ټولنه او ټولنپوهنه
د کابل دوي خاطرې
(( ښه ))
27.01.2004
يوه ورځ په کابل کي د ده افغانانو د بس تم ځايه په يوه مينو بس کي د افشارو په لور وخوځيدم .د بس په وروستۍ برخه کي زما د بخته يوه تشه چوکۍ وه ،چي دا تشه چوکۍ مي وليدل دومره خوښ سوم لکه #څوک # چي په چوکۍ خوشاله وو .د ا دوره چي زه يې خاطره يادوم په کابل کي د استادۍ پير وو . دا استاد دلته او هغه استاد هلته ، يو استاد پورته اوبل استاد کښته واکمن وه ، لنډه داچي د کابل په هر ه پوسته کي يو استاد ليدل کيدۍ چي په ليدلو به يې خلکو د وينا پرته خپل جيبونه پرانستي او لاس په سر تيريدل او خاصتا چي دا استاد به بيا د دهمزنګ پر څلور لاري او يا د باغ بالا پر چړايې واکمنې درلوده ، هغه به نو د سيلو او بريکوټ د استادانو سره په رقابت د خپلو لارويانو د جيبونو تر څنګ د پوزي او د ژبي معاينه هم کوله . دا هغه پير او زمانه وه چي جګه پوزه هم مصيبت وو او وړوکې پوزه هم ، د قروت او کروت ژبني وينا خو د مرګ او ژوند تر منځ ازلي کرښه وه ،هو رشتيا وايې چي عيان ته حاجت د بيان نه شته. زه ځم خپلي خبري ته چي د ده افغانانو څخه په مينو بس کي د افشار قرغه په لور روان سوم .
د کابل سرويس خو معلوم دۍ څه به وايم چي څنګه وو ، چوکۍ ډکي ، په دهليز کي ټول اوږه تير ولاړ او په دروازه کي هم د مينوبس نيم کسان ځړيدل . له موتر به پر هرتم ځاي يوتن کښته کيدۍ او دوو نوروبه دروازې يا جنګلي ته لاس اچاوه. خير خبره خو بله ده هغه چي زه ورته خاطره وايم . موتر د شهرارا تم ځاي ته ورسيدۍ ، هلته دوه تنه له مينو بسه کوز او پر ځای يې دري تنه پورته شول . دوتنو ته څنګ پر څنګ چوکۍ پيداشوه او بل ملګرې يې څنګ ته ودريدۍ . داسي بريښيدل چي هغوۍ پخوا په مرکه بوخت وه اوچي بس ته را پورته سول مرکه يې روانه وه . داسي مرکه چي نه يوازي زما پام يې ځان ته واړاوه بلکي په بس کي ټولو ناستو او ولاړو کسانو په تعجب ورته کتل ، هغوي عجيبي خبري نه کولې ، نه يې بد رد ويل ، هغوي په خپلو کي عادي او ورځنۍ خبري کولې خو زما په ګډون ټول ورته ځير او حيران وه . دي حيرانتيا زيات دوام ونه کړ بس لا يوتم ځاي وړاندي نه وو تللۍ چي د بس نيګران په غير عادي توګه ورته نږدي سو او ورته يې وويل چي (( کراي ته بيتين )) درواړو هڅه وکړه چي کرا يه ورکړي خو ولاړ تن له نورو مخکي سو او نيګران ته يې د کرايې پيسې ورکړي او د پخوا په شان بيا په خپلو کي په خبرو بوخت شول . د بس لارويان بيا ځير سول ، خو دا ځل د نيګران سره يوځاي د ډريور ږغ هم پورته سو چي ګويا دا دري تنه ولي په خپلو کي خبري کوي وو،د هغوي خبري ورو وې ، خپل منځي وې او د ادب او اخلاقو هر ډول مراعات په کښي وو، خو داچي ټول حيران وه د نيګران او ډريور سينه ورته تنګه او بي حوصله شول هغه په دې چي هغوۍ په پښتو خبري کولې ، په داسي حال کي چي په استادي پير کي پښتو ويل او په پښتو خبري کول تر ډيره ناجايزه بلل کيده ، نو زياتو پښتو ژبو به يا پښتو خبري نه کولې او يا به يې هم ډيري لږ کولې ، په هر تقدير دا ځل بيا نيګران ورتير سو او ورته وي ويل چي (( کراي تان بيتي )) هغه ولاړ ملګري يې و ويل چي (( کرايه