نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغاني ټولنې سياسي او اجتماعي جوړښت
هیښ
28.12.2008
ښاغلیو اواغلیو وطنوالو سلامونه اونیکې هیلې
نږدې هره ورځ دټول افغان جالپاڼه بالخاصه دبحث دفوروم خونه خلاصوم اوپه دوسیله دوطن او وطنوالودحال څخه ځان خبروم خودشاعر په وینا:
دبنګړوشرنګ ګودره ورک شودرنه تش دمارغانودرکې شورپاته دئ
په دوروستیو وختونوکې دلیکوالانوقلمی همکاری ډیره کمه شوې ده اودګوتو په شمار څووروڼه بحثونو ته دوام ورکوي ښایی علت یی سانسور اودځينوليکوالانو سره ددوئ دتوقوع خلاف جدي عمل وي ،په هر صورت په دحال هم شکر دئ ، ددې دپاره چه درکود او فرهنګي افلاس سره مخامخ نه شو نو بهتره ده چه کم وزيات يو دبل زړونه وساتو او دسړو ماغزو څخه کارواخلو٠
اوس به راشم اصلي موضوع ته چه زموږ دټولنې سياسي او اجتماعي جوړښت دئ٠
افغاني ټولنه دسياسي ،عقيدوي ،ټولنيزاوکلتوري جوړښت له امله دنورو ملکونو په څير يوه څورنګه اونامتجانسه ټولنه ده ،دا په دمانا چه دلته مختلف سياسي عقايد ،قومونه ،ژبې،مذهبونه او دودونه وجودلري چه ددوئ دذهني او فکري نړئ سره يي ژور اړيکي دتاريخ په اوږدو کي تشکيل کړي دي،چه طبعادمختلفو مساييلو سره په بر خوردکې ځيني وخت دغه اړيکي په احساساتي او هيجاني ډول انعکاس پيدا کوي او په هغه ټولنو کې چه دخلکو دسواد ،پوهې،معلوماتو او اطلاعاتو کچه ټيټه وي ،دقومي ، مذهبي ،ژبني احساساتو څخه د ځينو مغرضو ،معتصبو او ځان غوښتونکيو اشخاصو اوډلو له لوري ناوړه ګټه پورته کيږي او ټولنه ديو لوئ ناورين سره مخامخ کوي چه ښه مثال يي زموږ دغه ديرش کلن مصيبت دئ چه هنوز دوام لري.
د ټول افغان ويب پاڼه لکه چه دنوم نه يي ښکاري زموږ د ټولنې د سياسي، اجتماعي او کلتوري جوړښت هنداره ده چه دټولو افغانانو ژبني ، قومي او عقيدتي هويت او نظرونه په کې انعکاس پيدا کړئ دئ او ددووئ د تبصرو او ليکنو څخه واضح کيږي چه په کوم ډند کې لامبو وهي او څومره په خپلو لامبو وهلو کې مست دي چه د ځان د غرقيدو او دډند دخسا کيدوتصور هم نه شي کولائ.
اوس پوښتنه دا را پورته کيږي چه :
په داسې يوه څورنګه اونا متجانسه ټولنه کې دادارې،رهبرئ او سياسي ثبات د تامين د پاره د قومي ،مذهبي او اديولژيکي موقف په اساس برخو رد منطقي ، معقول ،علمي او عادلانه دئ؟
او په دا ډول برخوردونو سره سياسي او اجتماعي کړکيچونه او پرابلمونه حل کيږي؟
او ملي وحدت منځ ته راتلئ شي ؟
که ځواب نه وي نو ،
څرنګه يو نظام بايد په ټولنه کې منځ ته راشي چه د ټولو ذيدخلو اړخونو عاطفي او احساساتي ګټې خوندي ،دمغرضينو دسؤاستفادې چانس له منځه ولاړشي او د بي ثباتئ مخه ونيول شي٠
Ghairat
07.01.2009
درنو لیکونکواو لوستونکو!
افغاني ټولنه هم قومي اوهم اسلامي ټولنه ده۰ د قوم اومذهب په دننه کې توپیرونه که بیا هر څومره ډیر هم دي پخپله د شخړواوناورینونو سبب نه ګرځي،خوکه د یو او بل قوم تر منځ تعادل دسیاست په کچه ونه ساتل شي ،مغرض سیاسي مشران له دې ټولو توپیرونو په بنسټ راپارونی او سخړې رامنځته کولی شي ، په تیره بیا هغه وخت چې همدغه مغرضین د یواوبل قوم پر ضد له بهرنیو سرچینوسره اړیکي ټینګوي اوپه سیاسي قدرت کې په خپله ګټه بی انډوله او بې تناسبه استازیتوب
ډډه لګوي یعنې له زورزیاتی څخه کار اخلی اوهمدغه ناوړه انډول د کورنیوجګړو سبب ګرځي ۰ خو که هر رژیم دغه انډول د واقعیت له مخې برقرار کړي ،که درژیم رهبري هم مسلمانه وي او اسلام دوښمنه نه وي او ملي واکمني هم خوندي وي نو په دې دری شرطونو سره په هیواد کې آرامي رامنځته کیدای شي اونورې ټولې ستونزې بیا په دې بنسټ حل کیدای شي اوکه له دې ۳ معیارونوڅخه يو هم نقض کیږي سوله منځته نشي راتلای اوکه راشي هم ټینګېدای نشي!
د چپ حکومتونو هڅې په دې برخه کې ځکه بی نتیجې وي چې ولس ېې په حقه سره پر اسلامیت باور نه درلود۰ دشورویانوپرچمي حکومت اواوس د امریکایانو په موجودیت کې موجوده حکومت کې دریواړه معیارونه تقض شوي ، ولسواکی یې هم ملی او اسلامی نه ده، نو ځکه سوله ناممکنه ده!
د جهادي او طالب حکومت په وخت کې د اساسي تعادل معیار سخت ترپښو لاندې شوی واو سوله یې په جګړو بدله کړې وه ۰
هو،که طالبانوپه زور رامنځته کړې وای چې د هدیرې سوله ورته وايي، بیایې هم دوام او ثبات نشودرلودلی!
[color=red:14050abd73]نتیجه :
له آزادۍ، اسلام او قومي تعادل پرته سوله ناممکنه ده اودا دریواړه یواځې په ملي اسلامي ولسواکۍکې پلي کیدای شی ،[/color:14050abd73] [color=darkblue:14050abd73]په ديکتاتوري رژيم کې که قومي وي او که اسلامي وي او که دواړه وي، تر څو چې ولسواک هم نه وي سوله او ثبات په کې شونتيا نه لري ٠[/color:14050abd73]
ډاکتر څپاند
08.01.2009
[quote:648fd4756d]له آزادۍ، اسلام او قومي تعادل پرته سوله ناممکنه ده اودا دریواړه یواځې په ملي اسلامي ولسواکۍکې پلي کیدای شی [/quote:648fd4756d]
محترم غيرت صيب!
دقوميت دتعادل نظريه ددموکراسۍ خلاف اومقابل طرف ته پرته ده٠
په دموکراتيک نظام کی ،اصول او قوانين دخلکو داستازيو لخوا ټاکل کيږی٠
دتطبيق وظيفه دحکومت په غاړه اوکنترول ئی دملت داستازو قضا او نورو
ارګانونو له خوا سرته رسی٠
نو که دقوميت دتعادل شرط د قانون دوضع،دهغه داجرا اوبياکنترول په وخت کی په نظر کی وی،دا عمل ددموکراسۍ دتطبيق مخنيوئ کوی٠
په دموکراتيک نظام کی داقليت تابع اکثريت فرمول چليږی اوکار و اهل کار ته
سپارل کیږی ٠
نن امريکايان حاضر دي چه يو تور پوستئ خپل جمهور ريس وټاکي،هندوان
ودی ته حاضر دي چه يو سک خپل صدراعظم ومني،داځکه چه نظامونه
دموکراتيک دی٠که موږ دقوميت شرط پخپل اجتماعی،سياسي نظام کی
حتمی کړو،دا به داسی يو مشکل رامنځ ته کړی چه په پيړيو به ورته دحل لاره
پيدا نشی٠
تر ټولو ښه شعار :"سپردن کار به اهل کار"
mehman
08.01.2009
دوستان عزیز سلام بر شما
به نظر من تطبیق دموکراسی متضمن بر آورده شدن حقوق تمام اتباع یک کشور است. البته منظور از دموکراسی همان دموکراسی مطابق حال یک جامعه است نه کدام دموکراسی قالبی!
با تقدیم حرمت
ډاکتر څپاند
09.01.2009
[quote:d1d68cab9a]به نظر من تطبیق دموکراسی متضمن بر آورده شدن حقوق تمام اتباع یک کشور است. البته منظور از دموکراسی همان دموکراسی مطابق حال یک جامعه است نه کدام دموکراسی قالبی! [/quote:d1d68cab9a]
چه کسي ويا کدام مرجع دموکراسی مطابق حال جامعه افغاني را طرح وتنظيم
خواهد کرد؟
مفديت به اسطلاح دموکراسي قالبي در ان است که لا اقل قالب دارد! وکمتر
امکان جهت بیراهه کردن ان ميسر٠
دموکراسی را که مطابق حال وشرايط جامعت طرح وډیزان نمود،اولا بايد
طور امتحانی تطبيق ګردد،غلطی های ان اصلاح شود وبازهم در عمل ديده
شود که چه تغيراتی در ان لازم است،اين پروسه در حيات يک کشور وجامعه
دهها وصده سال دوام کرده ميتواند٠
ولی در "دموکراسی قالبی"اګر يک قوم کوچک نخواهد اراده ملت را قبول کند،
ميتواند با صندوق انتخابات رفته وسر نوشت خويش را تا سرحد ايجاد کشور
مستقل بصورت مسالمت اميز ودموکرتيک تعين کند٠
Ghairat
09.01.2009
زما خوږو او درنو ورونو سلامونه او نېکې هیلې مې ومنئ !
