نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتو اسلامي وېبپاڼې چېرته دي؟
ميرويس اتل
03.01.2009
[size=18:bf73e4c598][/size:bf73e4c598]
ملګرو سلامونه مې ومنئ،
زه د اسلامي وېبپاڼو په لټه کې يم.
تازه مې په ټولافغانلورم کې ځان ثبت کړ.
خپله په ټول افغان کې د اسلامي معلوماتو برخه خدايزده ډېره کمزورې ده.
خو په فورم کې بيا د ځينو وروڼو له برکته ښه ده.
زه له څه مودې راهيسې يو دوه وېبپاڼې ګورم چې ماته خو ښې ښکارېږي.
يوه مساله ده. هغه دا چې سړی د ديني مسالو په اخيستلو او منلو کې پر هرې سرچينې باور نه شي کولای.
که تاسې لطف وکړئ څو ټاپ او صحيحې اسلامي وېبپاڼې راته وښاياست. خو چې په پښتو او دري ژبو وي.
او دا هم راسره شريک کړئ چې لاندې وېبپاڼې د اسلامي معلوماتو په اخيستنه کې باوري دي او که نه:
اصلاح انلاين www.eslahonline.net
نفيس خپرندويه ټولنه: http://nafees.benawa.com/
او د اسلام۱۱۴ سايټ
ستاسې له همکارۍ او نظر څخه مخکې له مخکې مننه.