خو مو درکړه )) نيګران چي نور ډير خښميدلي ښکاريدۍ نو ورته ويې ويل (( دغه دغه نه ګو ، صحي مسلماني ګپ بزن کرايه ميتي يا پائينت ... )) هغه لا خپله خبره نه وه خلاصه کړې چي د دې دريو څخه يوه پر چوکۍ ناست انډيوال يې يوه درنه شير شاهي څپيړه د نيګران پر مخ حواله کړه چي سمدلاسه يې پوزه خوږ او کالي يې په وينو رنګ شول، د دې سره سم ډريور موتر ودراوه او په بس کي سره لاس او ګريوان شول . ما له ځان سره فکر کاوه چي په بس کي يو زه او دري همدغه کسان پښتانه يو ، نو مي غوره وبلل چي منځګړي توب وکړم ، خو داسي نه وه ،کله چي د مه کوه مه کوه ږغ وشو بيا معلومه سوه چي يوازي همدا نيګران او ډريور پښتانه نه دي نور ټول ناست کسان پښتانه وه . نيګران اوډريور چي دا دري کسان سر زوره وليدل او په دي هم پوه سول چي تر باغ بالا وروسته بيا حالات نور دي ، نو يې جګره پريښوده او په يو ډول بريالي اکټ يې وويل چي (( به غير اي سه نفر ديګه همه پائين شوين ، پياده برين ، مانه ميبريم تان ، و ما با اين سه نفر کار داريم )) دا وخت بس د باغ بالا تم ځای ته رسيدلۍ وو ، په بس کي يوشمير کسانو د لانجي د حل لپاره ږغ کړه چي (( او بيادر چه ګپ شده يا مارا برسانين ويا همه ما با اين سه نفر پائين ميشيم و پياده ميريم )) دا خبره لا نه وه خلاصه شوې چي دهغه دريو ځوانانوڅخه يوه ږغ کړه چي (( تا سي دواړه به خامخا راسره ځۍ يو خو مو کرايه درکړې بل تاسي ته چي زه مسلماني و نه ښيم زه تاسي نه پريږدم )) او همداسي ور ولاړسو د ډريور شاته ودريدۍ او ورته وي ويل چي (( حرکت که نه نهه ډزه دي ولم .)) ډريور چي ځپل حال نازک وليدۍ نو يې زړه نازړه حرکت وکړ خو چي د پوليتخنيک لومړۍ دروازي ته ورسيدۍ ، نو يې د موتر دروازه خلاصه کړه او دنيګران سره يو ځاي يې د هغي پوستې خواته چورلټ منډه واخيستل هلته چي د استادي پيرملا تړي سقاويان ولاړ وه.
بله خاطره په بله ورځ
د کابل دوي خاطرې
(( ښه ))
27.01.2004
تيره ورځ مي د کابل يوه خاطره چي دکابل په استادي پير پوري يې اړه درلوده ، وليکل . نن د دوهمي خاطرې د ليکلو وار دۍ چي بايد ويې ليکم ،دا ځل په کابل کي د طالبي پير خاطره ده .خو پخوا تر دي چي دا دوهمه خاطره وليکم د يوبل ضروري مطلب يادونه کوم او هغه داچي اول سلام پسې کلام ؛زه څه ناڅه دوې دوې نيمي مياشتي د ټول افغان پاڼه په پرله پسي ډول څارم د دوستانو ليکني ، په بيلابيلو فورمونو کي لولم البته هغه چي مي مينه ورسره وي .خو په زړه کي مي راګرځيدل ، که وکړاي سم چي په ټول افغان پاڼه کي د دې پاڼي پرانستونکو او چلونکوته د خپل ځان لخوا د پښتونولۍ په ټولي سپيڅلتيا د سپبن غر په اندازه نيکي هيلي او د هلمند دروانواوبو په شان غوړيدلې نړۍ او د بري پر براق سپرلۍ ورته استد عاکړم، دا به زما لپاره يوه معنوي ارامښت او هوسايې وي، له نيکه مرغه په پاي کي وتوانيدم چي لاره يې پيداکړم
چي غوټې پسي وهې په لاس به درشي
چا ويل چي په درياب کي ګهر نشته
. زه اوس مطمئين سوم چي الحمد ا لله اوس پښتوکمپيوتر او انترنيت ته ورسيده او په دي تر تيب د دوږخ اور پر حرام سو. نور د غليم خبره ځاي نه نسي او اغيار به هم نه وايې چي ....