د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غزل

پرواز شينواری
15.01.2009

کور مې خراب دي هم مې ښار خراب دي
چا راته کړی دي ازار خراب دي
جانانه تاته هسی لافی کوو
د وخت د سره می روزګار خراب دی
خيردی له تانه به ګيله نه کوو
دلته د هر سړی کردار خراب دی
دزندګی به درته څه وايمه
ماښام خراب دی اوسهار خراب دی
زه به په خلکو څه باور کومه
زما په خپل ځان اعتبار خراب دی
پروازه خدای خبر د چا دعا ده
په دار ختلی يم خو دار خراب دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more