راتلونکو بحثونو کې به د پښتو ادب او د پښتو ادب په مکاتبو، ډولونو او لومړنيو آثارو خبرې وکړو ، هيله ده وکولای شو د دغه ستر خدمت جوګه شو او دغه لړۍ ژوندی وساتو
[/code]
Azad Nazer
23.03.2004
درنولوستونکو اودژورناليزم مينه والو!
په رښتيا چې ژورناليزم يو مهم ، ارزښتناک اوورسره ډېر پېچلې مسلک دې ٠ مهم په دې خاطر چې پلټونکوته لارې ښۍ ، دسياست ، کلتور، پوهې ، اقتصاد، زده کړې ، مذهب اودعقيدې نيالګيوته اوبه ورکوي ٠ همدارنګه په ژوندپورې تړلومسايلو هغه هنداره ده چې يواځې دپديدوجوسې نه ښۍ بلکه دهغوی مفصله څېړنه هم کوي په بل عبارت : ژورناليست ديوملت دخولې حيثت لري اوژورناليزم ديوملت دژبې ، لنډه داچې په هره خوايې واړوۍ له ټولنې يې نه شۍ بېلوﻻی ، ددومره حياتي ارزښت سره بايد هر غ ملت په دې پوه وي چې پرته له خولې اوژبې به هيڅ ونه شي کړای اوداسې حيثيت به ولري لکه يو ګونګ بدن چې تل دافهام اوتفهيم سره په ستونځو کی وي ٠ له بده مرغه پښتانه په دې هکله دنړۍ ترټولو وروسته پاتې ټولنه ده چې نه پخوا-او نه اوس دډېرو بنيادي مسايلو په هکله اندېښنه لري ٠
که تيروته نظر وکړو نو زمونږ پاچاهان د مطبوعاتو په ارزښت پوهېدل ځکه يې ورځپاڼې او چاپ خونې تأ سيسولې ٠ دهغوی دغه کار دستاينې وړ دې مګر زه هک پک په دې يم چې هغه کوم علت وو چې هغوی دخپلې مورنۍ ژبې څخه غافل کړي وو؟ پخپله پاچاپښتون ، دورځپاڼې مدير هم پښتون اوليکنې يې په فارسي کولې ؟ زه دا خبره نه دتعصب په بنأ کوم اونه دتبعيض بلکه افسوس کوم چې دپښتو ژبې سره دومره بې وفايي پخپله دپښتنو لخوا شوې ٠که څه هم زه ددې خبرې سره توافق نه کوم چې ګواکې پښتو خپرونو له پخوا څخه په افغانستان کې وجود نه درلود، دا خبره به سمه نه وي چې ووايو چې پښتو خپرونې په دې ورستيو کی رامنځ ته شوي بلکه په رنګارنګ ډولونو موجودې وې ، لکه دبېلګې په توګه سيدجمال الدين افغان دنوروژبوترڅنګه په پښتوژبه ښه حاکميت درلود اويو تکړه ژورناليست او دامير شېرعلي خان داصلاحاتو اوريفورمونومشاورهم وواوپه غېرمستند شکل يادونه شوې چې سيد جمال الدين افغاني د (( کابل )) په نوم خپرونه چلوله ٠له بله پوه خوشحالخان خټک څه دپاسه درېنيم سوه تأليفات درلودل چې ټول دمغولوله تاړاکه په امن کی نه دي پاتې شوي ٠ دامير شېرعلي خان په وخت کې افغانستان خوراډېرپرمختګ کړې وو، خوله بده مرغه په دولتي چوکاټ کی تردا پرونه پورې کوم داسې ريښتينې تدبير نه دې نيول شوې چې پښتو څپرونې په خپلواک اوکافي اندازه پرمختګ وکړي داميرشېرعليخان په وخت کی يوڅو کتابونه په پښتو ژبه چاپ شوي وو لکه د (( وعظ)) په نامه کتاب چې دعسکري اوصولو او قواعدو په هکله وخو ځينې اسدلال کوي چې ددغه کتاب نوم وعظ نه بلکه (( قواعدرساله )) چې کاپي يې دافغانستان په ملي ارشيف کې تر نجيب حکومته پورې خوندي وې ، نوميږي اوداميرشېر علي خان په وخت کی چاپ شوې دې ٠ ددغه کتاب دنورې محتوا سربېره پښتو نظامي نومونه هم کښل شوي لکه غونډ ، کنډک ،څلورپرک ، ټولې مشر ، غونډ مشر، سرمشر، بريدمن او داسې نور ٠ اميرشېرعليخان او امير امان الله خان دافغانستان هغه ريفورميست اومترقي پاچاهان وو چې دهغوی اصلاحاتو افغانستان ته ديو مهذب هېوادبڼه ورکړه خو مرتجع اوافراطي ډلو هغوی نه پرېښودل چې اوږده پرمختيايي پلانونه عملي کړي ٠ تر ټولو د خواشينۍ خبره دلرې پښتونخوا ده چې پښتو خپرونې يې د ((نشت )) سره برابرې دي٠ ددواړوخواوو پښتانه لا تراوسه دخپلې ژبې دمطبوعاتوپه ارزښت نه پوهيږي چې دخپلو مسايلو دحل کيلي همدغه ده او همدغه پښتو خپرونې ددوی د نړيوال شهرت سبب کېدای شي ٠
دشواهدو لمخې ، په افغانستان کې دلومړي ځل لپاره رسمي خپرونه د شمس النهار په نامه دامير شېرعلي خان په دورکې په 1883 کال کې تأسيس شوې چې په دري ژبه خپرېده اودعربي ژبې تأثيرات پکې ډېر ليدل کيږي ٠
له دغه وروسته ځينې خپرونې دخطاطانو لخواپه قلمي شکل کېدلې ٠چې مضامين يې هم محدود وو ٠
اولينه منظمه خپرونه د ښاغلي محمود طرزي په مديريت د سراج الاخبار په نامه وچلېده چې د ژورناليزم اومطبوعاتو داصولو سره برابره وه٠
زه دښاغلي محمود طرزي شخصيت تر هرچا ځکه لوړ بولم چې نوموړي دخپل اخلاص او پېرزوينې په جذبه دا درک کړې وه چې دپښتو ژبې سره ظلم او جفا بايد ونه شي ٠ دغه عالم شخصيت دسراج الخبار دخپرېدوپه لومړي کال په يوه مقاله کې ددليلونوسره وکښل چې پښتوژبه دژبومورده اوبايد توجه ورته وشي٠
همدارنګه نوموړي په خپله بله مقاله کې دپښتو ژبې په تعميم اوپرمختګ زورواچاوه٠ بايد يادونه وکړم چې سراج اخبارافغانيه په هېوادکی دډله ايزو ارتباتي وسايلو لومړۍ نمونه ده چې دلومړي ځل لپاره يې پښتو مضامينو ته ځای ورکړ٠ ددغې خپرونې دپښتو ليکوالان ښاغلې مولوي عبدالرؤف کندهارې اوښاغلې غلام محی الدين افغان وو٠
ازادنظر
ع کريم حليمي
23.03.2004
ګران Azad Nazer وروره ډيره مننه ستاسو د دی ښايستی ليکنی نه ٠
او تشکور چه مولوی عبدالرؤف کندهاری او محي الدين يادونه موکړی ٠
محترم وروره ٠ زما سره د انيس څوګلکسونه راسره سته د ١٦ ربيع اﻻول ١٣٥٢ موئسس و صاحب امتياز
محي الدين او مدير محمد امين خوګيانی
تاسيس ١٣٠٦ ٠ که تاسو دغه محي الدين يادوې په دغه انيس اخبار کی شماره ١٤ / ٢ شنبه ١٩ سرطان
او دټوله کال په شمارو کې ئی يوه جمله پښتو نسته او هر وخت چه ئی راواخلم چه لولم ئی دChronicle
کتاب په ډول خوامی ډيره شنه سی ٠ فکر می يوسی چه مدير او موئسس ئی دواړه پښتانه او يوه جمله پښتو پکښې نسته ٠ او عجبه داده چه ليکی (والی صاحب به زبان افغانی سخنرانی کرد) يعنی نه ليکی چه فلانی په
سړي به پشتو سخنرانی کرد ٠ رشتيا چه موږ پښتنو د خپل ځانه سره ظلم کړی دئ
بيا هم چه ګورم که څه هم د ظاهر خان، داود خان پښتو نوه زده تر پخوانيو پاچهانو ئی ډير کار کړې وو
او بل د پښتو ټولنې د مخه چندان پښتو کتابونه نسته ٠ هو حکومت تأثير لری پر ژبه او که دملت خلک دی لکه
مړي چه ګرځې ٠ سياسی او کلتور حال به مو دغسی وي لکه نن
مننه حليمي
Azad Nazer
24.03.2004
ښاغلې حليمي صېب !
