د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دخپلواک بل شعر

امان افغان
10.03.2009

کسات

څوک می ارام زړه نه ثبات اخلی
څوک می له خولی نه مناجات اخلی
تش دشرابوپه یوڅوجامونو
زمادږونداب حیات اخلی
دکلیسادعمارت په خاطر
زموږنه ځمکه ،دجومات اخلی
دبوت شکن کورکی بوداجوړوي
شکاري بدل دسومنات اخلی
دخپل کرسمس دراوستولپاره
ورځ واخترشپه دبرات اخلي
دفحاشی بازارچی ګرم ساتي
رانه تهذیب او،عنعنات اخلي
زموږشتمنی به وی ددوی په لاس کي
دوی به دهرڅه ،عایدات اخلي
ولس به نه لری خپلواک اقتصاد
له،پې ار ټي نه به خیرات اخلي
په هريوځاﺉ به دصلیب نښان وي
له ایوبیانوبه ،کسات اخلي
خپلواکه؛دغه به اجل وي زمونږ
زمونږبه روح دغه حالات اخلي


وصيل پېروز
10.04.2009

امان صاحب داسي دکسات شعرونه رامخې ته کوي لکه چي دکسات نيت دي يوچاته کړی دی خدای دي خيرکوي . له ډېره وخته وروسته يوځل بياراڅرګندشوې لکه چي په همدې کساتونوکي راګېروې .


مازدیګر
10.04.2009

ښه شعر ده خو په ځيني بیتونو کي وزن ډیر ګډوډ ده
هیله ده چې دشعر لیکلو په وخت مو دهغه فني معیار ته هم پام وي

بریاوې درته غواړم


امان افغان
24.04.2009

پیروزصاحب هیله چی جوړروغ یاست
رشتیاهم چی له ډیره وخته بعدراغلم خوداسی خبره ده چی مصروفیات می بیخی ډیردی هیڅ نه خلاسیږم له فورم سره می هم ډیره مینه ده خوسه وکړم مجبوره یم


امان افغان
24.04.2009

ښاغلی ماذیګرصاحب ښی چاری
ستاسومشوره می ډیره خوښه شوه رښتیا هم چی په شعرکی ډیراحتیاط ضروردی
په همدی شعرکی که څه خرابیوته ګوته ونیسی ښه به وی ترڅوزه اینده همدغه کمزوری په نظرکی ونیسم

په درنښت


وصيل پېروز
29.04.2009

امان افغان صيب سلامونه اوښه درسونه!
زه هم له يوڅه وخت وروسته راغلم خدای دي وکړي چي په خپلوکارونوکي بريالي ياست .
خوږې سندرې
ګيلانی
نن مي درواخله څودمينې داخوږې سندرې
دامسلمانې مسافرې اودرنې سندرې

تانه لوګی مي کړازادزوندټول خواږه ددنيا
نن مي پښوکي راته وايي زولنې سندرې

تاخودسازاوجازتارونه راته وشرنګول
زماخوبيلې وې له تادعقيدې سندرې

ستادملالي ټپې هيري شوې چي راغلې دلته
اوس به يې وروڼه نن درواوروي زړې سندرې

داسي يوڅوخودکارمل وشاته هم ولاړوو
چي يې په تېښته کي ويلې دتوبې سندرې

چي خوږژوندون مي له اسلامه نه لوګی لوګی کړ
دامي دروښودې وتاته دجذبې سندرې


م ن افغان
02.05.2009

دسلام درناوي اونیکوهیلوپه وړاندي کولو
داخومو دجنانه بانډارلپاره ډېره په زړه پوري دېره مودلې، زه به هم نورپه خپل وارسره که خدای راسره مل وو خبره یادوم .داچي زه تراوسه دبانډارپه ترزنه یم خبربس یوازي به درته یوخپل نه بلکي دنژدې ملګري ثنا شعرکښېږدم هیله ده تنده موپرې خړوبه سي
غــــزل
خپل او پـردي راته معلوم سول په شېبو كي د وير
والله چـــــي ډېره روښنائي وه په ډېـــــوو كــي د وير

سپوږمۍ په لپو لپــــو ستوري تويـــوي د اوښكو
اسمان د لمر جــــــنازه اخلي پــــــه جامو كـــي د وير

قيامت د هــــــجر دي پـــــېرزو كړ وېــــــره نه لرمـــــه
د حـــسن خـــدايه اوس بـه اوسم جنتو كــــي د ويــر

د يار لـــــه غمــــه بېغمي پـــــه دغــــه زهـــرو وژنـــــم
خــــم د يادونـــــو تــشومـــــه پــــه جامـــــو كي د وير

