نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اسلامي سايټونه؟؟؟
ميرويس اتل
03.01.2009
[size=18:4bcd1748a1][/size:4bcd1748a1]
ملګرو سلامونه مې ومنئ،
زه د اسلامي وېبپاڼو په لټه کې يم.
تازه مې په ټولافغانلورم کې ځان ثبت کړ.
خپله په ټول افغان کې د اسلامي معلوماتو برخه خدايزده ډېره کمزورې ده.
خو په فورم کې بيا د ځينو وروڼو له برکته ښه ده.
زه له څه مودې راهيسې يو دوه وېبپاڼې ګورم چې ماته خو ښې ښکارېږي.
يوه مساله ده. هغه دا چې سړی د ديني مسالو په اخيستلو او منلو کې پر هرې سرچينې باور نه شي کولای.
که تاسې لطف وکړئ څو ټاپ او صحيحې اسلامي وېبپاڼې راته وښاياست. خو چې په پښتو او دري ژبو وي.
او دا هم راسره شريک کړئ چې لاندې وېبپاڼې د اسلامي معلوماتو په اخيستنه کې باوري دي او که نه:
اصلاح انلاين www.eslahonline.net
نفيس خپرندويه ټولنه: http://nafees.benawa.com/
او د اسلام۱۱۴ سايټ
ستاسې له همکارۍ او نظر څخه مخکې له مخکې مننه.
څو ويب پاڼي
زبير ساپى
05.01.2009
وروره ته دا وکوره!
www.mashaal.net
www.alfajronline.com
www.rayaann.com
عادل عادل
08.01.2009
د اصلاح انلاین محتویات )لیکنې( ټول ګټور او اسلامي دي.
خو دا لاندې ملاحظې لرم :
1( د اصلاح انلاین سرلیک دې په پښتو واړول شي د )جمعیت( ټکئ دې ترې حزف شي.
2( قیادت یې هم باید چې د پښتون ټیم په لاس کې شي.
3( د ډیزاین بڼه دې یې د ټول افغان او بینوا په څیر غیر ایراني او فارسي شي.
4( د سایټونو د فهرست څخه دې د ټلوالې، ستمي مسلمان ډوله فاشیستانو او وطن پلورونکو د سایټونو لینکونه پاک شي.
زه یې دلایل لرم خو تاسو یې اول وړاندې کړی!
میوند ننګیال
08.01.2009
ګرانه سلامونه !
مننه مهم ټکي مو په نخښه کړي
shokoor
08.01.2009
ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:7bba3f7af4="عادل عادل"]د اصلاح انلاین محتویات )لیکنې( ټول ګټور او اسلامي دي.
خو دا لاندې ملاحظې لرم :
1( د اصلاح انلاین سرلیک دې په پښتو واړول شي د )جمعیت( ټکئ دې ترې حزف شي.
2( قیادت یې هم باید چې د پښتون ټیم په لاس کې شي.
3( د ډیزاین بڼه دې یې د ټول افغان او بینوا په څیر غیر ایراني او فارسي شي.
4( د سایټونو د فهرست څخه دې د ټلوالې، ستمي مسلمان ډوله فاشیستانو او وطن پلورونکو د سایټونو لینکونه پاک شي.
زه یې دلایل لرم خو تاسو یې اول وړاندې کړی![/quote:7bba3f7af4]
کله چې د اصلاح آن لاین محتوا ګټوره او اسلامی ده، موضوع حل شوه. نو اسلام خو دا وړاندې شوي قومی او ژبني تعصب نه مني
والسلام
ميرويس اتل
08.01.2009
[size=18:f7bf2db3af][/size:f7bf2db3af]سلامونه ملګرو يو ځل بيا،
ما د ريان، الفجر انلاين، او مشال وېب پاڼې هم وکتلې. خدای دې چلوونکو ته اجر ورکړي.
خو د اصلاح انلاين پاڼه هم په دوامداره توګه ګورم چې تر نورو ټولو سايټونو زياته تازه کېږي او مطالب يې متنوع وو.
د عادل خبره زما له پوښتنې سره تړاو نه لري او ښايي په حقيقت کې رښتيا هم نه وي.
مقصد ما په ياد شوي سايټ کې غير اسلامي شيان ونه ليدل، ايرانی شيعي شيان هم پکې نشته.
برعکس، د شيعه ګانو په مخالفت کې بهترينې ليکنې لري.
زما پوښتنه دا وه چې دا سايټونه خو به له اسلامي نظره باوري وي، چې ګمراه کوونکي مواد ونه لري.
هسې خو نه ده پکار چې هر څه ته سړی د شک او بد ګمانۍ په سترګه وګوري او په هر څه کې خبرې راوباسي.
خو لا هم ماته چا د نورو ښو سايتونو لينکونه را نه کړل چې پوره تنده مو پرې ماته شي.
په درناوي
ميرويس