نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
War
ع کريم حليمي
15.01.2004
سلام ښاغلو لوستونکو
څه فکرکوی چې3 جهانی جنګ شروع دی د بوش او بن ﻻدن د ﻻسه؟
حليمي
Re: War
Ghairat
16.01.2004
[quote:1016dbfc9e="abdul karim"]سلام ښاغلو لوستنکو
څه فکرکوی چې3 جهانی جنګ شروع دی د بوش او بن ﻻدن د ﻻسه؟
حليمي[/quote:1016dbfc9e]
حليمي صيب ، حليمي صيب ، دا څه واياست ، خو اول ښې چارې ، نيکې هيلې او د زړه له کومې سلامونه مې ومنئ او بيا به دومره عرض کړم جهاني جنګ خو څکی څکی چې صليبي هم ورته نشو ويلی ، د کوم چې بوش بيځايه يادونه کړې وه . په ګرده اسلامي نړۍ کې يو بي سياسته سياسي مشر د بن لادن سره واقعأ کلک وﻻړ او
يو بل ته د لوڼو په ورکولو سره کلک نښتی ؤ ، چې هغه دده هم زوم او هم خسر ملا عمر ؤ . البته دوه سوه کاله مخکې يو مسيحي استرولوګ يا نجومي نوستره داموس دا وړاند وينه کړې وه چې د زهري توکو او د چينجيو جنګونه به ، چې اوس په کيمياوي او بيولوژيکي وسلې ژباړل کيدای شي ، د دوه زرم کال کې پيل او اسلامي مناصر به د اروپا په زړه کې پر سړکونو لمونځ ادا کړي . د هغې يو څه نښې داسې وليدل شوې چې د جاپان په ځمکتل ريلونو په تمځايونو کې جاپاني ترورستانو زهروي ګاز ونه وکارول، په ارو پا کې هم يو ځای بل ځای يو نيم پستي پاکټونه د چاوديدونکو موادو سره نيول کيږي ، د برلين د ښار پر سړکونو دوه اله وړاندې مسلمانانو د ١١ د سپتمبر د ترهګري بريد د غندلو د ﻻريون پر ترڅ کې پر واټونو بانې ٢ رکعته لمونځ هم ادا کړ . خو جهاني جنګ د د نړۍ د قدرتمنو دولتونو او هيوادونو تر منځ وي چې د وار سا د تړون يا شوروي او ناتو د تړون يا امريکا تر منځ پېښيدای شو . د اسلامي دولتونو په مشر تا بو کې نه دا چمتو والی او نه دا ځواک شته چې د خپلو مور مړيزو لويديزوال قدرتونو سره پنج پنج وکړي . اسلامي دولتونو د اسلام د اوج او موج پ دوره کې هم تيروتنه کړې وه چې صليبي جنګونه يې راوپارول او د ماتې او د لويديځ د ولکې سره مخامخ او په تاريخو پايله
کې يې ښکېل شول ، او بيايې هيڅ سر پورته نشو کړای . که د ا يمان سره په تخنيک ، توليد او ديموکراسۍ کې تر لويديځ د مخه نشي ، اسلامي ختيز تر هغې پورې د بې دينه لويديز سره مقابله څه چې داړچينګئ هم نشي کوﻻی ، لطيفه ده چې يوکوچنی او ناارامه مرغه چتکی چې د شپې په خپله ځاله کې سملي ، نو په دې فکر پښي اسمان ته نيسی او ويده کيږي ، چې که چيرې دا اسمان را ولويږي، نوزه به يې په هوا کې پښو ټينګ ونيسم او نړۍ به له مرګه څخه وژغورم . نو صرف يو الله ته هيح مشکل نشته ، او بس ! والسلام .
طالب خان
17.01.2004
دروند او محترم مشر ورور غيرت صاحب نيكي هيلي او سلامونه مي ومنه!
خداي پاك دي روغ رمت او پخپلو ټولو روا چارو كي بريالي لره.
