د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

شهيدشوم

وصيل پېروز
29.04.2009

شهیدشوم
دسترليکوال،اديب اوشاعراتل شهيدملامحمدحسين مستسعدرح يوشعر
ارواښاددخپل شهادت دوړاندوينې په توګه له خپل شهادت نه څوورځې وړاندي يو شعرليکلی .
که راستون نه شوم ملګروزمابچوته به داواياست
ربړېدلوکړېدلوپرګنوته به داواياست
چي په ويرکي مي ژړېږي تسلي ورلره ورکړئ
خدای دي مل دصابرينوسترګوسروته به داواياست
دمظلوم داه توپانه خروښېدوته چي چمتوشي
ديتيم داوښکوسيندکي وڅپوته به داواياست
چي مورزم هم موعزم ستې له دنګوسروشونې
زمادبرم سترونښوجګوغروته به داواياست
چي يې لوېشت په لوېشت دپړوني زمادتن په وينوسره ده
دوطن دموردمينې لېونوته به داوایاست
چي له وياړه هسک له پاسه سره ګلونه باندي پاشي
زمادګران طالب ټاټوبي حجروته به داواياست
چي دننګ شمله لاهسکه اوسرونه موټيټ نه شول
دوحشت سمبول کيوباکي زولنوته به داواياست
چي وجبرته خبیب وي دوحشت پرضدبلال وي
داسلام قهرمانانوشازلموته به داواياست
چي ملالې کړي رايادې اوناهيدې په پاڅون کړي
دسترکوردستروپيغلوحوصلوته به داوایاست
چي په هرپل موبل کړي دتيارودجنګ لپاره
غليم په پوه مړه مه شي مشالوته به داوایاست
چي ستنې نه شي له لارې منزلونه دي لاوړاندي
داحراروپرپلودرومي قافلوته به داواياست
خپلواکي ده مله دتورې توره ننګ توره جنت دی
توره کاردباتورانوولسوته به داواياست
دا احرارچي قرباني شودخپل دين وطن لپاره
ګورئ! دعاکي يې هېرنه کړي شملزوته به داواياست


روح دښاد شه

أبوخليل قدوسي
21.11.2009

دهــېواد دباتــورانو په تــاريخ کي دنوم ياد شه
ستاپـــه وينــو اوبه شوی د جهــاد چمن آبــادشه
زرغونه دلاله ګان شي ستاپه ړنګه مېله باندي
دجنت په منظروکي ستا سپېځلي اروا ښادشه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more