ستاسوله لطف اونظر څخه مننه ٠
حليمي صېب ،
زه فکر کوم چې همدغه غلام محی الدين انيس وو چې دامانالله خان داقتدار په وروستيو کلونو کی يې د د ((انيس )) په نامه پنځلس ورځنۍ خپرونه رامنځته کړه چې اوس دورځپاڼې په شکل وجود لري ٠ ستاسو کتنې اونيوکې بيخي پرځای دي چې دهغه وخت په انيس کې پښتو ژبه خو څه کوې چې پښتو تورې به لا پکی ونه موندل شي ٠ سراج الاخبار دافغانستان دلومړنيو خپرونوڅخه ده چې مدير يې پښتو ژبې ته د لوستونکو پام اړوي ٠ که څه هم په سراج الاخبار کې دپښتو ونډه په (( نشت )) حسابيږي بيا هم دخوښۍ خبره ده چې کله ناکله به يونيم پښتو شعرياخبرپه کی خپرېده ٠
دافغانستان دخپلواکۍ په وخت کی په هېواد کی پوره چاپخونې جوړی شوې وې لکه دولتي مطبعه ، دامان افغان مطبعه ،درفيق شرکت ، دانيس مطبعه ، دوزارت معارف مطبعه ، دماليې دوزارت مطبعه او دوزيرانودعالي شوراد دارلتحريرمطبعه ٠
همدارنګه دهېواد په ولايتونو کی هم چاپخونې جوړې شوې وې لکه طلوع افغان په کندهار کی ،مطبعه اتفاق اسلام په هرات کی ، مطبعه بيدار په مزارشريف کی ، مطبعه اصلاح په خان اباد کی ، د غازي مطبعه په خوست کی ، دننګرهار مطبعه په جلال اباد کی او دنسيم سحر مطبعه په جب السراج کی٠ خو داچې دې دومره مطبعو څه کړي ، زه نپوهېږم مګر دومره په ډاډ ويلای شم چې پښتو خپرونې چا پېژاندې هم نه اوکه له چا وپوښتې چې دغه مطبعې ورته معلومې دي هرومرو به درته ووايي چې نه ٠
نتيجې زمونږ په مخکې پرتې دي چې ښکاره شرم يې 95% بې سوادي ده ٠
له کندهاره چې مخ د ختيځ په لور واړوۍ ،نو هلته به هم داسې څه ومومۍ چې پرته له غاښچيچو به په بل څه سينه سړه نه کړۍ ٠ هغه دننګرهار ، کنړونواودلغمان دخلکو يو ه اتحاديه وه چې د (( اتحاد مشرقي )) په نوم يادېده اوددې لپاره جوړه شوې وه چې دانګليسي يرغلګرو څخه دهېواد خپلواکي وساتي چې دقدر اودرناوي وړ ده او په دې باندې هيڅ رنګه انت پر ځای نه ګڼم ، خو کوم شې چې دملنډودې هغه د اتحاد مشرقي په نامه ورځپاڼه وه چې دپښتنو په سيمه کی خپرېده خو په پښتو ژبه نه بلکه په دري ٠ ددغې ورځپاڼې مسؤل مدير برهان الدين کشککي و٠
لنډه داچې له محمود طرزي څخه نيولې تر فيض محمد ناصري پورې چې ديوې مياشتينۍ خپرونې چې نوم يې (( پشتو)) وو او په کراچۍ کی خپرېده ، مسول مدير وو ، بې شمېره تکړه ، غښتلي اووتلي ليکوالان او ژورنالستان وو ، دهغه وخت مشهورې ورځپاڼې اورسالې يې چلولې خو داچې پخپله مورنۍ ژبې کی لټ وو د پښتون فرهنګي تاريخ دسريزې محتوا هم نشي کيدای٠
که تاسو مې نه ملامتوۍ نووبه وايم چې دا ددغو پښتنو برکت وو چې په ننګرهار کی ((کنډي باغي )) وده وکړه او کندهاريان ونې ته (( درخته )) ، پاڼو ته يې (( برګونه )) او سوري ته يې (( سايه )) وايي٠