ورورجانه تركومه پوري چي دسياسي يا اّيديولوژيكو بحثونو او مباحثو او ياهم مناقشاتو خبره ده نو ورور جانه كه دي چيري دمنطق او جدل درسونه لوستي وي او يا دي هم پدي اړه مطالعه كړي وي نو بي له شكه چي له دي حقيقت نه به ښه خبرياست چي خپل يوه مخالف ته قناعت وركول خورا لوي طرف او منطقي برخورد ته اړتيالري.كه تاسي ظرفيت او دمخالف دخبرو دزغملو توان ونلرۍ نو نشۍ كولاي چي هغه دخپل نظر او رايي منلو ته راجلب كاندۍ.او همداراز كه تاسي دخپلو ادعاوو په اړه كافي دلايل او محكم استدلال وړاندي نكړاي شۍ نو خپل مخالف به هيڅكله هم ستاسي دنقطهء نظر منلو ته چمتو نكړاي شي.
همداراز متقابل احترام هم دجدل او مباحثي يا مناظري له اصولو نه گڼل كيږي.
دساري په ډول زما له يوه امريكايي سره مباحثه شوه .هغه دخالصو صليبي افكارو څښتن او دبوش له سختو طرفدارانو نه دي.دهغه په مغزو كي داسلام دښمنۍ انجينكشنونه القاء كړل شويدي.زه غواړم چي هغه دي ته وهڅوم چي دبوش ملاتړپريږدي او دشيخ اسامه بن محمد بن لادن تگلاره ومني .هغه له امريكايي ميډيا نه اغيزه اخستي ده خو زه داچانس وينم چي كه زه يوڅه منطقي او مستدلل ورسره لاړشم نو امكان شته چي هغه دي زما له خبرو سره موافقه وكاندي.
خو زه جدي بڼه نيسم او بوش ته په بدرد ويلو او شكنځلو پيل كوم.زه هغه ته وايم چي بوش له سره هيڅ نسل او نسب نلري او داچي هغه يو بي موره بي پلاره سړي دي او په امريكايي كاندرگارتين كي لوي شويدي او داسي نور...................
تاسي څه گومان كوۍ چي هغه به زما خبري ومني؟؟؟نه هيڅكله نه.ځكه هغه پوهيږي چي بوش دبوش زوي دي او نسل نسب يي گردي نړۍ ته معلوم دي او داچي زه هسي له گيډي لگيا يم.هغه پرځاي ددي چي زما له افكارو سره موافقه وكړي پرعكس بد تاثر اخلي او له مانه كركه كوي.
ستاسي مثال هم همداډول دي. تاسي غواړي چي ددغه فورم له لاري زما پشان بي علمه بي عمله او بي منطقه انسان دبن لادن له ملاتړ نه راوگرزوي او هغه دبوش له لوري پر اعلان سوي گلوبل ورلډ ارډر روان كړۍ او پدي ډول هغه دبشريت دنجات په يوه نيغه لار روان كړۍ خو زه گومان نكوم چي ستاسي دغه وړۍ دي شړۍ شي.ځكه لطفا تاسي يوڅه خپلي ژبي او اندود ته خو وگورۍ!!! تاسي پوهيږۍ چي تاسي څه واياست؟؟؟ هغه استدلال،منطق او ظرفيت چي دجدل او مناظري لپاره شرط گڼل كيږي هغه چيري دي؟؟؟
تاسي ادعاكوۍ چي اسامه او لوي ملاصاحب يوه بل ته لوڼي وركړي وي اوداچي ديوه بل زوم او خسر وو.
خو وروركيه زه يو مسلمان يم او په خپل ټول ژوند كي مي نه په يادكيږي چي په شعوري ډول مي دي درواغ ويلي وي.تاسي ته هم الحمد لله درواغ نه وايم.لوي ملاصاحب زه له ډيره وخته له نژدي پيژنم. دهغه دولس زامن دي او يوازي يوه لور يي ده او هغه هم ددريو كلونو.شيرين نوم يي خديجه جانه دي.ما پخپلو سترگو ليدلي ده او ايله اوس ددريو كالو ده .له دي پرته ملاصاحب بله هيڅ لور نه لري.
شك نشته چي هغوي څلور ودونه كړيدي خو الحمدلله ټولي مانديني يي پشتني او دارزگان ولايت اوسيدونكي دي يوازي يوه يي دكندهار ده او بس.
پاتي شوه دشيخ اسامه بن لادن دلور خبره نو هغه هم يوه لور لري او اوس يي عمر پوره اوه كاله دي.ځكه هغه په نولس اوه نويم كي هغه مهال وزيږيده چي شيخ تازه تازه له ننگرهاره كابل ته راستون شوي وو او غوشتل يي چي له خپل فاميل سره كندهار ته نقل مكاني وكاندي.
