د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

رحمان بــــــــــــابــــــــــــا

basir jan
13.04.2009

هر کله چه عبدالرحمان بابا په يوه غريبه کورني کښ پيدا شويدي نو ددي
نامتو شاعر ابتدا ئی معلومات تر سه چا مفصل نه دي ليکلي- د ده دخپلو
ځني شعر و نواو د بعضي خارجي پوهانود معلوماتوڅخه دومره معلويږي
چه دمينې په کټاړو ژوبل عبدالرحمان بابا په قوم مهمند (١)(سړبنی)او د
مهمند وپه علاقه په يوکلي کښ چه بهادر کلي په نوم لري پيدا شويدي- دا
کلی دکوهاټ د سړک په غاړه د پيښور له ښاره پنځه ميله جنوبي اړخ ته
پروت دي عبدالرحمان بابا په خپله زمانه کښ يو صوفي مشرب او په عشق کښ داسي ډوب شاعر تير شويدي چه خپل فقير مزاجۍ اوپه خپل
عشق کي فنا شوي حالت – دي دخپل کلي هزار خوانې ته په تلواو واستوګنه مجبور کړ.د دي کلي خلک تر اوسه هغه وني ته دانامتو اديب به
ترلاندي کښېناست- او دجمال، اوقدرت په ننداره او محبت به بخت اود خپل حقيقی محبوب د عشق په نشه کښ به ئې په پښتوژبه خواږه خواږه
اشعار ويل- په ډېره درنه سترګه ګوری او ډ ېر احترام ئي کوي _ دده وفات اود عمر پوره معلومات خلاصه داده چه دي په هزار خانه کښ دا خوند درويزه هديري ته نژدي ښخ دي(٢)

نو ده په خپله وينا کښ د خپل عمر او حيات کوم ذکر ،دنو رو شاعرانوپه ډول نه دی کړی_ فقط دومره ځني ښکار يږي چه دي دي تراو دنګ زيب
وروسته هم دشاه عالم په عصر کښ ژوندی وو لکه چه وايې(اوشاه عالم نوبت دي) شاعالم دا ورنګ زېب زوي په د ١١١٨هـ کښ پاچا شويدي،
نو تردغه کاله خو زموږ دا نوميالي شاعر ژوندی وو.
رحمان بابا د خپل عصر وقائعوته تنقيدی کاته هم لري _ دي دخپل عصر
د لويو پاچاهانو او ضاع په دي بيت تنقيد کوی:
بيادارا او اورنګ زيب و ته حيران يم چه ئې څه چاري واقع سولې ترميان
ځنې پوهان دا هم وائي چه دحمان بابا په زلميتوب کي نوه پلا د پښتوپلا
خوسحال خان سره په کوړه کي ليرنه هم کړېده او دپښتودي دوولويوشاعرانو سره ليدلي دي (١)
ددې روايت سره سم نوموږ ددي خپل نوميالي پښتون شاعر د ژوندون
کلونه له (٢٠٥٠هـ) څخه تر(١١٢٠هـ) پورې بخمن کولای سو ځکه
چه خوسحال خان په(١٠٢٢هـ) کي زوکړی او درحمان بابا ژونر دده
له وينا څخه دشاه عالم تر جلوسه(١١١٨هـ)يقينی دي:

ګرد ګلو کړه چې سېمه دي ګلزارشي
اغزي مه کره په پښو کې به دې خارشي

زه رحمان يې هردم وينم ستا په غم کې
که خپل مرګ په سترګو نه دي خا ليدلی

زه رحمان دعا سلام په هغه وايم
هرچي ما لره راوړي سلام دستا


WWWLAFGHAN.COM


Re: رحمان بــــــــــــابــــــــــــا

basir jan
13.04.2009

[quote:0c29692b58="basir jan"]هر کله چه عبدالرحمان بابا په يوه غريبه کورني کښ پيدا شويدي نو ددي
نامتو شاعر ابتدا ئی معلومات تر سه چا مفصل نه دي ليکلي- د ده دخپلو
ځني شعر و نواو د بعضي خارجي پوهانود معلوماتوڅخه دومره معلويږي
چه دمينې په کټاړو ژوبل عبدالرحمان بابا په قوم مهمند (١)(سړبنی)او د
مهمند وپه علاقه په يوکلي کښ چه بهادر کلي په نوم لري پيدا شويدي- دا
کلی دکوهاټ د سړک په غاړه د پيښور له ښاره پنځه ميله جنوبي اړخ ته
پروت دي عبدالرحمان بابا په خپله زمانه کښ يو صوفي مشرب او په عشق کښ داسي ډوب شاعر تير شويدي چه خپل فقير مزاجۍ اوپه خپل
عشق کي فنا شوي حالت – دي دخپل کلي هزار خوانې ته په تلواو واستوګنه مجبور کړ.د دي کلي خلک تر اوسه هغه وني ته دانامتو اديب به
ترلاندي کښېناست- او دجمال، اوقدرت په ننداره او محبت به بخت اود خپل حقيقی محبوب د عشق په نشه کښ به ئې په پښتوژبه خواږه خواږه
اشعار ويل- په ډېره درنه سترګه ګوری او ډ ېر احترام ئي کوي _ دده وفات اود عمر پوره معلومات خلاصه داده چه دي په هزار خانه کښ دا خوند درويزه هديري ته نژدي ښخ دي(٢)