د هــــــوس كاڼـــــي دي ثـــــنا پام چـي و نـــــه اوروې
موږ د خوښـــــۍ څېــــره ليـــــدلې آئينو كــــي د وير


امان افغان
03.05.2009

سلام
ښاغلی زمادنامه شریکه په رښتیاچی ډیرخوندورشعرده دومره زیات می خوښ سوچی په خپل موبایل کی می راسره کیښود،الله دی توفیق درکړی چی نورموهم په داسی ښکلوشعرونوباندی ونازوی

په درنښت


م ن افغان
05.05.2009

سلامونه ګران افغانه !ستاسوله غوښتني سره سم دادی یوه بله له شرنګه ډکه غزل درته ډالۍ کوم هیله ده خوښه موسي
راځـــه ماتــــې دې تــــــوبې كـــړه، د شراب پـــــه جـــم شريكه
د خيالونــــــو ايمـــــان راوړه، پـــر ســــــركـــــښ صنم شريكه

د احساس پــــــه سرخانه كــــــې د غيرت چــــــرسان تيار كړه
پر چيلم بيا شونډې كېږده، كش كړه دروند خوږ دم شريكه

د مستۍ احــــــد كــــــې خرپ خروپ د مچكو تـــورې اوري
موږ په دې غزا بېلېږو، لــــــــه يـــــــو تــــــور تــــــورتم شريكه

شېـــخه موږ خو ښكلي تل پــــه غېږ كې ټينګې دي نيولـــي
راشــــه !تـــــه هم پر يو چټې ځان كړه سريښ هـــر دم شريكه

د لېمو جام مو نن ګــــرو دى، پــــه كعبه كــــــې مو مستي ده
نـــــــړوو پـــــــــه نـــــــظــــرونــــــــو د رقــــيـــــب حـــــــرم شريكه

د"غـــــــزل"پـــــــه (ښكارپـورۍ) كې سندريزې بېباكۍ دي
راتـــــــويېږي مــــــست خيالونـــــــه تر(پايلوچ) قـــلم شريكه


دوطن خور پسرلي ته وايي

امان افغان
07.05.2009

ګرانه افغانه غواړم د(میرویس منصور)دایوښکلی شعردرته ډالۍ کړم خداۍ دی وکړی چی خوښ دی سی

دا ته خو وا يي چي درځم سپر ليه

زما په سترګوكي دي نم سپرليه

د يو څو تيرو پسر ليو په شا ن

چي پل په پل را نه وړي غم سپرليه

زه ترینه پا تي يم جا نان شهيد شو

يوځل مزارته يي ورځم سپرليه

خندا خو ښي راسره نه جوړيږي

هر ځاي هرڅوك به ژړوم سپر ليه

هيڅ د تسل څوك مي په كور كي نشته

بس يوه بوډي موركٍئ لرم سپر ليه

دكيوباجيل كي مي ورور بندي دي

هغه به نه در يا دوم سپر ليه

زمونږدكوره چيري ليري لاړشه

ګوره منت درته كوم سپر ليه

چي يرغل ګر له ملكه تيښته وكړي

خير دي بيا به دي لمانځم سپرليه

زه غيرتمنه دملا لي خور يم

دا يو ارمان په زړه لرم سپر ليه

كه داسلام په نوم يي سر ور نكړ

(منصور) په داربه ځړوم سپر ليه


م ن افغان
13.05.2009

افغان صاحب سلامونه موومنه
ګرانه ! مخ کي دي ویلي وه چي مااوتابه یوبل ته په څه نامه وایو؟
زماپه اندښه به داوي چي ته راته نعیم اوزه درته افغان ووایم،اودادی داځل درته خپله یوه ماته ګوډه غزل چي همدااوس مي دیوه ملګري سره دسیالۍ په پلمه ولیکل ږدم هیله ده پرې ستړی نه سې:
غــــــزل
تنکـي ګلونـــــه چي زموږغنچه غنچه ماتيـــــږي
خـــــودبــــه موهیلي امیدونـــــه همېشه ماتــيږي

ده چــانـــه ژاړو،پــــرچاژاړو،اووچــــاتـــه ژاړو؟
پـــه هــــره شــپه موپــــه بمونـــودروازه ماتیــــږي

کـــه سره ورکړو یو وبل تـــــه دورورۍ لاسونـــــه
بیابـــه دکرکي بتان نـــه وي بتخانــــــه ماتیـــــږي

دوخــــت ظـــالمــه! دایــــــوه خــــبره مـــه هېـــروه
دلــتـــه دهــــرسپرپاورلاس کـــي نېـــزه ماتیـــږي

چي دغمـــوکاڼـــي راولـــي داحـساس پــــرټـــنډه
دافغان زړه بــه پـه کریچ کریچ لکه ائینه ماتیږي

افغان هرات ښار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more