بله خبره تاسي داروپايي نجوميانو كړيده چي هغوي په فلاني تاريخ داسي وړاند ويني كړي وي چي داسي به وشي يا داسي به وشي.تاسي دا څه ډير جدي نيولي دي او هڅه موكړيده چي هغه له اوسنيو ځينو تازه پيښو سره تطبيق هم كاندۍ.مگر ورورجانه تاسي دا له ياده ايستلي دي چي لوي خداي په قرانكريم كي دمقدراتو په اړه موږ ته سلگونه كاله مخكي خبر راكړي وو له هغه راپديخوا دخداي نازولي پيغمبر صلى الله عليه واله وسلم دخپلو مباركو احاديثو له لاري موږ دځينو راتلونكو پيښو او وقايعو په اړه خبر كړي يو البته هغه څه يي دقرب قيامت نښي بللي دي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم دصليبي جگړو او دتاتاريانو دتاړاكونو په اړه هم واردمخه ارشادات فرمايلي وو.همداراز داوسني زماني دفتنو په اړه يي هم مفصل ارشادات كړيدي چي هر مومن ته نه يوازي داچي معلوم دي بلكي هغه دخپل ايمان يوه برخه هم بولي.
درسول كريم صلى الله عليه وسلم يو مبارك ارشاد دي چي په اخري زمانه كي به كفار دمسلمانانو پرشتمنيو او حريمونو داسي لوټمار جوړ كړي لكه ټپوسان چي دخوراكي توكو پر كوم لوښي راټول شي او هريو خپله برخه ځيني ټولوي.
همداراز بل ځاي فرمايي چي اسلام به په اخره زمانه كي دسكروټي په څيرشي كه څوك يي په لاس كي نيسي ورباندي سوزي به او كه غورزوي يي نو هم به ورباندي سوزي.
پورته دوه ارشادات له ننۍ زماني سره پرتله كړۍ ايا اوس هماغه وخت ندي رارسيدلي.او ايا ددي امكان وو چي چادي پخپلو مصالحانه هڅوسره دهغي مخه نيولي واي؟؟؟
تاسي داهم اشاره كړيده چي دصليبي جگړو عاملين هم مسلمان پاچايان او اميران وو او داچي كه هغوي دعيسايانو ترسيوري لاندي په كراره او غلي ناست واي نو عيسايانو په هيڅكله هم ورباندي صليبي جنگ نواي پيل كړي!!! استغفرالله څومره كمزوري استدلال.ايا غواري چي پدغو كمزورو خبرو باندي څوك دښاغلي بوش ملاتړ ته وهڅوي؟؟؟
فرض كړۍ تاسي دافغانانو له لوري دپاچاهۍ او ولس مشرۍ لپاره انتخاب شوۍ.يوه افغانۍ پيغله دڅو بدمعاشانو او لوده گانو له لوري نيول شويده او هغوي غواړي چي پر عزت يي تيري وكړي.افغانۍ پيغله سم له لاسه تاسي ورننگوي او وايي چي واي غيرت صاحب ستا غيرت چيرته دي.زما پر عزت تيري كيږي او تاسي دكابل پرتخت له خپلي ليلى سره مزي كوۍ.
تاسي داتوان هم لري چي دزور او ياهم درضا له لري دغه پيغله دمافيا له منگولو نه ژغورلاي شي نو غيرت صاحب پدا ډول شرايطو كي به ستاسي اقدام څه وي؟؟؟ ايا ارام به كينۍ؟؟؟لكه ښاغلي كرزي دتخت خوندونه به اخلي او كنه هغه ديني او ملي خور به مو دسپو له منگولو نه ژغورۍ؟؟؟
زه گومان كوم چي تاسي به حتما دخپلي خور دعزت ساتلو هڅه وكړۍ.دصليبي جنگونو دپيل انگيزه هم دغه وه.
عيسايانو غوشتل چي يوه مسلمانه انجلۍ بي عزته كاندي او هغي پدغه حالت كي چغه كړه چي وامعتصماه!!!
داخبره چا خليفه معتصم بالله ته ورسوله او هغه سم له لاسه خپلي لښكري دشام په لوري ورسوق كړي ا پدي ډول يي شام او بيت المقدس ونيول.بيت المقدس چي دعيسايي صليبيانو لپاره يي دمرگ اوژوند دسودا بڼه درلوده وغوښتل چي هغه بيرته ونيسي ځكه يي نو دصليبي جگړو لړۍ پيل كړه.
