د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

معياري پښتو ليکنه

Azad Nazer
23.01.2004

لکه څنګه چی می پخوا يادونه کړی ده ، دپښتو ليکلو او ليکونکولپاره مو دستاينې وړ کارکړی دی ، که لږڅه نور هم دليکنې لپاره اسانی تخنيکي لا ری او ګودری ولټول شي نو زماغوندی لنډاکه ليکونکې به و کولای شي چی په سړه سينه خپلی اوتی با وتی دلته انځور کړي٠ خېر، که د زرو ټوټو نه اوس د خانګل خولۍ ګنډم اوپه تندي می دخولو لښتي بهيږي نو دا به دخدای رضا وي ، هغه متل دی چی وايي خدای چی چاته پېښه کړي ځان دیورته مېښه کړي٠ هورښتيا، هغه لا ندی باندی ټکي ،قؤسونه ، دشونه او داسی نورهم نشته،خو خېر، نه به يې کارؤو ، په عربي رسم الخط کی هسی هم فونېټيکي نيمګړتياوی ډېری دي٠

اوس راځم اصلي موضوع ته؛
دغه لاندی ليکل شوې خبر راته دکومی بلی ژبی ژباړه ښکاري او داسی برېښي چی په کندهاري لهجه کښل شوای وي ٠
دلته زما نيوکه په خبر نه بلکه په روانه او معياري پښتو باندی ده چی بايد په پام کی ونيول شي٠ دمعياري پښتو د ليکدودلپاره بايد اصول موجود وي او بايد مراعت شي ٠ دمعيارمطلب هيڅکله دا نه دای چی له ځانه په ژبه کی نووښتونه وکړای شي بلکه هدف يې دادی چی هغه څه چی مونږ وايوپر هغه بايد دهغې ژبې اکثره ويونکي پوه شي او دلغاتونو استعال يې په ويونکو کی پراخی او اوږدې ريښې ولري٠
دنمونې په توګه لاندی خبر څېړم؛

سپيريت يا( روح )
سپيريت اصي نوم دی او اصلي نوم بل څوک نه شي بدلولای، دبېلګې په توګه پرتوګ ته کميس نه شي ويل کېدای ٠

مريخ څيړونکې وسيله د مريخ پر مخ روانه سول

وسيله يو ښځينه ځانګړې نوم دی او په فعل کی دفاعل ځانګړتيا اوجنسيت څرګندوي٠
په پورتنۍ جمله کی سول جمع ته استعماليږي او صحيح ډول يې شوه ده٠
په کالفرنيا کي امريکايې ناسا اداري خبر ورکړ چي مريخ ته ليږل سوې مريخ څيړونکې وسيله ( سپيريت ) دروان کال د جنوري مياشتي په 15 مه نيټه د ناسا د اداری
د حکم سره سم
ډېر لغاتونه په مختلفومواردو کی خپله معنا اويا داستعمال ځای بدلوي ،همدارنګه ديوې ژبی توري په تحت الفظي شکل نه شي ژباړېدلای ، لکه په پورتنۍ جمله کی د حکم لغت چی معموﻵ دانسان سره تړاولري دالاتواوانسان ترمنځ دافهام اوتفهيم مروج مصدر نه دی ځکه چی نه الات انسان ته پخپل سر حکم کولای شي او نه د انسان حکم په الاتو څه اثر پرېستلای شي، ياځی انسان الات کنترولوي٠

د خپل تخته

ددې پرځای که ليکل شوي وای چی له خپلی تختې کوزه شوه ، ښه به وو٠
کښته او د مريخ پر سطح يې
د ګرځيدو را ګرځيدو دنده
ددغی الې دنده ګرځېدل نه بلکه څېړنه او معلومات راټولول دي او ګرځېدنه يې صلاحيت دی

پيل کړه .

د سپيريت ( روح ) يوه دنده د مريخ پر مخ پر يوه ټاکلي ځاي د يوی وړی کندي کښينول دي چي موخه يې په مريخ کي د اوبو
د شتون څرک دۍ
؟؟؟؟

. د پوهانو په باور که چيري څرګنده سي چي په مريخ کي اوبه شته ،
بيا به د دي وينا کيدل اسانه شي چي په مريخ کي ژوند هم شته .

؟؟؟؟
هيله ده چی ليکونکی زما پر نيوکو خوا بدی نه شي اوزه هم خپل داستان لنډوم چی خورا ډېر وخت يې ونيو
په کښته اوپورته تلو او په زراو کليکونو می زړه نور شين شو
ستاسودوست
ازاد نظر


نقاد
24.01.2004

ازادنظره وروره سلام . ستاسو ليکنه به ﻻبشپړ او بي نيمګړتيا وای که چېرې مو د اقتباس شويو خبرونو ليکلې منبع هم پوره پوره د نيټې په شمول معرفي کړې وای، څکه اوس نه معلوميږي چې دا نيمګړتياوې د چا وې او آيا هغې د ټول افغان د پاڼې سره څه تړاو درلوده. نور مو ليکنه راته ډيره ارزښتمنه بريښي . په درنښت .