او دا نورپښتانه هم دبښلو نه دي ځکه که دغو پښتنو ليکوالانو دپښتو لپاره څه کړي وای نو يابه دپښتنولخوا وژل شوي وو ، يابه پرې دکفر فتوه شوې وای٠
په ډېر درنښت
ازاد نظر
ع کريم حليمي
24.03.2004
ګران ورور ښاعلی ازاد نظر او درنو لوستونکو سلام!
داڅنګه راته پيښه سوه چه دخپلی ژبی (پښتو) سره مودښمنی و کړه ٠ چه پښتو يوه غرنۍ ژبه پاته سوه (نه علمی)
او ياڅنګه د فارسی څه ډيره ترشاسوه ٠ چه زموږ پلرو او نيکګانو لوستل و ليکل په فارسی کړل ٠
تر دې دمخه چه په افغانستان کی دولتی ښونځۍ خلاصيږې او رسمی اصول تدريس جوړيږې ٠
علمی معيار يوازې دينی درس وو ٠ او دينی درس يوازې په عربی ژبه حاصليدئ٠ چه دغه درس اصول اول
ايران او بيا بخاراته ولاړه٠ او داسی وخت دئ چه افغانستان دخراسان په نامه بلل کيږی ٠ او سرحدات ئی
راڅکيږې او ورڅکيږې يعنی ٠ نه يوازې زموږ ملک بلکی ټوله ملکونه دغه سی وه ٠ سرحدونه ئی په ښور کی وه٠
کم و خت چه بخارا او ايران کی دعربو جنګونه ساړه سوه ٠ نو عربو دبخارا او ايران له خواوو خراسانته راغله
اسلام او عربی اصول تدريس ئی افغانستانته را وړه ٠ چه له دواړو خواوو نه ئی فارسی او عربی را وړه ٠
په داسی حال کی چه موږ خپل اصول تدريس نه درلوده٠ او هغه بی اصولو تدرس ئی راشروع کړی ٠
چه د ملا و طالب په شکل ٠ چه تر اوسه پر افغان چليږی ٠ چه په نوره دنيا کی د ملا او طالب اصول تدرس بيخی
له منځه تللی دي ٠ چه دغه د طالب او ملا په شکل درس يو څه وخت په ايران او بخاراکی روان وو ٠
نو د افغانستانه به خلک ايران او بخاراته د درس له پاره تلل ٠ چه وطن ته به راغله په قلم به عرب او فارسيبانان
سوی به وه دغه حال تر افغانسيد جمالدين او محمود طرزی تروخته هم روان وو ٠
يوازی څونفره لکه محمود طرزی چه پر غربی اصول تدريس ئی اسلامی درسونه په هند او دمشق کی ولوستل
او وطنته هغه وخت راغله ١٩٠٢ چه امير حبيب الله خان عفوعمومی اعلان کړه نو تبعيد سوی اکثره چه په نوی
غربی اصلولو دتدريس پوه سوی وه ٠ افغانستانته ئی نوی اصول تدريس را وارد کړه٠ چه تأثير ئی يوازی
د کابل پر خلکو وکړۍ ٠ او په اطرافو کی هغه د 1000 کاله پخونۍ د ملا او طالب په شکل درس ويل کيدی
دلته پخوا هم د بلخی رمی او سعدی اشعار ويل کيدل ٠ کله چه دغه د هند ، بخارا ، ترکی، ايران تعلم يافته
راغله فارسی زو واخستۍ ٠
نو داسی عادت رواج سو ٠چه هر ملا به درس په مسجد کی وايه پر عربی سربيره به ئی د فارسياتو پهنامه به ئی
هم درس شرع کاوه چه عبارت د ګلستان، بوستان ،پنچ کتاب ٠ او بعضو چه قوی عقل خاوندان به وه نو مثنوي