خو پدي لړ كي تاسي دمسلمانانو انصاف هم وگورۍ او دعيسايانو هم.پدي اړه زه تاسي ته يو وار بيا دتاريخ كتني بلنه دركوم.سلطان صلاح الدين ايوبي رحمه الله التعالى دبيت المقدس دفتحي په مهال له عيسايانو سره كوم ډول چلند وكړ او عيسايانو بيا له هغوي سره څه وكړل؟؟؟ په يوه ورځ يي دوه نيم سوه زره مسلمانان ترتيغ وايستل.خو مسلمانانو دهغوي چرگو ته هم دولتي پروتوكول وركړ.
پاتي شوه ستاسي داخبره چي ښاغلي بوش دصليبي جگړي خبره په اشتباه كي كړيوه او داچي دغه مهال هغه په خپلو اعصابو كنترول له لاسه وركړي وو. سمه ده داخبره به ديوي شيبي لپاره درسره ومنو خو دلته پوښتنه داده چي ايا تاسي چي دلته كومي ليكني كوۍ ايا دا په اشتباه كي كوۍ او كه مو دغه مهال نشه كړي وي؟؟؟ او كنه داټولي ليكني په شعوري ډول كوۍ او وار له مخه ورته ځان چمتو كوۍ؟؟؟
طبعا به تاسي دا ليكني په بيخي سم حالت كي كوي او ستاسي ليكني حتما ستاسي دسياسي افكارو او نظرياتو څرگندويي دي او تاسي ښايي پدي اړه ټول تورونه رد هم كاندي.
نو هغه وخت چي تاسي خپلي ليكني په شعوري حالت كي كوۍ نو ښاغلي بوش څنگه كولاي شي چي يو پاليسي بيان په غير شعوري حالت كي صادركاندي؟؟؟نو معلومه شوه چي اوسني جنگونه صليبي بڼه لري او دهغي پيل هم صليبيانو كړيدي نه مسلمانانو.
ځكه مسلمانانو هغوي ته هيڅ تاوان ندي وراړولي داخو صليبيان دي چي مسلمانان يي دخپلو مظالمو ترجغ لاندي نيولي دي.
په پاي كي داچي پدغو جنگونو كي به فتح حتما دمسلمانانو په برخه وي.ځكه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي په اخره زمانه كي به زما دامت يوه ټولۍ چي توري نښي(بيرغونه او ياهم پگړۍ) به لري او له تالقان نه به ووزي او او تر بيت المقدس پوري ټولي سيمي به ونيسي تردي چي بيت المقدس چي دقيامت دنژديوالي ترټولو ستره نښه ده، به هم ونيسي.
دعلماوو په اند كه دالښكر له تالقانه وزي طبعا به دهغي مخ دمركزي اسيا او روسي په لور وي چي پدي صورت كي امكان شته هغوي روسيه او اروپا او ياهم تركيه او اروپا ونيسي او ان چي تر بيت المقدسه ورسيږي. وماذلك على الله بعزيز
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته... وروو مو طالب خان..
Ghairat
17.01.2004
دروند او محترمه وروره طالب خان ! اسلام عليکم ورحمت لله وبرکاته ! روغتيا او نيکمرغي مو غواړم .تاسو رښتيا هم ډير زيار ويستی چې د حقيقت پر ځای د منطق او رېتوريک (جدال) له زور څخه کار واخلئ، هغه هم د حقيقت د خړ پړ کولو په نا جايزه هدف(!)