Azad Nazer
24.01.2004

" معياري پښتو ليکنه "
که معيار د ته-لنې ، اندازې ، حد ، عموميت ، پراخوالي ، نورم ، ټاکنې ، غوره کول ، پيما نې ، اسانتيا او منلو سره مقايسه شي نو بې له شکه به ددې ټولو کتګوريو تر منځ نيږدېوالې او معنوي اړيکي پيدا کړل شي ٠ که سړی د پر مختللو هېوادونو ژبې وڅېړي نو وبه ګوري چې دهغوی دهراړخيځ پرمختګ سره سره دهغوی ژبې سوچه نه دي پاتی شوی ٠ ددی علتونه په پانګوالۍ ، سياست ، مذهبي تړون ، تجارت ، تخنيک ، کلتوري اړيکو ، دنورو ژبودويونکو سره دخپلولۍ ، طبيعي اوټولنيزو علومواو عواملو ، ا وجغرافياوي موقيعيتونو کی څېړل کيدای شي ٠ هر څومره چی يوه ټولنه دتکامل په پېلنيز پړاوکی تم پاتی شوی وي هغومره يې ژبه د بهرني تاثيره ژغورل شوی وي ٠ دبېلګې په توګه د برازيل په ځنګلونو کی مېشتو پرګنيو ژبه لا تراوسه پوری تر ډېره حده سوچه ده خوکه ددغو پرګنيو اړيکي ددوی له چاپېرياله پرديو پرګنيو ته وغزېدل نو بيا به نوي نومونه اواصطلا حات خپلی ژبې ته رانقلوي او دوخت په تېرېدو اودنوو نسلونو په را ټکون به پردي ژبنيز اصطلا حات- موره نيز ګڼل کيږي٠ بله بېلګه په پاکستان کی دلکونو افغاني کډوالو داوږدې مودې پاتی کېدل ښوولای شو چې څنګه اردو ژبې او پنج ابي اصطلا حاتو په پښتو ژبې اثر غورځو لی دی ٠ هغه افغاني کډوال چې په اصطلا ح دافغانستان پولی ته په نږدې کيمپونو کی مېشته شوي دي ، دهغوکډوالو دکوچنيا نولهجه کټ مټ دهغې سيمې دا صلي اوسېدونکو په څېر ده خو که ښارونو ته نږدې او يا دپنج أب پولو ته نږدی مېشته شوو افغاني کډوالو دکوچنانو لهجو ته ځير شو نو ترډېره حده به د هغوی په لهجو کی ژبنۍ ککړتيا ومومو ، او أن تردی چی دغه اوداسی نوری ککړتياوې دافغا ني کډوالو دستنېدو سره افغاستان ته هم رسېدلی دي ٠ هغه افغاني فارغ تحصيل چی خپلی زده کړی يې له پېله تر پايه په پاکستان کی سرته رسولی وي ، په افغانستان کی به هرومرو د ژبنيو ستونځو سره مخ وي٠ زما هغه ورځ ښه په يادده چی دکنړ ولايت دچغه سرای بازارګوټي ته تللای وم او ناڅاپه می سترګی ديوه دوکان په سر زووړ ندی دړې ته څلور شوی وې چی په اردو ژبه کښل شوی وه ٠ بس دسترګو أکر می ورته وران شول او هغه ددی لپاره نه چی ما دپردۍ ژبې سره څه کينه درلوده بلکه ددې په خاطر می هغه بې خبره پښتون ته چې کلا شينکوف يې ددوکان ديوال ته درولای وو، له ځانه سره غا ښچيچي کول چی که ته پوهېدای نو اوس به دی دکلا شينکوف پر خای قلم او عقل په کاراوه٠ له ځانه سره می ويل چی له کلاشينکوفه خو يې ځکه نه ډارېږم چی ما هم څوکسه وسله وال بدرګه کوي خو په زړه به می داغ پاتی شي که دغه بېخبره پښتون د خپلی مورنۍ ژبې په اهميت ونه پوهووم٠ هغه مې څاره ، چې ګڼه ګوڼه پری کمه شوه نو دوکان ته يې ووخوځېدم او په اردو پېخو می داسی پېل وکړ: سلالې کوم (سلام و عليکم) ، بهايي کېسې هو؟ دوکاندار چی زما له نا سمه سلامه په ټنډه تريو شوې وو او ځمکی ته يې کتل ، داسی ځواب راکړ : " والېکوم خو زه پښتونېم - پنجا پې نېم" ؛ بخښنه غواړم مادی ددوکان لوحه وليدله چی په اردو ژبه دی ليکلی وه نو ما ويل چی کېدای شي دپاکستان نه يې ، او نن سبا خو زمونږ ډېرو افغا نانو دخپلی ژبې نه " کنډي باغي " جوړه کړی چی نه سمه پښتو ده او نه پاړسي ( فارسي ) ٠ دوکاندار په داسی حال کی چې هماغسی يې ځمکی ته کتل په لنډه غوندی موسکا راته وويل : " ستاخبره سه- يي ده خو دغه پنجا پيان چی په کاڼو ، لرګو پسی دلته راځي- اڅه ،تور غوندی شا باړي دلته په أ- پورته ناو کی اوسيږي ، خو-دې خبر چی څه کۍ ،خو دلته په سودا پسی را ځي" ما يې خبره په خولې کی ماته کړه ، ګوجر خو به نه يادوې ؟ " نه غوچې- أغۍ نه دي - أغۍ خو زه پېژنم - ټول خو تور نه دي " ، ښه نو دا به بل څوک وي ، ما وويل٠ " بل څوک نه د ي - أماغه پنجاپيان دي ، او ريشتېې- دا خومې لا اېر وو- څه نومې دې-الکه ؟ " دهغه بل نه چی ددوکان په کونج کی يې څه کول ، پوښتنه وکړه ٠ "سواتيان " ، هغه زلموټي ځواب ورکړ٠ " سواتيان چرته دي ؟ سواتيان خو سه -يي پختو وۍ ٠ خودې دی رنګ ورک کي - په زړه راځي خو په خوله نه راځي" ګوتی يې خپل تندي ته يوړې ٠ ههه ! چتراليان هم ووس په دې لاره چترال ته ځي نود-اغۍ دپاره می دا لوحه ځوړنده کړېده خو خودېګو که زم پی پېږم چی څه دي " او دلته چی ستا دا کليوال دي - دوی خو په اردو ژبه نه پوهيږي ! ما ددوکاندار نه پوښتنه وکړه ٠ " نه - نه ، دۍ هم ووس ډوډۍ ته " روټې " او څه ډېر " سټاسی-پټاسی " يې ايزده کلي دي "
په همدی سوالو ځواب کی وو چی چا راته غږ کړ " مشواڼې سېبه راځه ، ته چی يو ځل په مجلس کی ګرم شی نو خودې ( خدای) به دی سه-ړۍ ، راځه- زر-کوه ! موله-يي سېب دته په اډه کی ولاړ دی او بيا ناوخته ناوه پاسم بنديږي ٠ اله ، تادي کوه ! "
دا خو يو مثال وو- خو که سړې وغواړي چی يوه موضوع په علمي توګه وڅېړي نو بايد په منطق ، حقايقو او کوټلو دلايلو تکيه وکړي ٠ ژبه نه يواځی دوګړو دافهام اوتفهيم وسيله ده بلکه دنني کمپيوټري ژوند مهمه برخه ده ٠ دا ژبه ده چی کمپيټري پروګرامونه پری جوړيږي او ټوله تکنالوژي پری چليږي او دغه چی هره ژبه وي خو هرو مرو به معياري وي٠ بويه ، چی مونږ دجاپانيانو غوندی هر څه پخپله جوړولای شوې ،نو دا حق به مو هم درلودای چی خپلو توليداتو ته پښتو نوم کښېږدو٠ که جاپانيان خپل جوړکړي موټر ته "
ټويوټا" او په خپل فکر او لاس جوړ کړي کمپيوټر ته " سوني " يا " توشيبا " نوم ږدي نو دا دهغو حق دی اومونږ مجبور يو چی په جاپاني ژبه يې ادأ کړو٠ همدا رنګه " رېډيو " ته رېډيو ويل معيار دی او له ځانه ورته د " ژغډبلي " نا مروجه نوم رامنځ ته کول هغه څه دي چی عملي کېدل يې خورا ګران کاردی ٠ دغسې نوي نومونه په اکثريت منل او دورځنۍ محاورې توکي ګرځول هډو نا شونې کار برېښي٠ زما ددې اندېښنې هدف دا نه دی چی سړی نه شي کولای چی په کومه لهجه ليکنه وکړي بلکه غواړم چی پښتانه ليکوال دموضوع څېړنې ته راوبلم ځکه زه پوهېږم چی زما په پوهه کی به هرو مرو نيمګړتيا وي او زه به اړيم چی ځان پری وپوهوم٠ زما په فکر ، ډېر داسی ادبي فنون ، تيوري او ژانرونه شته چی په هغه کی که لهجې نه وای کارول شوی نو هغه خوند ، طبيعت ، ښکلا ، تاثير اوداحساس دراپارولو ځواک به هم پکی نه وو٠ سړی خبر ته ځير کيږي ، په ټوکو ټکالو خاندي او خوښيږي او د غزلو نه خونداخلي او دا ژبنې مهارت دی چی ليکوال يې داستعمال مناسب ځای پېژني ٠

