د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

راځئ: چي دلته يې جمع كړو ، دكمپيوټر معماوي يا كيسۍ

محمد احمد حمي
14.02.2009

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمين وحده ، والصلاة والسلام على خاتم الابنيآء من لا نبىّ بعده ، وبعد :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دټول افغان ويب پاڼي پوري مربوط ټولو زړه ته راتيرو ملګرو نيكي هيلي او سلامونه مي ومنئ .

محترمو يوه خبره چي كله نا كله يې ملګري دكمپيوټر په مجلسونو كي يادوي دا وي چي آيا فلانى كار په كمپيوټر كي څرنګه كولى شو ؟ هغه بل ملګرى بيا دخپلي تجربې پر بنآء باندي جواب وركوي ، همدې ته ورته پوښتني او ځوابونه راځئ په دې پاڼه كي جمع كړو ، كه خداى كول دكمپيوټر له ډيرو نابلدو سره به اشنا شو ، او په ښكاره ډير ناممكن كارونه به ممكن شي .

لومړى:
څرنګه كولاى شو چي په يوه ځاى كي دوه فولډره په يوه نامه او يا دواړه بې له نامه جوړ كړو ؟

دوهم:
څرنګه كولاى شو چي دكمپيوټر په داخل كي (يعني نه پر ډيسك ټاپ) دسپيني مځكي پرځاى دخپلي خوښي سره سم انځور راوړو لكه پر ډيسك ټاپ باندي چې راولو ؟

ستاسي له لوري وجوابونو او نورو كيسيو ته سترګي په لاره . :arrow:


VNC

N.Intezar
02.03.2009

ګرانو او محترمو ورونو ! سلامونه او نيکې هيلې مې ومنې الله ج دې وکړې چې روغ او جوړ اوسې د محترمو کمپيوټر پوهانو څخه هيله کووم چې د VNC په باره کې معلومات راکړې . څرنګه ېي کارولې شواو کومې ګټې لرې ٠

دګران هيواد د خپلواکې او نيکمرغې په هيله

انتظار


شمشاد شينواری
03.03.2009

محترم وروره،ستاسو په لومړي پوښتنې زه پوه شوم خو په دوهمي پوښتنی مې سر خلاص شو، هيله ده چې يو څه يې واضح کړئ.

د لومړي پوښتنه ځواب:
هو! موږ کولي شو چې په يو ځاي کې دوه فولډرونه جوړ کړو او يا هم دواړه بې نومه. د هغې لپاره لاندي لار خپله کړئ.

١- دوه فولډرونه جوړ کړئ.
٢- دواړو ته يو نوم ورکړي د مثال په ډول Shamshad
٣- اوس لومړي فولډر Rename کړي او د نوم(shamshad) څخه وروسته Alt ونيسي او 255 ټايپ کړي.
٤- اوس دوهم فولډر Rename کړئ او د نوم څخه وروسته Alt ونيسئ او 255 ټايپ ، يو ځل بيا Alt ونيسئ او 255 ټايپ کړي.


Re: VNC

شمشاد شينواری
03.03.2009

[quote:42255c91ea="Niaz Wali Intezar"]ګرانو او محترمو ورونو ! سلامونه او نيکې هيلې مې ومنې الله ج دې وکړې چې روغ او جوړ اوسې د محترمو کمپيوټر پوهانو څخه هيله کووم چې د VNC په باره کې معلومات راکړې . څرنګه ېي کارولې شواو کومې ګټې لرې ٠
دګران هيواد د خپلواکې او نيکمرغې په هيله
انتظار[/quote:42255c91ea]

VNC يو ريموټ کنټرول پوستکالي دي چې د دي پوستکالي په مرسته تاسو کولي شي چې د يو کمپيوټر کاري ميز (Desktop) په بل کمپيوټر کې د نړيجال (انټرنيټ) له لاري پرانيزي او کار په کې وکړي.
دغه پوستکالي دوه برخې لري کوم کمپيوټر چې غواړي په بل ځاي کې يې خلاص کړي نو هغه کمپيوټر کې بايد VNC Server سمبال وي. او په بل کمپيوټر کې بايد تاسو VNC Viewer ولري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more