د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا سې هم کيږي

feroz afridi
08.01.2009

سلامونه غيورو افغانانو.
چې دا لوبي زمونږ او ستاسې په وطن کښې روانې وي نو د ننې حالات (جنګونه حان مرګي بريدونه) به په عکس العمل کښې کښي څڼګه مخې ته ه رادرومي.
په دومره ستراو لوئي افغانستان کښې دغه بد مخې ته ايله هندو په ظر راغلو چې ميړه ئې کړو.

[img:bd349be6c9]http://i181.photobucket.com/albums/x182/ferozkhan_photos/sabiraAhmadzai1.jpg[/img:bd349be6c9]

--------------------------------------

[img:bd349be6c9]http://i181.photobucket.com/albums/x182/ferozkhan_photos/Sabiraahmadzai2-2.gif[/img:bd349be6c9]


feroz afridi
08.01.2009

پاس څۀ حرفونه ونه شو ليکل..يو ځل ئې بيا ولولئ

سلامونه غيورو افغانانو.
چې دا لوبي زمونږ او ستاسې په وطن کښې روانې وي نو د ننې حالات (جنګونه او ځان مرګي بريدونه) به په د دغۀ ناوړو کارونو په عکس العمل کښې مخې ته نه رادرومي.؟؟؟

په دومره ستراو لوئي افغانستان کښې دغه بد مخې ته ايله هندو په نظر کښې ښه راغلو چې ميړه ئې کړو.


باتور
10.01.2009

افرېديه وروره ستړی مه سې، هر کله راسې !

دې ناځواني خو لا دومره وکړل چي مېړه يې کو، که دا اوسني حالات په همدې طرز روان وي نو د مېړه کولو نه پرته به زموږ خوندي او لوڼه د پردو په پالنګو شپې تېروي. .

چېري يې فېروز خانه؟ د [color=blue:d2d9973d24]سوپرسټار[/color:d2d9973d24] د نيوکي نه وروسته دي دې خوا ته راتګ کم کړی. . او که دلته چا خفه کړی وې؟

په درنښت


feroz afridi
10.01.2009

هاهاها
کنګ اف جاز خو نن صبا ني ليدلې.
خفه په خپل ځان نه يو د قوم حالات ډير رنجيده کړي يو.
په والله چې ورخ او اوبه راڅخه خطا شوې دي.


عبدالله صابر
10.01.2009

خوووو داسي هم کيږي چي هغه به درنه هيره کړي ٠

بي بي سي پښتو څخه

[color=red:601e221f04]د باميان ولايت چارواکي وايي د يوې نجلۍ ورور او مور د خپلې لورخيټه څيرلې او هغه ماشوم يې ترې را ايستلى چې د جنسي تېري له کبله يې په نس شوى و .
د روغتون چارواکو بې بې سي ته ويلي دي چې دغه نجلۍ څوارلس کلنه ده او حالت يې د اندېښنې وړ دى او که د نجلۍ د ټپونو ميکروب ونه وژل شي، کېدى شي چې ومري .

چارواکي وايي پر نجلۍ پنځه مياشتې مخکې يوه لارۍ چلوونکي په يکاولنگ ولسوالۍ کې تېرى کړى و، د باميانو والۍ وايي چې دغه کس نيول شوى دى .

د باميان ولايت والۍ حبيبې سرابي وايي د يوه ښوونځي د جوړولو په کار بوخت د يوې لارۍ موټر چلوونکي له خوا پر يوې څوارلس کلنې نجلۍ تر جنسي تېري پنځه مياشتې وروسته د نجلۍ مور او ورور د ږيرې کلولو د پاکۍ په مټ د جلۍ خيټه څيرلې او ماشوم يې ترې ويستى دى .

د باميانو د روغتون مشر ډاکټر غلام محمد نادر د پېښې جزييات داسې په ډاگه کړل: (( اته ورځې مخکې د نجلۍ مور او ورور هغه د څارويو غوجلې ته ننباسي او په زور سره يې څملوي، پرته له دې چې د بې هوشۍ درمل ورکړي د هغې خيټه يې د ږيرې کلولو په پاکۍ سره څيرلې ده .

بې رحمانه څېرنه
په ډېر بې رحمانه ډول يې څيرلې ده، کېدى شي مسانه يې سورۍ شوې وي، کومه څيرنه چې د نجلۍ د کورنۍ له خوا شوې ده ميکروبي شوې ده او حالت يې ښه نه دى که انتان کنترول نه شي او نور هم خپور شي، هغه د مرگ له خطر سره مخامخېدى شي


ډاکټر غلام محمد نادر، د روغتون مشر

د نجلۍ په وينا ماشوم په غوجله يا بل ځاى کې خښول کېږي او نجلۍ درې څلور ورځې په همدې حالت کې پاتې کېږي کله يې چې پلار خبرېږي په دې پلمه يې روغتون ته ورولي چې گنې سپي داړلې ده چې د سيمې خلک پرې خبر نه شي.))