دخپل ښوونکي ، مشواڼي صاحب څخه په منه چی دهغه ځينی جملې می دلته استعمال کړي دي

نوربيا

اوس مو په خدای سپا رم
ستاسو دوست ازاد نظر


معياري پښتو ،د مريخ پر خبر غبرګون

Bawary
25.01.2004

ګرانه ازاد نظر وروره زمانيکي هيلي او سلامونه لومړۍ تاسو او بيا نورو درنو لوستونکوته چي دا متن لولي وړاندي کوم !
ګرانه وروره ازاد نظر صاحيب ! تر هر څه وړاندي ستاسو څخه د منني په توګه تاسو او نورو دوستانو ته په جار او لوړ اواز وايم چي : ورو ڼو ! تر هغو چي مي توان وي هڅه کوم چي کره پښتو وليکم؛ دا مي ستاسو سره وعده ده .خو يوه بله اړينه خبره د هيرولو نه ده او هغه دا چي ، انسان بشپړ نه دۍ ؛
هيله من يم چي ګران لوستونکي زما د دی ليکني موخه دا ونه ګڼي چي ، ښايې زه به د ګران ورور ازاد نظر صاحيب د نيوکو دنه منلو نيت لرم . زه نه يوازي دا چي نيوکو ته يې خوشاله سوم بلکي د باور او زيات غرور احساس مي وکۍ چي له نيکه مرغه زموږ پښتانه ورونه اوس د پوهنيزو خبرونو د لوستلو سره د ليوالتيا ترڅنګ د پښتوژبي سوچه توب او کره توب ته هم پام ساتي ، او تر دي لا لوړ ه خبره دا ده چي خپل وخت ، خپل ځواک فکري او فزيکي ستړيا منلو ته چمتو کيږي او د موس په وسيله د ليکني هر تورۍ کښيکاږي او خپله رايه څرګندوي. دا زما لپاره د سرلوړۍ ځاي دۍ چي زه خپلو نيمګږتياو ته ځيرسم .
دګران ورور ازاد نظر صاحيب اند او خيال بيخي پر ځای ګڼم او رښتيا يې ليکلي دي چي داخبر دبلي ژبي څخه ژباړل سويدۍ .داخبره هم پر ځای ده چي کندهارۍ ګړ دوديا لهجه پکښي څرګند ده .او دا دواړه ټکي روښانه لاميلونه لري ، د لومړۍ خبري په اړه خو زما پوهه او خبرتيا دومره ده چي له بده مرغه په ناسا او په ايسا دواړو نړيوالو فضايې ادارو کي کوم افغان او يا بل پښتون ورور نه دۍ ګمارل سوۍ ، نو څرګنده ده چي دا لومړې لاس خبر نه بلکي ژباړل سوۍ خبر دۍ . د دوهم ټکي په اړه دا يادونه پوره بولم چي د دی خبر ليکوال د هغې سيمي دۍ .او پاته سول دا چي : ولي د سپيريت نوم چي اصلي نوم دۍ اړول سويدۍ ؟( د اصلي نوم څخه ښايې ستاسو موخه خاص نوم وي په هر تقدير ) په دی برخه کي زما په اند يوه تيروتنه سته او هغه داچي په هغه خبر کي نوم نه دۍ اړول سوۍ بلکي په قوس کي د نوم هغه مانا ليکل سوی چي پښتانه لوستونکي ور سره اشنا دي په انګليسي ژبه کي سپيريت ( Spir'it ) روح ته وايې . زما خيال دادۍ چي لوستي کسان په زياته پيمانه د متن په منځ کي د قوس د نښانی ( --- ) کارونه ، د قوس وړاندي کليمي د مانا په دود مني .ځکه نو په هغه خبر کي هم د روح کليمه په قوس کي راغلې ، چي د سپيريت نوم د مانا په توګه کارول سويده نه دا چي اړول سوۍ .
د( سول ) او( شوه ) خبره ګړ دود ته راګرځي ، دا به ښه واي چي ما په هغه متن کي د(( کښته سوه )) جمله کارولۍ واي ، خو هغه ګران لوستونکي چي د کندهاري ګړدود يا لهجې سره اشنا دي ، ښايې پوه سي چي په هغی سيمي کي د( سوه ) او ( سول ) کړ يا فعل دواړه کاروي د بيلګي په توګه : (( د هغوۍ تر ميان خبره وسول )) او داسي هم چي : (( دهغوي تر ميان خبره وسوه )) په دی برخه کي دويونکي له خوا ديو ډول معنوي دروند والي اړخ ته پام ساتل کيږي . که چيري د يوي ارزښتمني چاري په اړه د دوو کسانو تر منځ خبره کيږي نو په ډيرو وختونو کي (( خبره وسول )) کاروي ، او که وغواړي چي د خبري ارزښت عادي څرکند کړي او يايې ټيټ وښيې، بيا نو (( خبره وسوه )) وايې .
د حکم خبره بيا بل ډول ده . حکم عربي مفهوم دۍ چي په پښتو او دري ژبه کي ورته د امر کليمه کارول کيږي . زه په دی باور نه يم چي حکم يوازي د انسان په تړاو کارول کيږي په دي برخه کي حکم حکميت نه دۍ چي يوازي په انسان پوري اړوند وبلل سي .ا نسانان کولاي سي چي تر خپل منځ حکم وکړي ؛ کولاي سي چي و روزل سووژويو ته حکم وکړي ؛ کولاې سي د پرمختللې تخنکي پوهي په مرسته خپل په لاس جوړو سووصنايعو ته حکم وکړي ، او د هغی ډلي حکمونو څخه يو حکم هم د ناسا اداري له خوا پر سپيريت وو .،هغه چي د ناسا کارکونکو د هدايت او امر خلاف يې هيڅ نه سوه کولای.
بله خبره هم د (( تخت )) او (( تختې )) ده زه فکرکوم چي دا دواړو افاده يوه نه ده . تخت د ډاډمن اومطمئن ځاي افاده ده ( هغه د دري ژبو خبره چي مفهوم قبلا تفهيم شده ) او د تختی مفهوم هغه نه دۍ، د (( تختې )) مصدر (( تخته )) ده چي په مغيره ، جمع او مفعولي حالاتو کي د تختې او تختو په ډول ليکل کيږي . په داسي حال کي چي (( تخت )) خپله مصدر دۍ چي په مغيره ، جمع او مفعولي حالاتو کي د(( له )) او (( د)) تړونکو په منلو سره لکه ( له تخته يا د تخته را کښته ) او يا تختونه ، کارول کيږي . د يادوني وړ ده چي کله داسي حالات هم راځي چي په ليکنه کي دا دواړه يوله بله بيل مفاهيم يوشان (( تخته ))ليکل کيږي ، خو د لوستلو پر وخت د تخت مغيره يا مفعولي حالت پر (( ت )) خج سته ، په داسي ځال کي چي د تختې پر مفرد او مغيره حالاتو کي پر (( ه )) خج وي .
يوه بله خبره د سپيريت دندي په اړه وه ، زه فکر کوم چي سپيريت د څيړني وسيله ده نه دا چي هغه څيړنه کوي . دا وسيله د هغو څيړونکو په وسيله کارول کيږي چي د ناسا په اداره کي ګمارل سويدي ، د ناسا اداري او نور څيړونکي پوهيږي چي د څيړني چاري بيلا بيل پړاونه لري چي د هر پړاو لپاره ځانګړي دندي سته . لکه چي د ناسا اداري لخوا سپيريت ته د بيلا بيلو دندو سپارل وه چي دا وسيله بايد مريخ ته ولاړه سي ، د مريخ پر مخ وګرځي ، د مريخ په يوه برخه کي يوه کنده کښينوي ، عکسونه راوليږي اوداسي نوري دندي . هغه کسان چي د څيړنو سره يې کار دۍ پوهيږي چي څيړنه پروسه ده يوځانګړۍ اکټ نه دۍ ؛
ازاد نظره وروره !وايې چي تيروتنه هغه څوک کوي چي کړه کوي ، هغه څوک چي هيڅ نه کوي تير وتنه هم نه کوي زه يوځل بيا وايم چي ستاسو نيوکي خو زما د سمون په نيت دي ، زه نه داچي خوابدۍ کيږم نه ، لا ستاسو منت بار يم چي د پاڼي لوستلو ته راغلي ياست او لا نور داچي تاسو خپل رايه د پښتو ادبياتواو ليکونو د سوچه کيدو په نيت ښودلې او خواخوږي موکړيده ،زه ستاسو درناوې کوم .
باوري


