نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اسرائيل خپلې بدمعاشئ ته دوام ورکوي
عبدالله صابر
03.01.2009
امريکا داسرائيلومورده ، پرغزه داسرائيلوبريدونوته دامريکابشپړملاتړحاصل دی ، په دي کښ شک نشته چي که امريکاوغواړي په مظلوموفلسطينيانوداسرائيلو
بريدونه په يوه دقيقه تش په اشارې سره دره ولئ شي خوچي نه يی دره وي نوښکاره
ده چي امريکا اواسرائيلوپه شريکه پرغزې بريد کړئ ترڅوچي دامريکا امپراتوري
له منځه نه وي تللي اسرائيل به هميشه په منځني ختيځ کښ خپلې ظالمي بد معاشئ
ته دوام ورکوي ،ددي لپاره چي دامريکا امپراتورئ له منځه لاړه شي بايد مسلمانا
ن هرډول وس يی چي کيږي دامريکاپه ضد په کار واچوي که نوره وس يی نه وي نو
اتلومجاهدينوته دوعاګانې وکړي چي دامريکايانوپه لور وار شوي مرمئ يی ځمکې ته ومه غورځوي دامريکايانواودهغوګوډګيانوپه سينويی وربرابرې کړي
چي په دي وسيله به مودخپلومظلومووروڼوغچ په يو نه يوډول اخستئ وي ٠
http://larawbar.net/detail.php?id=8001&date=2009-01-03
والسلام
Helmand.M
04.01.2009
Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
2009-01-04
القاعده که اسلام پاله ډله ده نو ولي په اسرایلو برید نه کوي
د نړۍ یو شمیر ملکونو د القاعدې ډله په دې تورنه کړي چی د اسلام لپاره نه بلکه د ځان د شخصي گټو لپاره کار کوي . د نړۍ د یو شمیر اسلامي هیوادونو وگړو په القاعدې ډلي غږ کړی چې که ریښتیا هم د اسلام لپاره کار کوي نو باید ژر تر ژره پر فلسطنیانو د اسرایلو لاس لنډ کړي او د عمل ډگر ته ور ودانگي . د اسرایلو حملې د شپږمي ورځي لپاره لا هم رواني دي . په دغو بریدونو کې شاوخوا 475 فلسطنیان وژل شوی او نږدی دوه زره نور ژوبل دي. د ملگرو ملتونو سرمنشی بانکی مون نن د یکشنبې پر سهار پر اسرایلی دولت غږ کړی چې پر غزې روان پوځي کمپاین ژر تر ژره ودروي.
غورځنګ ghorzang
04.01.2009
صابره وروره!
ستا دوعا ته د امين لاسونه لپه کوم او بيا هم امين ورته وايم
خو دا خبره درسره نه منم چې امريکا د اسراييلو مور ده، زما په اند اسراييل د امريکا مور ده.
ډاکتر څپاند
08.01.2009
کمونستان ښه دي که اخوانيان
نن د وينزويلا (کمونست)حکومت د اسرايل سفير او څو نور لوړ رتبه مامورينو ته د وينزويلا څخه سمدستي د وتلو امر کړی.
د وينزويلا د بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې دا ګام يې د فلسطينيا سره د خواحوږۍ له امله پورته کړی.
د بي بي سي د يو راپور له مخې د وينزويلا ولسمشر هوګو شاويز په پلازمينه کراکاز کې د کوچنيانو د يو روغتون څخه د ليدنې په مهال خبريالانو ته وويل. ))اسرايلي ځواکونه د خپلو خلکود دفاع په پلمه بې ګناه خلک وژني. زه په نړيوالو او اسرايليانو غږ کوم چې د اسرايلي حکومت د دې ليونتوب مخه ونيسي .((
که څه هم د نړۍ ډيرو هيوادونو په غزه د اسرايلو بريدونو غندلي خو وينزويلا د نړۍ لومړی هيواد دی چې دغسې يو سخت ديپلوماتيک ګام پورته کوي. دا په داسې حال کې ده چې عرب هيوادونو لا تراوسه د ايران د يو پوځي چارواکي پر هغه غوښتنه غوږ نه دی ګرولی چې ويلي يې وو پراسرايلو اود امريکاپه ګډون نورو دوستانو دې تيل بند کړي تر څو د پخوا په شان د ستونزو سره مخ شي.