له قومي توازن څخه مطلب په دموکراتیکې واکمنۍ کې د ټولټاکنو له لارې دهر قوم برخه اخیستل دي، چې په وسیله یې امن ، ثبات او پرمختګ رامنځته کیږي
خو له دې کوانده مستقیم برخلیک ټاکنې له شونتیا څخه مخکې هم د سولې او ثبات له پاره دغه هدف ته ورته هڅې ټاکونکی رول لري دا په دې معنی چې د جبر له لارې ډیرکیواولږګیو حقونه ترپښو لاندې کول په دې سر بیره چې لا دموکراسي نشته او دیکتاتوري روانه وي، په واکمنۍ کې پخپله د ډیره کیو یا لږکیو حقپایمالول او غیر توازن دواکمنۍ او امنیت ثبات له منځه وړي اوکاواکي رامنځته کوي ۰
د قومي توازن مراعات کول هم د قومونو يو پر بل باور اوملي وحدت رامنځته کولو ته خدمت کوي اوهم دموکراسۍته لار پرانیزي ۰
هو،کله چې دموکراسي رامنځته شي د ټولټاکنو اونورو لارو څخه دغو اونور ټولو حقونوته د مبارزې لار خلاصيږي!
کرزي ته رايې صرف پښتنوورکړې وې ،که څه هم ټولو نه وې ورکړې، خو د پښتون
قام وزن یې ښه تمثیل اوتسجیل کړ. همدارنګه د شمالي ټلوالې له قومي توازنڅخه زیات دولتي پُستونه او نفوذ په لومړي سر کې د اوږده وخت له پاره د زغم وړنه و، چې وروسته د بو لړ تغیراتو سره سره لا تر اوسه هم دوام لري، هم دا ثابتوي چې دموکراسي لا هم ډیره نیمګړې ده او یواځې په ټولټاکنونه بشپړیږي اوهم په ګوته کوي چې د اقوامود حقوقوله تامین پرته دموکراسي آن پیل کیدای هم نشي۰
په درنښت
هیښ
15.01.2009
سلامونه
ښاغلئ مهمان صاحب!
که دقالبي دموکراسئ په هکله يو څه رڼا واچوئ ،ډيره مهرباني به مو وي او يامو مخصد قلابي يا جعلي دموکراسي ده ؟
ښاغلي څپاند صاحب !
دا به څوک تشخيصوي اوواضح کوي چه څوک اهل دکاردئ ؟
محترم غيرت صاحب !
تاسو ليکلي :
ازادي ،اسلام ،دموکراسي.......
ايا دا د دريولويو خټکيو اخستل په يوه لاس کې امکان لري ؟
مننه
ډاکتر څپاند
15.01.2009
ښاغلی هيښ صيب سلامونه ومنۍ،
دکار اهل خلک، دخلکو لخوا پيژندل او تشخيیږي٠
دمثال په ډول په يوه اداره کی چه ١٠٠ تنه پکی کارکوی ،وروسته له يو څو
اونيو يا مياشتو،اکثريت پدی پوهيدای شی چه پدی اداره کی تر ټولو تکړه
شخص څوک دی٠
دکرزی دحکومت بیکفايتی په اوله هفته کی ښکاره شوه!
اکثر خلک پدی پوهيږی چه ددوی دښارګوټي تکړه داکتر څوک دی٠
ددي سايت دمضامينوپه لوستلو سره به په ډاګه شي چه څوک د څه لپاره ليکنې
کوی٠ايا تاسی نه پوهيږی چه څوک پدی سايټ کی په لوړو اوعالي ادبياتو
ليکنې کوی؟څوک غواړي چه افغانان سره وجنګوي او يا برخلاف سره پخلا کړي؟ څوک دپاکستان او ISI لپاره کار کوي؟ څوک غواړي چه دمسلمانانو تر منځ
بی اتفاقي واچوی او پدی ډول داسلام اصلي دښمن ته ګټه ورواړوی؟څوک د
سعودي اونورو مرتجعو او غرب نوکره رژيمونونه ننګه کوی؟څوک په اسلامي
علومو کی مهارت لري،؟څوک دطالب،کرزي يادواړه ډلو لپاره کار کوي؟٠
دغیرت صيب په اجازه !
دسياست په ډګر کی داسلام،ناسيوناليزم او دموکراسی اړخونه،دری خټکی نه
بلکه ديوه خټکی پوټکی ،داخلی مواد او خوند تشکيلوي٠
زموږ ټولنه يوه اسلامی ټولنه ده٠هرهغه قانون اوهرهغه عمل چه داسلام دمقدس
دين سره مطابقت ونلری،خلکو ته دمنلو وړنه او نتيجه ئی بربادي ده٠
زموږ ټولنه يوه افغاني ټولنه ده،ملنګ جان وائی :
چه ئی مور وي پدی خاوره زيږولی٠٠٠ چه په هر ژبه ګوياوي خوافغان دی
نو اول داچه دافغانستان ټول اوسيدونکی بايد پداسی يوه روحيه تربيه شي چه
په خپل افغانيت افتخار وکړی٠
دويم داچه دا وطن ورته ګران وي او مينه ور سره وکړی،که ضرورت شي مال
اوسر تر ځار کړي٠دخپل وطن منافع دپاکستان،ايران،روس،امريکی،انګريز
هند،چين،عربستان او نوراو نورو څخه لوړی وګڼي او هيڅ کله دی ته حاظر
نشي چه دخپلو ملي ګټو خلاف په استلاح "انټرناسيوناليستي" او يا
"پان اسلاميزم" پدام کی ولوېږي٠
او بالاخره ددموکراسی اصل خورا روښانه اصل دی٠هر څه چه کيږي بايد دقانون
او مقرراتو په بنياد سرته ورسي٠او قوا نين بيا په ازاده فضا کی دخلکو لخوا
طرح او تايديږی٠دهر مشکل دحل لپاره خلکو ته مراجعه کيږی،هر څه چه خلک
وائی هسي به کيږی٠
په درنښت،
هیښ
27.01.2009
سلامونه
ښاغلئ څپاند صاحب !
ستاسي دځواب نه ډيره مننه ،مهمان صاحب خو لکه چه په ډيره غوړه مهمانئ تللئ ،ترنګ يي خوش دئ اودرک يي نه لګيږي اودغيرت صاحب دځواب بارخو تاسو ورنه کم کړ،اوس نو زه اوته پاته يو دې مجلس ته.
ستاسو دتبصرو څخه داسي معلوميږي چه دقومي ،ژبني او مذهبي تمايلاتو په بنسټ يو عادلانه ،باثباته اودټولنې ټولو لوريو ته دمنلو وړ نظام منځ ته نه راځي اويوه بله لاره دحل بايد ولټول شي ،چه دټولو شاملو قومونو او معتقدينو ګټې وساتي او دتصادم او ټکر مخه ونيول شي .مانا داچه ديوه هيواداداره او رهبري دژبې ،قوم ،مذهب اونژاد په اساس مشروع اوعادلانه نه ده او مناسبه لاره يي
ملي ،اسلامي دموکراسي ده .
همدارنګه ديموکراسي بې له ازادئ څخه ديکتاتوري ده .
اوس سوال داپيدا کيږي چه :
په ملي ،اسلامي دموکراسئ کې اسلام اصلي ،برتره ،اومعتبره منبع دقدرت ده او که هسي يو هويتي اوسمبوليک رول دئ ؟
که سمبوليک رول وي نو بيا خبره تمامه شوه او هغه دپښتو لنډئ چه:
عالمه مينه مينه نشته
سوداګري ده يو په بل يي خرڅوينه
هسې دخلکو په سترګو کې خاورې اچول دي ،
او
که اصلي ،برتره اواخرينئ منبع دقدرت ده .نو بيا خو په اسلامي احکامو کې د [color=violet:3d181300b5]اکثريت او اقليت[/color:3d181300b5] استدلال (چه ددموکراسئ اصلي شرط دئ ) هيڅ معنا نه لري ،ځکه په اسلام کې يوازې شهادت او تصديق داسلامي قوانينو جواز لري او هيڅ ډول شک او شبهه په کې نه ځائيږي .
بل په دموکراسئ کې دقوانينو[color=white:3d181300b5] تغير[/color:3d181300b5] چه دانسانانو له لوري طرح او تصويبيږي دوخت ،شرايطو او حالاتو سره حتمي دئ ،حال داچه اسلامي قوانين (چه الهي قوانين دي )ثابت ،جاويدانه او نه بدليدونکي دي .