Azad Nazer
25.01.2004

شاغلۍ باوري صاب !
ترهرڅه دمخه موله نېک نظره مننه کوم اودواوې درته کوم چی مولا دی جنتي کړه ، په صورت روغ او تل خوش اوسی!
له دې څه وړاندی چی دليکلو لپاره موضوع وټاکم پر دی پوهېدم چی دومره غشتلای نه يم چی دچاسره به پنجه ووهم ، بس ومی غوشتل چی په يو کشی برخه واخم ٠ ستاسو دځوابي ليکنی وروسته يوه کيسه را ياد سوه وايي ، وای يو سړۍ وو چی دبيده کېدو څه وړاندی به خپلی ماندينی شه وډباوه نو بالا به په خواژه خوب بيده سو ٠ يوه ورځ يې ماندينه دابا کور ته تللی وه او ده ته خوب نه ورتلۍ ځکه چی هغه بايد ډبوول سوۍ وای تر څو خوب ورغلای وای ٠ يو څه په يو انډي او بل انډي واوشت خوپه کرار نه سونو دای په چورت ګډ سو چی څه وکړي ٠ دځانه سره يې وويل چې زه بايد يو څوک پيدا کړم چی ومی ډبوي ٠ بس نيمه شپه وه دهمسايه ودروازې ته ودرېدۍ اوپه زور-زور يې وروټکوله ٠ همسا يه په خواشينۍ ورژغ کړه ، څوک يې ؟ ده تری پوشتنه وکړه : تاسو څو وروڼه ياست؟ دکور څشتن ځواب ورکۍ : درې ٠ نو ده ورته وويل چی شپژ سۍ نو زما به څه وکړۍ ٠ بس په دغه خبره دکور دمالک خوا بده سوه ، بالا نو پر راوغورځېدۍ اوشه يې پوست کۍ اوچی کورته وﻻړۍ نو په ټينګ خوب بيده سو٠
زه هم لکه هغه سړۍ چی شه ډبول ونه خورم ، خوب نه راځي :P :P :P
زما مطلب کوم مشخص شخص ته اشاره نه وه بلکه داسی مثالونه چی موضوع راوسپړي ، ما لټول او ما يې ليکوال او ژباړن ته هم پام نه سو چی څوک وو٠ بښشنه ډېره غواړم که زما په ليکنه خوابدي سوي ياست ٠ زه يو زده کوونکۍ يم او ډېره هيله لرم چی د پشتو اوپشتنو په هکله څه زده کړم٠ تر کومه ځايه چی زه پوهېژم ، پشتو ژبه او پشتانه دنيمګړتياو او ستونځو سره مخ دي ، او دغه نيمګړتياوې اوستونځی څېړل کيدای سي او دحل لاری ورته پيداکيدای سي ٠ پوه او تعليم يافته پشتانه بايد په دی اکتفاونه کړي چی موژ څومره غرور لروبلکه دی ته هم اهميت ورکړي چی ولی نيمګړي دي ؟
په ډېر درناوي
ستاسودوست ، خاوری ازاد نظر