په ۱۹۷۳ کې د اسرايلو او عربو د جګړې پر مهال عربو د اسرايلو په دوستانو تيل بند کړي وو چې بې شميره ستونزې يې راپورته کړي وي.
!
Sangar Watan
09.01.2009
دويزويلا کمونست رهبر ايګو چاويز داسرايلو دوحشت ذغم ونشو کړلی
مګر دسعودي،مصر،اردن،عمارات،پاکستان،مليزيا،اندونيزيا او نور اونور
تش په نامه اسلامی هيوادونه او دهغو خاين اويهودو اوامريکی او
انګليس غلامانو حکمتونو هيڅ هم ونکړه!
روسته لدی هر هغه شخص چه دسعودی،پاکستات يا نورو مرتجعو او خاينو
دولتونو ننګه او دفاع وکړی اوهغو ته د اسلامي دولت لقب ورکړی
او پدی توګه تلاش وکړی چه نور مسلمانان تیرباسي،نو داسی يو شخص به
دپردې تر شاه ديهودو زر خريد نوکر وي اوبس ٠واقعا چه داخوانيت نه کمونست باشرفه وخوت،ا ايګوچاويز دا اثبات ته ورسوله٠
عبدالله صابر
09.01.2009
متل دی چي
دوريه (لري ) ډول غږ ښه ځي
اوس اسرائيلي باداران په افغانستان کښ کومي نخرې دي چي نه يی کوي پاتي غزه
شوه چي افغانان ورته تلل غواړي ،په دي کښ شک نشته چي مسلمانان ديوبدن
مثال لري که په بدن کښ کوم غړئ ناارامه وي ټول بدن ورسره ناارامه وي ،پر
غزې داسرائيلووحشت هرمسلمان ځوره وي خومونږافغانان داسرائيلوبادارانوله
خواتردي زيات وحشتونه ګالوپکارده چي لومړئ دځان غم وکړوبيافلسطين ته
لاړشو،غزې ته تګ ډيرمشکل اوښايی ناممکن وي خوافغانستان کښ هره ورځ
غزه جوړه ده ،يابل ډول فلسطين پخپله افغانستان ته راغلئ ستاسوورتګ ته
اړتيا نشته همدغه امريکايان اسرائيل دي دوی وولئ ستاسومرمئ سيده اسرا
ئيلوته رسي ،اوبل افغانستان کښ په امريکايی فوځونوکښ يهودانوکمئ هم نشته
دلته چي ډيرظالم عسکردي هغه يهوديااسرائيل دي ،دوی ښکاره ځان اسرائيل
معرفي کوي کله کله په خپلوموټرواسرائيلي بدمعاشان ليکي ،ويل کيږي چي
په صبريووالسولئ کښ يوځل په دوه امريکايی فوځي موټروپښتوکښ ليکلي وو
چي اسرايلي بدمعاشان خوچي څوسوه متره وړاندي تيرشول له نيکه مرغه يوپه
يوپه ماينونووالوزول شول ٠
اوس که څوک غواړي له اسرائيلودفلسطنيانوغچ واخلي نوداامريکايان عين
اسرائيل دي ددوی په خلاف هرڅه موچي په وس پوره وي بايد ويی کړئ که نور
څه موپه وس نه وي نودهغه ګوډاګي (کرزي ) حکومت هيڅ ډول مرسته مه کوئ ،
ځکه دا حکومت يواځي امريکايی ګټوته کارکوي اوهغوته ژمن دی ٠
له تاند څخه
[color=red:298d9d1e2a]داسرايبلوپرضددجنګېدولپاره لس زره افغانان رضارشوي
پنجشنبه, 08.01.2009, 07:21pm (GMT+4)
تاند - په کابل کې نن ترزرو زیاتوخلکوپه غزې کې دفلسطینیانوپه ننګه له اسراييلوسره دجنګېدو لپاره نومونه ثبت کړل .
د رویټرز خبري اژانس دراپورله مخې دغوکسانوویل چې دامریکا متحدایالتونه دمسلمانانو دځپلولپاره له اسراییلو سره لاس یو کړی دی .
دا کسان دنوم لیکنې لپاره په کابل کې دمیلاد النبي جومات د کتابتون مخته راټول شوي ول .دا ډول هوايي نوم لیکنې په ځینو نورواسلامي هیوادونو کې هم شوې دي .
