د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عراقي خبريال منتظرزيدي ته ډالئ

عبدالله صابر
17.03.2009

په بوش يی وکړل دبوټونوګذارونه
---------------------------- ورښکل يی کړئ لاسونه ، غيرت نه يی قربان
په عراقي جرنلست وشيندی ګلونه
----------------------------- ورښکل يی کړئ لاسونه، غيرت نه يی قربان
بوش يی ذليل کړلوبدنام
ترينه يی واخست انتقا م
دخپل غريب اولس اوقام
دتبرک لپاره يی وساتئ بو ټو نه
----------------------------- ورښکل يی کړئ لاسونه ،غيرت نه يی قربان
په بوش يی وکړل دبوټونوګذارونه
----------------------------- ورښکل يی کړئ لاسونه ،غيرت نه يی قربان
په عراقي جرنالست وشيندئ ګلونه
----------------------------- ورښکل يی کړئ لاسونه،غيرت نه يی قربان
ترينه خوشاله مسلمان دي
چيرته عرب که عجميان دي
شکرګذاره عراقيان دي
ورته وليږئ تحفې او انعا مونه
----------------------------- ورښکل يی کړئ لاسونه ،غيرت نه يی قربان
الخ
په غم لړلئ يی سفرشو
بي عزتئ ته برابر شو
بيرته په منډه باندي سرشو
بارک اوبامه به تري واخلي عبرتونه
------------------------------ ورښکل يی کړئ لاسونه ،غيرت نه يی قربان
په بوش ٠٠٠
------------------------------ ورښکل ٠٠٠
په عراقي ٠٠٠
------------------------------- ورښکل ٠٠٠
وي دژوندی داخبريا ل
ملګرو وساتئ خوشال
جهاديی وکړوپه کمال
چي ورته ونه رسي نوره نقصانونه
------------------------------ ورښکل ٠٠٠
په بوش ٠٠٠
------------------------------ ورښکل
په عراقي ٠٠٠
------------------------------- ورښکل
ورباندي وايم سلام
زه داودشاه په احترام
هم ستايم په ښه کلام
زه به ميړانه وليکم په تاريخونه
-------------------------------- ورښکل يی کړئ لاسونه ،غيرت نه يی قربان
په بوش يی وکړل دبوټونوګذارونه
------------------------------- - ورښکل يی کړل لاسونه ، غيرته نه يی قربان
په عراقي جرنالست وشيندئ ګلونه
------------------------------ ورښکل يی کړئ لاسونه ، غيرت نه يی قربان

په درنښت


pattang
17.03.2009

صابر خانه!
افرين ډېره ښکلې بدله/ غزله ده ، خدای پاک دې نور هم توفيق در کړې
چې کمپوز شي څه ښه به و ي٠
مننه


عبدالله صابر
19.03.2009

ښاغلئ پتنګ صاحب
مننه
دا غزل دداوودشاه مخلص په اوازپه يوکسيټ کښ ډيرښکلي اوازکښ ثبت شوي وه
زما ډيره خوښه شوه ځکه مي تاسوسره هم شريک کړ٠

والسلام


amarkhil
22.03.2009

دا هم يو بل شعر چې د عراقي خبريال منتظر الزیدي شهامت او جرات ته ويل شوی دی ٠

ته نه مرې ......... منتظر الزيدي ته

پام
وار دې خطا نه شي
له مرګ نه ونه ډار شې
ته نه مرې

ته د ژوند ملګری شوې ، ژوندی پاتې شوې
ته د نمرود سترګو کې مات لکه ازغی پاتې شوې

ستا شهامت ته سلام
ستا له جذبې نه شم قربان او ستا جرات ته سلام
تا د نړۍ د مليونونو انسانانو قاتل
د افغانانو ، عراقيانو قاتل
تا د خدايۍ دعوه کوونکی
د يوېشتمۍ پېړۍ
فرعون ذليله کړلو

ای د موسی عليه السلام ملګريه !
د ابراهيم د حقې لارې لارويه ياره !
تا د تاريخ پاڼې بدلې کړلې

تا هغه سر چې تر اسمانه يې ځان جګ ګڼلو
د دې نړۍ له هر انسانه يې ځان جګ ګڼلو
ان چې د خدای له نوم ، نښانه يې ځان جګ ګڼلو
تا هغه سر
خپلو بوټانو ته راښکته کړ ، ذليل دې کړ
نوی فرعون و ، غرک په نوي رود نيل دې کړ
د ابرهه د لښکر ملا ماته شوه
څو پېړۍ وروسته ور په ياد چې ابابيل دې کړ