نو ده په خپله وينا کښ د خپل عمر او حيات کوم ذکر ،دنو رو شاعرانوپه ډول نه دی کړی_ فقط دومره ځني ښکار يږي چه دي دي تراو دنګ زيب
وروسته هم دشاه عالم په عصر کښ ژوندی وو لکه چه وايې(اوشاه عالم نوبت دي) شاعالم دا ورنګ زېب زوي په د ١١١٨هـ کښ پاچا شويدي،
نو تردغه کاله خو زموږ دا نوميالي شاعر ژوندی وو.
رحمان بابا د خپل عصر وقائعوته تنقيدی کاته هم لري _ دي دخپل عصر
د لويو پاچاهانو او ضاع په دي بيت تنقيد کوی:
بيادارا او اورنګ زيب و ته حيران يم چه ئې څه چاري واقع سولې ترميان
ځنې پوهان دا هم وائي چه دحمان بابا په زلميتوب کي نوه پلا د پښتوپلا
خوسحال خان سره په کوړه کي ليرنه هم کړېده او دپښتودي دوولويوشاعرانو سره ليدلي دي (١)
ددې روايت سره سم نوموږ ددي خپل نوميالي پښتون شاعر د ژوندون
کلونه له (٢٠٥٠هـ) څخه تر(١١٢٠هـ) پورې بخمن کولای سو ځکه
چه خوسحال خان په(١٠٢٢هـ) کي زوکړی او درحمان بابا ژونر دده
له وينا څخه دشاه عالم تر جلوسه(١١١٨هـ)يقينی دي:

ګرد ګلو کړه چې سېمه دي ګلزارشي
اغزي مه کره په پښو کې به دې خارشي

زه رحمان يې هردم وينم ستا په غم کې
که خپل مرګ په سترګو نه دي خا ليدلی

زه رحمان دعا سلام په هغه وايم
هرچي ما لره راوړي سلام دستا


WWW.LAFGHAN.COM[/quote:0c29692b58]


م ن افغان
02.05.2009

سلامونه اونیکي پیرزویني موومنه
ګرانه درحمان باباپه هکله زماسره یوڅه خبري ستاسودلازیاتومعلوماتولپاره ږدم هیله ده پري غني سي