دريمه موضوع د[color=white:3d181300b5]ازادئ [/color:3d181300b5]ده چه په دموکراسئ کې يي حد نه دئ ټاکل شوئ ،حال داچه په اسلام کې دهرچا پوله اوپټئ دشريعت له نظره معين او معلوم دي . نوددې دوو متضادو لارو جوړول زموږ په هيواد کې څنګه عملي کيدائ شي ؟
مننه
pattang
27.01.2009
انډيوالانو خبره مو ډېره سخته کړې :
که تاريخ غلط نوي نو دخلفايې راشيدينو دولتي چارې ښه ديموکراتي ده٠
ليبر اله غربي ديموکراسي څوک نغواړي ، زمونږ هويت ، زمونږ پښتو يې نغواړي
هر څه چې وي داسلام له سوري لاندې٠ اسلام هيڅکله دانسان دفکري محصولاتو لاره په مادي اومعنوي کارونوکې نه بندوي او نه يې بنده
کړې ده٠ زمونږ نيمګړتيا په ښو صادقو انسانانو کې ده چې مونږ يې نلرو٠
که وي هم هغوی ته اشغالګر او ګوډاګيان يې واک نورکي٠
مونږ بايد خپل کلتور ، اقتصاد .... له خپلو شرائطو سره سم په مخ بوزو نه
دنورو څخه نقل ، مفت او موسسه يې دولت لکه اوس چې دا بې ناموسان پرې
ناست دي يو اځې ولس غولول او انساني خيانت دی٠
[quote:920925665e="هیښ"]سلامونه
ښاغلئ څپاند صاحب !
ستاسي دځواب نه ډيره مننه ،مهمان صاحب خو لکه چه په ډيره غوړه مهمانئ تللئ ،ترنګ يي خوش دئ اودرک يي نه لګيږي اودغيرت صاحب دځواب بارخو تاسو ورنه کم کړ،اوس نو زه اوته پاته يو دې مجلس ته.
ستاسو دتبصرو څخه داسي معلوميږي چه دقومي ،ژبني او مذهبي تمايلاتو په بنسټ يو عادلانه ،باثباته اودټولنې ټولو لوريو ته دمنلو وړ نظام منځ ته نه راځي اويوه بله لاره دحل بايد ولټول شي ،چه دټولو شاملو قومونو او معتقدينو ګټې وساتي او دتصادم او ټکر مخه ونيول شي .مانا داچه ديوه هيواداداره او رهبري دژبې ،قوم ،مذهب اونژاد په اساس مشروع اوعادلانه نه ده او مناسبه لاره يي
ملي ،اسلامي دموکراسي ده .
همدارنګه ديموکراسي بې له ازادئ څخه ديکتاتوري ده .
اوس سوال داپيدا کيږي چه :
په ملي ،اسلامي دموکراسئ کې اسلام اصلي ،برتره ،اومعتبره منبع دقدرت ده او که هسي يو هويتي اوسمبوليک رول دئ ؟
که سمبوليک رول وي نو بيا خبره تمامه شوه او هغه دپښتو لنډئ چه:
عالمه مينه مينه نشته
سوداګري ده يو په بل يي خرڅوينه
هسې دخلکو په سترګو کې خاورې اچول دي ،
او
که اصلي ،برتره اواخرينئ منبع دقدرت ده .نو بيا خو په اسلامي احکامو کې د [color=violet:920925665e]اکثريت او اقليت[/color:920925665e] استدلال (چه ددموکراسئ اصلي شرط دئ ) هيڅ معنا نه لري ،ځکه په اسلام کې يوازې شهادت او تصديق داسلامي قوانينو جواز لري او هيڅ ډول شک او شبهه په کې نه ځائيږي .
بل په دموکراسئ کې دقوانينو[color=white:920925665e] تغير[/color:920925665e] چه دانسانانو له لوري طرح او تصويبيږي دوخت ،شرايطو او حالاتو سره حتمي دئ ،حال داچه اسلامي قوانين (چه الهي قوانين دي )ثابت ،جاويدانه او نه بدليدونکي دي .
دريمه موضوع د[color=white:920925665e]ازادئ [/color:920925665e]ده چه په دموکراسئ کې يي حد نه دئ ټاکل شوئ ،حال داچه په اسلام کې دهرچا پوله اوپټئ دشريعت له نظره معين او معلوم دي . نوددې دوو متضادو لارو جوړول زموږ په هيواد کې څنګه عملي کيدائ شي ؟
مننه[/quote:920925665e]
Ghairat
07.02.2009
ډېرودرنواوخوږوورونو سپاند صیب، پتنګ صیب ، هیښ صیب او د بحٍث ټولومحترمو ګډونوالو ته له سلام اونیکوهیلو وروسته :
د اسلام ولسواکۍ اوملي ګټو تړاو په ګروب ډول داسې پرتله کیداس شي :
په داسې حا ل کې چې دموکراسي اوملي ګټې سره وحدت لري، اسلام له ملي ګټوسره وحدت او له دموکراسۍ سره اتلاف جوړوي ، ځکه چې :
1 ــ ولسواکي د حکومت جوړولو شکل اوحکومت کولو توګه ده، رهبري کونکي مقامات به ټول د انتخاباتو له لارې د رایو په اکثریت ټاکل کیږي دا اصل د بیعت اومشورو له امر سره په اسلام کې ټیک سمون اومطابقت لري اوتر دې حده پورې اسلام دموکراسي غواړي اودکوکراسي هم اسلام مني !
۲ــ په فرض واجب او حرامو کې دموکراسي نه چلیږي او د اسلامي شرعی حکم مقدم دی ،نو که ولسواک قانون هر څومره پراخه وي له شرعې سره ټکر نشي کولی او په کوم ځای کې چې ټکر سره کوي د شرعی حکم به نافذیږي ،نه دموکرا سي!
۳ــ دغه راز که کومه غوښتنه په دموکراتیکه توګه راولاړه شوي وي خود ملي ګټو سره ټکر کوي، نو بیا هم ملي ګټې اولویت لري !
خوکه چبرې ملي ګټې د شرعی احکامو سره ټکر ولري شریعت اولویت لري اوملي ګټه به پاتې وي ، نو نتیجه داچې :
۴ ــ د ژوند رسمي چارې به ټولې په دموکراسۍ تنظیمیږي،مګر هغه چارې چې د اسلامي فرایضوواجباتو سره تړاو لري د شرعي مقاماتو او محاکمو له خوا پلي کیږي ، او نوموړي مقامات هغه ملي اوولسواکه غوښتنې چې د شرعې سره ټکر نه لري دقیقأ مراعاتوي!
په بله وینا ولسواکي له خپلو ټولوهغه برخو او غوښتنوڅخه په افغانستان کې لاس وینځي چې د اسلام یا ملي غوښتنو سره ټکر خوري، خو ټولې هغه غوښتنې پلې کولی شي او باید پلې یې کړي چې نه د شرعې له پریکنده امر او غوڅې نهې سره ټکر لري او نه د ملي ګټو سره !
[color=blue:11a5268481]نودغسې دموکراسۍ ته چې اسلامي شرعه اوملي ګټې دواړه په پام کې نیسي مونږ ملي او اسلامي دموکراسي وایو ! [/color:11a5268481]
په شرعه کې دموکراسی نشته خو په دموکراسۍ کې شرعه شته، ولې ملي ګټې د دموکراسۍ شکل جوړوي اودموکراسي د هغې محتوا، ځکه په دموکراسۍ کې ملي ګټې ښې پلې کیږي لکه څنګه چې یواځې په ملي أزادۍ کې دموکراسي رامنځته کیدای شي او بس !
داسې فرض کړئ ، صرف فرض یې کړئ چې بهرني ځوتکونهووتل او بليي د وتلو نيټّ معلومه کړه ، ملي روغه وشوه او د موجوده اساسی قلنون په جوکتټ کې انتخابات تر سره شول اوملا عمر وټاکل شو او یا له انتخابلتو پرته د افغانستان شورا د جمهور ریس په شمول یل لویې جرګې پریکړه وکړه اوملا عنر یې د بوې دورذې له پاره ولسمشر وټاکه ۰ اوس تاسې راتهووایاست چې د اساسي قانون په جوکاټ کې په د اوسني عدلیه وزارت د ملا عمر په قیادت کې څه اصولي او لاساسي تغیر لړ تړپیر راسي ؟؟
طبعأ هیڅ اصولي تو پیر منځته نشي راتلای، صرف همدومره چې د عدلیې د ووزارت کارونه به پیګیر، چټک اوګړندي شي او رشوت به لومړی ورک شي
نور ټولې چارې به ملي او ولسواکه چلیږي ،څه جې نلي شورا فیصله کوي ملا عمر به یې دپلې کولوهڅه کوي او بس !
نوکه طالبان د ملي أزادۍ له پاره هم جنګیږي ولې له پورتنۍ ملي او اسلامي دموکراسۍ سره مخالفت کوي نو ددوی جهادبیا ملي نه دی اوآن د ملي ګټو پر ضد تمامیږي! بر عکس که دوی د غه پورتنۍ ملي اسلامي ولسواکه لار غوره کړي نو ډیر ژر به انشأ لله بري ته ورسیږي !
ډاکتر څپاند
08.02.2009
ډيرو درنو او محترمو هيواد والو سلامونه او ښی هيلي !
د ښاغلی غیرت دغه لیکنه محترم وطنمل صيب د "طالبان او دډيورنډ کرښه" له بحث څخه دلته هم
را نقل کړې ده
---------------------------------------------------------------------------
وطنمل صیب لیکي :
حامد صيب د غیرت داليكنه ستاسو د ښي او په زړه پورې ليکنې او تاييدي مثال كيدي شي او ستاسې د کتنې باران ته يې د پټي په توګه دلته رالېږدوم ٠
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
ډېرودرنواوخوږوورونو سپاند صیب، پتنګ صیب ، هیښ صیب او د بحٍث ټولومحترمو ګډونوالو ته له سلام اونیکوهیلو وروسته :
د اسلام ولسواکۍ اوملي ګټو تړاو په ګروب ډول داسې پرتله کیداس شي :
په داسې حا ل کې چې دموکراسي اوملي ګټې سره وحدت لري، اسلام له ملي ګټوسره وحدت او له دموکراسۍ سره اتلاف جوړوي ، ځکه چې :
1 ــ ولسواکي د حکومت جوړولو شکل اوحکومت کولو توګه ده، رهبري کونکي مقامات به ټول د انتخاباتو له لارې د رایو په اکثریت ټاکل کیږي دا اصل د بیعت اومشورو له امر سره په اسلام کې ټیک سمون اومطابقت لري اوتر دې حده پورې اسلام دموکراسي غواړي اودکوکراسي هم اسلام مني !