تا '' سپي '' ته '' سپی '' ونه وې ، تا لاس کې ائېنه ورکړله
هو ، د بوټانو ائېنه
چې خپل تصوير په کې په خپلو سترګو ښه وويني
دنيا پوهيږي چې سپی جنګ خوښوي ، جنګ جوړوي
ښه شوه چې تا ټولې دنيا ته سپی وروپېژانده
جنګ خوښوونکی
ترهګر
جنګ جوړونکی سپی
او د انسان د وينو څښونکی سپی

که لاس دې مات
که دې پښتۍ ماتې شوې
وار دې خطا نه شي
ته نه مرې
ته د ژوند ملګری شوې ، ژوندی پاتې شوې
يو منتظر که مړ شي سل نور به دنيا ته راشي
ستا قاتلان به بيا د چا او چا چوپتيا ته راشي ؟؟

ته مجاهد شوې ، تا جهاد وکړ تا ګټه وکړه
ته که بندي هم شې
که لاس ، که دې پښتۍ ماتې شي
ته
که مړ هم شې
نو
ته نه مرې ته ژوندی پاتې شوې
تا حق وينا وکړه ، تا ګټه وکړه
ته د تاريخ په پاڼه پاڼه نوميالی پاتې شوې

او ....
ستا قاتل
د مليونونو عراقيانو قاتل
د افغانانو قاتل
او د زرګونو
فلسطينيانو قاتل
په داسې مرګ مړ شو
په داسې شرم باندې وشرمېده
چې د ژوندون هر ورپاتې شېبه
او هره ساه به لکه مرګ تېروي
د خپل اته کاله خدايېۍ په دې وروستۍ ورځو کې
په داسې شرم باندې وشرمېده
چې تصور کې به يې هم نه راته

داسې ډالۍ
داسې تمغه دې ورکړه
او يوه داسې ائېنه دې ورکړه
چې هر ساعت به په کې ځان ويني
تصوير به خپل د '' سپي '' په شان ويني

هغه دې مړ کړ
په داسې مرګ دې مړ کړ
چې د ژوندون دغه ورپاتې شېبې
او هره ساه به لکه مرګ تېروي

خو
ته نه مرې

ته د ژوند ملګری شوې ، ژوندی پاتې شوې
ته د نمرود سترګو کې مات لکه ازغی پاتې شوې
د ازادۍ په هر ګلبڼ لکه سپرلی پاتې شوې
د ابراهيم د حقې لارې لاروی پاتې شوې

الجابر جلال[color=darkred:c76661f19c][/color:c76661f19c][color=#444444:c76661f19c][/color:c76661f19c]


watanmal
23.03.2009

[quote:bacb86afb3="عبدالله صابر"]ښاغلئ پتنګ صاحب
مننه
دا غزل دداوودشاه مخلص په اوازپه يوکسيټ کښ ډيرښکلي اوازکښ ثبت شوي وه
زما ډيره خوښه شوه ځکه مي تاسوسره هم شريک کړ٠

والسلام[/quote:bacb86afb3]

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

عبدالله صابر صيب ريښتيا هم ښه شعر ئى ويلى ، مهربانى به مو كه د كيسټ د البم نوم راته په ګوته كړى چى ترڅو ئى په ترنم كى واورم.

په مينه
وطنمل


عبدالله صابر
23.03.2009

ښاغلئ وطنمل صاحب
ددي کيسټ البم نوم دمرغلرواميل څلورمه حصه ده چي ډيرپه زړه پوري شعرونه نوره
هم پکښي دي اودپام وړيی همدا عراقي خبريال اودقندهار زندان په اړه دي ٠
اصلي کاپي يی دپيښور قصه خوانئ کباړي بازار داهلسنت والجماعت کيسټ مرکز
دفيض الله اواحسان الله په دوکان کښ ترلاسه کيږي ٠


watanmal
23.03.2009

عبدالله صابر صيب سلامونه او ښى چارى

مننه كور مو ودان.
د اهل سنت و الجماعت اسلامى كيسټ مركز مى ليدلى او ان شاءالله ترينه ترلاسه به ئى كړم.

په مينه
وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more