نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دخلګو ناهيلي او لاملونه يې-
ghareebdost
09.01.2009
دخلګو ناهيلي او لاملونه يي-
اووه کاله تير شول؛ دټولۍ نړۍ ځواکونه راغلل؛ هره نوې وسله وکارول شوه؛خوشيي اوراډيواکتيف بمونه استعمال شول؛ له ټولې نړۍ نه اربونه ډالره مرسته راغله، خو جګړه نوره هم توده شوه، ناخوالې نورې هم ډيرې شوې، بې امني، غربت ، کرکه او نفرت نور هم څوچنده زيات شو،
ورسره يو شمير نوې لعنتى حلقى هم وزيږيدلې، لکه سړي تښتوونکي،پر وړونجونو او ماشومانود جنسي تېريو کونکى، او داسى نور…
رشوت په قانونى اورګانونو کې قانونى حثيت تر لاسه کړ، لکه ستره محکمه او دعدليى وزارت، چې پکى درشوت بازار عروج ته رسيدلى،
په حکومتى څوکيو ناست خلګ دحکومت پر مشروعيت شکمن دى، په پارليمان کې وکيلان خو له اولې ورځې دحکومت قانوني او بنسټيز جوړښت ته عقيده نلرې،
له ښاغلي کرزي نه نيولي تر عادي مامور او بيا دپارلمان تر غړو پوري ټول په ظاهره په يوه خوله له بهرنيو ځواکونو سر ټکوي، پر بمباريو ويرونه کوي، خو بيا داهرڅه ته مشروعيت ورکول هم دځان حق ګڼي،
بل پلوته بهرني ځواکونه دټولو ناخوالو سرچينه دحکومت بې کفايتى ګڼي، لويديځې ورځپاڼې او رسنۍ موجوده حکومت پر ديرش فيصده خاوره واکمن ګڼي، دحکومت لوړ پوړى چارواکى دنشئ توکو په کاروبار کې ښکيل ګڼل کيږي،
دژبني توپيرونو جګړه اوج ته رسيدلي، او ددې جګړې دتودولو لپاره پوره هڅې رواني دي، اقليت حاکم او اکثريت محکوم دى، په ګاونډى هيوادونو کې افغان مهاجرين له سختو ستونځو او حقارت سره مخ دي، په هيواد کې دبيرته راستنيدونکو مهاجرينو لپاره عملى پلان نشته، حتى چې دولت دهغوى پلارني جايداد او ځمکه هم نشى ورکولى،
دبيا رغونى په کارونو کې هيڅ يو تلپاته او بنسټيز کارنه دى شوى، لکه دبندونو تړل، دبريښنا توليد، دزراعت پراختيا، او داسى نور،…
څه چې شوي ،هغه ټول موقتى دى، آن تر دى چې دهيواد پلازمينه دکابل ښار لا تر اوسه په پوره توګه له صحى اوبو او بريښنا نه برخمن نه دي،
ټول هغه جنګسالاران چې دخلګو عفت يې لوټ کړى؛ چې دخلګو په سرونو کې يې ميخونه ټک وهل؛ چې درقص مرده کارنامې يې انجامولې، تر هرچا دوي په دولت او پارلمان کې واکمن او ځواکمن دي،
تر دى ځايه په پورتنيو خبرو کې، عامه افکار، نړيواله ميډيا او سيميز څيړونکي ټول سره متحد دى، تقريباً دهر چا په خوله دا خبرې دي،
خو دا چې ددې ناخوالو او ناهيليو اصلى اسباب او بنسټيز لاملونه څه دي؟ په دې کې دهرچا خپل خپل نظر دى، زما خپله څيړنه او ځيرنه لاندى لاملونه په ګوته کوي:
