د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ته به راځې

وصيل پېروز
18.04.2009

ته به راځې
دسترليکوال،اديب اوشاعراتل شهيدملامحمدحسين مستسعدرح ازادنظم
ته به راځي ته مې په خوب لیدلې
ګېډۍ ګېډۍ څڼې وږمې خوروي
ستاتوري سترګې مي لاهم یادېږي
توره لنګۍ کي دي غونچه غونچه ګلونه دنارنج ټومبلي
دانارګل اوارغوان دي په خولۍ کي وي سورګل لټوي
زموږله ویاړه اوبرمه ډکه شمله دار زلمیه!
له عزمه ډکې بلالي نارې دي لازموږپه غوږوکي ګرزي
دفرعوني یون په وړاندي ستادښکلی دریځ
ستادجګړې زوږه لاهم په هیوادوکي ګرزي
دخپلواکیولارویه زموږدیندارزلمیه!
ته به راځي ته مې په خوب لیدلې
وښه راغلې ته دي په لاړلاړفرشتې درېږي
هادمحموددتوري پړک په افوقوکي وینم
ګوره! فتوی دحرم لاس کي میرویس خان ولاړدی
هلته لښکرې داحمدپه غورځنګوکي وینم
داکبرخان په توروسترګوکي دقاربڅرکي
ملامشک عالم له ډېره غمه په څپوکي وینم
دایوب خان توره په لاس کي دی میوندته روان
داترباروترلوخړولاندي غرونه ویني
په اتومي لمبوکي سوي تورنښتردي هرکلي ته ولاړ
دغه په سرووینولړلي چنارونه ستاپه تمه جګ دي
په ړنګوبنګوکنډوالوکي مونن بم له غمه کوکې وهي
ته به راځې ته مي په خوب ليدلې
ولي به نه راځې نوخودبه راځې
جومات شهيددی، حجرې مونړېدلي ښکاري
دهيوادټول کلي کوڅې صليب وهلي ښکاري
زموږدناويانوپه نکريزوسره لاسونه يې يويوراغوڅ کړل
زموږدزلميانوپرودونوګزيکټربمونه واورېدل
زموږدهيلوکاروانونه په ايروبدل شول
ستادبېلتون دويرجرګې ته يې په زور ورواستو
هغه څيرې چي نن راغلې غوليدلې ښکاري
دغلوغدۍ ښکاري پرکفرپلورل شوې ښکاري
دکليسادراهب سترګې موناموس ته بلوسېدلې ښکاري
پيغلي پيغورراکوي ټولي قارېدلې ښکاري
ته به راځې ته مي په خوب ليدلې
په ميلونوشهيدان موپه قبروکي ناقراروينمه
محراب،ممبرموپه صليب کي هسک په داروينمه
هاروت،ماروت غوندي چوپ شوی ولس
دميندوغيږکي پوهی خواړه ماشومان
له کوراوکلي نه په زورتښتول شوې پيغلې
هاپه مرميوغلبيل شوې چانمارۍ کانتينر
دسين غره هرکږلېچ اوټولي درې
دخړليلي څيري ګرېوان وايي
يوځلې بياپردې لارراشه
زموږدهيلوله غوټيورژېدلې ګله
زموږله سپيره اوبدبخته خپه شوې ګله
زموږله شامه هدفه تللې کړېدلې ګله
دخپلواکۍ دترانوبلبله
پرپخوانيوپلودي پرېوتل ګردونه
خامخابه راځې
ته به راځې ته مي په خوب ليدلې
ګېډۍ ګېډۍ څنې وږمې خوروي
ستاتوري سترګې مي لاهم ياديږي
توره لونګۍ کي دي غونچه غونچه ګلونه دنارنج ټومبلي
دانارګل اوارغوان دي په ځولۍ کي وي سورګل لټوي
زموږله وياړه اوبرمه ډکه شمله دارزلميه!
ته به راځې ته مي په خوب ليدلې
ته به راځې ته مي په خوب ليدلې


امان افغان
24.04.2009

سلام شاغلیه ډیرشکلی شعرده که څه هم مانه وکوت ځکه ډیراوږدده اوزه ډیرمصروف یم بیامی هم دخپل کمپوتروحافظی ته راکاپی کو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more