د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د صبر مقام

Lotfollah
04.04.2009

دصبر مقام

لویه خدایه !
که دا ستا واګې زما وای
اوآسمان – او آسمانونه
د بنده خبرې منلای
ما ویل به
هسکو سیمو - آسمانونو ته
آسمانونو – راګذار شئ
د ظالم د کور دپاسه
چې د ظلم له سرو وینو
ډک لاسونه د چا مات شي
خو ته نکړې
هغه څه چې زه یې غواړم
ستا د صبر دنیا لویه ده
صبور یې

لویه خدایه !
که د لمر واګې زما وای
او لمرونو د بنده خبر منلای
ما به لمر ته
په تکرار، تکرار ویلې
چې اې لمره !
دښکلا د آیتونو پیغامبره
ورته ګوره – هغه چاته
چې دعوا – دپارسایي کا
چې شیطان دﺉ
د یزدان پاکو جامو کې
چې لېوه دی
خو آغوستې یې جامې د کوم شپانه دي
په هغه باندې
د اور د سرو سکروټو ګذار وکړه
چې شیطان پټو پردو نه را بهر شي
خو ته نکړې
هغه څه چې زه یې غواړم
ستا د صبر دنیا لویه ده
صبور یې

لویه خدایه !
که د ځمکې واګې زما وای
ما به هغه خولې څیرلې – چې ریښتیا یې نه ویلې
ما به ژبې غوڅولې – چې په حق نه کړیدلې
ما به هغه سترګې کسو نه کاږلې
چې د خلکو د ناموس په لور کږې وې
ما به زامې ماتولې
د هغه پلید انسان – چې دعوا د خدایی یې
د فرعون په څېر کوله
ما به ږیرې د انګار په اور سیځلې
چې سپیڅلې ږیرې نه وې
او د خلکو د فریب اغوا لپاره
په ټټر را زنګیدلې
خو ته نکړې
هغه څه چې زه یې غواړم
ستا د صبر دنیا لویه ده
صبور یې
غفران غواړمه له تانه
خوله دې ماته شی – زما- چې ما ویلې
که د خدای واګې زما وای
ما به زامې ماتولې

(عنایت الله پویان)


میوند ننګیال
05.04.2009

محترم لطف الله خانه سلامونه !

ډير زړه راښكونكي او ښايسته خداي مو هميش كامياب لره


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more