وطن پال او نور ګټور شعرونه
شاعرته
امان افغان
24.04.2009
دوست محمد"حماد
شاعر ته !
حساس پړاو دى راته مکړه د اوربل خبرې
شاعره وښيه! زلمو ته دمورچل خبرې
ضميرته ووايه نور نه ستايمه شنه خالونه
په کار دي نن دذوالفقار او ددلدل خبرې
وينو چي سوځي نن لمبو کې حسينې ګلونه
مکړه! نورته دتورو ستګرو دکجل خبرې
چي دغربيانو له ټانګو سره سينې جنګوې
لا ولي نکوې د دارنګه اتل خبرې؟
نسته ګلونه په باغو کې مو لوخړي ګرځي
ته به لاڅوکوی دګل او دبلبل خبرې
وګوره!څرنګه خپرېږي داغربي تبليغات
دازادۍترعنوان لاندی کړي ښکنځل، خبرې
لکه هلمندکې چي سول مات دااشغالګرلنډغر
وابه ورې ژر دبدخشان او دکابل خبرې
څوک دې وژلاى نسي مرګ دي په وعده زلميه
تاخو به هم وې اورېدلې داجل خبرې
"حماد" به تل ليکي ددغو ميړنو کارنامې
چي یې ګذاروي پر غليم کړي دمقتل خبرې