۲ــ په فرض واجب او حرامو کې دموکراسي نه چلیږي او د اسلامي شرعی حکم مقدم دی ،نو که ولسواک قانون هر څومره پراخه وي له شرعې سره ټکر نشي کولی او په کوم ځای کې چې ټکر سره کوي د شرعی حکم به نافذیږي ،نه دموکرا سي!
۳ــ دغه راز که کومه غوښتنه په دموکراتیکه توګه راولاړه شوي وي خود ملي ګټو سره ټکر کوي، نو بیا هم ملي ګټې اولویت لري !
خوکه چبرې ملي ګټې د شرعی احکامو سره ټکر ولري شریعت اولویت لري اوملي ګټه به پاتې وي ، نو نتیجه داچې :
۴ ــ د ژوند رسمي چارې به ټولې په دموکراسۍ تنظیمیږي،مګر هغه چارې چې د اسلامي فرایضوواجباتو سره تړاو لري د شرعي مقاماتو او محاکمو له خوا پلي کیږي ، او نوموړي مقامات هغه ملي اوولسواکه غوښتنې چې د شرعې سره ټکر نه لري دقیقأ مراعاتوي!
په بله وینا ولسواکي له خپلو ټولوهغه برخو او غوښتنوڅخه په افغانستان کې لاس وینځي چې د اسلام یا ملي غوښتنو سره ټکر خوري، خو ټولې هغه غوښتنې پلې کولی شي او باید پلې یې کړي چې نه د شرعې له پریکنده امر او غوڅې نهې سره ټکر لري او نه د ملي ګټو سره !
نودغسې دموکراسۍ ته چې اسلامي شرعه اوملي ګټې دواړه په پام کې نیسي مونږ ملي او اسلامي دموکراسي وایو !
په شرعه کې دموکراسی نشته خو په دموکراسۍ کې شرعه شته، ولې ملي ګټې د دموکراسۍ شکل جوړوي اودموکراسي د هغې محتوا، ځکه په دموکراسۍ کې ملي ګټې ښې پلې کیږي لکه څنګه چې یواځې په ملي أزادۍ کې دموکراسي رامنځته کیدای شي او بس !
داسې فرض کړئ ، صرف فرض یې کړئ چې بهرني ځوتکونهووتل او بليي د وتلو نيټّ معلومه کړه ، ملي روغه وشوه او د موجوده اساسی قانون په جوکاټ کې انتخابات تر سره شول اوملا عمر وټاکل شو او یا له انتخاباتو پرته د افغانستان شورا د جمهور ریس په شمول لویې جرګې پریکړه وکړه اوملا عمر یې د یوې دورې له پاره ولسمشر وټاکه ۰ اوس تاسې راته ووایاست چې د اساسي قانون په چوکاټ کې په د اوسني عدلیه وزارت د ملا عمر په قیادت کې څه اصولي او اساسي تغیر او
توپیر راسي ؟؟
طبعأ هیڅ اصولي تو پیر منځته نشي راتلای، صرف همدومره چې د عدلیې د ووزارت کارونه به پیګیر، چټک اوګړندي شي او رشوت به لومړی ورک شي
نور ټولې چارې به ملي او ولسواکه چلیږي ،څه چې ملي شورا فیصله کوي ملا عمر به یې دپلې کولوهڅه کوي او بس !
نوکه طالبان د ملي أزادۍ له پاره هم جنګیږي ولې له پورتنۍ ملي او اسلامي دموکراسۍ سره مخالفت کوي نو ددوی جهادبیا ملي نه دی اوآن د ملي ګټو پر ضد تمامیږي! بر عکس که دوی د غه پورتنۍ ملي اسلامي ولسواکه لار غوره کړي نو ډیر ژر به انشأ لله بري ته ورسیږي !
[/quote]
په هر حال، په دې توګه تاسو لیکنه ښاغلی غیرت دوه ځایه وجودلری او په دواړو کې داجمله لیدل کیږي چه
په[color=white:e1e201aada] شرعه کې دموکراسی نشته خو په دموکراسۍ کې شرعه شته، [/color:e1e201aada]
پدی هکله به ښه وی چه دمحترمو اومکرمو اسلامپوهانو نظر واوريدل شی٠
دا ځکه چه په اسلامي محاکمو کی کله ناکله ديوی مسلی او مشکل دحل لپاره
د قاضيانو تر منځ دنظر اختلاف (نه داچه د نظرياتو تضاد)پيښیداي شی٠
نو ليدل کيږی چه داکثريت نظر دقبول وړ کرځی،چه دا پخپله پدی دلالت کوی چه
په شرعه کی هم دموکراسي شته٠ " و امرهم شوری بينهم"
Ghairat
12.02.2009
سپاند صافی صیب ته د زړه له کومي سلامونه او درناوی !
وروره کله چې ما دغه جمله لیکله نو د خپلو تیرو لیکنو دوه مهم ټکی چې اسلام د خلفای راشدینو په وخت کې د عمومی انتخاباتو اصل له امت څخه د بیعت د اخیستلو په بڼه پلی کېده او بل د مشورې کولواصل چې تاسو یې اصل ایت شریف تهصرف نغوته کړې ، نو دواړه اسلامی اصول دی او د دموکراسۍ زړي جوړوي ، خو زما مطلب بل شی و، او هغه د ټولې ولسواکۍ او شریعت نسبت و، چې کوم اړخ بل ټول اړخ ته اجازه ورکوي ، اسلام اسلامی دموکراسی لري چې پورتنی دوه اصول یې ښکاروندوی دي ، خو ملا صاحبانو او طالبانو ، بنسټپالانو او ورته عربی رژیمونو پرې سترګې پټې کړي ، ولې ولسواکی چې خپلو بنسټونوته وفاداره وي ، نو د مسلمان ولس د اکثریت غوښتنه ( چې د اسلامی شرعې مراعت دی ) اتوماتیک پلې کیږي !
بل ټکې هم د ادی چې ما په اړونده راخیستل شوې جمله کې د اسلام پر ځای داسلام دیوې بیلګړې برخې شریعت یادونه کړې، چې اسلام یې کل او شریعت یې جز دی ، جز په کل کې شامل وي خو کل په جز کې نه ځاییږي، د دموکراسۍ نوموړی
اصول ښایي د اسلام جز وي خو دشرعې جز نه وي او په دې ډول د اسلام د جز جز نه ا وسي .
بیا هم ستاسو د وړاندیز ملاتړ او پرې ټينګار کوم چې په دې اړه دې
اسلامپوهان مفصلې څيړنې وړاندې کړي او د ملي ولسواک اواسلامي نظام
تیوریکی امکانات او غیر امکانات دې روښانه کړي ! په درنښت !
ع کريم حليمي
13.02.2009
ډېرودرنواومکرمو وړونو دانشمند غيرت صاحب سپاند صاحب،د پښتوپير پتنګ صاحب، هیښ صاحب، او د بحٍث ټولومحترمو ګډونوالو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته
[quote:b2c3e69e67]اسلامپوهان مفصلې څيړنې وړاندې کړي او د ملي ولسواک اواسلامي نظام
تیوریکی امکانات او غیر امکانات دې روښانه کړي ! [/quote:b2c3e69e67]
د پوهي دعوې نه کوم ، خو جواب تاسوته ليکم
ازادي او دېموکراسي
ازادي -هغي ازادۍ ته اسلامي ازادي ويل کيږي چه حقوق الله ،حقوق العبادپه کښي پايمال نسي
ډېموکراسي - د يو مسلمان دولت اونظام به هغه وخت يوه مشروع ډېموکراسي
ولري چه : چه ملت خپل امير پخپله تعين او انتخاب کړي ، او امير او دستګاه
ئې د منکر څخه منع کوي (ينهون عن المنکر ) ، او زياتی (عُدْوَانَ ) ونه کړي
او اختلافي موضعات ،اوتأويلي احکام ،او ملي موضعات په 'وأمرهم شوري بينهم ' وي ،اوبس
په درنښت
هیښ
15.02.2009
سلامونه
ښاغلئ پتنګ صاحب!
په دکې هيڅ شک نشته چه دخلفايي راشيدينو دخلافت دوره داسلامي عدالت او حکومت يوه مثالي اونمونه يي دوره وه ،خو په هغه وخت کې همداسي لوئ شخصيتونه لکه [(حضرت ابوبکر صديق (رض) ،حضرت عمرفاروق (رض ) ،حضرت عثمان (رض) او حضرت ابوبکر (رض) ] او واقعي مسلمانان هم وو ،چه په عمل او خبروکې يي توپير نه و.دهغه وخت اکثره اراکين دخلافت دحضرت رسول اکرم (ص) دژوند ،کردار ،رفتار او ګفتار عيني شاهدان وو،اودټولو برداشت او اخستنه داسلام ددين څخه يو شان وه ،مذهبونه او فرقې نه وې جوړې شوې او يوازې داعليي کلمته الله شعار په يوه زړه اوغږ پورته کېده .يوه اسلامي ټولنه وه او په دې ټولنه کې ديوه بهترين دبهترانود ټاکل کيدو مسئله مطرح وه اوټولنه دعقيدوي ،ژبني اوفکري لحاظه يوه همرنګه اوهمنوا وه .