پرمیلاد النبي جومات لوی شعارونه ځړول شوي او پرې لیکل شوي چې مرګ پر اسراييل او مړه دې وي امریکا .
د میلاد النبي دجومات امام حبیب الله اسام چې خلکو ته دنوم ثبتونې بلنه ورکوي ، وویل : ((چې ترزرو زیاتو زړه ورو افغانانو غزې ته د تګ لپاره نومونه لیکلي دي .))
د جومات امام زیاته کړه : په زرګونو افغان ډاکترانو،ښوونکواونوروخلکوپه خپله خوښه دفلسطینیانولپاره وینه ورکړې .
هغه وویل په غزه کې داسراييلو غیرانساني او وحشیانه اعمال دامریکا په مرسته ترسره کېږي .
اسام ادعا وکړه چې په ټول افغانستان کې تراوسه پوري ټولټال لس زرو تنو نومونه ثبت کړي چې غزې ته لاړ شي اود فلسطینیانوپه ننګه له اسراییلوسره په جهاد کې برخه واخلي .
رویټرزخبري اژانس وايي په جومات کې یوه افغان وویل چې ده ته په ۱۹۹۰ یمه لسیزه کې لشکرطیبه ډلې په خپل پوځي کمپ کې روزنه ورکړه او وروسته په چچنیا کې د روسانوپرضد وجنګېده .هغه وویل دې تجربې ته په پام سره کولی شم په غزه کې هم وجنګېږم .
د اسراییلو له لوري د غزې د تېرو دیارلس ورځو په حملو کې اته نیم سوه فلسطینیان وژل شوي اوپه سلګونو نور ټپیان دي .[/color:298d9d1e2a]
ghareebdost
10.01.2009
څپانده! اشنا دخلګوپه سترګوکې ،به خاوري نه اچوو٠
دحماس اوجهاد اسلامي سرچينه له اخوانيانو اخستل شوې،
لږتاريخ مطالعه کړه! په پټو سترګو کفار ترمسلمانانو بهترګڼل اخير کوم،منطق دي؟
په نړۍ کې اخوانيان کوم حکومت نلري،
د وينزيلامشر دروس په ملاتړاصلي تربيګني له امريکاسره لري،اواسرائل هرڅه له امريکا سره دمشترک پلان له مخي ترسره کوي،
اصلي ملعون ،غلام اوبې غيرته خلګ هغه څوک دي،چې دامريکا تجاوزته جواز ورکوي
او دامريکا پرضدجنګيدونکي په بد نامه يادوي،که هغه په افغانستان کې وي،که بل ځای،
ډاکتر څپاند
10.01.2009
[quote:4f62a7a91c]څپانده! اشنا دخلګوپه سترګوکې ،به خاوري نه اچوو٠
دحماس اوجهاد اسلامي سرچينه له اخوانيانو اخستل شوې،
لږتاريخ مطالعه کړه! په پټو سترګو کفار ترمسلمانانو بهترګڼل اخير کوم،منطق دي؟
په نړۍ کې اخوانيان کوم حکومت نلري،
د وينزيلامشر دروس په ملاتړاصلي تربيګني له امريکاسره لري،اواسرائل هرڅه له امريکا سره دمشترک پلان له مخي ترسره کوي،
اصلي ملعون ،غلام اوبې غيرته خلګ هغه څوک دي،چې دامريکا تجاوزته جواز ورکوي
او دامريکا پرضدجنګيدونکي په بد نامه يادوي،که هغه په افغانستان کې وي،که بل ځای،
[/quote:4f62a7a91c]
زه چه ګورم نو اخونی قوتونه،اکثرا دامريکی او انګليس دګټو ښکار شوی دی٠
همدااوس په افغانستان کی،دحکمتياره بغير،نور ټول په اسطلاح جهادی او
اخوني قوتونه دامريکی او غرب د ګټو د تامين،ديوی وسيلی په حيث کارول
شوی اوکيږی٠
دی کی شک نشته چه حماس دمصر داخوانالمسلمين دګوند يو ه شاخه ده(دتاريخ
مطالعی ته اړه نشته،داځکه چه هرروځ په مطبوعاتو،راډیو او ټلويزون کی پدي
هکله بحثونه روان دی)،مګر که تاسو لک څه ځان ته زحمت ورکړی دتیرو ٤٠
کالو حوادث راوسپړی،هله به درته پته شی اخوانيان تل دامريکی داهدافو د
