د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د PHPBBپه انسټالولو کښي ستونزه

زبير ساپى
21.04.2009

ښاغلي شمشاد صاحب!او نورو پي ايچ پي پروګرامرانو ته!
السلام عليکم
ښاغلو زه ده پي ايچ پي بي بي په انسټالولو کښي له ستونزي سره مخامخ يم.
هغه دي دا چي د ډيټا بيس نوم،يوزر نيم،فاسورد ورکړم لاندي مسيج راځي نه پوهيږم څه ستونزده ده.
[color=darkblue:f060ee1e11]Could not connect to the database, see error message below[/color:f060ee1e11].
Access denied for user 'sultan'@'localhost' (using password: YES)
که په دي هکله مرسته راسره وکړي مهرباني به مو وي.


شمشاد شينواری
21.04.2009

وعليکم سلام!

هيله ده چې روغ جوړ او خوشحاله به ياست!
زما په خيال ستونزه په localhost کې، تاسو داسي چل وکړي چې د localhost په ځاي IP ورکړي. هغه IP په کوم ځاي کې چې ستاسو phpmyadmin سمبال وي.

د IP د تر لاسه کولو لپاره خپل هاسټنګ کمپني سره اړيکي ونيسئ هغوي به يې درکړي.

په مينه


شمشاد شينواری
21.04.2009

او يا کيداي شي ستاسو د database يوزر نوم کې ستونزه وي تاسو يو ځل لاندي ډول ډيټابيس نوم او يوزر نوم ورکړي.

[code:1:b762eec384]shamshad_databaseusername
shamshad_forum[/code:1:b762eec384]

په پورته نوم کې shamshad زما د cpanel يوزر نوم دي او forum مې د ډيټابيس نوم. په همدغه طريقه تاسو هم وکړي.

په مينه
ستاسو د کاميابي په هيله


زبير ساپى
21.04.2009

ښاغلي شمشاد صاحب!
الله تعالى دي په عمر برکت کړه.
خبره داسي ده چي ما تر اوسه ډيټابيس په سي پينل کښي نه دي جوړکړي.بلکه په کمپوټر کښي دننه کار باندي کوم.
ما خپل کمپوتر کي Camel سرور انسټال کړي. بيا مي په PHPAdmin کښي د Sultan په نامه ډيټا بس جوړ کړي.
اوس چي زه PHPBBانستالوم د ډيټابيس د نوم په خانه کښي sultan ورته ليکم. او يوزر نيم په خپله خوښه ورکوم.مثلا ما Ahmed ورکړي.تاسو که په دي اړه معلومات راکړي چي هر يوزر نيم قبلوي که يو خاص يوزر نيم.يا که PHPBBدانستالولو مکمله طريقه را وشيه ياست.مهرباني به موي.د يادوني وړ ده چي زه تر اوسه د کمپيوټر په منځ کښي کار باندي کوم افلود کړي مي نه ده.


شمشاد شينواری
25.04.2009

ښه، ګرانه اوس پوه شوم چې ستاسو ټول مشکل په يوز ر نوم کې دي.

د يوزر نوم په برخه کې هغه يوزر نوم ورکول کيږي دکوم نوم له لاري چې تاسو ډيټابيس جوړ کړي وي. مطلب د phpMyadmin يوزر نوم بايد ورکړی شي او دغه يوزر نوم root کيداي شي ځکه چې دغه يوزر د phpmyadmin builtin يوزر نوم وي.

نو اوس تاسو د يوزر نوم په خانه کې ورته root ورکړئ، انشاء الله مشکل به مو حل شي او ها پاسورد بايد هم د phpmyadmin ورکړي.

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more