د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غزل

پرواز شينواری
15.01.2009

غزل
ګناه کوي او ګناه ګاروته کنځلی کوي
عجيبه خلک دی کفاروته کنځلی کوي
سهار وختی نه په ممبر باندی ولاړ دی ملا
خپل يې کرلی خو کوکنارو ته کنځلی کوي
زمونږ ليډر هم په پيسو باندی ايمان خرڅوی
ډالری يې وليدل کلدارو ته کنځلی کوي
ډيرې مودی نه يې د دوی په مرۍ ښپی ايښدي
خود به غريب سړی مالدارو ته کنځلې کوي
يو ببر سر ې ليونې زمونږ ه چم ته راځي
خپله بې لاری دی په لاروته کنځلی کوي
پروازه ټولو نه اول پکی دا ستا نوم اخلي
يوه جنې ده چی شينوارو ته کنځلی کوي


اور

پرواز شينواری
15.01.2009

[color=red:c8a291638f]داسی څوک شته چی دا اور مړکړی
چې چا بل کړی هغه نور مړ کړي
کيدای شي مونږ ته رڼايې راوولي
سپين پاڅيدلی دی چې تور مړکړي
ددی په وجه ډيرکورونه ورانه شول
څوک راپيدا کړې چې پيغور مړ کړي
زمونږ د کلي شيخ څه توره کړي
دی ته تکړه دی چې خپل ورور مړ کړي
چې هميشه د حق خبره کوي
پرواز به څنګه څوک په زور مړکړي[/color:c8a291638f][size=18:c8a291638f][/size:c8a291638f]


ازاد
17.01.2009

دا څه اوتې بوتې مو شروع کړي دي، شعر خو دي ته وايي.

وخت ډير ظالم دي چم چپه نه دي کی
اولامبه خـير دی خو غوپه دي نه کی
لاړ شه طــــــــــالب شه شريعت راوله
خو ځان ساتــه چرته بمبه دي نه کی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more