تطبيق لپاره استعمال شوی دی٠
دشوروی دکمونستی رژيم تر سقوط وروسته(چه په هغی کی اخوانيانو دتوجه وړ
انډه درلوده)ځينی اسلامی جنبشونه پدی پوه شوی دي چه دوی په تير وخت کی
دغرب لخوا په اګاهانه يا نا اګاهانه ډول استعمال شوی دی٠
مګر پدی بايد سترګی پټی نکړر چه ايګو چاويز دا انساندوستانه عمل پداسی
حال کی کړی چه روس اوچين پټ يا ښکاره داسرايلو ملاتړ کوی٠
چاویز که کافر دی خو دهر ډول مجبوريته بغير دامريکی،انګليس،يهود او نورو
شيطاني قوتونو ددښمنۍ خطر په غاړه اخلی او اسرايلی ديپلوماتان له خپل
هيواد نه شړي،مګر په اسطلاح اسلامي هيوادو کی داسی يو دسړی زوی نه
پيداکيږی چه وهغه ته مشابه عمل وکړی؟
زه پوه نه شوم چه زه دخلکو په سترګوکی خاوری اچوم او دامريکی دملعونانو او
غلامانو ننګه کوم او يا دا چه دا کار هغه خلکو کړی اوکوی ئی چه ځانته
داسلام مبارز اومجاهد وائی مګر بيا د کرزی،سعودی،زرداری اونوروخاينو
او غرب نوکرو رژيمونو نه، د ا سلام ترنامه لاندی ننګه کوی؟
ghareebdost
11.01.2009
اشنا؛ زما مطلب داخوانيانو ننګه نه ده،زما مطلب دادي چې موږ بايد دمسلمان اونا مسلمان ترمينځ په تشبيه کې له احتياط نه کار واخلو،له دې يوې خبرې پرته دي ،ټولي تائيدوم،
داسرائلي اوامريکايي ننګه يا يې په واړندي خاموشي يوډول جرم دي،داخواني پرځاي به دي دسياف،رباني وغيره نومونه يادکړي وای،
میوند ننګیال
11.01.2009
غريب دوست او صافي صيب سلامونه !
ګرانه صافي صيب كه رباني سياف او نورو ته اخوانيان وايي دا نده صحيح ځكه دوي د اخوانيت په نو م هغه كارونه وكړل چه د اخوانيانو نوم يي په شرمونو وشرمولو دوي د اخوانيانو په نوم دامريكا لپاه كار وکړګوره ښه اوبد په هر ځايي كي شته خو داس خراب او منافقين به ددنيا په مخ نه وي پيدا شوي اونه به پيدا شي نالت په لاسپوڅو ديوه په مصركي دسبق په دوران كي څه وكړل او دي بل بي غيرته دعربو نه دخلكو زړه تور كړد دري څلورو او يا پنځه وو كسانو لپاره مونږ اخوانيان نشو بد نامولي
عبدالله صابر
12.01.2009
مسلمان کمپيوټري اتلانود اسرائيلوموساد، امريکي فوج اوناټوپه ويب سايټونو
حملي کړي او ددوی په ويب سايټونويی ورته ليکلي چي ،
جګړه بنده کړئ ، تاسوامريکا ،اسرائيل لعنتي قومونه ياست ، يوورځ به مسلمان تا
سوله دي نړئ ورک کړي ،دناټوويب سائټ بيازرسم کړل شوخودامريکي فوج يو ويب سائټ بيا دجمعې ترسحره بند وو٠
http://www.ummatpublication.com/2009/01/12/lead5.html
ډاکتر څپاند
15.01.2009
دفلسطيني شهيدانو شمير تر 1000 او دځخميانوشميره تر 5000 اوښتی ده :!:
مګر څرنګه چه پخونيو تجربو ښودلی،دمړو او ځخميانوواقعی شمير ه کيدی
شي چه څو چنده وي٠
سره ددی چه داسرايلو وسله امريکائی ده،مګر دا ټول وسايل تيلو ته ضرورت
لري،ځکه چه دتيلو بغير نه F16 الوتکی پرواز کولای شي او نه هم ټانکونه
حرکت٠
نو زه حيران يم چه اسرايلو يا امريکی او انګريز ته دا تيل څوک ورکوی؟ :?:
میوند ننګیال
15.01.2009
څپاند صيب سلامونه !
