نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دين او دنيا
Ghairat
16.01.2004
درنو لوستونکو ،له سلام او درناوي څخه وروسته :
د ( دين او دنيا) په عنوان کې :
١ــ له دين څخه مطلب اسلام يا بل کوم ټاکلی دين نه ، بلکې په عامه توګه هر دين دی که مسيحي وي که يهودي، که بودايي دين وي او که اور لمانځنه .
٢ــ د دين په هکله ډېرې ديني خبرې شوي، وشوې ، کيږي او وبه شي . دغه راز د دنيا په هکله هم ډېرې ديني خبرې شوې، وشوې، کيږي او وبه شي ، محترم طالب جان ، مکرمطالب خان ، دردند غروال صاحب ، منلي اسلام دوست او وس اوس فاضل او حليم استاد عبدالکريم حليمي صاحب د لوستونکې تنده ماته کړې ده ، الله تعالی دې ټولو ته ډير اجر اوثواب ور پهبرخه کړي . همدارنګه ددين او دنيا د تړاو په هکله هم د محترم وطنمل صيب ، ښاغلي پاڅونوال صيب او ځينو نورو ورونو له خوا په ټول افغان کې لږ او زياتې ليکنې شوي دي . ولې تر اوسه پورې ددنيا له نظره د دين په هکله هيڅ ډول څه ونه ليکل ، چا روښانه نکړه چې دين د دنيا له نقطه نظره څشی دی؟ څه دنده او فونکسيو ( فونکشن ) لري ، ولې او د کوم ضرورت پر بنسټ ديان منځته راغلي ، او که اسماني اديان منځته نه وای راغلي ، څه پيښيدل او پردنيا کې به څه منځته راغلي وای ؟ ايا بي دينه دنيا هم مکان لري؟ يا برعکس داسې دين هم شته چې له دنيا سره هيڅ سر و کار ونه لري؟ دا ټولې پوښتنې د دين له مخې څخه نه ، بلکې د دنيا ل مخې مطرح او ځوابول غواړي ، ستاسو خپل نظر څه دی ؟
نقاد
20.01.2004
غيرت صيب سلامونه او نېکې هيلي ومنئ .
عجيبه پوښتنه مو طرحه کړې ده ، داسې بريښي چې له لوستونکو څخه د دين او دنيا ترمنځ هم ديموکراسي غواړئ که څنګه، ځکه دين دا مسلم حق لري چې ددنيا په سر څه چې غواړي ووايي، ولې دنيا د دين يا مذهب په اړه تر اوسه پوې د خبرو حق نه درلود ، د به لومړی ځل وي چې تاسې د دواړو خبرې يو پر بل غواړئ . زه ددې نوي روش سره ځه بلدتيا او اشنايي نلرم ، خو د معرفت پر اړوند به دين ته ددنيا له زاويې څخه لنډه کتنه وکړم : که د معرفت لومړنيو تاريخي شکلونو ته وګورو نو بشر په ابتدايي ژوندانه کې هم خپل چاپيريال، طبيعت او ټولنې
پيښو ته انعکاس ور کاوه چې د هنر ، رسامۍ ، نڅا ګانو او سندرو په شکل کې يو څه يو بل او ياراتلونکو نسلونو ته بيانول . دانسان معرفت د حواسو يا حسي ادراک په سطحې پورې تړلی او محدود ؤ . دلته ﻻ طبقاتي ټولنه ، دولت او د يوه انسان پر بل باندې طبقاتي حاکميت نه و رامنځته شوی . که څه هم د معرفت دغه ډول دلومړۍ طبقاتي ټولنې يعنې د غلامۍ ددورې پورې وغځيده ، خو اصله منبع او تاريخي پيلامه يې غير طبقاتي لومړنۍ بشري ټولنه وه ، چيرې چې فر او ټولنه ، غړی او د ژوندډله و کلېکتيف سره يو شې وو ، فرد ﻻ د (( زما))
لفظ او کلمه نه پيژندله او ټول (( زمونږ ، زمونږ)) به کارول کيده . نو هنري اثار يې هم لکه رسامۍ او نورو يو ټاکلی هنرمند نه درلود، بلکې د ټولو د اولسي هنر ښکارندويي به يې کوله ، زياتره د ګډ ښکار صحنې او وروسته بيا د غنمو او غلو دانو د راټولولو، لو ، ټکولو او طبيعي پيښو ترسيمول به يې په بر کې رانغښتل . که د ويرې او اميونو پر بنسټ به ځينې عقايد رامنځته کيدل ، د زورورو او منظمو او تکراريدونکو طبيعي پيښو لکه اور، لمر ، طوفانونو پرسش به يې کاوه ، نو د د انسانانو د يوې يا بلې ډلې له خوا پر نورو انسانانو باندې د تسلط او طبقاتي حاکميت له پاره ترې ګټه ﻻ نشوه پورته کيدای ، نو د عقايدو د اختلاف جنګونه هم چا نه پيژندل . دې حالت هغه وخت تغير وموند ، چې خصوصي ملکيت او د هغې د لومړ ۍ پايلې په توګه طبقاتي ټولنه او وروسته دولت رامنځته شول او عقايد د طبقاتي دولت د حاکميت د ثبات او ټينګښت له پاره په کار ولويدل . دين او مذهب داوخت د معرفت د يو بل پړاو او بلې برخې په توګه منڅته راغی چې د واقعيت انعکاس يې په پراخه ولې خړ پړ او سرچپه يا معکوسه توګه تر سره کوﻻی شو او پيروان يې له قومي محدودې څخه وتلي او د غ پرديو قومونو تر منځ يې وحدت رامنځته کولو چې د زور زياتي له ﻻرې به تسليم کړی شوي وو. نور بيا
ع کريم حليمي
24.01.2004
غيرت صيب سلام!