زما دليکنې فروعيات داصلي موضوع پر ځای وکاروئ، او اصلي متن د روښانولو پر څاې فرعي کړئ او له منځه يې ورک کړئ ، نو يو لړ مطالب مو لومړی سرچپه او بيا پر ما پورې تړلي چې ګواکې دا زما ادعاوې دي او تاسو يې طبعأ ردوئ ، د ساري په توګه :
١ ــ له حقايقو څخ يو حقيقت دادی چې صليبي جنګ عمومي نړيواله جګړه نه ده بلل شوې ، که نه اوس به د تيرو ٢ نړيړالو جګړو پر ځای خلکو او تاريخ پوهانو هم له درې نړيوالو جګړو څخه خبرې کولې ، همدغه راز دا هم يو تريخ تاريخي حقيقت دی چې صليبي جنګونو د اسلامي خلافت او حاکميت ، تمدن او پرمختګ ، وحدت ځواکمنتيا بيړۍ طوفاني کړه او د سلامي نړۍ سعودي حرکت يې په نزولي حرکت بدل کړ او دغې تجربي اروپايي استعمار ته مخه ﻻ له پخواڅخه خلاصه وساتله . که دا دومره ستره بدبختي او دصليبيانو سخت ظلمونه چې تاسو پخپله هم ورته ګوته نيولې ده، بيا هم ضروري بولئ ، څو د يوې ښځې د پايمال شوی ناموس د ګټلو ناکامه هڅه وشي ، کوم چې ناموس يې هم ونشو ګټلی ، نو آيا تاسو دا جنګ او په دې توګه د اسلام د قدرت نوموړی زوال حتمي بولئ ؟ که حتمي يې نه بولئ نو ولې حتمي شو ، ايا دا غلطي نه وه ، سره ددې چې د اسلامي نړۍ اسلامي پرمخت يې په ټپه ودراوه ؟
٢ــ ايا تاسو کوم ځای په ګو ته کولی شئ ، چې ما د صليبي جنګ پلوی کړی وي ؟ ولې راپارونه او اسلامي نړۍ ته مې دهغې زيان غندلی دی .
٣ــ نړيواله جګړه د دولتونو تر منځ وي ، او د بن ﻻدن طرفدار اسلامي دولتونه نشته ، او بيا د هغوی ځواک چيری دی چې د لويديځوالو هيوادونو سره وجنګيږي ، ټول لويديځپلوه اسلامي دولتونه دي چې ما غندلي دي او لويديځوال امپرياليزم مې ددغو دولتونو د مشرتابه (( مورمړيزه)) باداران بللي دي ، نو دوی به څرنګه ورسره جګړې ته ور ودانګي . يو ملا عمر او بل بن ﻻدن به څرنګه دريمه نړيواله جګړ رامنځته کړای شي . هو ملا عمر او بن ﻻدن سره ډير ټينګ ملګري دي ، په دې نږديوالي کې که د خيښۍ او خپلوۍ کولو خبره سمه نه وي او تش تبليغ وي ، بياد هم مهمه نه ده ، او که سمه وای هم کوم حرام کار نه دی، چې ګوندې په دې دوی سپک ښکاره شي ، ولې ښه شوه چې تاسو د خبرې صفايي بيا هم وکړه ، خو ددوی خېښي بلکل دبحث د موضوع په فروعياتو کې ياده شوې او منل او ردول وداړه يې دومره مهم نه وو . خو تاسو ترې اصلي مو ضوع جوړه کړې ،کومه چې هيڅ رول نه لري .
٤ــ ما د نوسترا دامو س نجومي په وړاندوينه ملنډې وهلي ، او پر هغه چا مې هم ملنډی وهلي چې باور يې
پرې کاوه . ځکه ښودل شوي مثالونه دا ډول خيالبافۍ رد او ترديد کړي دي او بس ،ځکه له هغې څخه خو دريم جهاني جنګ نشي جوړيدای او نه ورته کيياوي او بيولوژيکي جګړه ويلی شو . ولی تاسې داسر چپه انګيرلې ده .
٥ ــ لويديځ سره د مقابلې له پاره ما له هغوی څخه د بهتر اجتماعي نظام لرل ، پر هغوی علمي ، تخنيکي او اقتصادی بر ﻻسی لاسته راوړل ضروري شرط ګڼلی ، خو که تاسو په دم دعا ماته ورکول غواړئ نو بسم الله ، الله اکبر ، تاسو صرف روسيه ونيسۍ ، امريکا به بيا مونږ درته فتحه کړو ، خو که تاسو ﻻ تاجکستان ، ترکمنستان او قزاقستان نيولی نه وي او نيوی يې نشئ ، نو نورو ته داروپا او مريکا دنيولو ﻻفې مه کوئ او مه يې ورته رابولئ .
٦ـ داچې په حديث شريف کې له تالقانوڅخه وتلې لښکرې به ټوله نړۍ ونيسي، نو مهرباني وکړئ هغه حديث شريف پخپله دلته نورو ديني عالمانوته هم وړاندې کړئ چې هغوی په کې څه وايي ؟ فعلأ خو تالقان ﻻ ددوستم دګليمجم د ځواکونو په س کی دی ، تور پګړي و ا ﻻ هم هلته اوس نشته ، طالبان چې له څېلمې يې تورې پګړۍ يېښايي د همدغه نوموړي حديث شريف د تحقق په طمعه يې پر سر کړې وې ، هم اوس يې نه تالقان او نه واکمني په ﻻس کې ده .