څوك يي وركوي دا خو ټولو ته معلومه ده شته بي ناموسه بي غيرته ..................... نور نو څه نه وايم
عبدالله صابر
19.01.2009
اسرائيلوخو اوربند ومانه خواصلي پوښتنه داده چي برئ دچا په برخه شو، داسرائيلو
اوکه دحماس ؟
له واقعيت به لري نه وي که ووايوچي دواړه کامياب شول هغه په دي ډول چي
حماس په دي کښ کامياب شوچي داسرائيلوهغه پلان شنډ کړي دکوم له مخي
چي اسرائيلودحماس بيخي له منځه تلل غوښتل ٠
اوداسرائيلوکاميابي بياداده چي ترشپږوزروزيات فلسطنيانوته مرګ ژوبله واړه
وله اونژدي دوه مليارده ډالريی عرب تاواني کړل چي يومليارد ډالرتاوان يی
يواځي سعودي عربستان ته وره سوه ( سعودي عربستان به دغزې بيارغوني لپاره يو
مليارد ډالرمرسته ورکوي )
څه موده وروسته به اسرائيل بياهمدا ډول يوناتارجوړکړي دوه مليارده به څلورکړي
عرب به غزه اباده وي خواسرائيل به يی ړنګوي ددي نتيجه به داشي چي عرب به په
اقتصادي لحاظ کمزوري کړي اوداسرائيلومقابلې توان به له لاسه ورکړي ٠
عياش فحاش عربي شيخان ايله بيله دي ته تکړه دي چي فلسطنيانوسره داسي
مرستي وکړي چي که څه هم فلسطنيانوته څه نه څه فايده کوي خواسرائيلوته يی تاوان هم نه رسيږي ،
پکارخودا وه چي عربواوس په دومره پيسوډيرې پرمختللي وسلې جوړي کړي وئ
اوخپل فوځ دفاعي حالت يی دومره پياوړئ کړئ وئ چي دچامرستې ته اړنه وئ
که عربولږڅه پام دي هم کړئ وی چي څنګه کولای شي دخپل هيواد دفاع وکړي نو نن
به يی دصدام حسين په مقابل کښ امريکا ته اړتيا نه وه اوپه خپلومټوبه يی دصدام
مقابله کولای شوئ ،خوداچي ددوی عياشئ له لاسه عرب اوس يواځي دداخلي دفاع
وړتيااوبهرني يرغل مقابله نشي کولائ ځکه خوامريکااو اسرائيل ورباندي ملنډي
وهي اوددوی له لاسه ټول مسلمانان دامريکايی ظلمونوقرباني کيږي ،
ټول عرب نه خواوسني واکمن عربان ټول دامريکا قومندي لاندي دي مسلمانانوسره
هيڅ ډول مرسته نه شي کولائ ،ښايی دوی دروسانوپه مقابل کښ دمجاهدينوسره
مرستي هم يواځي دامريکي خوښئ لپاره وي ځکه روسان دامريکايان دوښمنان وو٠
دهند فوځي وړتياښايی له پاکستان څوچنده زياته وي خوبياپاکستان دومره په
خپلې دفاع اوفوځ کارکړئ چي دهند په مقابل کښ دچامرستې ته اړ نه دی خوعربي
شيخانويواځي بيادومره هم نه دي کړي چي په خپلوهيوادونود عراق اويا ايران
تيري ته ځواب ووايی اوددي لپاره دوی اړدي امريکاراولي اودڅوکيدارئ لپاره
يی په خپلوهيوادوکښ په دروند قيمت وساتي ٠
Sangar Watan
19.01.2009
ښاغلی صابر،
متاسفانه،ستاسو ليکنه په مستقيم اويا غير مستقيم ډول د پاکستان ،سعودي،
عماراتو او په سيمه کی د امريکی دنورو مزدورو رژيمونو په دفاع کی ليکل
شوی ده٠
فلسطينيان او نور مسلمانان د ددی خاينو شيخانو نه دنظامي مرستې توقع نلری
مګر دی بيشرمه دولتمندانو حتی د کمونست هوګو چاويز په اندازه هم غيرت
ونکړ٠دغه راز، فاصدو عربي دولتونو دفلسطينيانو خلاف،داسريلو سره مرستې
جاري وساتلې٠
شهيد صدام حسين رحمته الله عليۀ يواځيني عربی رهبر وو چه د اسرايلو،
امريکی او انګليس په مقابل کی په ميړانه ولاړ وو او پدی لاره کی ئی ستر
افتخار يعنی شهادت درجه تر لاسه کړه٠
د صدام حسين په مقابل کی د مرتجعو عربي حکومتونو پلوی کول،داسريلو
او د اسلام دنورو دښمنانو طرفداري ده٠
خاينو عربي دولتونو که په هره بهانه امريکائی نظاميان په خپلو هيوادوکی
ميشته کړي،خو نن ورځ دبصيرت لرونکی نړيوال پدی پوره پوهيږی چه دا
قوتونه د نفتو دمطلق کنترول او دمزدورو ژيمونو دبقا په خاطر ميشته دي٠
دا هم دويزويلا د"کمونست" رهبر بل نظر
[quote:4722e82aae] [color=cyan:4722e82aae]اوباما فرق چندانی با بوش ندارد[/color:4722e82aae]
احساسات ضد آمریکایی در ونزوئلا بالا است
هوگو چاوز، رئیس جمهوری ونزوئلا در اولین حمله لفظی خود به رئیس جمهوری منتخب آمریکا گفت که از باراک اوباما انتظار چندانی ندارد.