_الف_ افغانستان ته په راتګ سره دامريکا اصلي هدف خپل فوځي حضور و، دلته يوه اداره جوړول دهغوى لپاره،يو ضمني ضرورت و، چې ديو عاجل پلان له مخى يې يوازى هغه کسان سره راټول کړل، چې په اشغال کې يې له امريکا سره مرسته کړي وه، داکسان دوه ډلي وو، يو شمير هغه جنګسالاران وو، چې بالفعله يې دامريکا په قومانده له طالبانو سره جګړه کوله او يو شمير هغه لويديځ ميشته افغانان وو،چې اکثرو يې دامريکا او نورو لويديځو هيوادونو تابعيتونه لرل، يعنى دهم هغو هيوادونو قانونى وګړي وو، او دهم هغو هيوادونو په رسمى، سياسى او تعليمى ادارو کې يي دندې لرلې، هغوى دخپلو حکومتونو په رسمى تقرري او امر راوستل شوي وو، لکه يو وزير چې خپل کوم مامور په کومه دنده وګماري، دوى نه دافغانستان داولس له مينځه راوتلى وو، او نه دعامه ولس په استازى توب را غوښتل شوي وو، دبون جعلى پروسه په عاجله توګه ورته جوړه شوه، ترڅو امريکا خپلو وفادار استازوته، دافغانستان دولس دغولوني په موخه قانونى رنګ ورکړي، په دې غونډه کې کرزي درې (٣)رايې خپلى کړې، مقابل لورى يولس(١١) رايې واخيستې، خو دامريکا په فرمايش ټول ګډون کوونکي دکرزي ټاکلوته اړکړل شول، ځکه چې کرزي له مخکى امريکا ددې کار لپاره ګمارلى وو، او دبون غونډه په اصطلاح يوه د وړو پوزه وه،
امريکا دخپلى ځواکمنې ميډيا پرمټ دى پروسې ته دقانونى رنګ ورکولو لپاره ډير زيات تبليغات وکړل، ترڅو دافغانانو زهنيت، اماده کړى، خو دتاريخي ولس، تاريخي غولونه يو لنډ مهاله فکر وو، ځکه يې واقعى او تلپاتې بڼه خپله نکړى شوه، خلګ دظاهرى مصالحو يا بى وسۍ له امله خاموش وو، خو دغه هرڅه دهغوى په زړونو او دماغونو کې ځاى نيولى وو، تر دې چې اوس يې رو رو داظهار موقع په لاس ورغله.
_ب_ امريکا افغانانوته دديموکراسى او جمهوريت پيغام په داسي حال کې ورکړ، چې له يوې خوايې هغه رسمى استازى چې په افغانانو کې يي هيڅ پښتوانه نه لرله راوستل، له بلې خوا يې دجمهورى، ععنعنوى او اسلامي ارزښتونو په وړاندى تر ټولو سخترين جنايتکاران، چې له شره يې ولس طالبانو ته پنا ور وړي وه، يو ځل بيا واک ته ورسول،
هغه څوک چې دولس عزت،عفت، مال او سر ته يې زيانونه اړولى وو، درقص مرده کارنامى يې انجام کړي وى، دژوندو انسانانو په سرونو کې يې ميخونه ټکوهلى وو، او په زرګونو حيوان صفته حرکتونه يې ولس ته ترلمر څرګنده وو، هغه يې په لوړو څوکيو ونازول ،چې دا دامريکا دشعار او عمل تر مينځ يو ستر او عملى تضاد وو او ددې کړيدلى اولس په سترګو کې خاورۍې ور شيندل و.
