وطن پال او نور ګټور شعرونه
دتزویرونوقهرمان ته
      aman1
      26.02.2009
    
خپلواک
یووږم دجنت ؤددنیانه خوډیرښه ؤ
دمنی ماذیګرؤله سبانه خوډیرښه ؤ
پوهاندشیخ الحدیثه لوی ږیری ازهریه
داهرلقب چی اورم له معنانه خوډیرښه ؤ
زماعلم که کم ؤخوعمل ورباندی ډیرؤ
داستاله تش رویته اوریانه خوډیرښه ؤ
هایودزهروګوټ چی دعزت دمرګ سبب شو
دوخت دچمچه ګیروله حلوانه خوډیرښه ؤ
هالمونځ که به څه هم دتازیني په زوراداشو
داستادنایټ کلبونوله ګډانه خوډیرښه ؤ
استاده،هاجومات چی تا یي کوږګاڼه محراب
داستادمیلمنوله کلیسانه خوډیرښه ؤ
چی تابه تل مشرک ګاڼه هاسپین صاف مسلمان
داستاله دعوی سمیع الله نه خوډیرښه ؤ
      میوند ننګیال
      26.02.2009
    
سلامونه !
ګرانه ډير ښكلي او په زړه پوري  مننه
      رښتینی
      27.02.2009
    
.
.
.
ښاغلی امان ډیره ډیره مننه 
ښکلی شعر دی داراته ووایه چی دادکوم خپلواک شعر دی ؟
ایا حاجی کمال خپلواک خو به نه وی ؟
په مینه
      aman1
      10.03.2009
    
محترمه 
داماخپله له یوکتاب نه چی د(خپلواکی زمزمی)په نامه دی له هغه نه راواخیست چی هلته یی نوم همداسی مجمل لیکلی اوهیس تشریح یی نه ده ورکړی