کره پښتو

(( ښه ))
25.01.2004

ازاد نظره وروره سلام
ستاسو په ليکنه کي سم او ناسم
ناسم سم
شاغلی ښاغلې
خوش خوښ
غشتلای غښتلۍ
کيسه رايادسوه کيسه راياده سوه
ورغلاي وای ورغلي وای
بښشنه بخښنه يا بښنه
پو هيژم پوهيږم
پشتنو ، پشتو پښتنو ،پښتو
که تاسو په کندهارۍ لهجه نه پوهيږۍ ښه به وي چي تر ناسمي ليکني په خپله لهجه پښتو وليکې ، چي هم موږ لوستونکي پوه شواو هم تاسو ناسمه ليکنه ونه کړۍ . په درنښت
عتيق


Azad Nazer
25.01.2004

عتيق جانه سلام ته مو دمننې سره وعليک وايم٠
متل دی وايي : خپل عيب دولو منځ دی چاته نه ښکاري او ما خو هيڅکله ادعا نه ده کړی چی بې عېبه يم ٠
په کومه لهجه چی ما ليکل کړي ، همدغی ته کندهاري لهجه وايي ٠ په کندهار کی ونې ته " درخته "، پاڼو ته يې " برګونه " اوسوري ته يې " سايه " وايي همدارنګه دټولو سيمو نومونه فارسي دي ، دبېلګې په توګه مرغ اب يا مرغاب او چل زينه يا چهل زينه٠ دکندهار په پرتله په پکتيا او دننګرهار په ختيځو سيمو کی پښتو ترډېره حده سوچه پاتی شوی ده ٠
ستاسوليکلی شعر ښايي دحميد بابا ( حميد ماشوخېل ) وي چې دمحتوا له پله په هرڅه پوره دی خو املايي غلطۍ پکی وينم ٠ او هغه زما په اند دادي :

په شعر کی د " نرګس " نه مراد ګل دی خو ستاسو دليکنې په بنسټ " نر ګيس " دګل پرځای د " نارينه غاذ " معنا لري !!!!!!!!!!! :D
همدارنګه که زه ستاسو پر ځای وې نو پخپله ليکنه کی به می د " سحرګاه ، نرګيس ، څاڅکيڅا کي ،څه څيده ، ما وي ، ولي ، مي او ځوله " پر ځای داسی ليکلي وو :
سحرګه
نرګس
څاڅکي - څاڅکي
څڅېده
ماوې
ولی
می
خوله
__________________________________________________________

په درناوي
ستاسو دوست : خاوری ازاد نظر


کره پښتو

(( ښه ))
26.01.2004

ګرانه وروره ازاد نظرصاحيب تاسو ته نيکي هيلي او ښې چاري! ستا سو تر ليکو نو وروسته ستاسو مننه کوم چي د کندهار د لهجي په اړه دي ډير معلومات ليکلی ، ما داسي فکر وکړ چي ستاسو د ليک په جواب کي څه ونه ليکم ، دا په دری دليله ، اول داچي که زه تاسو ته جوابي ليک وليکم ښايې چي تاسو نور داسي ليکنه وکړۍ چي خداي مه کړه يو دبل د اصلاح پر ځاي يو له بله خوابدي سو . دوهم داچي زه پوه سوم چي تاسو چي د لهجي او لغاتونو تر منځ فرق نه کوۍ او د پښتو د يوې نامتو انا ډيره پيژندل سوی څلوريزه د پښتو و يو بل نامتو شاعرته منسوبه وۍ نو بحث بي ګټي ګڼم او دريم داچي دابحث زما سره نه ووشروع سوۍ ځکه غواړم ستاسو سره په مينه خدای پامانۍ وکړم.


سلام

(( ښه ))
26.01.2004

سلام


Azad Nazer
27.01.2004

((ګرانه وروره ازاد نظرصاحيب تاسو ته نيکي هيلي او ښې چاري! ستا سو تر ليکو نو وروسته ستاسو مننه کوم چي د کندهار د لهجي په اړه دي ډير معلومات ليکلی ))

