د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

شعر

م ن افغان
24.04.2009

غزل
نــــوردرنـــــه ځــــمه روانېږمـــــه دخـــــدای په مان
مورچـــلـــــه !بیــــانـــه راستنېږمه دخدای په مان

یوڅــــوشېبې مي پرتندي ستاانـځورونــــه کتل
اوس د اینې غونـــــدي ماتېږمـــه دخدای په مان

ستاپه ګرېبان کي مي دمیني سبق نه زده کېدی
نـــــوردي مکتب کي نـــه وسېږمه دخدای په مان

زه دادب لـــه ښاره وځم نــــــوربــــــه نـــــه یم ادیب
یوبـــــې سیواده یـــــم شرمېږمـــــه دخدای په مان

افـغان چي غواړمه رخــــصت ئي دبهیرملګرو!
والله چـــــي ځښته پـــــه زورېږمـــه دخدای په مان

یادونه : محمدنعیم افغان :نورله مورچل ویب پاڼي سره مخه ښه کوم


امان افغان
28.04.2009

سلام ښی چاری
اشنازماله نوم سره دی بیخی یوشان نوم ده هسی نه چرته ځماپه نوم سه غلطه لیکنه یانیوکه وکړی تا دی معلومه وی چی زه په فورم کی ډیرخصوصی ملګری لرم هسی نه ته یی راسه خفه کړی

په مینه


وصيل پېروز
29.04.2009

سلامونه اوښې چارې!
محترمه! شعرمي وکوت ډېرښکلی ووخوماوړاندي هم لوستی وو. په لومړي ځل مي ستانوم ته پام شول چي ليکلي وو" م ن افغان" هسي مي پرخوله ستانوم راتېرشوچي خلاص مي کړهماغه ستاشعروو. خدای دي پرقلم برکت کښېږده .
پېغور
" شپونکی "
دمېرويس اولادته ګوره
دګورګين لښکرکي ځغلي
ازادي مي وژني وژني
دپردي کافرپه توره
انګرېزبياپه خپل لښکرکي
داحمدله کندهاره
دادی بل شاه شجاع راووړ
دصليب په سره ډولۍ کي
دادم دتورغره خواکي
دبرايډن په زړه لاره
دادی بيالښکرې درومي
خومخ کښته،نه مخ پورته
مکناټن يې دی په مخ کي
له اکبره کسات اخلي
خوداځل دلارې خلک
هم له دوئ سره روان دي
دببرک وروڼوته ګورئ
بيايې سرې قبلې ته مخ کړ
دلينن په قبرژاړي
که قبول يې شي سوالونه
څه ببرببرشېخان وو
ورنه هېره اوس شيخي شوه
دمحراب په ځای اوس ګورئ
ميخانه کي کړي نفلونه
دکعبې په ځای روان دی
اوس دسپينې ماڼۍ خواته
چي يوڅه شکراداکړي
دفرعون ناپاک حرم کي
دسپين غره سپينه لمن چي
دحجازله پاکووينو
سره رنګينه شوه الوان شوه
سره لاله به پرې راشنه شي
چي داتورداغونه پټ کړي
له تندي دتوري بوړي
ګوندي خلاص شوله پيغوره
دپرديسوارواګانو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more