سياسي قدرت دمسلمانانو دامت دغوښتنو،هيلو اونظرونو دښه انعکاس او دامت دخدمت او سوکالئ يو مطمئن مرکز و.
شخصي ګټې تر ټولنيزو ګټو لوړې او لمړئ نه ګڼل کيدې او دالهي قانون په وړاندې دخليفه نه نيولې تر چپړاسي پورې دټولو مسئوليت او ځواب ورکونه بې له کوم امتياز څخه يورنګه اويو شان وه او مکافات اومجازات يوازې دقراني احکامو او نبوي ارشاداتو په بنسټ عملي کيدل .
لڼډه داچه دهغه وخت سياسي ،اجتماعي او فرهنګي شرايط او حالات داوس زمانې سره ډير تفاوت لري ،دهغه رنګه متخصصو ،متعهدو او مؤمنو اشخاصو موندل زموږ په زمانه کې دخوب او خيال ليدل دي .
اوس دمسلمانانو په منځ کې په لسهاوو مذهبونه ،ډلې او فرقې جوړې شوې دي اويوواحد نظر او مرام نه لري او هر ې ډلې ته دامت اسلام دګټوپه ځائ دخپلي ډلې او فرقې ګټې اولويت لري .همدا وجه ده چه داسلام دمقدس دين نه هر چا دخپل هدف دپاره ديوې وسيلې په توګه کاراخستئ دئ او اخلي يي او ناوړه استفاده ځنې شوې ده او کيږي .
داواقعيتونه تر هرچا زيات بايد افغانانو ته ددرک وړ وي ،ځکه په دې دريو لسيزو کې يي داسلام تر نامه لاندې څه نخرې او کيسې ونه ليدلې ،چه وحشتناکه تصوير يي دهر يو ه په ذهن کې موجود او نه هيريدونکئ دئ .
ديوې اسلامي ټولنې او دولت تشکيلول او منځ ته راوړل دهر مسلمان دزړه ارمان دئ او دڅوارلس سوه کاله راپه ديخوا ددې ارمان دپوره کيدو په انتظار کې دي ،ليکن ددې په ځائ چه هيلې يي په واقعيت بدلې شي ،يأس او نااميدئ يي په برخه رسيدلي دي ،دفکري ثبات او ذهني استقرار په عوض دفکري تشوشاتو او سرګردانئ سره مخامخ دي او دخپل نامعلومه اينده په لوري بې پلانه او اوبې پروګرامه روان دي ،ددې په ځائ چه خپل برخليک په خپل لاس کې واخلي او په خپله پرې فکر وکړي ،په نورو جعلي لاروروان دي ،چه هدف ته درسيدو په ځائ په ژورو کندو کې ولويږي او دنجات په عوض امت او ځانونه دواړه غرق کړي .
ښاغلئ غیرت صاحب !
ستا د توضیحاتو نه داسې ښکاری چه په ملی ،اسلامی دموکراسئ کې اخرینه منبع او سرچینه دقدرت اسلام دئ اوکه هر عمل ،قانون او لایحه که څه هم دموکراتیک وی یانی داکثریت په خوښه وی .خو چه اسلامی نه وی مردود دي ،همدارنګه
[list:1e928dba5e]ــ [code:1:1e928dba5e][quote]دغه راز که کومه غوښتنه په دموکراتیکه توګه راولاړه شوي وي خود ملي ګټو سره ټکر کوي، نو بیا هم ملي ګټې اولویت لري !
خوکه چبرې ملي ګټې د شرعی احکامو سره ټکر ولري شریعت اولویت لري اوملي ګټه به پاتې وي [/quote][/code:1:1e928dba5e][/list:u:1e928dba5e]
او ښه علمی ،منطقی،عقلی او اصولی جمله چه دلیکلی هغه :
[quote][list:1e928dba5e][code:1:1e928dba5e]په شرعه کې دموکراسی نشته خو په دموکراسۍ کې شرعه شته، [/quote][/code:1:1e928dba5e][/list:u:1e928dba5e]
ستاسو په توضیحاتو کې متضاده او متناقضه دریځ او موقف دئ .
دیوې خوانه دملی ،اسلامی دوموکراسئ نقشه پیشنهاد کوئ اودبلې خوانه ناسیونالیزم او دموکراسی ردوئ او یوازې دشریعت او اسلام لاره نیسئ.
تاسو کوښښ کړئ چه دخپلې لیکوالئ داستعداد په مټه دخپلې تیوری (ملی ،اسلامی دموکراسئ )دپاره دقبول لاره دمفاهیموپه کښته کولو او پورته کولو باندې پیداکړئ او په دوسیله دلوستونکی قناعت حاصل کړئ ،لاکن باالاخره پخپله مو دخپلې تیوري دنه عملي کیدو واقعیت درک کړئ او اقرار مو کړئ چه په اسلام کې ناسیونالیزم او دموکراسی نه ځائیږي،مګر په دموکراسئ کې دناسیونالیزم او اسلامي اډیالونو او ارمانونو دپوره کیدو دپاره چانس شته دئ .
ښاغلئ حلیمي صاحب !
ستاسو مختصره مګر ډیره ارزښتناکه نظر کاملادرست دئ ،مګرداهغه وخت قابل دتطبیق دئ چه ټولنه کې یوازې یوه عقیده ،فکر او نظر وجود ولري ،چه هغه اسلامی عقیده ده .په ننئ زمانه کې دټولنې ترکیب دعقایدو ،مذاهبو ،او افکارو له مخې یوشان او یو رنګ نه دئ او که په یوه ټولنه کې یوشانتوب او یو رنګتوب په ظاهری شکل محسوسیږی،حتمأبه دازادئ دفقدان او یا ددیکتاتورئ دفشار له کبله وی ،نه دقناعت او متقاعد کولو په اساس .
نو اوس ستونزه په همدې مسئله کې ده چه په داسې یوه کثیرالفکره او دمختلفو عقایدو او اډیولوژیګانو نه تشکیل شوې ټولنه کې دعامه نظم دثبات او دامورو داجرا کولو دپاره څه تجویزونه باید ونیول شی ،ترڅو دعقایدو ،افکارو او اډیولوژیګانو دمسلحانه برخورد مخه ونیول شی ؟
ایا دیواو بل دمحو اونابودلو دپاره دزور اوسلاح نه کارواخستل شی ؟
او
یا په سوله کې یو دبل تر څنګ دمذاکرې ،مفاهمې ،تبلبغ او ارشاد زمینه دټولو دپاره په مساویانه توګه او بې له امتیازه برابره شی ؟
مننه
Ghairat
15.02.2009
هیښ صیب له تبصرې نه مومنه، سلامونه هم ومنه!
ددولت له درې ځواکونو اجرائیه، مقننه او قضائیې څخه به په قضائیه کې شرعه اولویت لري،خو نور مثٍٍبت قوانین چې د شرعې سره مخالفت ونه لري یا د شرعې په رڼا کې نوي رامنځته کیږي هم قضائیه ځواک غزولی او پراخه کولی شي! هرقًانون چې له شورا څخه پاس کیږي مخکې باید د شرعې له پلوه کتل شوی او د هغې مجازتوب له سترې محکمې څخه تیر شوی او یا له تصویب وروسته تر هغه وخته نه نشي توشیح اونشي نافذ کیدای تر څو چې سترې محکمې نه وي پاس کړی!
هغه برخې چې په اسلامي شرعه کې ورته جوتاز یا سزا نه ده ټاکل شوې تر هغې خورا پراخه او لویه ده نسبت هغې ته چې په اسلام کې یې جواز یا تحریم شته ،نو فرض که چې دغسې برخې د ژوندانه ۷۵ ٪ تشکیلوي ، چې د اسلام د نزول پهوخت کې لا نهوې رامنځته شوې،خو ۱۵ سوه کاله وروسته تر ې نن ورځ د انسان ټول ژوند
ترې ډک دی، نوولسواک تقنین به هغې ته داسې قوانین ټاکي چې د شرعې سره ټکر ونه خوري خو دغه برخې قانونأ تنظیم کاندي! اوهغه ًوانین چې اسلامي شرعې ټاکلي هغه به ټول په خپل ځاب جلري اونافذ پاتې وي! په دې ترتیب ولسواکي شرعې ته ځای ورکوي، ځکه په اسلامي ټولنو کې اکثریت مسلمان وي او د اسلام قوانین د اٍکثریت له خوا تایید اوپه تصویب رسیږي!
سر بیره پر دې يه اسلامکې هم ولسواک قوانین شته ، اوهغوی د ولسواکۍ اساسات جوړوي، لکه د خلیفه ټاکل په عامو بیعتونو او انتخاباتو، چې دبیعت پرمختللی شکل انتخابات دي ، په شورا اومشوره اجتماعي مسایل حل او فصل کول، شوری یا پارلمنتاریزم او انتخابات د جمهوریت اوولسواکۍ بنسټونه دي،خو له خلافت راوروسته بیا اسلامي رژیمونو د خپل قدرت د ساتنې له پاره
له پامه غورځولي دي!!
داچې وایم په شرعه کې دموکراسي نشته په دې معنی ده چې آیت اوحدیث نافذ دی او د دموکراتیکې فیصلې پورې یې انفاذ هیڅکله تړاو نشي پیدا کولی،نه په دې معنی چې په اسلام کې له سره دموکراسي هډو شته دی نه !!