ښاغلى نادر د نجلۍ له خولې وايي چې مور او ورور يې تر څيرلو وروسته په نا فني توگه د بړستنې په ستنې وګنډله، د باميان ولايت د روغتون مشر وايي که د جينۍ د ټپونو د ميکروبو په وژلو ونه توانېږي نو مړه به شي:

(( په ډېر بې رحمانه ډول يې څيرلې ده، کېدى شي مسانه يې سورۍ شوې وي، کومه څيرنه چې د نجلۍ د کورنۍ له خوا شوې ده ميکروبي شوې ده او حالت يې ښه نه دى که انتان کنترول نه شي او نور هم خپور شي، هغه د مرگ له خطر سره مخامخېدى شي. ))

د باميان والۍ وايي کوم سړي چې پر دغې تنکۍ جلۍ تېرى کړى دى نيول شوى دى خو پوليس هڅه کوي چې د نجلۍ ورور او مور يې هم د قانون پنجو ته وسپاري .

پر ماشومانو باندې جنسي تېرى په دې وروستيو کې پر يوه تاوده بحث بدل شوى دى .

تېره اوونۍ د افغانستان سترې محکمې د افغانستان په شمال کې د هغو درېيو تنو قاضيانو دندې وځنډولې چې د سترې محکمې په وينا يې پر يوې ماشومې جينۍ د جنسي تېري درې تنه تورن کسان بې گناه بللي او خوشي کړي وو .

تر دې مخکې ولسمشر حامد کرزي هم د دغه راز پېښو په اړه اندېښنه څرگنده کړې وه او د هېواد له محکمو يې غوښتي وو چې دغه راز کسانو ته د اعدام سزا ورکړي .

[/color:601e221f04]

بي بي سي په خپل راپورکښ دانه دي ليکلي چي دا انجلئ څنګه لارئ چلوونکي ته
په ګوتو ورغله ،ښايی دجينئ مور،پلاراولارئ چلوونکي به هيواد ته ورکړل شوي
امريکايی تحفې (ديموکراسئ ) ډاډه کړي وي چي خبره تردي ځايه وره سوي ٠
دصابره احمدزئ اودباميانوڅوارلس کلنئ انجلئ موراوپلارملامت دي چي دا ډول
خپل سريو او له پردوخلکو سره کارته خپلې لوڼه پريږدي ،په لومړي سرکښ له
بي احتياطيوکارواخلي بياخبره دي ته ورسيږي چي دکلي خلکوڅخه دشرم له 
وجي دلورخيټه په داسي ډول وڅيري چي کلئ خولاڅه چي دچاخبره بي بي سي 
ورباندي وغږيده ټوله دونياته يی قهرماني څرګنده شوه ، دا هغه داووسان خلک
دي چي دکلي قوم پرځای ټول هيواد شرموي دوی خدای وشرموي لکه چي وشرميد
ه ،ددوی دووسانوموراوپلارته بايد سزا ورکړل شي ٠
په درنښت 


ghareebdost
10.01.2009

داهندي فلمونه چې وې ډېر بد شکله هندوان به ورته ښه ښکارهشي،نکاح خوهسي هم له هندو سره نه کيږي،ځکه چې مشرک دی


هیښ
10.01.2009

سلامونه !
په دلوئ افغانستان کې ډير داسې کارونه وشول اوکيږې چه دانسان عقل ورته حيران شي ،نران نرانو ته واده شول .
دايوه شخصي مساله ده چه ددې ښځې په خپل نفس ،کورنۍ ،تربيه اوپالنه پورې اړه لري .
دااول وارنه دئ چه يوه افغانه مسلمانه(په نامه )ديوه بل دين د لرونکي سره واده کوي ،ددې نه مخ کې هم داکيسي ډيرې شوي دي چه دهغې جملي نه دنوراحمد نور پرچمي خور ديوه روسي سره واده کړئ او پرچميانو به دسوسيالستي انترناسيوناليزم مثالي جوړه بلله .
په افغانستان کې هم ټول بزرګان او ملايکې نه دي ،داهم يوه انساني ټولنه ده چه دا
ډول ناروغئ ورسره ملګري دي اووقايي او تداوئ ته ضرورت لري .
فعلاا موږ بايد دهغو جنايتونو او فسادونو دورکولو دپاره ملا راوتړوچه دموږ دملي هويت او ملي حيثيت دمحو کولو دپاره په ډير شيطاني او مکارانه او وحشيانه ډول جريان لري ،چه هغه دامريکايي تجاوزکارانو دهغوئ دافغاني کنيزانوسره بې نکاح يوڅائ کيدل او زناده چه دواده په اور کې يې زموږ ټول ملت وسوځاوه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more