د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زماازاردليونئ کړه اشنا چي

عبدالله صابر
23.04.2009

السلام عليکم
درنولوستونکوارمي ټايمز خپل مياشتني راپورکښ دامريکايی فوځيانوځان وژني
په هکله لاندي مطلب خپورکړئ خوترهغه وړاندي راځئ دسميع الله تړون دشعريو
څوبيتونه ولولو٠


تا دصليب نشان په توره وهلئ
په دغه توره مسلمان وژ ني
يوافغان غيږ نژدي کړي ځان ته
په هغه بيرته بل افغان وژني
خپل انجيل شاپوري تړلئ ګرځوي
خولاروي دپاک قران و ژ ني
[color=red:1d0ad6545a]زما ازاردليونئ کړه اشنا
چي په سوکانوباندي ځان وژني [/color:1d0ad6545a]


آرمی ټایمز:په يومياشت کې له درځن ډيروامريکايي پوځیانو خودکشي کړې
امريکايي مقاماتو د اپریل پر لسمه اعلان وکړ چی په مارچ کی د ۱۳ پوځیانو په ځان وژلو سره د ۲۰۰۹ په لومړیو درو میاشتو کی د ټولو هغو پوځیانو شمېر ۵۶ ته ورسېد چی ځانونه یې په خپله وژلي دي
. که څه هم په مارچ کی د ځان وژنو دوسیې تر اوسه ثابتی سوي نه دي ، خو د دغسی وژنو د اړونده ګرویږنو او تحقیقاتو څخه ۹۰ سلنه یې عمومأ دا ثابتوی چی هغه ځان وژني دي . د دې سره سره بیا هم په مارچ کی د ځان وژنو شمېر تر مخکنیو دوو میاشتو لږ دی . یوازی په جنوری کی ۲۴ پوځیانو ځانونه وژلي وو ، خو مقاماتو د مارچ پر څلورمه یوه دوسیه ځکه د ځان وژنو له جملې نه ایسته کړه چی هغه عسکر د ځان وژلو پر مهال پوځ پری یښی و . د متباقی ۲۳ دوسیو څخه ۱۴ یې ځان وژني ثابتی سوي حال دا چی پاته ۹ یې لا تر اوسه په جریان کی دي .په فبرورۍ کی ۸ پوځیانو ځانونه وژلي دي حال دا چی د پاته ۱۰ پوځیانو وژني تر ګرویږنی لاندی دي . دا چی پوځ د فبرورۍ د تعداد راپور ورکړی دی ، نو دوې نوری قضیې هم د ځان وژنو په تحقیقاتو کی شاملی سوي دي .
په ټولو هغو ۵۶ ځان وژنو کی چی د جنورۍ د لومړۍ نېټې څخه یې راپور ورکول سوی ، ۲۲ یې په اثبات رسېدلي دي ، حال دا چی ۳۴ یې لا تر ګرویږنو لاندی دي .
د پوځ څخه د هغو لومړنیو معلوماتو پر اساس چی تر لاسه سوي ، په مارچ کی د ۱۳ شکمنو ځان وژنو څخه ټول یې نارینه پوځیان دي .

[color=cyan:1d0ad6545a]زما ازار دليونئ کړه اشنا
چي په سوکانوباندي ځان وژني

[/color:1d0ad6545a]
والسلام


عبدالله صابر
25.04.2009

السلام عليکم
زما ازارد ليونئ کړه اشنا
چي په سوکانوباندي ځان وژني

میرویس جلالزی

په کندهار کې میشتو کاناډايي ځواکونو خبر ورکړ چې د پنجشنبې په ماښام دغلته د میشتو سرتیرو له ډلې یوه ښځینه جګړنه په خپله کوټه کې مړه موندل شوي ده. ۳۰ کلنه میشل میندیس د کندهار په هوايي ډګر کې په خپله کوټه کې سهار دوخته وروسته تر هغه مړه وموندل شوه چې ملګرو یې پوځي پولیسو ته د هغې د تري تم کیدو په اړه خبر ورکړ. تر اوسه د کاناډا د پوځ د دغې دیرش کلني سرتیرې د مړیني لامل نه دی په ډاګه کړی او په دې باب څیړني پیل شوي دي.

بينوا

دسميع الله تړون بشپړشعر

http://www.eslahonline.org/index.php?option=com_content&view=article&id=1738&catid=47&Itemid=1738

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more