عتيق جانه وروره !
زړه بدې ، خوابدې مه شې او له نېکو هيلو څخه مو دتراجمير دڅوکی په څېر هسکه ، د سپين غر په څېر درنه او دکنړ دسيند په څېر منجيلې منجيلې مننه.
(( ما داسي فکر وکړ چي ستاسو د ليک په جواب کي څه ونه ليکم ، دا په دری دليله ، اول داچي که زه تاسو ته جوابي ليک وليکم ښايې چي تاسو نور داسي ليکنه وکړۍ چي خداي مه کړه يو دبل د اصلاح پر ځاي يو له بله خوابدي سو .))
خدای مه کړه ، ولی به زه بې ځايه ، بې منطقه ، سپکه ، بې علته او بې احترامه ليکنه هغه چاته چې ماته په پره درناوي مخاتب دی ، کوم ٠ زما په ياددي چې ما دوه ځل داسی ليکنه چې په هغې کی ما نامناسبه جملې استعمال کړی وې او په هغه پښېمانه- نه يم ځکه چې دهغه سړي سره همدغسی لازم وو ٠ زه په افسوز سره وايم چی داسی تش په نامه افغانان هم شته چې لارتری ورکه شي نه ان دسړي مور او پلارته په سپکه سترګه وګوري ٠ خو له نېکه مرغه هغه بل فور وم وو٠
(( دوهم داچي زه پوه سوم چي تاسو چي د لهجي او لغاتونو تر منځ فرق نه کوۍ ))
له هغه ځايه چې ژبه دلغاتونو مجموعه ده نو سړی نه شي کولا ی چې دواړه سره بېل کړي او لهجې هم دژبې ډولونه ( شکلونه ) دي٠
(( او د پښتو د يوې نامتو انا ډيره پيژندل سوی څلوريزه د پښتو و يو بل نامتو شاعرته منسوبه وۍ نو بحث بي ګټي ګڼم ))
عتيق صاحبه !
ښه به داوه چې دهغې انا نوم مو ذکر کړی وای ځکه زه اوس هم نپوهېږم چې دغه څلوريزه به د (( نازوانا )) وي او که د (( زرغونې انا)) به وي ، په هر صورت ، که حميد با با وي که نازو انا که زرغونه انا خوشعر يې زړه راښکونکی دی اوچی تاسو په څه خوښېږۍ زه يې بې (( نه کړو پکړو )) منم ٠
(( او دريم داچي دابحث زما سره نه ووشروع سوۍ ځکه غواړم ستاسو سره په مينه خدای پامانۍ وکړم. ))
ياره عتيق صاحبه ! يو خو دی دا (( نازک خوی )) بدل کړه او ملګرتياپه نيمه لاره کی مه خرابوه٠ چی په دوه خبروزه له تا نه اته له مانه مرورېږې نو بيا خو دواړه بايد فوروم پرېږدو ځکه چې د بحث کولو توان نه لرو ، که څنګه ؟ زما په فکر ددې forum هدف هم دا دی چې افغانان سره پخپلو منځو کی په دوی پوری او په ټولنه پوری ورته مسايلو باندی خبرې اترې او څېړنی وکړي او مينه وا تری پند واخلي ٠
که دځان دغلطيدو لپاره ووايو چی مونږ تر ټولو ښه او هيڅ نيګړتيا نه لرو نوځان ته مو دوکه ورکړی اوهمدا سی زمونږ پښنو په پېړيو پېړيو ځانونه غولولي او نتيجه يې داده چې نه مو څوک په پښتونولۍ پېژني ، نه مو په دين ، نه مو په غېرت او نه سواد٠ تاريخ دپښتنو له کارنامو ډک دی خو نوم پری دبل ياديږي ځکه چې دبل لپاره يې کړي٠
تاسو وګورۍ دغه د (( خېل خېل )) ناسورته ، په هيڅ بل ملت کی به دومره خېلونه نه وي لکه په پښتنو کی چی دي او دغو خېلونو ه ورځ هم پښتانه نه دي پرېښي چی ديو نوم لا ندی سره راټول شي٠ زه به نو په تش نوم څه وکړم او يا ځان وغولوم چې داسی يو او داسی٠ په دې اوتوباوتو چی شمله می څومره جګه ده ، څو ښځی او سړي می وژلي ، څومره جنګي يم او توره می داسی اوټوپک می داسی پښتنو ته نه نوم ګټلې ، نه يې سره يو کړي ، نه يې دپرديو له اسارته خلاس کړي ، نه يې شتمن کړي او نه يې تر کوم منزله رسولي ٠ پښتون ته بس وايه چې ډېر توريالې جنګيالې يې نو بس ځان درته وژني خو دی ته فکر نه کوي چي ايا دغه ځان غولونه به دده لپاره څه ګټه ولري او که نه ٠ زه چی ورته ګورم نو دکړاوونو ، ستونځو ، بد بختيو ، ناخوالو ، بې عدالتيو او رنځونو نه پرته پکی بل څه نه مومم٠
ايا ښه به داوي چې پښتانه دغو شيانو ته متوجه کړو که پری يې ږدو چې هرڅه پری کيږي هغه به کيږي اوهربل څوک چې غلط کارونه کوي په دوی دې ورتپي ؟

په درنښت
خاورې ازاد نظر


Azad Nazer
27.01.2004

((ګرانه وروره ازاد نظرصاحيب تاسو ته نيکي هيلي او ښې چاري! ستا سو تر ليکو نو وروسته ستاسو مننه کوم چي د کندهار د لهجي په اړه دي ډير معلومات ليکلی ))