شريف ئی هم لوستلۍ٠ نوعلم ئی په عربی او سواد ئی په فارسی حاصل کولۍ ٠
او هم داوو چه پښتنو نسوای کوﻻی چه کتاب په خپل وطن کی چاپ کړی ٠ نو د لوی رحمان بابا په قسم شاعرانو
کتابونه نوه چه ولوستل سی په مساجدو کی ٠
که اؤس کوښښ وکړو چه دزاړه اصول تدريس څه ﻻس واخلو او په غربی اصولو اسلامی درسونه پښتانه په پښتو
ژبه و وايی ٠ او اخلاقيات د رحمان بابا د سواد لپاره ولولی ٠ فکر کوم چه پښتانه به باسواده پښتانه سی ٠
حليمي
Azad Nazer
31.03.2004
حليمي صېب !
روغ ، خوښ او بريالې اوسې ٠
ستاسو دنظر په تائيد بايد يادونه وکړم چې پښتو ژبه دخپلې ځانګړتيا ، ګرامري جوړښت ، خپلواکيت ، او دهرډول اوازونوپه درلودلو دنړۍ له نورو ژبو څخه کمه نه ده ٠ که ژبپوهان او تاريخوهان دغه ژبه په زير وڅيړي نو باور لرم چې ډېر هغه څه به ومومي چې پښتانه يې هيله کوي ٠ کله چې زه ماشوم وم او ښونځۍ ته تللم نودښونکو په منځ کی يوداسې خوونکې وو چې تخلص يې (( پاکتين )) وو او ماته به دغه نوم داسې په غوږ لګېده لکه انګليسي ٠ له دې کبله مې ورسره سودا وه چې ((پکتين يا پاکتين )) به څه ته وايي او همدغه فکر تر هغه وخته راسره وو ترڅوچې په ښه او بد پوه شوم او يو څو ټکي مې زده کړل ٠ زما سر پرې لومړې ځل ښاغلي مشواڼي صېب خلاص کړ٠ نوموړي راته دپښتو لس اصلي توري چې ( ږ-ړ-ښ-ګ-ډ-څ-ځ-ڼ-ټ او ې ) دي ، راوښودل ٠ بيا يې دهغو غږونو سره اشنا کړم چې په فارسي او عربي ژبو کی نشته لکه ( ړې په ړانده کې ، ږې په ږيره کې ، ښين په ښکلا کې ، ګاپ او ڼون په ګڼ کې ، ټې په ټاټوبي کې ، يۍ په هيلۍ کې ) اوداسې نور ٠ که تاسو فکر کړې وي ، په انګليسي کې د (( ړې)) غږ ، په جرمني کې د ((ښين)) غږ او په روسي او سلاويک ژبو کې د (( څې)) غږ ښکاره ،ځانګړي او نمونه غږونه دي چې پښتانه
يې په ادا کوولو کې ستونځې ځکه نه ويني چې ددوی په ژبه کې دغه غږونه شته٠د فارسي ژبي وويونکي د ( ړې) غږ په ( لې) ادا کوي ځکه چې دوی پخپله ژبه کې دغه تورې نه لري ٠ همدارنګه په عربي ژبه کی هم د پښتو ځانګړي توري نشته ، دبېلګې په توګه عربان ( چ ) په ( ش ) بدلوي لکه چای ته (( شای)) وايي او داځکه چې هغوی د ((چ)) تورې نه لري ٠ همدارنګه عربان ( پ ) په ( ب ) ادا کوي لکه پاکستان ته (( باکيستان )) وايي ٠
پورتني مثالونه مونږ ته جووته وي چې پښتو ژبه دهره پلوه ښه کره ژبه ده خو چې زمونږ پاچاهانو ، ليکوالانو، پښتنو او پوهانو ورته نظر نه کاوه ،دا د هغوی علمي ، وجداني او ټولنپالې نيمګړتياوې دي چې پښتو ژبه پرې ملامته نه ده٠
