د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دشکری مرض (diabetes mellitus):

ډوکتر څپاند
08.03.2009

دشکری مرض (diabetes mellitus):
نن سبا په سلګونو ميلينو وګړي پدي ناروغۍ اخته دی٠
دا ناروغي دوه ډوله ده٠
١-اولنئ ډول (type 1): دشکری دناروغانو،تقريبا ١٥ په سلو کی پدی ډلی پوری
اړه لري٠دا مرض معمولا په ماشومتوب يا ځوانۍ کی را پيدا شي،ناروغ ډنګر
وي او کورنۍ تاريخچه اهميت نه پکی نلري٠
٢-دويم ډول (type 2):اکثريت يعني د په سلو کی له ٨٥ نه زيات دشکری نارغان
پدی ګروپ پوری ړه لري٠ناروغان معمولادشکری دمرض کورنی تاريخچه لري،
عمر ئی پوخ او وزن ئی زيات(چاق)وي٠
دشکرې مرض دانسان پر وجود څه تاسيرات لري؟
پدی ناروغۍ اخته کسان چاق وي،مانا داچه چندان فزيکی فعاليت نلري اوتنبل
ګڼل کيږي٠ددی ناروغانو زړه(قلب)،مغز،بډوډي،سترګئ او دوجود نور غړي
په طبيعي يا نارمل ډول کار نشي کولاي٠
ددوی عمرلنډ او دډولاډول ناروغيو سره مخامخ کيږی٠

دشکری دناروغی اعراض او علايم:
متاسفانه،دانسان د وجود د مهمو برخو تضرر،ددی مرض دتشخيص نه دمخه،
شروع کيږی٠
دشکری ناروغ د يوه معمولی مرض دمعاينی او تشخيص په وخت،او ياهم د
ددی ناروغی داخطلاتاتو(complication)په جريان کی پيژندل کيږي٠
ددی ناروغی مبتلايان،خاصتا Type 2 ډيره زياته اشتها لري،ډيره ډوډۍ خوری
او وزن ئی په سرعت سره زياتوالی مومي٠
داناروغان هيشه تږي وي،ډيری اوبه څښی اوډيری ميتازی کوی٠ددوی ځخمونه
ژر نه جوړيړي،هميشه ستومانه او خسته وي٠

علاج;
هغه کسان چه چاق دي يعنی دوجود وزن ئی زيات دی بايد ځان ډنګر کړی٠
دا کار اسانه ندی مګر ناممکن هم ندی٠
دشکری دکنترول لپاره مخصوصی دواګنی موجودی دی چه ستاسو ډاکتر
به تاسوته مشوره او هدايت درکړي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more