البته، ملا عمر هم د خپل قدرت په وروستۍ مصاحبه کې خبرداری ورکړی ؤ چې بيابه يې وګورئ هغه ستره پيښه اودا سلام هغه معجزه چې ا مريکايان به افغانستان ته د راتګ سره سمد ﻻسه تباه تباه او ان په امريکا کې به هم له منځه ﻻ ړ شي . خو ملا صيب پخپله د خپل سر له غمه ﻻ پټ ګرځي .
ددې ټولو خبرو سره سره دا د هر افغان دنده بولم چې د خارجي قواو د وتلو له پاره نهايي هڅې وکړي . هو ، امريکايان د اسلامستانو پر ضد راغلي ، خو د اسلام پر ضد نه دي راغلي ، که نه په خپل وطن کې به يې اسلام د يوه رسمي دين په توګه هم نه تحمل کاوه . لويديځوال نه دومره بې دينه (ملحدين يا کمونستان) دي، او نه دومره دينداره مسيحيان دي اوس چې د صليبيانو په څېر د اسلام پر ضد لښکر کشي وکړي . بش ښايي د صليبيانو بری
يا مصمم والی په خيال کې نيولی و، چې د صليب کلمه يې استعمالوله ، نه د امريکايانو ناشونې عقيده پر مسيحي دين باندې . دين د رينسانس له دورې راهيسې له لويديځ څخه ټول شوی دی او کوم رول نه لري . ددوی جنګونه صرف اقتصادي او جيو پوليتيکي ﻻ ملونه لري او بس ، د دين له پاره يې څوک له يوه ساعت وخت څخه نه يريږي ، نو سر به پرې څنګه ورکړي ؟.
تاسوته دې خدای توفيق درکړي چې خپلو هڅو ته د اسلاميت تر څنګ ملي او ديموکراتيکه بڼه هم ورکړئ ، که غواړئ چې بري ته ورسيږئ نو بايد مخکينۍ تيروتنه بيا تکرار نکړئ . والسلام.
طالب خان
19.01.2004
دروند غيرت صاحب يو وار بيا سلامونه او نيكي هيلي درته تقديموم.
ماهيڅكله هم پرتاسي باندي دصليبي جگړو دملاتړ تور ندي لگولي او نه مي هم تاسي دبوش او دهغه ددرواغژني تگلاري له امله پړه بللي ياست بلكي داتريخ حقيقت ستاسي دليكني له هرټكي نه په ډاگه كيږي.تاسي خپل دغه عبارت په غور سره ولولۍ او وواياست چي څه مانا لري؟
[quote:76860d4967] بش ښايي دصلبيانو بري يا مصمم والي په نظر كي نيولي وي چي دصليب کلمه يې استعمالوله ، نه د امريکايانو ناشونې عقيده پر مسيحي دين باندې . دين د رينسانس له دورې راهيسې له لويديځ څخه ټول شوی دی او کوم رول نه لري . ددوی جنګونه صرف اقتصادي او جيو پوليتيکي ﻻ ملونه لري او بس ، د دين له پاره يې څوک له يوه ساعت وخت څخه نه يريږي ، نو سر به پرې څنګه ورکړي ؟.
[/quote:76860d4967]
تاسي ته داخبره ولي دومره مهمه ده چي دبوش له جناياتو نه دومره په اخلاص او محبت سره دفاع كوۍ؟؟؟
هغه خو ددا ډول دفاع لره ډيرنور خلك ساتلي دي.زه گومان نكوم چي ستاسي دغو ډول هڅو او دفاع ته دي دومره ډيره اړتياوي.