دښاغلي مشواڼي په اند ، پښتو د هغو لرغونووګړو ژبه ده چې د تموچين ( چنګېز) له يرغل څخه وړاندې دايران نه تر بلخ اواباسينده پورې په مختلفو لهجوويل کېده ٠ ددې خبرې علمي ثبوتونه لټول کېدای او پيدا کېدای شي ٠ د Webster انسايکلو پيډيا په حواله ،هندوايراني دهندواروپايي ژبو زېږنده ده چې بيا په دوو لويو برخو ويشل شوې چې يوه برخه يې د ايراني ( IRANIAN ) او بله برخه يې دهندي (INDIC) په نومونو ياده شوې ٠ ايراني بيا درې شاخونه لري چې د Scythian ، Old Persian او Avestan په نومونو ياديږي ٠ د Scythian په باره کی داسې برېښي چې دغه ژبه يووخت موجوده وه خواوس يې څرګنداثر نشته ، دپخوانۍ پارسي څخه چې عربو ورته ( فارسي) ويله ، په همدې نوم بل ښاخ بېل شوې او بيا يې کردي ،اوسيتي او بلوچي زېږولي ٠ پښتو ژبه دايراني دريم ښاخ دې چې د اويستا څخه زېږېدلې او پخپل حال ژوندۍ پاتې شوې ٠ که سړې د تاريخي پېښو او بدلونونو په رڼا کې د پښتو ژبې د خپرېدو نقطه لټول غواړي نو دغوراو کندهارتر څنګ به د پکتيا او پکتين په زړه پورې نومونه نه هېروي ٠ دغه دوه نومونه دلمر په څېر ځليږي او هغه دوړېې (معما) ته ځواب وايي چې دډېرو اندېښمنو په فکر کې لکه په پنجره کې بند مرغه هرې خواته غورزي کوي ٠ د پکتيا پښتانه الف په (و) ادا کوي او ( و) په ( ی) نو کيدای شي چې د پکتيا او پکتين په ويلو کی لهجوي توپير راغلې وي او يا خو همدغه دپښتون او پښتنودټاټوبي اصلي او تاريخي نومونه وي ٠ کېدای شي چې پښتون له سټې په پکتين يادشوې وي او دوخت په تېرېد و سره ترې پشتون او پښتون جوړ شوې وي ٠ په زړه پورې خو داده چې دافغانستان د بدخشان په شغنان سيمه کې يوه ځانګړې ژبه ويل کيږي چې شغني ورته وايي اوويل کيږي چې زياتره پکې پښتو لغاتونه استعماليږي٠ ددې تر څنګه د خواشينۍ خبره داده چې نيموپښتنو خپله مورنۍ ژبه يادفارسي اوياداردو ، هندکو او پنجابي سره بدل کړې ٠ دمثال په توګه په پاکستان کی دمياوالې نيازي پښتانه په پنجابي خبرې کوي ، چې پوښتنه ترې وکړې درته وايي چې پښتانه يومګرپه پښو خبرې نشي کولای ٠
دې ټولوعواملو ته چې وګورو ، پښتو ژبه له پښتونه نه ده بېله شوې بلکه پښتون دخپلې ژبې نه بېل شوې٠
که چېرې پښتون په سياست اوپانګوالۍ پوهېدای نو دبل دخوښۍ لپاره به يې خپله ژبه نه پرېښوده ٠ که چېرې دوی په خپله مورنۍ ژبه داسې کلک ولاړ وای لکه پښتونولي ( دغه دپښتنو دغولېدو کوډ) نو پښتوژبې به يو مقام او پېژندګلوي درلوده او چا به جرأت نه درلود چې ملنډې پرې وکړي ٠ دپښتو او پښتنو لپاره کار کول پخپله پښتانه کفر ګڼي نو مخالفين خو به ورته خود د دوزخ ژبه وايي ٠
په درنښت
ازادنظر
hewaaddoost
02.04.2004
سلامونه او نېکمرغه ژوند !