عتيق جانه وروره !
زړه بدې ، خوابدې مه شې او له نېکو هيلو څخه مو دتراجمير دڅوکی په څېر هسکه ، د سپين غر په څېر درنه او دکنړ دسيند په څېر منجيلې منجيلې مننه.
(( ما داسي فکر وکړ چي ستاسو د ليک په جواب کي څه ونه ليکم ، دا په دری دليله ، اول داچي که زه تاسو ته جوابي ليک وليکم ښايې چي تاسو نور داسي ليکنه وکړۍ چي خداي مه کړه يو دبل د اصلاح پر ځاي يو له بله خوابدي سو .))
خدای مه کړه ، ولی به زه بې ځايه ، بې منطقه ، سپکه ، بې علته او بې احترامه ليکنه هغه چاته چې ماته په پوره درناوي مخاطب دی ، کوم ٠ زما په ياددي چې ما دوه ځل داسی ليکنه چې په هغې کی ما نامناسبه جملې استعمال کړی وې او په هغه پښېمانه- نه يم ځکه چې دهغه سړي سره همدغسی لازم وو ٠ زه په افسوز سره وايم چی داسی تش په نامه افغانان هم شته چې لارتری ورکه شي نو ان دسړي مور او پلارته په سپکه سترګه وګوري ٠ خو له نېکه مرغه هغه بل فور وم وو اودلته نه وو٠
(( دوهم داچي زه پوه سوم چي تاسو چي د لهجي او لغاتونو تر منځ فرق نه کوۍ ))
له هغه ځايه چې ژبه دلغاتونو مجموعه ده نو سړی نه شي کولا ی چې دواړه سره بېل کړي او لهجې هم دژبې ډولونه ( شکلونه ) دي٠
(( او د پښتو د يوې نامتو انا ډيره پيژندل سوی څلوريزه د پښتو و يو بل نامتو شاعرته منسوبه وۍ نو بحث بي ګټي ګڼم ))
عتيق صاحبه !
ښه به داوه چې دهغې انا نوم مو ذکر کړی وای ځکه زه اوس هم نپوهېږم چې دغه څلوريزه به د (( نازوانا )) وي او که د (( زرغونې انا)) به وي ، په هر صورت ، که حميد با با وي که نازو انا که زرغونه انا خوشعر يې زړه راښکونکی دی اوچی تاسو په څه خوښېږۍ زه يې بې (( نه کړو پکړو )) منم ٠
(( او دريم داچي دابحث زما سره نه ووشروع سوۍ ځکه غواړم ستاسو سره په مينه خدای پامانۍ وکړم. ))
ياره عتيق صاحبه ! يو خو دی دا (( نازک خوی )) بدل کړه او ملګرتياپه نيمه لاره کی مه خرابوه٠ چی په دوه خبروزه له تا نه اوته له مانه مرورېږې نو بيا خو دواړه بايد فوروم پرېږدو ځکه چې د بحث کولو توان نه لرو ، که څنګه ؟ زما په فکر ددې forum هدف هم دا دی چې افغانان سره پخپلو منځو کی په دوی پوری او په ټولنه پوری ورته مسايلو باندی خبرې اترې او څېړنی وکړي او مينه وال تری پند واخلي ٠
که دځان دغلطيدو لپاره ووايو چی مونږ تر ټولو ښه او هيڅ نيمګړتيا نه لرو نوځان ته مو دوکه ورکړی اوهمدا سی زمونږ پښتنو په پېړيو پېړيو ځانونه غولولي او نتيجه يې داده چې نه مو څوک په پښتونولۍ پېژني ، نه مو په دين ، نه مو په غېرت او نه سواد٠ تاريخ دپښتنو له کارنامو ډک دی خو نوم پری دبل ياديږي ځکه چې دبل لپاره يې کړي٠
تاسو وګورۍ دغه د (( خېل خېل )) ناسورته ، په هيڅ بل ملت کی به دومره خېلونه نه وي لکه په پښتنو کی چی دي او دغو خېلونويوه ورځ هم پښتانه نه دي پرېښي چی ديو نوم لا ندی سره راټول شي٠ زه به نو په تش نوم څه وکړم او يا ځان وغولوم چې داسی يو او داسی٠ په دې اوتوباوتو چی شمله می څومره جګه ده ، څو ښځی او سړي می وژلي ، څومره جنګي يم او توره می داسی اوټوپک می داسی ، پښتنو ته نه نوم ګټلې ، نه يې سره يو کړي ، نه يې دپرديو له اسارته خلاص کړي ، نه يې شتمن کړي او نه يې تر کوم منزله رسولي ٠ پښتون ته بس وايه چې ډېر توريالې جنګيالې يې نو بس ځان درته وژني خو دی ته فکر نه کوي چي ايا دغه ځان غولونه به دده لپاره څه ګټه ولري او که نه ٠ زه چی ورته ګورم نو دکړاوونو ، ستونځو ، بد بختيو ، ناخوالو ، بې عدالتيو او رنځونو نه پرته پکی بل څه نه مومم٠
ايا ښه به داوي چې پښتانه دغو شيانو ته متوجه کړو که پری يې ږدو چې هرڅه پری کيږي هغه به کيږي اوهربل څوک چې غلط کارونه کوي په دوی دې ورتپي ؟

په درنښت
خاورې ازاد نظر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more