درحمان بابا دېوان
درحمان بابا دېوان راټولېدلو په باب هم لکه دده دژوند پېښو غوندې هر چا بېلې بېلې خبرې کړې او بېل بېل نظرونه پرې ورکړل شوي دي چې موږ یې دلته بېل بېل څېړو:
فولکلوري روایت :
زه ډېر کوچنی وم ، درحمان بابا شعرونه مې له خپلې خور څخه (چې په خوند به یې لوستل ) اورېدلي وو خو په خپله یې لا دلوستلو نه وم ، په همدې وخت کې مې له دې نه دافولکلوري روایت هم اورېدلی و ، (رحمان بابا یو ملنګ شاعر و، له خلکو نه به ګوښه دسیند په غاړه ناست و ، شعرونه به یې ویل او په هغو کودړو به یې لیکل چې خپل څنګ ته یې راټول کړي وو ، یو وخت څوک ورغی او دی یې دشعر په لیکلو بوخت ولید ، رحمان بابا ډېر ژر لیکل شوي کودوړي سیند ته واچول ، هغه کودوړي چې ترې پاتې وو هغه سړی سره راټول کړل او درحمان بابا داموجوده دېوان یې ترې جوړ کړ.
دایو منلی روایت و چې رحمان بابا دوینا دعامو علا قمندانو قناعت یې حاصلاوه او اوس یې هم مني .
له فولکلور نه متاثر روایت :-
درحما ن بابا ددېوان لومړی سریزه لیکونکی پروفېسر عبدالمجید افغاني د رحمان بابا دېوان دراټولېدو په باب لیکي:
(څه وخت چې مجنون ده ته هغه رباب دطریقه چشتیه وغږواوه نو مجنون مړ شه او عبدالرحمان درې ورځې بېهوشه پروت و چې څه وخت په هوښ راغی نو حالت دده تبدیل وخوړ او له نېکانو شمارشه او ددې وجهې نه به ده سرود اورېدلو او اخر پرې دومره استغراق غالب شه چې لمونځ ترې نه هم پاتې شه او دپښتو په اصطلاح دملا عبدالرحمن نه یو ملنګ جوړشه ، وايي چې شپه او ورځ دی ؤ او ژړاوه ترهسې حده پورې چې اوښکو یې په مخ باندې لارې جوړې کړې ، خدای ورلره یو څو دوستان هم ورکړې وه چې ده به څه ویل هغوی به جمع کول او دادهغې یارانو برکت دی چې دعبدالرحمن دزړه قطرې په هر ه حجره کې په وینو سرې پرتې دي …) .
… بیا هم ددې قابل نه ؤ چې خپل اشعار یې جمع کړي وی دوستانو به جمع کول او دهغه د مرګ نه وروسته یې دادېوان جوړ کړ مګر بیا هم دعبدالرحمان ډېر اشعار ضایع شوي او اوس هم دهغه په دېوان کې ډېر اختلاف دی ، ډېرې غزلې دي چې په موجوده دېوان کې نشته مګر دپښتنو په مجلسونو کې ویلې کېږي..))
ترده وړاندې مېجر راورټي هم نظر ورکړئ ؤ چې رحمان بابا به چې شعرونه وویل نو دهغو نقل به یې خپلو خاصو دوستانو ته واستاوه ، دده دوستانو به دغه دځان سره ټولول او ساتل ، خو دیو بل نه خبرنه وو هر اشنا به یې داخیال کړو چې دده دمرګ نه پس به دغه یو ځای کړي ، دده دوستانو همدغسې وکړه ، دده ځینې نېمګړو دوستانو په دې غرض درحمان کلام ذخیره ترنورو زیاته ده ، کلام به ددوی ؤ او کسر به یې پرې درحمان وویلو ددې نتیجه داشوه چې ده ددېوان دوه دفترې یا حصې جوړې شوې ، داټکي برګي په وخت معلومه شوه ځکه چې درحمان ځینې دوستان لاژوندي وو او هغه ویلې اشعاریې پېژندل هم ، دوی بېرته چاڼ کړه او سوچه کلام یې پاتې شو خو بیا هم په ډېرو نسخو کې اختلاف موجود دی …
دراورټي دانظر هم ترډېره حده په فولکلوري روایاتو ولاړ ښکاري او دکوم باوري سند له مخې نه غږیږي .
یوه بله رایه :
درحمان بابا ددېوان غونډولو په بابا یوه بله رایه دارواښاد مولانا عبدالقادر ده :
چې دنورو رایو په نتیجه کې یې ورکړې ده ، دی وایې چې : (( داستغراق په دور کې درحمان بابا کلام دده دوستانو جمع کړي دي او چې کوم وخت بیا رحمان ددنیا ژوند ته په راګرځېدو مجبور شو او دده کلام کې داولس او قوم په اخلاقو درای زنۍ کیفیت پیداشوی نو شاید ده ته داخیال پیدا شوی وي چې راشه دادېوان راغونډ کړه دابعید از قیاس نه ده ، داهم ضروري نه ده چې شاعر چې څه ووايي نو ګني تل دې هغه دده دحافظې په کتاب کې موجود وي ، ډېرځله شاعر ته خپل کلام نه وي یاد ولې دوستانو شاګردانو یې یاد لري وي ، کېدای شي چې دترتیب په وخت هغه ټول خلک دده شااوخوا موجود نه وو او ځکه دده ډېرې غزلې په ملکو کې خورې وي ، ولي دېوان کې شاملې نه کړی شوې …))
مستند نظر : لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي ( ۳۶) کاله پخوا په پښتانه شعراء کې وکښل :
(( محققین مورخین دې خبرو ته اهمیت نه ورکوي (دده ددېوان وروسته ټولول ښيي ) او وايي چې رحمان بابا خپل دېوان په خپل ژوند غونډ او مرتب کړی دی ، لېکن داموجوده دېوان درحمان ټول اشعار نه دي ځکه چې درحمان ډېر اشعار په دې دېوان کې نشته مګر دپښتنو په خولو کې جاري دي ،…))
ددې نظر په ملاتړ کې موږ دوه ډوله ملاتړي شهادتونه لرو: یوه په خپله هغه شهادتونه دي چې ځای په ځای دده په خپل دېوان کې موندل کېږي .
اوبل هم دهغه وخت دمعاصرو متنونو شهادتونه دي .
موږ درحمان بابا په دېوان کې داسې بیتونه مومو چې نه یوازې داښيي چې ده خپل دېوان په خپله ټول کړی بلکه داهم څرګندوي چې ده له خپلو شعرونو سره ډېره مینه درلوده او په زیاته علاقه یې په غونډولو بوخت ؤ او ددېوان ترجوړېدلو مخکې دهغه بیاض پته هم راکوي چې ده به خپل شعرونه له ویلو سره سم پکې ثبتول :
هسې زیب کا په بیاض درحمان شعر
لکه زلفې دخوبانو په رخسار
دده له خوا دخپلو شعرونو دلېکلو په برخه کې دابیت مخې ته راځي :
درحمان ترقلم مښک او عنبر اوري
چې اغاز یې کړه اشعار دتورو زلفو
له خپلو شعرونو سره دده مینه له دې بیتونو څخه ښکاري:
درګوهر په تله نه دي چاتللي
درحمان شعر ګوهر دی څه یې تولې
***
په غزل کې خودوه بیته انتخاب وي
درحمان تمام غزل دی انتخاب
××××
لکه زه چې سخندان او هنرمند یم
بل به نه وي سخندان او هنرمند
×××
هم نغمې کاندي هم رقص کا ، هم خاندي
درحمان په شعر ترکي دباګرام
او دابیتونه خو یې دهغه وخت دي چې دی دبشپړ دېوان خاوند ؤ :
یو کتاب په سړبن کې چاونه کړ
بې رحمانه چې یې جوړ کړوداکتاب
×××
درحمان وسوزان شعر ته حیران یم
چې یې اوربل شوی نه دی په دېوان
×××
درست دېوان درحمان زار داغزل شه
چې بیان یې کړو کردار ددروېشانو
×××
زه رحمان په خپل اشعارشبکر ګوزاریم
چې داهسې رنګ دېوان مې دی موندلی
د(( کتاب جوړول )، ( درست دېوان ) او (دېوان موندل ) په خپله ددې معنی لري چې ده خپل دېوان په خپل ژوند ترتیب کړی او جوړ کړی دی .
درحمان بابا په ژوند دده ددېوان دترتیبېدلو په باب یو بل دلیل داهم دی جې دی لاژوندی ؤ چې دېوان یې په ټولو پښتنو کې خور شوی ؤ او پښتنو دده ددې لوی ادبي قدرت په صله کې د((بابا)) دروند لقب ورکړی ، په ژوند کې یې د ده دېوان دپېښور او ختیځ افغانستان ټولې سېمې فتحه کړي وې او دده په ژوند دده له لقب (بابا) سره دافغانستان لوېدېځو سېمو ته ان ترکندهاره پورې رسېدلی ، خورشوی او منل شو ی ؤ او ورسره ورسره ؤ ، همداسبب وو چې درحمان بابا تر مړینې څو کاله وړاندې ملي مشر میرویس نېکه ده ته دډېر عقېدت درلودلو له مخې دده په دېوان پال نېسي او په خپل لوی ملي اقدام کې دده روحاني ملاتړ ترلاسه کوي او دی لومړی ځل ورته وايي :