پاتي شوه داخبره چي صليبي جنگونه او دمسلمانو زعماوو غفلت دمسلمانانو دشاته پاتي كيدا باعث شول نو ورور جانه داخبره زه هم كوم.او ستاسي پدي خبره سره زما دليل نور هم قوي كيږي.ريښتياهم چي كله مو ددين اصلي روح ته شاكړيده او نفساني خواهشات مو په مخه اخستي دي نو خداي پاك له ذلت سره مخامخ كړي يو كله چي ما پخپله پخواني ليكنه كي هم ورته اشاره كړيده چي دداډول كارونو په صورت كي دخداي مرسته له موږ نه قطع كيږي.خو متاسفانه چي ستاسي له ليكني نه زه داسي انتباه اخلم (او ښايي چي غلطه هم وي) چي داڅه تاسي په مجموع كي ددين پر كمزوري باندي محملوي حال داچي داڅه داشخاصو په كمزوري اړه لري.هغه دچاخبره :
عيب دراسلام نيست عيب درمسلماني مااست
وروره كه په سړه سينه ديوه بل خبرو ته غوږ كيږدونو وبه مومو چي زه ستاسي دنظرياتو له ډيروټكو سره موافق يم دساري په ډول دلويديځ سره دمقابلي لپاره بايد مسلمان په هرډگر كي چمتووالي ونيسي.ساينس او تخنيك په حقيقت كي زموږميراث دي خو زموږدغفلت په سبب هغوي رانه زورگيره كړيدي.
خداي پاك موږته ددشمن په وړاندي دپوځي چمتووالي امركړي او پدي لاري كي يي دهرراز تخنيك ترلاسه كولو حكم فرمايلي دي مگر متاسفانه چي داڅه په عمل كي غربيانو پلي كړيدي.
يوڅوك بايد دومره هم سترگي پټي نكړي چي دپرمختگ او مادي اسانتياوو دلاسته راوړلو په لاره كي دهغوي هاند او هڅي ونه ويني.زه پخپله دهغوي دغه هڅي ستايم دقدر په سترگه ورته گورم مگر افسوس داچي هغوي داهرڅه اوس زموږپرخلاف كاروي.
بله داچي تاسي داجنگ جهاني نه بولي او پدي هكله مو ځيني له مسئوليته ليري خبري كړيدي چي زه پخپله نه غواړم چي دومره ټيټي كچي ته كوز شم البته داخبره ضروري بولم چي كه تاسي پام كړي وي د2003 كال په سر كي دامريكا دباندنيو چارو دوزارت له لوري په نړۍ كي دترهگرۍ دحالت او پيښو او همداراز په 2002 كال كي دهغي له امله رامنځته شوي تلفاتو په هكله يو پاليسي رپورټ خپور سو چي مقدمه يي دتروررايزم پرضددمبارزي دملي مركز دكواّردي نيټر فرانسيس ايس ټيلر لخوا ليكل سويده.
هلته يي دارقامو په وړاندي كولو سره په پوره صراحت سره دا جگړه نړيواله بللي ده.
دساري په ډول تيلر وايي چي دترورازم پرضد جگړه د152 هيوادونو له لوري دامريكاپه مشرۍ مخ په وړاندي بيول كيږي پداسي حال كي چي ددښمنو قوتونو شميره يي 189 هيوادونه،ډلي او انفرادي اشخاص بللي دي چي دامريكا او دهغي دائتلاف دملگرو پرضد قرارلري.
دنوموړي په اند تروريستان دخپلي جگړي دتقديس دثابتولو لپاره له اسلامي مفاهيمو نه كاراخلي او متحدين بيا په خپل ځايي هغه يوه سپيڅلي مبارزه بولي.
نو چي دبوش داداري يو مهم غړي پخپله داجگړه جهاني بولي فكر كوم زما اوستاسي نظر به دومره مهم نه وي.
تركومه ځايه چي دتالقانو دحديث خبره ده نو وروره هغه بي له شكه يو نبوي حديث دي.كه ثابت نه واي مابه يي مفهوم نه ليكلاي. له تاسي پرته هيڅوك هم دهغه په حقانيت او صداقت كي هيڅ شك او شبهه نلري.
ستاسي دنورو خبرو له ځواب نه ډډه كوم ځكه ډاريږم چي خبره شخصياتو ته ونه رسيږي. زه دخداي تعالى پدي ارشاد بسنه كوم چي فرمايي:
وعبادالرحمان الذين يمشون على الارض هونا واذاخاطبهم الجاهلون قالوا سلاما:صدق الله العظيم.
والسلام على من التبع الهدى ودين الحق.
Ghairat
19.01.2004
ډير محترم او مکرم ورور طالب خانه سلامونه او نيکې هيلي مې ومنئ . ستاسې د غوښتنې سره سم ﻻندې عبارت روښنه کوم :
[quote:e8a8757ad4]بش ښايي د صليبيانو بری يا مصمم والی په خيال کې نيولی و، چې د صليب کلمه يې استعمالوله ، نه د امريکايانو ناشونې عقيده پر مسيحي دين باندې [/quote:e8a8757ad4].