همدارنګه چې اسلامي دموکراسيۍکې اسلامي قوانین اولویت لري، نو ملي ګټې هم په ملي دموکراسۍ کې تر دموکراسۍ فوقیت لري، ایا وبلی شوچې د اسلمي شرعې او ملي ګټو ساحه په مجموع کې د ولسواکۍ حخه پراخه راځي ؟؟؟؟
نه هیڅکله نه، ولسواکي ډبره پراخه او غني ده او ټول ژوند په لمن کې رانغاړي او آن ملي ګټې او اسلامي شرعه هم ، وروستی ټکې په دې شرط چۍ لیبرالیزم او لیبراله دموکراسي نه ، بلکې ملي افغانی او اسلامي دموکراسي وي! په دې ډول به رژيم په تمامه معنی ملي او اسلامي وي، خو محتوا به یې ولسواکي وي ،مٍثلأ :
ښځې به د نارینه و سره مساوي حقوق لري،خو اسلامي حجاب به په پام کې نیسي، دوی به ښونځیو، پوهنتونونو کې تحصیل کوي، په طب، ښونه روزنه ، د ښځود چارو په وزارت ، علمي اوادبي څېړنو او نورو دولتي څانګوکې له سړو څخه بیل د ښځینه مراجعینو کار کوي اوحجاب به ساتي! دوی حق لري په هر وزارت کې د هر ریاست اومدیریت تر څنګ یو ریاستګوټی او یومدیریتګوټی د ښځو د کارونو اوچارو د ظرفیت مطابق ولري! په درنښت
و.افغان
15.02.2009
درنو ښاغلو لوستونکو او ليکونکو!
سلامونه او نیکې هيلی
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
څه پړپړی لیکل نه غواړم، خو ښاغلي غیرت صاحب ته په لنډه توګه ليکم چې:
مونږ افغانان او په اسلامې نړۍ کې مسلمانان عموما دديموکراسي له وييزي څخه
ډيره کرکه په زړونو کې لري، لکه چې اوس يي دکور کالې ډوډۍ له شعار سره لري،
دا چې ولې، نو ټول پری پوهیږي،
تاسو چې دديموکراسۍ څنګه شرحه او تعریف کوئ، نو فکر
کوم چې مونږ ټول درسره متفق يو، خو که چيرته دغه جزئيات داسلامي دين لاندې او دديموکراسۍ
له وييزي څخه ليرې دڅيړنې لاندې ونيول شي، داسلام سره يي نه تضاد څرګند شي، شرعي
مقاصدو ته درسيدو لپاره داړينو څيزونو په توګه په ګوته شي، ددنيوي پرمختګ لپاره چې يو
اسلامي مطلوب دی ضروري څيزونه ثابت شي، نو آيا مونږ به په دې ونه توانيږو چې
چې دديموکراسۍ له وييزي لیرې حقه اسلامي آزادي رامنځ ته کړو.
تاسو ته يو مثال درکوم: سعودي کې مثلا له ډير پخوا څخه تر ننه پوري نظام اسلامي
دی، قضا او قانون يي پر اسلام استوار دی، قاضيان يي دشرعياتو دپوهنځو څخه فارغ محصلین
دی او داسي نور....(په بهرنې سياست يي نه غږيږم)
خو په دغه وطن کې له ډيره وخته راهيسي مثلا تر ممکنه حده دديموکراسۍ پديدی ليدل
کیږي، دممکن حد خبره مې ځکه وکړه، چې هلته شاهي نظام دی، او شاهي نظام
کې که ديموکراسي وي، نو دټولو لوړو دولتي چوکيو يا ځينو مهمو فيصلو لپاره برخلیک نشي ټاکلې.
مثلا دغه پديدي په لاندې ډول دي:
ښاري يا بلدي انتخابات.
مجلس الشوری، چې دپارلمان حیثيت لري.
په هر فن کې ښځينه وو ته دتعليم زمينه برابرول: له لومړنۍ زده کړو څخه تر دوکتورا پوري
ښځينه وو ته ددولتي وظيفو تيارول، څخه وړاندې يوه ډاکټره ښځه دتعليم او تربيي
وزارت مرستياله وټاکل شوه.
او داسې نور تطورات چې ورځ په ورځ په سعودي دولت کې ليدل کیږي، او دهر تطور سره
ټول ملت ته يادونه کوي، چې دا کار داسلامي نظام له مخې جایز دی، زمونږ له تقاليدو سره
اړخ لګوي، او داوسنۍ نړۍ سره دسيالکيدو لپاره اهم ګام دی.
په هر حال موخه مې داده، چې مونږ که په دی وتوانيږو، چې دافغانستان په اسلامي سياسي
ګوندونو دا ومنو چې انتخاباتو ته غاړه کیږدي، او دغه انتخابات ورته داسلام له روحيي سره
ديو موافق څيز او اوسني وخت لپاره ديوه اړين کار په توګه وړاندی کړو، نو دا کار په اوسنۍ
مرحله کې ځمونږ لپاره ډير مهم، کافې، او کامياب ګام دی، چې نور کامياب ګامونه به هم ورپسی
وي.
عجله پکار نه ده، مونږ افغانانو خو همدی عجلې او لويو لويو ټوپونو تباه او برباد کړو.
ستاسو څه نظر دی؟
Ghairat
16.02.2009
محترم وهاج صیب السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
مونږ باید د دموکراسۍ ټول اصول د اسلام له اندپلوه راچاڼ کړو ، څه چې د اسلام ی شریعت سره ټکر نه لري د هغې ټولګې ته یو نوم ورکړو ، چې لویدیزی نوم نه وي لکه دموکراسي چې د اسلام ضد متنونو له کبله د کرکې وړ ده، بلکې د دموراسۍ پرځای تل ولسواکی وکاروواو د ولسواکۍ د اصولو نوموړې ټولګې ته [color=blue:19dc9ed037]اسلامي ولسواکي[/color:19dc9ed037] ووایو !
ولس او واک ته به په عربی کې هم بیل ویزي شتون لري ، نو اسلامی ولسواکۍ ته دی د اسلامی سره کاروي او دموقراطي دې ورکه کړي ، چۍ رښتیا هم منفور شوی ټکی دی . زما په اند د اسلامي ستاینتاړي په مټ ولسواکي نوره هم سوچه کیږی او مسلمانانو ته د منلو وړ ګرځي!
هر اسلامی هیواد له اسلامي ولسواکۍسره د ملي ستاینتاړی هم ورزیاتولی شي که یې غواړي اوکه نه اسلامي خوباید حتما ورسره مل کاندي !
په دې توګه مونږ د لیبرالې غربي دموکراسۍ له فحش او فحشا او ضد ملی غربي
دودونو څخه ځانونه ژغورلی شو !
باتور
17.02.2009
ولس ته واک ورکول ښه خبره ده، له ولس نه د ښه او بد پوښتل او په هغه عمل کول د مدنيت او پرمځتګ نښه ده. . لیکن زموږ ټولنه لا تر اوسه د دې خوب پلي کولو ته چمتو نه ده. . زموږ خلګ وږي او بې سواده دي، لومړی بايد د ولس نس موړ سي، سواد ورکړل سي او له هغه نه وروسته [color=darkred:fee434dc73]واک[/color:fee434dc73] وړکړل سي. .
په درنښت
هیښ
22.02.2009
ټولو ښاغلیو لیکونکواو لوستونکوته سلامونه
ښاغلئ باتورصاحب !
رښتیاهم کله چه خلک باسواده شی ،په نس ماړه شی ،نو په مساییلودښه فکرکولو ،نظرورکولو اوتحلیل کولو دقدرت څخه برخورداره شی او په دوئ کې داکیفیت او قوت راپیداکیږی چې دخپل سرنوشت او اینده په هکله په خپله بهتره تصمیم ونیسی او ددې بېسریو او بې بندوباریو ټغر دتل دپاره ټول کړی او دسیاسی تاجرانو او دلالانو کاروبار ته دپائ ټکئ کيږدي .خو مشکل هم دلته دئ چه وولس بې سواده او وږئ دئ او داوسنئ زمانې عصری مداریان او زاړه ملنګان دنویو منترونو او زړو دمونوسره ددې بې سوادئ او لوږې څخه دخپلو شخصی ،ګوندی اوتنظیمی کړیو دپاره ناوړه ګټه پورته کوی او میدان شغالی شوئ دئ ،وضع بحرانی او دکنترول نه خارجه شوی ده اودخلکو په سرنوشت ،خلکو ته دخدمت تر نامه لاندې داسې لوبې روانې دی چه انسانیت پرې شرمیږی او شیطان ورته ګوته په غاښ دئ چه هغه انسان چه الله (ج)داشرف مخلوقات مقام ورکړئ ؤپه خپلو اعمالو سره پست ترین دمخلوقاتو ته سقوط وکړ .
هره ډله،ګوند،تنظیم او تحریک ددې ادعا کوی ،چه که دوئ دواک څښتن شی ،نو دخلکو ګیډې به مړې او بې سوادی به له منځه یوسی ،حق به حقدارته ورسیږی او عدالت به تأمین شی .دوئ ټول دااستدلال کوی چه وولس بیسواده دئ ،ناپوهه دئ ،جاهل دئ ،بې خبره دئ ،بېعقل دئ اودمغلقو،پیچلیو اوبغرنجو سیاسی،اقتصادی ،امنیتی ،ملی او بین المللی مساییلو دحل اودرک نه عاجز دئ ،نودوولس نه دپوښتنې کولو او نظراخستلو ضرورت نشته او ددوئ په ځائ باید اشخاص ،ډلې ،سازمانونه او ګوندونه چه ځانونه باسواده ،متخصص،کارپوه،مدبر ا و متفکر ښیی باید دواک واګې په لاس کې ونیسی او ملک اداره کړی ،دې ډلو ټپلو ته وولس دپسونو حیثیت لری چه یوه چوپان اوشپانه ته ضرورت لری ترڅو دلیوانو او نورو درنده ځناورو نه یی وساتی او په سمه لاره یی بوزی .ډیره بدمرغی داده چه داډلې او ټپلی دقدرت دتر لاسه کولو دپاره دزور،جبر او سلاح له لاری غواړی خپل هدف ته ځانونه ورسوی او په دلاره کې دهیڅ ډول جنایت او خیانت نه مخ نه اړوی .
