وطن پال او نور ګټور شعرونه
غزل
وصيل پېروز
20.04.2009
غزل
دشهيدقيوم مردان په يادکي
دتيـــاروپـــه تـــورماښــام کي لکه لمـــروځلېــــدې
ته دمينـې پـــه وفـــاکــــي پــــــرسنګــــروځلېـــــــدې
له ظلــــم اوتيـــــري نــــه چي دنـــوي پاڅـون ږغ وې
داحــــداحــــــدپـــــه يـــــادکــــي پــرټـټـــروځلېــــدې
دوحشت په دې پړاوکي دي راويښ کړل غيرتونه
په غزاکي چي شهيدشوې پــرمحشـــروځلېـــــدې
دوينـــې هـــريوڅاڅکــــی دي موږتـــــه يوه ډېوه ده
صليبـــي جګــــړې په وړاندي پرډګـــــروځلېــــدې
دهـــدف لـه سپېڅلتيانه دي قران شم اي ملګرې!
د" پېــــروز" په شاعــــري کي په قمـــروځلېــــــدې
افغانستانه
امان افغان
24.04.2009
زمونږ ژوندون افغانستانه
محمد حامد
خپلواکي بيا د په نصيب شه
هر لويشته خاوره دې ګلونه
ای زمونږ روحه زمونږ ځانه
زمونږ ژوندون افغانستانه
ستا په لمن کي پيدا شوي يو مونږ
هم روزل شوي پالل شوي يو مونږ
تا به ساتو په کلک ايمانه
ای زمونږ روحه زمونږ ځانه
زمونږ ژوندون افغانستانه
خواره واره که لر او بر يو مونږ
يؤ مو هېواد ديؤ ټبر يو مونږ
ته يي عزت د ټول افغانه
ای زمونږ روحه زمونږ ځانه
زمونږ ژوندون افغانستانه
که په هر ګوډ کي د جهان يو مونږ
ستا تر نامه نه ټول قربان يو مونږ
نوم به دي هسک کړو تر اسمانه
ای زمونږ روحه زمونږ ځانه
زمونږ ژوندون افغانستانه
بيا به امان غوندي غازيان پيدا کړې
بيا به اکبر غوندي زمريان پيدا کړې
اخر وطن يي د افغانه
ای زمونږ روحه زمونږ ځانه
زمونږ ژوندون افغانستانه
امان افغان
24.04.2009
سلام پیروز صاحب ښی چاری
ګرانه شعردی ډیرپه زړه پوری ده که خفه کیږی نه دقیوم مردان تعارف خوراته وکه ترڅوپه شعرنورهم خوندواخلم
په درنښت
وصيل پېروز
29.04.2009
امان افغان صيب سلامونه اوګلونه!
شهيدقيوم مردان چي اصلي نوم يي عبدالقيوم مردان دی دزابل ولايت مرکزقلات اوسېدونکی اويوتکړه قومندان وو. چي يوه هفته وړاندي په مرکزکي له صليبي يرغلګروسره په مخامخ نښته کي دشهادت جام نوش کړ. انالله وانااليه راجعون
مايې دشهادت په وياړهم داشعروليکه . هيله ده چي خوښ موشي اونيمګړتياوې يې په ګوته کړئ! .