_ج_ دحکومت او پارلمان ميکانيزم له اولې ورځې غير طبعى او غولوونکى و، او دى،
دبيلګى په توګه دولسمشرى دلومړى ځل ټاکنو لپاره کارتونه اخيستل جبرى وو، په عمومى لارو سفر کونکى مسافر به دکارت په نه لرلو تر پوښتنې لاندى راتلل،(هغه وخت له ماسره پخپله داسي شوي)
حتى چې روغتون ته به مريض هم دانتخاباتو له کارت سره بول کيده،
او دکارت نه لرل يو ډول جرم پيژندل کيدو، چې دا په کامله توګه يوه جبرى پروسه وه،
دکانديدي لپاره ټول شرائط داشغالګرو هيوادونو په خوښه ټاکل کيدل، هيڅ داسى يو کس ته چې داشغالګرو په وړاندى يې منفى دريځ لاره، دکانديدى حق حاصل نه وو، او دانتخاباتو څارنه هم داشغالګرو له خوا کيدله، چې داټول دديموکراسى له روح سره منافى اعمال وو، ځکه خو دا پروسه جعلى او غولوونکى ګڼل کيدى شي،
بل پلوته تراوسه له حکومت سره هيڅ ډول اجرائى صلاحيت نشته، ځکه دهيڅ څه مخه نشى نيولى، امريکايان ټول عملي اقدامات پخپله کوي، چارواکي يوازى دهغوى دتائيد لپاره ناست دي،
امريکايي عسکر چې څه وغواړى، څه وخت يې وغواړي ، او دچالپاره يې وغواړى نو کومه قانونى محاسبه يې نشى کيدلى، چې دا د ولس لپاره يو نه منونکى سپکاوى دى، چې له امله يې د دولت دوسلوالو مخالفينو ليکي ورځ په ورځ مضبوطيږي اودبهرني ځواکونو په وړاندي، له خلګو سره کرکه او دانتقام تلوسه زياتيږي،
دجګړيزو سيمو واليان او ولسوالان ديرغلګرو ځواکونو په خوښه ټاکل کيږى او ګوښه کيږي ؛بل پلوته انجوګانى مستقل حثيت او ځواک لري، چې حکومت يې نشي کنترولولى؛ حکومتى چارواکى اکثر دافغانستان پر ځاى دهغو هيوادونو رضايت ته ترجيح ورکوي، چې دوى يې تابعيت لري، ځکه خو کومه پريکنده فيصله نشى کولى، بلکې چې کله له خنډونو سره مخ شي، نو دمقابلې پر ځاى استعفا وکړي او بيرته غرب ته تشريف يوسي،
له شخصى شرکتونو، نړيوالو مافياوو او انجوګانو سره دحکومتى وزيرانو، واليانو، او والسوالانو اړيکو، دهغوى شخصى ګټوته پر حکومتى ګټو لومړيتوب ورکړى، ځکه خو نظم و ضبظ راوستل ،دادارى فساد او بى امني مخنوى ناشونى کرځيدلى،
دجنګى جنايتکار او دبشر دحقوقو دتيرى کوونکو په توګه يوازى هغه چا ته ګوته نيول کيږى،چې امريکا ورسره ستونځه لري، هغه جنګى جنايتکاران چې له طالبانو وړاندى يې ټول ولس په جناياتو شاهد دى او هغه کمونستان چې دپيليګون کارنامى يې ترسره کړې، اوس دبشرى حقوقو دمدافعينو په ډله کې راڅرګند شول، ديرغلګرو هيوادونو له لوري په مصنوعى ډول دديموکراسى په نامه يوه غيره طبعى فضا جوړه شوې، چې په ولسى کچه هيڅ ملى بنسټ نه لري، مطبوعات او رسنۍ ټول هجومى بڼه لري، چې دهيواد تر مصالحو، پردي ارزښتونه پکى پاموړ ګڼل کيږى،له بده مرغه له يوې خوا په نړيواله کچه دافغانستان لپاره په پښتو اودري ژبوکومه خپلواکه ميډيانشته، يوازي داشغالګرو هيوادونو څو راديوګانې دي چې د bbc،امريکاغږ او ازادي په نامه يوطرفه خپروني لري ،بل لورته موجوده کورنۍ ميډياهم اکثره دبهرنيانو له خوا تمويليزي او داخلى هر کلى يې دصفر مساوى دى؛ په ځانګړې توګه تلويزونى شبکې چې ديوې خاصې حلقې ل خوا چلول کيږي ،دخلګو دعقايدو، افکارو، او عنعناتو سره نه يوازى سمون نه خورى، بلکې پر ضد يي روان دي؛ هغه څوک چې دبهرنيانو سره نژدى اړيکي پيدا نکړى شى، دتلويزونى چاينل لايسنس هم نشى تر لاسه کولى، ځکه خو موجوده چاينلونه په يو اقليت پورى اړه لرى، له همدى امله عامه مصالحو او اکثريتى افکاروته ارزښت نه ورکوى،
دغير طبعى ديموکراسى په دې غير طبعى او مصنوعى فضا کې، دنويو جوړشويو سياسى ګوندونو يو لوى لښکر هم تر سترګو کيږى، چې په ډله کې يې ډيرو داسي بى موره او بى پلاره خلګو ګوندونه جوړ کړي، چې دهيواد دتجزې ترکچې لوړې او له ځانه مشرى نارى وهى، اکثر يې په کابل کې دخارجي سفارتونو له خوا تمويليږى او دکابل دورځپاڼو په څير له ښارونه دباندى يې په ولس کې يې څوک نه پيژني ، او نه دولس له مينځه پکى څوک شته او نه هم دولس پښتوانه لري، بلکې يوازى دخارجي مرستو په مټ دخارجي افکارو په چوپړ کې بوخت دى، چې دا هرڅه دعامه ولس د انديښنولپاره مثبت پيغام نشي وړاندي کولى ، او نه هم ولس پردې هرڅه سترګى پټولى شى.