صليبي جګړو ٢ ځنګړتياو ته نغوته ده چې يو د هغې جنګونو ديني او مذهبي يعني مسيحي خصلت ؤ ، او له همدې کبله يې ورته صليبي جنګونه ويل . او بل داچې متاسفانه دا جنګونه يو څه بريالي هم وو. بوش هم دغسې برياليتوب غواړي ، خو ددې دوهمې ځانګړتيا د ښودلو له پاره يې په تيروتنه سره لومړۍ ځانګړتيا يعني صليبيت ته اشاره وکړه ، خو وروسته يې تصحيح کړه چې دده جنګ نه د کوم مذهب له خوا ترسره کيږي او نه د و مذهب لکه اسلام پر ضد ترسره کيږي . داځکه چې اوسني جنګونه سياسي اوتر هغه زيات اقتصادي انګيزه لري . ددې علت په دغو جملو کې بيان شوی هم دی :
[quote:e8a8757ad4]دين د رينسانس له دورې راهيسې له لويديځ څخه ټول شوی دی او کوم رول نه لري . ددوی جنګونه صرف اقتصادي او جيو پوليتيکي ﻻ ملونه لري او بس ، د دين له پاره يې څوک له يوه ساعت وخت څخه نه تيريږي ، نو سر به پرې څنګه ورکړي ؟. [/quote:e8a8757ad4]
نور داخبره سمه ده چې د نړيوال تروريزم په وړاندې مبارزه به نړيواله وي . خو دا مبارزه ده نه ددولتونو تر منځ کومه جګړه . که پوځي شکل هم نيسي، ولې دامنيت نيولو شکل لري ، او د خلکو او ولسونو ملاتړ د تيروريزم سره نشته ، که څه هم خلک هم د پرديو ځواکونو د ميشتوالي او پاتې کيدو سره موافقه نلري ، خو د مذهبي سختدريزو د مشرۍ منلو ته هم تياری نه لري، په داسې حال کې چې د ترهګرۍ بيلابيل شکلونه او بيلابيلې ډلې په ا سلامي مقاومت باندې نشي تپل کيدای او نه اسلامستان د نړۍ په ټولو برخو کې په ترهګري عملونو کې ﻻس لري .
څه چې د پورته ياد شوي حديث شريف سره تړاو نيسي ، نو د هغه د تحقق خبره نه ما رد کړې او نه پرې شک ښودلی دی ، خو داچې دغه ډول تحقق يې اوس او هغه هم د طالبانو ياالقاعده په وسيله تر سره کيږي ، د وخت او عملي ډګر له مخې بيځايه بريښي. يو خو تالقان د ازبکو سيمه ده، نو دا کار ښايي د ازبکو تور پګړي ملايان د پخوانۍ بخارا د اسلامي نهضت د بيا را ژوندي کوونکو په توګه مخکې بوزي ، که له تالقاو پيل کيږي هم پر بخرا او ثمرقند به ورځي او پراختيا به مومي چې اوس يې په ازبکو کې هيڅ شرايط او اثر هم نه ليدل کيږي، حال داچې د تور پګړو طالبانو غورځنګ په ازبکو کې نه په پښتنو کې پيل شو، او مرکز يې هم په تالقانو کې نه، بلکې په کندهار کې ؤ، دکوم پر ضد چې ازبکو او ترکمنو ددوستم په څېر د يو ګليم جم په مشرۍ تر اوسه پورې
ستاسو په وينا د ((صليبيانو)) سره تورا راويستلې ده ، نو د ازبکو او ترکمنو د تالقانو داسلامي غورځنګ او بيا د هغوی د مشرۍ ﻻندې ستاسو د طالب غورځنګ تعلقات دواړه تر اوسه پورې کوم ريآل واقعيت نه دی .
نور مو خوښه چې د دريمې نړيوالې جګړې نوم په څشي ږدئ . که د افغانستان مسلمان او مؤمن اولس په هره معجزه سره خارجي ځواکونه له هيواد څخه وباسي ، مونږ ورته لبيک وايو ، خو دمعجزې وخت بايد په رښتيا رارسيدلی اوسي اوداسې معجزه هم نه وي چې د بهرنيانو (القاعدې ، پاکستان ، ايران اونورو ) دسياسي ﻻسوهنو قرباني شي . والسلام .