زه مکتوب غوندې په پټه خوله ګویا یم
خاموشي زما تېری کاترغوغا زما
کښت دعشق په توده زمکه امان چېرې
سمندر بویه چې زیست کا په صحرا زما
خو بیا بل ځل داسې مشوره ورکوي:
چې اسمان یې مخ پټ کړی په سحاب ؤ
خدای وماوته ښکاره کړهغه لمر بیا
چې رقیب راته تړلی په زنځیر ؤ
خپل حبیب راباندې پرانست هغه وربیا
په وصال یې منت بار اوسه رحمانه
په صدف کې دخل نشته دګوهر بیا
او مېرویس نیکه هم درحمان بابا مشوره خلکو ته ابلاغوي او په خپل ملي غورځنګ په ۱۱۱۹ هـ ق کال کې پیل کوي .
په دې سربېره دوخت دود هم داسې ؤ چې شاعرانو به خپل دېوانو نه په خپل ژوند ترتیبول ، مثلاً دخوشال خان خټک هغه دېوان چې دده له مړینې نه یو کال مخکې لېکل شوی ددې خبرې ښه ثبوت دی ، داچې هر شاعر به هڅه کوله چې دټولو توروپټۍ په خپل دېوان کې ولري په خپله ددې سند دی .
اکثر وشاعرانو چې خپل دېوانونه د ((یې )) ترردیفه رسولي ، بیا یې سره ټول کړي دېوان کړي یې دي او په خلکو کې خواره شوي ، ددېوان له ترتیب نه وروسته یې چې کوم غزلو نه ویلي هغه بیا دده یانورو کسانو له خوا په خپل خپل ځای ددېوان په څنډو او یا هم دورستیو نسخو په متن کې ورزیات شوي دي .
کله چې درحمان بابا په ژوند دده ددېوان دترتیبېدو واو را غونډېدو په باب دومره کلک اسناد او دلایل لرو نو بیا په دې کې دهېڅ شک ځای نشي پاتې کېدلای چې ده دې خپل دېوان په خپله نه وي ترتیب کړی .
نو ځکه په نتیجه کې ویلای شو چې رحمان بابا خپل دېوان په خپل ژوند په خپله ترتیب کړی دی .
داچې ځینې غزلې او بیتونه یې کم او زیات دی او یا يې ددېوان نسخو ترمنځ زیات توپيرونه دي ددې بېل بېل عوامل دي ، یو داچې ښايي ځینې غزلونه له ده نه دتدوین په وخت کې هېر شوې وي او یایې نقل په لاس کې نه ؤ ، ځینې غزلونه یې ښايي ترتدوین وروسته ویلې وي ، ځینې شعرونه یې متعصبینوددېوان له نسخو څخه غورځولي لکه د ((رقص)) په ردیف په حق کې یې لري اویوازې درحمان بابا دېوان یې نمونه نه دی .
یوه بله پوښتنه لاپاتې ده او هغه داچې درحمان بابا دېوان ولې په عنعنوي ډول په دوو دفترونو کې راپاتې دی ؟
دلته یو اټکل داسې هم کېدای شي چې ښايي په یوه دفتر کې درحمان بابا دژوند دلومړۍ برخې او په بل دفتر کې یې دژوند دبلې برخې شعرونه دده دژونددبلې برخې شعرونه تردیف او تدوین شوې وي نو که دااټکل ومنو هم دلومړي دفتر شعرونه دده دژوند د لومړۍ برخې نه دي ځکه په دې دفتر کې درحمان بابا هغه نظمونه شته چې دژوند له وروستۍ برخې سره یې اړه لري ، لکه داورنګزېب مرثیه او دګل خان او جمال خان کیسه ، نو عجالتاً د خپل دې اټکل ماڼۍ داسې ودانولای شو چې ښايي رحمان بابا دخپل ژوند دلومړۍ برخې شعرونه په یوه دفتر کې سره ټول کړي او تردیف کړي او ترهغه وروسته شعرونه یې په بل دفتر کې راغونډ کړي او تدوین کړې وي ، څرنګه چې ددوهمې برخې شعرونه یې په حمد ، نعت او ددنیا په بېوفایۍ پېلېږي نو ځکه دوهم دفتر ترلومړي دفتر وړاندې شوی او یو دبل ځای یې نېولی دی چې داموومنله نو باید داهم ومنو چې په خلکو کې دده په ژوند باید دده ددېوان دوهم دفتر خورشوی وي او لومړي دفتر یې بیا وروسته خلکو ته رسېدلی وي خو کله چې هغو فالونو ته راورسېږي چې مېرویس نېکه درحمان بابا په ژوند په ۱۱۱۹ هـ ق کال کې دده په دېوان اچولي نو بیا زموږ داټکل داماڼۍ هم ورانېږي ځکه هغه دواړې غزلې چې مېرویس نېکه فال پرې نېولی دده ددېوان په موجوده لومړي دفتر کې دي او په همدې دفتر کې دګل خان او جمال خان دپېښې نظم هم شته چې تردې فال نېونې پنځه کاله وروسته په ۱۱۲۳ هـ ق کال ویل شوی دی .
ځکه چې له دې بحث نه هم نتېجه نه ترلاسه کېږي نو دده ددېوان دوه دفترونه جوړېدل تراوسه کوم تاریخي اصالت او روایت ترشانه لري .
ښاغلی کامل ددوو دفترونو سره ګډوونکی استاد بېنوا بولي ، خوداکار ډېر پخوا شوی اوله ما سره درحمان بابا ددېوان یوه زړه قلمي اویوه زړه چاپي نسخه شته چې متاسفانه دواړې نیمګړي دي او دلېکلو او چاپ کال نه لري .
دادواړ ې دیوه دفتر په اساس دي او ددواړو دفتروشعرونه یې سره پکې یو ځای کړي او په یو ځلي تردیف کړي دي ، همداراز دبمبيي د ۱۸۸۳ ع کال چاپ نسخه هم په یو دفتر ي ډول ده چې ښايي زما نېمګړې چاپي نسخه همدانسخه وي .
قلمي نسخې :-