لاکن اختر پټ میړه نه دئ او دافغانستا ن دوروستیو دریو لسیزو تاریخ دا روښانه کړه چه نه دوولس دسواد او نه دګیډې غم دچاسره شته او نه دملک دارامئ او ابادئ یوازې دشخصی او شیطانی هوسونو او خیالونو دپوره کیدو لوبه ده چه روانه ده اوهغه چا چه دوولس دساتنې او حراست وظیفه په غاړه واخسته ،دوحشی ترین او درنده ترین حیوان سلوک یی دخلکو سره وکړ،څومره چه یی له لاسه کیدل په همغه اندازه یی وولس زخمی ،ټوټې او ټپی کړ.
په وولس هغه د مسافر سوالګر کیسه شوی ده چه ددوئ دخیر اوخیرات نه توبه ګارشوئ دئ اودسپیوداړلواودتړلو نارې وهی .
نور باید دامنطق چه ګواکی وولس بېسواده او وږئ دئ ،دسیاسی ډلو ټپلو په قدرت پاته کیدو دمشروعیت دپاره دلیل ونه ګرزول شی او ددوئ دشخصی او تنظیمی چټلو هدفونو ښکار نه شی .
داوولس که بې سواده دئ او که وږئ دئ بیا هم دومره لیاقت ،استعداد ،اهلیت او درایت په کې شته دئ ،چه که واک ورکړل شی ،په مراتبو بهتره به ددې مطرح شویو باسواده جاهلانو او تقلیدی روښانفکرانو په ځائ تصمیم ونیسی او هغه انتخاب به وکړی چه ملی ګټې او عامه خیر په کې نغښتئ وی .
دافغانستان تاریخ په ثبوت رسولې ده چه په کومو مواردو کې چه وولس تصمیم نیولئ دئ او فیصلې یی کړې دی ټولې یی عاقلانه او منصفانه دی او په ډیرو سختو او ستونزمنو شرایطو کې یی داوطن دلویو خطرونو او طوفانونو نه ژغورلئ دئ او دموږ تر دوره یی رارسولئ دئ .
په اوسنی حالت کې هم که دوولس تدبیر او تدبر ،سنجش اوتفکر ،مشورې او مذاکرې ،تصمیم او فیصلې ته مراجعه وشی او دهغې مطابق عمل وشی ،ټول مشکلات به په ډیره هوښیارانه او عاقلانه توګه دوولسی تفاهم په فضا کې حل شی او ددې زور ازماییو جنایت کارانه او خاینانه مسابقه به پائ ته ورسیږی .سیاسی قدرت به په اصلی مالک پورې چه خلک دی تعلق پیداکړی او نوربه په وطن کې د سیاسی تقلب کارانو ،غلو او قاچاقبرانو او محتکرینو دتقلب ،غلې ،قاچاق او احتکار غیر انسانی ،غیر ملی او غیر اسلامی بازار دتل دپاره محو او له منځه ولاړ شی .
ښاغلئ غیرت صاحب !
که هرڅومره توضیحات ورکړې ،په اسلام کې به ددموکراسئ او ملتپالنې دپاره ځائ پیدا نه کړې .
اسلام یو مکتب دئ ،چه اساس یی قران کریم او احادیث نبوی دي .دا الهی دستورات او احکام دی ،چه دهرنوع انسانی لاسوهنې او تغیر ورکولو جواز یی دانسان له واک نه خارج دئ ،دااحکام ،اصول او اوامر باید فقط ا و فقط تصدیق شی او شهادت ورباندې ورکړل شی .داسلام دین دمسلماتانو له لوری یو حقیقت دئ ،کامل دئ او ټول مؤمنین او معتقدین په دایمان او باورلری چه هیڅ داسې سیاسی ،اجتماعی ،تربیتی ،اقتصادی ،قضایی،امنیتی اوثقافتی او عدالتی موضوع نشته چه دحل بیان یی داسلام له لوری نه وی شوئ .داسلام په دین کې شک او تردید وجود نه لری .په اسلام کې دملت مفهوم ،ملی ګټې،ملې کلتور او ملی پولې هیڅ ارزښت نه لری ،بلکه اډیال یی تر دې مفاهیمو ډیر لوړ او پراخه دئ .په اسلام کې دامت مسأله ده ،دامت ګټې ،دامت سرحدونه او دامت کلتور چه اسلامی کلتور دئ مطرح دي .
په دې اساس دملت پالنې فکر داسلامی تفکر او عقیدې له لوری مردود دئ .
داچه موږ وایو چه اسلام حقیقت دئ ،نو هیڅ الترناتیف ورته نشته او داچه الترناتیف ورته نشته نو انتخاب هیڅ مفهوم نه لری او یوازې باید موږ تصدیق وکړو او تاییید وکړو.
همدارنګه دیموکراسی دانسان دذهن او فکر یوسیستم دئ ،په هغې کې کثرت دعقایدو ،افکارو او اډیولوژیګانو دئ .داچه دادبشر دفکر په واسطه یوه نقشه ده ،نو دتغیر ،تحول ،تجدداو نوی طرح کولو صلاحیت یی هم دانسانانو سره شته دئ .دموکراسی کامله نه ده ،شک او شبهه ورسره ملګری دی ،نواقص او نیمګړتیاوې په کې موجودې دی او همدا وجه ده چه ثبات نه لری او دحالاتو او شرایطوسره نوی اصول او نوی قوانین زیږوی اودوخت اوزمان سره یی شکل او محتوا تغیر پیداکوی .
په دموکراسئ کې هیڅ فرد،هیڅ کورنئ ،هیڅ ګروه ،هیڅ ګوند،هیڅ جنس(ښځه او نر)،هیڅ قوم،هیڅ امت باید په حکومت کولو کې امتیاز ونه لری ،دسیاست دروازه دټولو په مخ خلاصه ده .په دموکراسئ کې هیڅ څوک په سیاست کې مداخله نه کوی ،بلکه ټول په سیاست کې شریک دی یا په سیاست کې موجوددی او ازاددي .دموکراسی دانسانانوپه منځ کې داړیکو برقراری ددوئ دمشترک تفاهم له لارې بلل کیږی .دموکراسی دازادئ په فضا اوساحه کې ژوند کولائ شی او هیڅ زور ااو جبر نه منی .دموکراسی یوه وسیله ده نه هدف .هر څوک کولائ شی خپل هدف ته درسیدو دپاره ددې وسیلی څخه ګټه پورته کړی ،یوازې دتفاهم په چوکات کې نه دزور ،ستم او استبداد له لارې .
تاسی چه دخپلې (ملی ،اسلامی ،دموکراسئ )په تشربح کې :
[quote[code:1:191066f60f]]ددولت له درې ځواکونو اجرائیه، مقننه او قضائیې څخه به په قضائیه کې شرعه اولویت لري،خو نور مثٍٍبت قوانین چې د شرعې سره مخالفت ونه لري یا د شرعې په رڼا کې نوي رامنځته کیږي هم قضائیه ځواک غزولی او پراخه کولی شي! هرقًانون چې له شورا څخه پاس کیږي مخکې باید د شرعې له پلوه کتل شوی او د هغې مجازتوب له سترې محکمې څخه تیر شوی او یا له تصویب وروسته تر هغه وخته نه نشي توشیح اونشي نافذ کیدای تر څو چې سترې محکمې نه وي پاس کړی!
هغه برخې چې په اسلامي شرعه کې ورته جوتاز یا سزا نه ده ټاکل شوې تر هغې خورا پراخه او لویه ده نسبت هغې ته چې په اسلام کې یې جواز یا تحریم شته ،نو فرض که چې دغسې برخې د ژوندانه ۷۵ ٪ تشکیلوي ، چې د اسلام د نزول پهوخت کې لا نهوې رامنځته شوې،خو ۱۵ سوه کاله وروسته تر ې نن ورځ د انسان ټول ژوند
ترې ډک دی، نوولسواک تقنین به هغې ته داسې قوانین ټاکي چې د شرعې سره ټکر ونه خوري خو دغه برخې قانونأ تنظیم کاندي! اوهغه ًوانین چې اسلامي شرعې ټاکلي هغه به ټول په خپل ځاب جلري اونافذ پاتې وي! په دې ترتیب ولسواکي شرعې ته ځای ورکوي، ځکه په اسلامي ټولنو کې اکثریت مسلمان وي او د اسلام قوانین د اٍکثریت له خوا تایید اوپه تصویب رسیږي! [/code:1:191066f60f][/quote]
اشاره کړی ده ،داټول داسلامی حکومت اجرائیوی اصول دی او اسلام دخپل کمال او تمامیت له مخې بل هیڅ قانون او اصل ته ضرورت نه لری نه ملت پالنې ته ضرورت شته او نه دموکراسئ ته ،دااضافی او ظاهری مفاهیم دی اوپه اسلامی نظام کې هیڅ محتوا نه لری .اسلام او دټولو سیاسی ،اقتصادی ،تربیتی،کلتوری...........اونورو معضلودحل دپاره خپل کافی اصول او قواعد لری .هر مسلمان داسلامی احکامو او اصولو په حقانیت ایمان لری او معتقد دئ چه که رښتینئ اسلامی حکومت استقرار پیداکړی ،ټول مشکلات به له منځه ولاړ شی او یوه نیکمرغه ،باامنه ،هوسا او مرفه ټولنه به تشکیل شی .