په دې توګه په دغه مسلکي بحث کې د ښاغلو او قدرمنو ګډونکونکو له برخې اخيستنې مننه کووم ،دغه بحث په رښتيا هم چې ډېر په زړه پورې دی او بايد د تاريخي سير اصل هير نه شي .
په درنښت
hewaaddoost
02.04.2004
قدرمنو دوستانو !
زه په داسې حال کې چې د ښاغلي فرهنګي له دغه نوښت څخه مننه کووم ،او د دې لپاره چې دغه بحث په پرله پسې توګه راشي ، له ښاغلي فرهنګي سره په تفاهم کې دغه دنده ماته راوسپارل شوه چې ددغه بحث پاتې برخې زه تعقيب کړم او د نورو دوستانو په مرسته يوه مسلکي علمي کړکۍ دلته فعاله او ژوندۍ وساتو
په ډېر درنښت
افغاني ژورناليست او ليکوال يوسف ( هېواددوست ) .
hewaddoost
10.06.2004
ادبيات ،د ادبياتو مانا او پښتو ادبيات ( يوه لنډه خو هر اړخيزه کتنه )
د سمون چارې او ليکوال يوسف هېواددوست
د يوې ژبې ټولې ليکنې منظوم وي که منثور ادبيات ګڼل کيږي او دغه ادبيات دوه ډوله دي
١- ليکلي
٢- شفاهي
خو د ادبياتو مانا دا ده چې دغه ليکنې يا شفاهي آثار بايد هنري بڼه ولري دا په دې مانا ده چې هره ليکنه ادبي نه ده
د علومو د تشريح او څرګندولو په برخه کې ليکنې ادبيات نه دي ، خو هغه ليکنه چې هنرې بڼه ولري او له تخيله راټوکېدلې وي يوازې همدغه ډول ليکنې ادبي بللی شو .ادبيات بايد د ټولنې هنداره وي او د لوستونکو هنري تنده ماته کړي.
پښتو ژبه چې د لرغونې آريانا په آريايي ژبو کې خورا قديمي او بډايه ژبه ده همدغه دواړه ډوله ادبيات ( ليکلي او شفاهي ) ادبيات لري .خو پښتو د شفاهي ادبياتو له پلوه په سيمه کې تر ټولو ژبو بډايه او شتمنه ده .....
