د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دټوخ علاج

خیریوسی
08.02.2009

دټوخ علاج
کله چې ذکام سی او دټوخ شربتان ټول فایده ونه کړی نو بیا تاسو شات او لیمبو په لاندی ډول وخوري
50 ګرامه شات ( عسل )
یوه دانه کاغذي لیمبو
لیمبو په اوبو کې وایشوي تر څو چې یې پوستکې نرم شی بیا یې پر منځ دوه ځایه کړی اوبه یې وباسي دلیمبو اوبه په شات ( عسل ) ګډې کړی يوه کاچوغه سهار غرمه اوماښام خوړل کېږی که دچا دشپې ټوخ کیدي یوه کاچوغه په شپه کې وخوري
په درناوی


خیریوسی
19.02.2009

په کاناډا کې څیړنی ښیي چې دخوب نه مخکې که ویکس د پښو پر تلو وموښل شی او جراپی په پښو شی په پنځه دقیقی کې ټوخ سمیږی
ما خپله تر اوسه نه دی تجریبه کړی


ډوکتر څپاند
04.03.2009

دټوخي دعلاج په هکله ستاسو د شاتو(عسل)اوليمو نسخه کاملا دتاييد وړ ده٠
ټوخی هم د ځينی نورو علايمو پشان موږ ته څرګندوی چه په تنفسي جهاز کی
څه ناسمتيا شته٠
په اصل کی ټوخله دسينی دپاکولو لپاره دانسان د وجود يو مدافعوي ميکانيزم
دی٠سره ددی چه دټوخلی اصلي مرکز په مازغو کی دی مګر دټوخی اخذی يا
ټوخي ته دضرورت دتشخيص ميخانيکيتونه دتنفسي جهاز په پورتنئ برخه کی
موقعيت لري٠
دعلاج له نظره،بهتره به داوي چه دټوخي سبب پيدا او دهغه علاج وشي٠
دټوخلی اسباب خورا زيات دي،خو په مختصر ډول دري عمده اسباب څرګندولی
شو٠
ميکروبي امراض :کله چه يو ميکروب،لکه ويرس يا بکتيريا،دتنفسي جهاز
داختلال يا مض سبب شي،نوټوخي ئی يوه علامه ده٠که دټوخي سره تبه،سالنډی
موجوده وی اوياداچه ټوخي په هفتو(اونيو)دوام وکړي،يا داچه رنځور وزن بايلي
يا دټوخي سره زيات بلغم(sputum) دباندي شي،اوياداچه په بلغم کي وينه
وليدل شي،نو پيادلری چه دټوخلی شربتونه هيڅ ګټه نشي کولي،اوحتمي ده چه
داکتر وګوري٠خاصتا که دټوخله کونکی سپينګيري،سپينسري،سګرټي ،اويا
ډير کوچنی ماشوم وي٠
دويم اسما(Asthma)يا دسالنډی مرض:پدی حالت کی،دټوخلی سره سالنډي
سينی تنګوالی او دساويستولو په وخت کی يو مخصوص غږ اوريدل کیږي،
داغږ چه دحوت دمياشتی شپو دغږ سره ورته والی لري، په طبابت کی ورته
wheezing ويل کيږی٠البته،ددي ناروغی درملنه په دوامدار ډول ستاسو د
ډاکتر لخوا کيدایشي٠
دريم کله ناکله اجنبي مواد دسا ايستلو جهاز ته داخل شي چه دټوخي سبب کرځي٠
ديادولو وړ ده چه دټوخي شربتونه،په ډيرو کمو حالاتوکی دټوخی په علاج 
کی برخه لري،هغه هم دډيری لږی مودی لپاره،چه هيڅکله ديوی اونۍ نه نه ياتيږي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more