د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دسميع الله تړون پيغام صليبي ګوډاګيانوته

عبدالله صابر
22.05.2009

السلام عليکم

[color=blue:2e48c29b5f]پردي ځامن دهيچا نه خپلېږي - -- لالادمرګ اجازه مه ورکوه

زمابچوړي سوال ته مه کېنوه -- - زما دمرګ اجازه مه ورکوه

تابه له ټولوخلکو روسته وژني - -- دچادمرګ اجازه مه ورکوه [/color:2e48c29b5f]

[color=red:2e48c29b5f]زما ځنګلې په باروتو سېزې -- - زما په غردې زړه خوږېږي که نه

مال مې دې لاړشي په بلا يي وله -- - زما په سر دې زړه خوږېږي که نه

ماشومان وږي له کورونوتښتي - -- په مازيګردې زړه خوږيږي که نه [/color:2e48c29b5f]

[color=green:2e48c29b5f]دپارلمان وکيله ساه دې وځه --- ته دکرزي لالا سلام څه کوې

ته له تودې بړستنې نه راوځې --- بړستن دې ېخه شه ارام څه کوې

دادبمونوشوردې نه ويښوي - -- په خپله خاوره اوخپل قام څه کوې [/color:2e48c29b5f][color=darkred:2e48c29b5f]
مشره وطن دې ټول سوری سوری کړ - -- اوس رواجونه رنګ په رنګ راځي

پردۍ لښکرې په ټوپکو سنبال --- په سوله نه راځي په جنګ راځي

زمونږ په دين او وطن لوبې کوي -- - ځکه مو وينې په غورځنګ راځي [/color:2e48c29b5f][color=white:2e48c29b5f]
ددې کيسې درنه پوښتنه کوم --- دادروند لقب مارشال دې چاته ورکړ

دملالۍ مزار جنډه نه لري - -- د ايوب توره ډال دې چاته ورکړ

نور انسانان يي په بوټانو ولي -- - دستر غازي مډال دې چاته ورکړ [/color:2e48c29b5f]
[color=red:2e48c29b5f]
[color=blue]ديموکراسۍ له ژونده وويستلو -- - خپلو بچو پسې پېرې کوو

څومره دې ووژلو بس دی کنه - -- همېشه غم دهديرې کوو

داور لمبه دې درنه وګرځېږي - -- مونږ افغانان درته ښېرې کوو [/color:2e48c29b5f]
[color=red:2e48c29b5f]لالا لالانه دې پوښتنه وکړه --- افغانستان سره دې څه کارو

که صليبي جګړه دې نه کوله --- دمسلمان سره دې څه کارو

که اسامه په توره بوره کې و --- وزيريستان سره دې څه کارو [/color:2e48c29b5f]
[color=green:2e48c29b5f]داحمدشاه تاريخ دې نه دی لوستی --- تاسره قدر دامان نشته

ته دميروېس نيکه له ذاته نه يي - -- تاکې غېرت تاکې ايمان نشته

زرده رسوا به شې ذليله به شې - -- په سر دې سيوری دقران نشته [/color:2e48c29b5f]
[color=white:2e48c29b5f]ته هم پوهېږې چې وطن تبا شو -- - زه هم پوهېږم چې غلام يمه

يوه جوړه جامې خوراکه راته -- - لغړ راوتی له بګرام يمه

پاچا صيب ګوته له ماشې لېرې کړه --- زه دې اولس يم زه دې قام يمه [/color:2e48c29b5f]

لږدبړستنې نه بهر راوځه ---- چې داپه کومه ډرامه جنګ دی [/color]

صليب ککرې غواړي وينې غواړي -- - بيا په امت مسلمه جنګ دی

بش خو يي ستړی کړ په کور کېناسته - -- دابامه نوی تا زه جنګ دی [/color]
[color=red:2e48c29b5f]
ته وايي خوله پټه کړه غلی کېنه --- زه وايم غږ زما ازاد ښه دی

زه وايم قام تبا شه ننګ تبا شه - -- ته واېې دغسې برباد ښه دی

بس ته پردوته ستړيمشي کوه --- مونږ سره فکر دجهاد ښه دی[/color:2e48c29b5f]


و.افغان
27.05.2009

.
.
http://www.youtube.com/watch?v=iNhRhYPDlNQ
.
.
په درنښت


شفق
30.05.2009

ډيموكراسۍ ورباندى لوبى وكړى------------ له پښتون قام ئى هغه جوش يوړو
چى به بيدار وه د غيرت په وخت كى --------- ترينه ډالرو هغه هوش يوړو
قبر دى وشلوه رادرومه پسى ---------------- امان الله ميډال د بوش يوړو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more