hewaddoost
11.06.2004
د تېرو خبرو په دوام بايد دا خبره څرګنده کړم چې پښتو يوه ډېره لرغونې آريايي ژبه ده چې د شپږو زرو کالو پخوا سابقه او قدامت لري .په دې باب به په نورو بحثونو کې هم څه وليکم او د دغې ژبې د تاريخ او ګرامر په باب څرګندونې وکړم خو د اوس لپاره بايد ووايم چې د پښتو ژبې لرغونی تاريخي سند چې تر اوسه لاس ته راغلی دی د بېستون د غره ډبر ليک دی چې د لوی داريوش ( ٥٢٢-٤٦٨ له ميلاد نه وړاندې ) په وخت کې کښل شوی او انځور شوی دی او دلرغون پېژندونکو لخوا داسې لوستل شوی دی :
(( نی اړيکه وم ،نی دروجنه وم ،نی زور کره وم ))
د دې درېو مصرعو لنډ مطلب دا دی چې (( نه د خير منع کوونکی يم ، نه دروغجن يم او نه زور زياتی
کوونکی يم . )) . تر بل بحث پورې
هېواددوست
hewaddoost
12.06.2004
درنو دوستانو او د ادب مينه والو!
په نني بحث کې د پښتو ناليکلو ادبياتو ( شفاهي ) او ليکنلو ادبياتو په هکله لنډې څرګندونې لرو:
د پښتو ژبې د ناليکلو ادبياتو برخه تر ليکلو ادبياتو ډېره پياوړې او شتمنه ده .پوهان په دې عقيده دي چې په پښتنو باندې د پېړيو په اوږدو کې دومره زيات ناتارونه راغلي چې د دوي د باسواده کېدو په لاره کې يې بې شمېره ستونزې منځته راوړي او په دې توګه د همدغو ځانګړو سياسي ،ټولنيزو ،فرهنګي ،افتصادي او جغرافيايي له امله دغه ولس د سواد له نعمت څخه محروم ساتل شوي دي .نو يې له شکه په دغه شان شرايطو کې پښتون قام پر شفاهي ادبياتو ډېره ډډه لګولې او په دې توګه له پېړيو پېړيو راهيسې پښتنو د دغه راز ادبياتو بېلګې په خپلو ذهنونو کې حفظ کړي او سينه په سينه يې دا دی تر موږه رارسولي دي .
د پښتو شفاهي ادبيا بېلا بېل ډولونه لري .په دې کې ځينې سيمه ايز دي چې يوازې په هماغه سيمه کې مروج شوي او ځينې بيا بيا ټوليزه بڼه لري چې په ټولو پښتنو کې يې دود موندلی .
دلته پښتو شفاهي منظوم ادبيات او غير منظوم ادبيات زموږ تر سترګو کيږي .
پښتو شفاهي منظوم ادبيات دوه ډوله دي
١ - عامې سندرې :دا هغه سندرې دي چې ويونکي يې نه دي ښکاره او په ټول ولس پورې اړه لري لکه لنډۍ ،سروکې ،نارې ،لنډکۍ ،د ښادۍ بدلې او نور ...
٢ - خاصې سندرې : په دې سندرو کې ويونکي يې بې سواده شاعران او هنرمندان دي په دې مانا چې شاعر او هنرمند يې مالوم وي لکه چاربيتې ، بدلې ،بګتۍ ،لوبې ،داستان ،مقام ،کسرونه او نور .....
په پښتو شفاهي ادبياتو کې لنډۍ ډېرې مشهورې سندرې دي .دې ته ځکه لنډۍ وايي چې په لنډ ډول بشپړ او پراخ مفهوم څرګندوي . لنډۍ دوه مسرې لري
شپوږميه سر وهه راخيژه يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه
تر لنډيو وروسته کاکړۍ دي . چې د کاکړيو غاړو په نوم هم ياديږي او دا هم دوه مسرې لري .
دا په ګل پرتې ږلۍ دي که سپين غاښ د شين خالۍ دی
دغه راز فالونه ،چغيان ( انګۍ ) ،ساندې ،د ميندو سندرې ،نکلونه ، متلونه ،لنډې شفاهي قصې ،د ماشومانو نا ليکلي ادبيات او داسې نور هم په دغه برخه کې د يادونې وړ دي .
په راتلونکو بحثونو کې به د پښتو شفاهي ادبياتو پر ارزښتونو له تاسو سره څه لنډې خبرې ولرو .
.