وطن پال او نور ګټور شعرونه
د پښتون دعا
jankhan
28.01.2009
د چـترال نه تـر بـولانه *** لـه مشـهـده تـر واخـانـه
روهيله افغـان ګلــه کا *** هـر افغان ورسره يار کا
يو ئې خلۀ يوه جرګه کا *** دوی د خپل وطن مختار کا
جګه جګـه ئې شمـلـه کا *** زوړ غرور ئې رابيدار کا
ولولـې ور حـوالـه کا *** چې اغيـار باندې يلغار کا
ننګـيالی ورسره مله کا *** بـرابـر ئې په قـطـار کا
پښـتـو ژبـه هر رنګه کا *** يـو يو ټکـۍ ئې شاندار کا
په هـر رنګ ئې کامله کا *** علم و فن ئې په شا بار کا
د بـاچـا بيـت کشماله کا *** قـصـيده د خپل ديار کا
ای طـاقـتـه ای قـدرته *** ای قـادر په هـر صـورته
ای رحـمـانـه ای رحيمه *** ای جـبـاره ای کــريـمـه
لـږ په مونږه ورحـمـيږه *** د مـظـلـومو سره مل شه
غـواړو ستـا لـه بـرکـته *** ښۀ ژونـدون ډ ک له عزته
کۀ شو خلاص له غليمانو *** مونږ به سيال شودسيالانو