څرنګه چې رحمان بابا دپښتنو منلی شاعر دی نو ځکه دده دېوان ډېرې نسخې لېکلې شوې او خورې شوې دي ، پټه خزانه کاږي (( چې ظل الله پادشاه جهان شاه حسین کاتبان واستول او له پېښوره یې دعبدالرحمان بابا علیه الرحمه ددېوان نقلونه راوړل اوپه قندهار کې علما او زهادو وکښل او اوس ډېر دي. فقرا او دخدای دوستان دعبدالرحمان بابا شعرونه ډېر لولي او خوښوي او عام خلق فالونه پرګوري ، حتی چې ښځې هم داکتاب ډېر وايي او خدای تعالی دده په وینا کې هسې برکت اېښی دی چې دهر خوږمن زړه دارو په کا او هر غریب او محتاج مستغنی کا .
داروایت ښيي چې له ډېرو پخوا څخه درحمان بابا ددېوان دتکثیر او ډېرښت له پاره کار پیل شوی او په پښتونخوا کې یې زیاتې نسخې خور ې شوي دي ، انتخاب په وخت کې له شپېتو نسخو څخه استفاده کړې نو بیا دپښتو تر هر کتاب نه دده ددېوان دنسخو شمېره ډېره ده ان چې داخون دروېزه ترمخزن دېوان دقلمي نسخو شمېره اوړي خو به موجودیت کې درحمان بابا دېوان دقلمي نسخو دشمېر له مخې ترمخزن الاسلام راوروسته دوهم کتاب دی او دهېواد اونړۍ په بېلو بېلو رسمي اوشخصي کتابتونو کې یې نسخې شته .
دپښتو خطي نسخو په لاره کې زما لټون روان دی خو تراوسه نه یم بریالی شوی چې په ټوله نړۍ کې دپښتو خطي شمېره ترلاسه کړم ، په همدې توسن د رحمان بابا ددېوان دټولو نسخو شمېره هم زما په لاس کې نشته ، خو ترکومه ځایه مې چې یادښتونه راغونډکړي درحمان بابا ددېوان دالاندې نسخې راته معلومې دي :
الف : دبرتانوي ټاپو ګانو په بېلو بېلو کتابتونوکې درحمان بابا ددېوان ۹ پوره او نېمګړي نسخې شته په دې ډول :
۱: - بریټش موزیم : دسید غلام علي په قلم ، ۱۳۴ پاڼې ، کال نه لري .
۲:- دلینډ سیانا کتابتون : خطاط نه لري ، ۱۳۳ پاڼې ، بې تاریخه
۳:- دهند دادارې کتابتون : خطاط میا صدر الدین ، ۱۵۳ پاڼې ، دخطاطی کال ۱۲۷۰ هـ ق .
۴:- برېټش موزیم : خطاط مېرزا محمد اسماعیل ، ۱۶۴ پاڼې ، د ۱۲۷۷ هـ ق ۱۸۶۱ ع کال لیک .
۵:- برېټش موزیم : خطاط غلام جیلاني پېښوري ، ۱۳۹ پاڼې ، د ۱۸۷۲ ع کال لیک
۶:- دهند اداره : ۱۵۷ پاڼې ، خطاط او دخطاطی کال نه لري .
۷:- دهند اداره : خطاط فاضل محمد دعبدالغني کاسي زوي ، ۱۱۸۷ هـ ق ، ۹۳ پاڼې .
۸:- برېټش موزیم : خطاط سراج الدین ، ۱۱۱ پاڼې ، د۱۲۷۱ کال لیک .
۹:- بودلیان : (ددېوان انتخاب ) ، ۸۵ پاڼې ، د ۱۹۰۰ ع ، کال شااوخوا لیک .
ب : دلېننګر په اسیايي موزیم کې درحمان بابا ددېوان درې نسخې خوندي دي .
۱۰:- د ۱۸۱۰ ع . کال لیک.
۱۱:- د ۱۸۳۰ ع کال لیک
۱۲:- د ۱۸۳۷ ع . کال لیک
ج :- دهند په کتابتونو کې ښايي درحمان بابا ددېو ان ډېرې نسخې وي خو دادرې نسخې یې فهرست شوې :
۱۳:- درامپور رضا لایبرېري : خطاط محمد شاه بلخي ، ۱۲۱۹ کال لیک ، ۴۷۰ پاڼې مصوره نسخه .
۱۴:- دبنګال داېشیايي ټولنې کتابتون :- دشاه ثناء الله په قلم
۱۵ :- دډیلي د پوهنتون کتابتون : دحافظ عبدالله په قلم .
د:- دپښتونستان په شخصي او رسمي کتابتونو کې درحمان بابا ددېوان ډېرې نسخې شته خو متاسفانه دټولو فهرست یې لاس ته نه دی راغلی ، یوازې دالاندې نسخې یې راته معلومې دي :
۱۶:- دپېښور اسلامیه کالج کتابتون .
۱۷:- دپروفېسر ولي محمد خان سیال کاکړ کتابتون : دملا ولي په قلم ، ۹۰پاڼې .
۱۸:- دسیال کاکړ کتابتون : دملاولي په قلم ، ۱۷۹ پاڼې
هـ : په فرانسه کې درحمان بابا ددېوان ددوو نسخو پته شته .
۱۹:- دفرانسې دګېمي موزیم : د ۱۲۰۹ ق کال لیک دولي محمد په قلم .
۲۰:- دفرانسې په ګېمي موزیم : ۱۷۹۴ کال لیک
و:- په امریکا کې دیوې نسخې پته شته :
۲۱:- دپرنسټن دپوهنتون کتابتون .
ز:- دکابل دخطي نسخو په کتابتون کې درحمان بابا ددېوان دانسخې موجودې دي :
۲۲:- دملاولي په قلم چې ۳۲ انځورونه هم لري ، ۱۸۴ پاڼې .
۲۳:- په کشمېر کې د ۱۲۲۷ کال لیک ، دملا عبیدالله په قلم ، ۱۶۰ پاڼې .
۲۴:- بله نسخه ۱۱۹ پاڼې لري .
۲۵:- بله نسخه چې ۶۵ پاڼې لري .
۲۶:- بله نسخه چې ۱۷۴ پاڼې لري .
۲۷:- بله نسخه یې چې ۱۶۷ پاڼې لري او له ځینې شعرو سره یې دري ژباړه هم شته .
ح :- دجمهوري ارګ په کتابتون کې درحمان بابا ددېوان دانسخې شته :
۲۸ یوه نفیسه نسخه ده چې ۱۲۰ پاڼې لري .
ط :- دهرات په موزیم کې :
۲۹:- خوشخطه نسخه ده چې ۱۸۲ پاڼې لري .
ی :- دکابل پوهنتون په کتابتون کې هم درحمان بابا ددېوان دالاندې نسخه ساتله کېږي :
۳۰:- ملا ولي دزوی ملا کمال په لیک چې ۱۴۴ پاڼې لري .
ک : دپښتوټولنې په کتابتون کې دبابا ددېوان دالاندې نسخې شته :
