د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دعزرائل په بڼه

وصيل پېروز
22.05.2009

دعزرائل په بڼه
دعـــــزرائل په بڼه ځان اړوي،ساه غــــــــــــــواړي
زموږدننګ اودتهذيب خونه تباه غــــــــــــــواړي

چي دخليج په شبستان يې درونداثرپرېـــــــوتی
دتيــــــــــــــاروپلارپسي راغلي هارڼاغــــــــواړي

دلته راغلـــــــــــــي ووامته! په زړه پاک عـــــربان
غليم زماغيږکي زخمي کړل اوس دواغـــــواړي

دپيغمبردقوم سپين زړي،سپين لمنې پيغلــــې
شولې سرتوري دغيـــرت کورکي پناه غــــواړي

يوڅوشملې يې دډالروپه بدل واخيستـــــــــــــــې
خوډېرزمري لاشته چي توره دباباغــــــــــــــواړي

دخپلواکۍ دشهيــــــــــدروح دغه پيغام لري نن
چي زموږارمان پوره کېدل ستاسي وفاغواړي

په نرټاټوبي کي لاډېرزمري صفته شته دي
خودتکبيريوه ناره دنرمــــــــــــــــــــلاغواړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more