هوگو چاوز که از منتقدان سرسخت جورج بوش، رئیس جمهوری فعلی به شمار می رود، بارها به شدت از سیاست های آقای بوش انتقاد کرده است.
آقای چاوز گفته است باراک اوباما فرق چندانی با جورج بوش ندارد و از رئیس جمهوری منتخب آمریکا به علت مداخله در امور داخلی ونزوئلا انتقاد کرده است.
رئیس جمهوری ونزوئلا پیش از این ابراز امیدواری کرده بود که روابط میان دو کشور با روی کار آمدن دولت جدید در آمریکا بهبود یابد اما آقای اوباما، هوگو چاوز را مانعی بر سر راه پیشرفت در آمریکای لاتین خوانده که این واکنش رئیس جمهوری ونزوئلا را به دنبال داشته است.
آقای چاوز همچنین باراک اوباما را به دخالت در همه پرسی برای تمدید دوره ریاست جمهوری اش متهم کرده است.
روابط آمریکا و ونزوئلا در دوران زمامداری جورح بوش با تنش همراه بود. احساسات ضد آمریکایی در ونزوئلا بالاست و هوگو چاوز معمولا در جمع هوادارانش به آمریکا و سیاست های آن حمله می کند. [/quote:4722e82aae]
عبدالله صابر
20.01.2009
ښاغلئ sangar watan تاسوزماله ليکنې غلطه معنی اخستي ٠
مادعربي عياشودولتونوهغه دليل ته ځواب وايه چي امريکايی دد ځان څخه دفاع لپاره راوستي ، اوکه له امريکايی مرسته نه وی غوښتي نوعراق به ژوندي له مرئ
تيرکړي وئ ،خوزما انتقاد داووچي دوی ولي لومړئ دځان دفاع لپاره ډيرڅه نه کول
سره ددي چي دوی ډيري پيسي لري خوله بده مرغه زياتره يی دمسلمانانوپه تاوان
کاره ول شوي ،اوپاکستان مي دمثال په توکه راوړئ ووچي دهند سره يی داحتمالي
جګړې په مقابل کښ دځان دفاع پوره تياري لري خوعربي دولتونه دبهرني يرغل توان نه لري اوددي لپاره اړدي چي امريکاځان سره په څنګ کښ وساتي ،که دوی په
خپله ځانونه په پرمختللووسلو ،ټکنالوجي اومجهزفوځ سمبال کړي وی نونن به يی
امريکاته اړتيانه وئ ٠
دوی په خپلوپيسويواځي دومره کوي چي وخوري وڅښي او ډر وهي ٠
دلته دصدام حسين شخصيت يوه بيله موضوع ده ،داچي هغه څنګه وويوبيل بحث دی ،ماته دصدام حسين داکارخوښ ووچي دعراق فوځي وړتياتردي حده
رسولي وه چي دګاونډي تيري مقابله يی کولای شوی خودامريکاپه لومه کښ
کيښوت اوپه کويټ يی يرغل ته وهڅوه چي نتيجه په نړئ دامريکابالادستي شوه ،نورنوصدام حسين واقعاچي يوقوي عربي رهبرووخوله بده مرغه دچاخبره
چي چاوکړل وی پخپله ٠