۳۱:- دشاه زمان دسلطنت په وخت کې لېکل شوې نسخه ده ، چې ۲۵۱ پاڼې لري خطاط یې وجه الدین او دخطاطي کال یې ۱۲۳۰ هـ ق دی .
۳۲:- دسرله خوا نیمګړې نسخه ده چې ۱۴۲ پاڼې یې پاتې دی .
۳۳:- دسراوپای دواړو لخوا نیمګړې نسخه ده چې ۱۳۱ پاڼې یې پاتې دي .
۳۴:- دملا اختر بیاض دی چې درحمان بابا داشعارو چاڼ پکې شته .
ل :- دمحترم استاد پوهاند عبدالشکور رشاد په کتابتون کې درحمان بابا د دېوان نسخې شته چې یوه مهمه نسخه یې داده :
۳۵:- د ۱۱۴۰ هـ ق ، کال لیک ، ده او کامګار خان خټک دنامدار خان زوی د اشرف خان لمسي او دخوشال خان خټک کړوسي یوه مثنوي په خپل قلم پرې کښلې او مهر یې پرې لګولی دی .
م :- دښاغلي عبدالقدوس نجیب په کتابتون کې یې دانسخې شته :
۳۶: د ۱۲۷۹ هـ ق ، کال لیک ، چې ۱۳۶ پاڼې یې پاتې دي او دپای پاڼې یې نشته .
۳۷:- یوه نیمګړې نسخه ده چې ۵۳ پاڼې یې پاتې دي .
ن :- دښاغلي محمد حلیم سلیمي په کتابتون کې هم درحمان بابا ددېوان دوې نسخې خوندي دي .
۳۸:- خطاط یې انعام نومېږي چې په ۱۱۷۶ هـ ق کال یې کښلې ده ، دواړه دفترونه یې بېل بېل ګنډل شوي دي ، چې ټولې پاڼې یې ۱۳۴ دي .
۳۹:- د ۱۱۹۹ هـ ق کال په شاوخوا کې کښل شوې ، دپای لخوا نیمګړې ده او ۷۲ پاڼې یې پاتې دي .
س : دښاغلي زلمي هېوادمل په کتابتون کې د رحمان بابا ددېوان لاندېنۍ نسخې خوندي دي :
۴۰ : د ۱۲۱۲ هـ ق ، کال لیک ، چې ۸۴ پاڼې لري .
۴۱ :- یوه زړه بې تاریخه نسخه چې ۲۰۰ مخه لري .
۴۲:- درحمان بابا دشعرونو یوه انتخابي مجموعه چې ۱۶ پاڼې لري .
ع :- دلیکونکی په کتابتون کې درحمان بابا ددېوان دالاندې نسخې خوندي دي :
۴۳ :- دملا قمر دین په خط لېکل شوې نسخه ده ، چې دسر څو پاڼې یې لوېدلې او دپای برخه یې نشته موجودې پاڼې یې ۹۱ دي .
۴۴:- بله نسخه ده چې ځینې پاڼې یې ضایع شوې ، دانسخه په یوه دفتر کې ترتیب شوې څو نوې غزلې هم لري چې پاتې پاڼې یې ۸۴ دي .
۴۵:- ددې نسخې هم ځینې پاڼې لوېدلي او ۹۶ پاڼې یې راپاته دي .
۴۶:- ددې نسخې زیاتې پاڼې نیمه خواشوې او یوازې ۴۷ مخه ترې راپاتې دي .
۴۷:- دایوه زړه نسخه ده چې پنځوس پاڼې یې راپاتې دي .
۴۸:- دملا ښایسته خان جونګ چې درحمان بابا زیاتې غزلې پکې چاڼ شوې او خوندي دي .
له دې سره سره بیا هم داپورتنۍ احصائیه یوه ډېره لنډه ګنډه او نیمګړې احصائيه ده ځکه دبابا ددېوان ډېرې نورې نسخې هم شته چې علاقمندانو یې ساتلې دي ، ما دراتلونکو احصائيو په هیله داشمېره وړاندې کړه :
چاپي نسخې :- لکه څنګه چې درحمان بابا ددېوان قلمي نسخې ډېرې دي همداراز ددې دېوان چاپونه هم له پخوا راهېسي روان دي او په لسهاو ځله خپور شوی دی .
ددې دېوان ترټولو زړه چاپي نسخه چې مالېدلې ده په ۱۲۸۰ هـ ق کال کې دبمبيي چاپ نسخه ده چې په ښه صحافت خپره شوې ده .
او ترټولو ښه چاپي نسخه یې چې ډاکټر مکینزي او د((رحمان بابا )) دکتاب بې نومه مؤلف درحمان بابا ددېوان لومړۍ چاپي نسخه ګڼلې ، هغه نسخه ده چې مولوي احمد دتنګی دڅو نسخو له مخې ترتیب کړې او په ۱۸۷۷ ع کال په لاهور کې پادري هیوز چاپ کړې ده .
ددې دېوان یوه بله زړه چاپي نسخه دحیدري مطبعې چاپ ده چې دقاضي فتح محمد په اهتمام خپره شوې ، په ۱۸۸۳ کال کې یو ځل بیا بمبیي او دوه ځل په ډیلي کې چاپ شوې او تر هغه وروسته يې چاپونه له شمېره اوړي ، یوه ډېره نفیسه نسخه يې چې په ښکلي خط کښله شوې په ۱۲۲۸ ش کال پېښور پښتو اکېډمۍ په ۱۹۶۳ ع ، دارواښاد مولانا عبدالقادر په سریزو خپور کړ او هم یې هم دې اکېډمۍ له منظومې اردو ترجمې سره یو متن خپور کړ .
چاپي انتخاب :-
درحمان بابا ددېوان چاپي انتخاب دده تر ټولو چاپي نسخو وړاندې دی ځکه لومړی ځل دده غزلې الماني ختیځ پوه ډورن په خپل ( خریستوماتیا ) نومې کتاب چې دپښتو ادبیاتو انتخابي مجموعه ده په ۱۸۴۷ ع کال په پتر زبورګ کې خپرې کړې بیا دده غزلې انګریزي ختیځ پوه مېجر راورټي په ۱۸۶۰ ع کال په خپل (ګلشن روه ) نومې مجموعه کې نشر کړې او بیا پادري هیوز په (کلید افغاني ) کې درحمان بابا ددېوان غزلې انتخاب کړې چې یو چاپ یې د ۱۸۷۲ ع کال دی .
همداراز په (جشن فیروزي) ، (ګلشن نوروزي) ، (بهارګلشن ) او دقاضي میراحمد شاه رضواني په ( بهارستان ) او (شکرستان ) کې هم دده ددېوان انتخابات شوي او په دې سربېره په ډېرو زیاتو مجموعو کې درحمان بابا ملکوتي وېناوې اخیستلې شوې او خپرې شوې دي .