ډير داسی خلګ سته چې ليکنی کوی خوهڅ نه وينی ٠ په مقابل کی داسی خلګ سته چې ليدﻻيسی خو نه ئی سۍ ليکلای٠ او تاسو هغه څوک ياست چې هم ليدﻻيسی او هم ليکلايسی٠ چه دغه قوه ډير خلګ نه لری ٠
زما د علاقی سوال مو کړې دي٠ رابسو اصلی موضع ته هر فابريکه چې يو ماشين جوړکی په تيره بيا دکمپيوټر په زمانه کی ٠ فابريکه مجبوره ده چی دخپل ماشين د پاره يو MANVAL کتاب وليکی چې څنګه FUNCTION کوی او نور ټوله تشرحات يې هم و ليکی ٠ هر څونه چې ماشين ابتدائی وی کتاب يې هم ساده وی څونه چی ماشين مغلق وی کتاب يې هم بايدپه تفصل ليکل سوی وې٠که مشين ډير غټ وي نو يونفر بايد ورسره ولاړ سی چی د استعمال طريقه يې ور وښيی٠
نو خدای چې انسان خلق کی کتابونه يې ورسره وليکل ٠ ولی چې انسان يو مغلق ژوندی مشين دی او مغلق ژوند لری نو رسولان يې هم ور سره رااستولی دی ٠
په هر اندازه چې ژوند ساده و کتاب يې هم ساده ٠ په انسانکی ډير لږ خدايی صفتونه سته ٠ چپله يوه صفته چې ژوند چاته نسو ورکولای٠
اوس به راسو دين ته ٠ دين ترجمه معنی حساب ٠
اوس انسان دونه مجرب دی چی کولای سی دين هم چوړ کی ژوندې مثال يې د سيکانو دين دی چې عمر يې 500 کاله دي ٠ او هغه شيان چې موږ جوړکړی وهغو ته قوانين وليکو ٠
يو واری به دا وليکم چې حق او باطل دين څنګه معلويږی ٠ حق دين دا اعلان کوی
بسمه تعالی وان کنتم فی ريب ممانزلناعلی عبدنا فأتو بسوره من مثله وادعو شهداأکم من دونالله ان کنتم صدقين
ترجمه که چيری ياست تاسو په شک کښی له هغه قرأنه چه ټوټه ټوټه نازل کړی دی موږ په بنده خپل (محمد ص) باندی نو راوړی تاسی يو سورت په شان دده ! او را و بولئ (ای مشرکانو! ) مددګاران خپل بی له الله ج څخه که ئی تاسی رشتيا ويونکی (په دی دعوی کښی چه دا دانسان کلام دی) ٠
رابسو که اسمانی کتابونه نوای نوبه څه پښه وای ٠ تر اسلام دمخه
تاريخ راواخلی وګوری چې عدالت د محکمی څونه ضعفه و٠ او اخلاقو اندازه څونه کښته وه چونچی انسان بی تجربی ؤ تهذب خو ئی قطعأ نه درلودی ٠ اوس به راسو دی ته چی انسان ډير هوښيار سو نو دين ته څه ضرورت لری
خدای ته دا معلومه ده چې دا دونيا په پاچهانو او د خلګو په قانون نه چليږی ٠ ولی ؟
هغه څوک دخدايه بيريږی غيری قانونی کارونه نه کوی ٠ اوهغه خلګ چې دخدايه نه بيريږی دهغو بيره په سترګو کی ده د پوليس څخه بيريږی ٠ نو معلومه سوه که دين نوی نو حکومت مجبوره دی چې د هر سړی پر سر يو پوليس وه دروي چېدا کار ممکن ندی ٠ دغه علت دی چې هښيارو خلګو حکومتونه کوښښ کوی چی ملت ئی د دين څه لاس پر سر نسی ٠
نوټ٠ د يهودو دين ديهددی ،دهندو دين د هندوانو دي ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ عيسوی دين دعيسايانو دی
د اسلام دنامه څه معلوميږی چې دغه دين د الله دی هرڅوک چې اسلام قبول کی مسلمان سی ٠
بسمه تعالی ٠ ان الدين عند الله الاسلم٠ سورت العمران
اوخدای دی وکی چې ستاسو زما ليکنه خوښه سی ٠
ع٠ک٠حليمي