_د_ دا يو تاريخي حقيقت دى، چې افغانان دهيڅ يو بهرنى ځواک فوځى حضور پخپله خاوره کې نشى زغملى، دامريکا دتجاوز په اول کې هم په دى اړه دافغانانو دنظرياتو پوښتلو ته توجو نه ده شوى، بلکې له مبالغې او تبليغاتو نه کار اخستل شوى،
هر هغه افغان چې دبهرنيو ځواکونو له حضور سره مخالف وو، ددښمن په نامه اعلان شوى، او يا يې دفشار له لاري خوله ور تړل شوې ،يوازى هغه محدود خلګ بى طرفه افغانان بلل شوي، چې خارجي ځواکونه يې تائيد کړي، چې دا پخپل ذات کې ددې غير طبعى ديموکراسي په زورپرخلګو تپل دى او دعامه ولس له لورى تر اوسه څوک ددى ډول ديموکراسي منلوته تيار نه دى...
دپورتنيو بنسټيزو خاميو له امله دتيرو اوو کلونو پايله سرچپه وختله،ځکه چې دکږو خښتو ديوال کله هم نشى سيخيدلى،ترڅوچې بيرته ونه نړول شى....
باتور
10.01.2009
gareebdosta وروره سلامونه او نېکي هيلي!
ليکنه دي ټوله له حقيقت نه ډکه ده، له هر پلوه بشپړه، مکمله او هر اړخيزه ده، زموږ د خوار وطن او خوار ملت بلکل همدا حالت دی، څوک چي ورنه انکار کوي، هغوی يا خو ړانده او کاڼه دي او يا يې پردو په ډالرو شوڼډي او مخان ورغوړ کړي. .
کور دي ودان . . . . نر هغه دی چي حق وايي !
په درنښت
هیښ
10.01.2009
ړسلامونه
محترم غريب دوست صاحب !
ستاسي تشخيص اوارزونه بالکل په حقايقو ولاړه ده اودافغانستان داوسني حالت نه مو ډير ارزښتمن ،جامع او کامل تصوير وړاندې کړئ دئ .کورداباد اوبچيان دلوئ شه.
زموږ دوولس ناروغ حالت ،دردونه ،زخمونه اوعذابونه د ټول ښه په ګوته کړي دي .
يو بل حقيقت دا هم دئ چه په دمصيبت وهلي وطن کې دجوړيدو ،اباديدو،ثبات او ټولنيز عدالت دراتلو دپاره هيچا په صداقت ،اخلاص اوايماندارئ سره اقدام نه دئ کړئ ،يوازې دورانولو او وحشت دخورلو کوښښونه روان دي .دهغه چانه چه موږ دخير او ښيګنې هيلي او اميدونه لرل ،دشر او ضرر په وسايلو بدل شول ،واک اوقدرت دپرديو په لاس کې ولويد اودتصميم نيولو مرجع او مرکز دافغان وولس نه دبهرنيانو او دهغوئ درسئ په غاړه غلامانو په وسيله غصب شول .
اوس زموږد ړنګ وطن اومظلوم وولس ددې ناروغ حالت دتشخيص او تثبيت نه وروسته دعلاج او درمان دپاره تاسو او نور محترم لوستونکي او ليکونکي کومه نسخه او سپارښتنه اغيزمنه اوموثره بولئ چه دې تراژيدي ته دپائ ټکئ کيښودل شي او زموږ په وطن کې ددې لوئ ناورين ټغر ټول شي .
مننه