اخځونه :
۱‍:- افضل خان خټک : ((تاریخ مرصع )) مقابله تصحیح او نوټونه ددوست محمد خان کامل مومند ۱۹۷۴ یونیورسټي بک ایجنسي پېښور .
۲:- حافظ رحمت خان (( خاصته النساب ) دمحمد نواز طاهر دیبا چه او ترجمه ، ۱۹۷۳ ع پښتو اکېډمۍ پېښور .
۳:- خواجه نعمت الله هروي : ( تاریخ خان جهاني ومخزن افغاني ) تصحیح او تنقېح دسید محمد امام الدین ، ۱۹۶۰ ع ایشاټک سوسائټي ډاکه ( په دوو ټو کونو کې ) .
۴:- محمد هوتک : ( پټه خزانه ) ، داستاد حبیبي سریزه اوسمون ، ۱۳۲۳ ش ، پښتوټولنه کابل
۵:- محمد هوتک (پټه خزانه ) (عکسي چاپ ) ، استاد حبیبي نوې سریزه ۱۳۵۴ ، دپښتو دپراختیا او پياوړتیا امریت ، کابل .
۶:- ښایسته خان ( دملاښایسته خان جونګ) ، ددولسمې پېړۍ لیک ، دلیکونکي کتابتون
۷:- حبیبي ، پوهاند عبدالحی ( پښتانه شعراء ) (لومړی ټوک) ، ۱۳۲۰ ش ، پښتو ټولنه کابل
۸:- حبیبي ، پوهاند عبدالحی : (افغانستان درعصر ګورګاني هند) ۱۳۴۱ ، تاریخ ټولنه
۹:- حبیبي ، پوهاند عبدالحی : ( افغانستان پېښلیک ) ، دبیهقي کتاب خپرولو مؤ سسه ، ۱۳۵۳ ش کابل .
۱۰:- حبیبي ، پوهاند عبدالحی (دپښتو ادبیاتو تاریخ ) دوهم ټوک ۱۳۴۲ ، پښتو ټولنه کابل
۱۱:- حافظ مرغزي ( شاهنامه احمد شاه ابدالي ) پښتو اکېډمۍ ۱۹۶۵ ع پېښور
۱۲:- کامل مومند (رحمان بابا ) ، اداره اشاعت سرحد ، ۱۹۸۵ ع پېښور .
۱۳:- عبدالصمد خان( رحمان بابا شاعر انسانیت ) داثر په سریزه ، ۱۹۷۴ ع پېښور .
۱۴:- بې نومه مؤلف : (رحمان بابا ) محکمه نشر او اشاعت اقبال
۱۵:- ظفر کاکاخېل ، سید بهادر شاه : (پښتانه دتاریخ په رڼا کې ) یونیورسټي بک ایجنسي ۱۹۶۵ ع پېښور .
۱۶:- حبیبي ، پوهاند عبدالحی ( تصحیح او سریزه ) (دخوشال خان خټک مرغلرې) ، طلوع افغان ۱۳۱۷ کندهار .
۱۷:- کامل ، دوست محمد (سریزه او سمون ) کلیات خوشال خان خټک ادراه نشر و اشاعت سرحد ، ۱۹۶۰ (دوهم چاپ ) پېښور .
۱۸:- رسا، سید رسول ( سریزه او ترتیب ) ( ارمغان خوشال ) یوني ور سټي بک ایجنسي پېښور .
۱۹:- بېنوا ، عبدالروف (سریزه او سمون ) ( درحمان بابا دېوان ) ، پښتو ټولنه ۱۳۲۸ کابل .
۲۰:- عبدالقادر ، مولانا (سریزه ) : (دېوان عبدالرحمن ) ، پښتو اکېډمۍ ، ۱۹۶۳ ، پېښور .
۲۱:- عبدالمجید ، پروفیسر (سریزه): (دېوان عبدالرحمان مع رباعیات دېوان عبدالمجید )، صابر الکټریک پریس لاهور .
۲۲:- غروال ، څېړنیار محمد عارف (سمون ) : (درحمان بابا دېوان ) ،(همدامتن ) لاسکښلې نسخه .
۲۳:- خادم ، قیام الدین (ټولوونکی) (روهي ګلونه ) ، پښتو ټولنه ۱۳۲۶ کابل
۲۴:- حبیبي ، پوهاند عبدالحی (سریزه او سمون ) : ( دعبدالقادر خان خټک دېوان ) ، طلوع افغان ۱۳۱۸ کندهار .
۲۵:- عظیم : (دېوان عظیم ) ، ۱۳۳۳ هـ ق . مطبع اسلامیه لاهور .
۲۶:- بخاري ، خیال (ترتیب او تدوین ) : (دېوان نجیب ) ، پښتو اکېډمۍ ۱۹۷۲ پېښور .
۲۷:- ډار مستتر : (دپښتونخوا ه دشعر هار وبهار ) ، دپاریس دختیځ ټولنه ، ۱۸۸۸ ع پاریس .
۲۸:- همېش خلیل (ترتیب او سریزه ) : (دېوان هجري ( ۱۹۵۸ ع ) پېښور .
۲۹ :- همېش خلیل ( ترتیب او سریزه ) : ( دېوان عبدالقادر خان خټک )) ۱۹۷۲ ع پېښور .

