وطن پال او نور ګټور شعرونه
مډال
امان افغان
24.04.2009
خپلواک
څنکه به خوب بيا دوطن داستقلال وينمه
چې د دښمن په لاس مي خپله توره اوډال وينمه
دا به قاتل ته دخپل قتل انعام څنکه نه وي
چې پر ټټريې دمظلوم ولس مډال وينمه
ښکاري دحسن له بازاره ښکلو کډه کړې
چې دبيزو پرسر دپېغلې زرين شال وينمه
نور به هم شمه دمهدي دستر لښکر ملګرى
چې دښکلا تغمه په غاړه د دجال وينمه
ته يې!په شا ښه ټکوه! چې نور بمبارهم وکړي
زيان ددې غريب ولس دسر اومال وينمه
کرزيه!ستا دبې ضميره شخصيت له لاسه
د دې غيور ولس عزت هميش پايمال وينمه
خاوري دي شه !دکابلي قماربازانو ټوپۍ
خندا پرې راشي چې داستا بې سوره حال وينمه
ماته رايادسي دشکاپور دروازې ګرده ناميان
چې دزاړه پايلوچ په شان دي قيل وقال وينمه
چې ته پرې ځان ددې ولس دواکمني حقدار کړې
په خداي که زه په تاکې يو داسي کمال وينمه