۳۰:- دیونس خیبري دېوان ، دارګ کتابتون قلمي نسخه .
۳۱:- عبدالقادر ، مولانا (سریزه ) : (دېوان مصري خان ګګیاڼي ))پښتو اکېډمۍ پېښور .
۳۲:- بخاري ، خیال (ترتیب او تدوین ) : (دېوان معز الله خان مومند )) ۱۹۵۸ ع پښتو اکېډمۍ پېښور
۳۳:- همېش خلیل ( سریزه او ترتیب ) : دېوان کاظم خان شیدا ۱۹۶۱ پېښور .
۳۴:- همېش خلیل (سریزه او ترتیب ) : دیوان کاظم خان شیدا - ۱۹۶۵ ع پېښور .
۳۵:- بېنوا ، عبدالرؤف (سریزه او ترتیب ) ، دکاظم خان شیدا دېوان - ۱۳۳۱ کابل
۳۶:- همېش خلیل (سریزه او ترتیب ) : دېوان بیدل - ۱۹۵۷ ع پېښور
۳۷:- همېش خلیل (ورکه خزانه ) لومړی ټوک ، ۱۹۶۰ ع پېښور .
۳۸ :- بېنوا ، عبدالروف (ترتیب او سریزه ) دپیرمحمد کاکړ دېوان ) ۱۳۲۵ ، پښتو ټولنه کابل
۳۹:- دشمس الدین کاکړ دېوان ۱۳۳۳ ، پښتو ټولنه کابل
۴۰:- (دحنان باکزي دېوان ) ۱۳۳۶ ، پښتو ټولنه کابل
۴۱:- (دعبدالغفار هوتک دېوان ) ، قلمي نسخه
۴۲:- اثر ، عبدالحلیم : (تېرهېر شاعران ) ، ۱۹۶۳ ع پښتو اکېډمۍ ، پېښور .
۴۳:- همېش خلیل (سریزه ) : (دېوان قنبر علي خان ) .
۴۴:- ډورن (ټولوونکی ) : (خریستوماتیا ) ، پترزبورګ ۱۸۴۷ ع
۴۵:- راورټي ، مېجر (ټولوونکی ) : (ګلشن روه ) ۱۸۶۰ هرتفورډ
۴۶:- هیوز، پادري (ټولوونکی ) : (کلید افغاني ) ، ۱۸۷۲ ع لاهور .
۴۷:- محمد آصف خان : (تاریخ ریاست سوات )، ۱۹۵۸ ع سوات
۴۸:- خان غازي کابل (قلمي یادداشت ) ، ( کتابخانه رضا ) ، داستاد بېنوا کتابتون
۴۹:- سیال کاکړ، پروفېسر ولي محمد خان ، (پښتونسخې ) ، سیال کاکړ دځاني کتابتون د نسخو معرفي ، لاسکښلې نسخه .
۵۰:- بور کوی دافغانستان (خطي نسخه ) ۱۹۶۴ ع
۵۱:- میکنزي ، ډاکټر ((دبرتانوي ټاپو ګانو په کتابتونو کې دخطي نسخو کتلاک ، ( ددې کتاب بشپړ متن ګران ملګري عنایت الله محرابي راته ژباړلی ) .
۵۲:- عبدالغني ، دکتور : (احوال واثار میرزا عبدالقادر بېدل ) ، ژباړن میر محمد آصف انصاري ، کابل پوهنتون - ۱۳۵۱
۵۳:- (کلیات بیدل ) ، دپوهنې وزارت ، کابل
۵۴:- تجدد، مهین جهانبګلو : ( سماع درسلسله هو) ، ۱۳۵۱ ، تهران
۵۵:- اڅکزی، محمد جعفر (وندر) ۱۹۵۹ ع کوټه
۵۶:- عجب خان دپچګي : (سوانح دملاعبدالرحمن ) (فولکلوري کیسه ، لاهور .
۵۷:- رښتین ، صدیق الله : (دپښتونسخو فهرست) دهېواد (ورځپاڼه ) ، ۱۳۵۶ داسد او سنبلې ګڼې .
۵۸:- محمد ابراهیم او عبدالرحمن : (دپښتون د ۱۰۸ قلمي نسخو لنډه پېژندنه ) ، ۱۳۵۴ ، ګستتنري چاپ دکابل پوهنتون کتابتون .
۵۹:- هېوادمل ، زلمی : ( فرهنګ زبان وادبیات پشتو ) ، لاسکښلې نسخه .
۶۰:- رفیع ، حبیب الله ( عبدالوهاب اڅکزی ) ، زیری ، ۱۳۵۶ ، دجوزا ۱۳ ګڼه .
۶۱:- رفیع ، حبیب الله : (دپښتو پخواني تذکرې ) ، افغانستان اکاډمي ، تاریخ او ادب ټولنه - ۱۳۵۰ کابل .
۶۲:- رفیع ، حبیب الله : (ادبي ستوري ) ، لومړی ټوک ، پښتو ټولنه ۱۳۵۳ ، کابل .
۶۳:- رفیع ، حبیب الله ، (دپښتو قلمي نسخې ) ، وږمه ، نولسم کال ، لسمه
۶۴:- رفیع ، حبیب الله : (دپښتو خطي نسخې ) ، په نړۍ کې دپښتو خطي نسخو معرفي ، قلمي .
۶۵:- رفیع ، حبیب الله : (دپښتو کتاب ښود ) ، قلمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more