لاکن
په ننئ زمان کې ځنې واقعیتونه موجوددی چه انکار او پټونه یی یوه نه جبران کیدونکی اشتباه ده .دهغه ننګونو او چیلینجونو سره چه ټولنه مخامخ ده ،په هغې سترګې پټول او دنظره غورځول ددې معنی نه لری چه مشکل وجودنه لری او دیوه منطقی ،معقول او همه جانیه حل په لټه کې باید نه شو او کوم میتودونه اوطریقې او لارې مو چه تر اوسه تعقیب کړې دی او خپل هدف ته هم نه یوپرې رسیدلی ،په همغو وسایلو او لارو دتګ تاکید وکړو .خپل ماضی تاریخ باید ډیر ژور او دقیق مطالعه کړو ،خپلې غلطئ او اشتباووې باید تکرار نه کړو او دهغوئ نه دپنداخستوپه بنياددیوه مطمئن او باثباته راتلونکی په لور حرکت وکړو.هغه ارمان چه داسلامی ټولنې او دولت تشکیلول دی او دغې کمال ته ځان رسول دی ،په هغه وسایلو او طریقو لکه تراوسه مو چه لرل او کول ددې لوئ هدف دلاسته راوړنې دپاره کافي اوکارن نه وواو هغه څوک چه ددې لوئ ماموريت داجرا وظيفه غواړي په غاړه واخلي ددې توان او لياقتي ظرفيت نه دئ پيدا کړ ئ او ددې درندې وظيفې داداکولو نه عاجزدئ .
نن اسلامی امت په مختلفو مذهبونو او فرقو ویشل شوئ دئ او هریوه یی دحقیقی اسلام او خپلې عقیدې دحقانیت دعواکوی او دنورو فرقو سره دسازش او یوځائ والی علاقه او میل نه لری ،ددې په ځائ چه داسلامی دولت او ټولنې دجوړیدو په فکر کې شی ،یودبل دمحو کولو ا وضعیفولو دباره یی تر مسلحانه برخوردونو پورې ځانونه رسولی دی ،چه یوازې دمسلمینو او مؤمنینو دبدمرغئ او مصیبت په بیه ختم شوی او ګټه یی هغه عقایدو ته رسیدلې چه داسلام ددین سره ذاتی دښمنی لری.
بل اسلامی ټولنې یوازې په نامه اسلامی ټولنې دی او داسلام دین یوه میراثی او رواجی شکل اختبار کړئ دئ .په دټولنو کې نوی سیاسی افکار،عقاید،نظرونه،اډیولوژیګانې پیدا شوی دي او دټولنې دسرنوشت په ټاکلو او اداره کې دشرکت ادعا لری .دوئ ته خپله عقده ،فکر ،اډیولوژی او نظریه حقانیت لری او دهغې دبریالیتوب دپاره مبارزه کوی .
اوس په ټولنه کې دهرې ډلې ،ګوند،سازمان ،ګروپ ،تحریک او تنظیم دپاره چه دخپلو عقایدو او افکارو له مخې یودبل سره توپیر لری ،خپلو هدفونو ته درسیدو دپاره دوې لارې وجود لری :
یابه داډلې،سازمانونه ،تنظیمونه او تحریکونه یودبل په څنګ کې بې له زور او جبر څخه په ازادانه توګه په داسې اصولو او قواعدو تفاهم کوی ،چه ټولو ته دمنلو وړوی اوټولو ته معتبر وی او ددې قواعدو په چوکاټ کې خپل پروګرام ،مرام او هدف دخلکو مخې ته کیږدی او دهغوئ دملاتړ په بنسټ سیاسی قدرت تر لاسه کړی او داقدرت تر هغه پورې وکاروی چه هغه تفاهمی قواعد داعتبارنه نه وی لویدلی ،داکثریت دټولنې تائید او ملاتړ ورسره وی او دنورو ډلو او سازمانونو دتجرید ،تحدیداو دهغوئ دسیاسی فعالیت دمخنیوی سبب ونه ګرزی .ترڅو سوله او ثبات چه دتفاهمی مشترکو قواعدو په مراعاتولو سره نوره هم کلکه او دايمی شی .چې دا ازاده او دولسواکئ لاره ده .
یا
به هره ډله ،ګوند ،سازمان ،تحریک او تنظیم داستبداد او ستم لاره نیسی .په زور او جبر سره به په نورو خپل عقاید او نظرونه تحمیلوی .یودبل دمحو کولو او نابودلو دپاره به دسلاح ،جګړې او خشونت نه کاراخلی او ابدی جنګ ته به تن ورکوی او ددې لارې نه به خپل هدف ته ځان رسوی .په دې صورت کې به هغه ډله حاکمیت لری چه ترټولو زوروره او ډیره مهلکه او خطرناکه سلاح لری .دتفاهم او مذاکرې په ځائ به دښمنی او نفرت ته اولویت ورکوی او دخپلو هدفونو دلاسته راوړلو له پاره به دهرې وسیلی نه استفاده کوی ،چه په دې حالت کې سیاست دفجیع ترینو اووحشی ترینو اعمالو اوکړنو ډګر ګرځی اودخلکو سر،مال ،ناموس او عزت دمصئونیت او احترام په ځائ تررذیلانه او غیرانسانی اواخلاقی تجاوز لاندې قرار پیداکوی .انسانیت او انسانی ارزښتونه دټولنې نه کډه وکړی او اختناق ،ظلم ،ستم ،وحشت او بربریت د ټولنې په ټولو برخو تسلط پیدا کړی .
اوس نو اختیار دبختیار په لاس کې دئ او تصمیم دخلکو دئ چه کومه لاره دخپل برخلیک دټاکلو دپاره انتخابوی ،دازادئ او یا اسارت ،داستبدا د او یا دولسواکئ ،دتفاهم او که ددښمنئ ؟
مننه
ع کريم حليمي
22.02.2009
ډير مکرم او محترم هيښ صاحب ، سلامونه او ښې هيلي مي ومنه
[quote:1c0e4c8197]،داټول داسلامی حکومت اجرائیوی اصول دی او اسلام دخپل کمال او تمامیت له مخې بل هیڅ قانون او اصل ته ضرورت نه لری نه ملت پالنې ته ضرورت شته او نه دموکراسئ ته ،دااضافی او ظاهری مفاهیم دی اوپه اسلامی نظام کې هیڅ محتوا نه لری .[color=cyan:1c0e4c8197]اسلام او دټولو سیاسی ،اقتصادی ،تربیتی،کلتوری...........اونورو معضلودحل دپاره خپل کافی اصول او قواعد لری [/color:1c0e4c8197].هر مسلمان داسلامی احکامو او اصولو په حقانیت ایمان لری او معتقد دئ چه که رښتینئ اسلامی حکومت استقرار پیداکړی ،ټول مشکلات به له منځه ولاړ شی او یوه نیکمرغه ،باامنه ،هوسا او مرفه ټولنه به تشکیل شی . [/quote:1c0e4c8197]
ستاسو زرينه ليکه مي ولوستل ، پوره درسره همږغی يم
هو ! اسلام د هري معضلې لپاره حل لري ، که تاسو ته تکليف نه وي
يوه پوښتنه کوم
په اسلام کښي داسياسي د حکومت تشکيل ،ساختمان څرنګه دی ، لکه
د رئيس انتخاب ، وزارتونه ،وکيلان ، اوولايتي تشکيلات ؟؟؟
په درنښت
باتور
22.02.2009
د ښاغلي حليمي دا لاندي پوښتنه بايد د اسلام پانګي ته واستول سي !
[color=darkred:957a74114e]په اسلام کښي داسياسي د حکومت تشکيل ،ساختمان څرنګه دی ، لکه
د رئيس انتخاب ، وزارتونه ،وکيلان ، اوولايتي تشکيلات ؟؟؟ [/color:957a74114e]
په درنښت
باتور
22.02.2009
بښنه غواړم، له پانګي نه مي مطلب څانګه وو !!
په درنښت
هیښ
12.03.2009
محترم او قدرمن مولوی حلیمی صاحب !
سلامونه او احترامونه ستاسو او نورو لوستونکو حضورته وړاندې کو م .
زه نه دینی عالم یم او نه فقیه ،لاکن دخپل فکر او سنجش په اساس په دکامل باور لرم چه هغه اصول اواحکام چه دالله (ج) له لوری دبشریت دپاره رانازل شوي دي ، دهغو قوانینو نه چه انسانانو په خپله جوړ کړي دي جامع ،پوره، کامل او دهر رنګه نیمګړتیاوو نه پاک دی .
داچه دانسانانو دعلم ،تفکر او اندیشې ساحه محدوده ده اوکامله نه ده ،نو دژوند اواعمالو په اخرینو نتایجو یی اګاهی او پوهه نا ممکنه ده او طبعاً هغه طرحې ،نقشې ،قوانین او لایحې چه دخپل سیاسی ،اجتماعی ،اقتصادی او دژوند دنورو برخو په هکله جوړوی ،عیبونه ،نواقص او نمګړتیاوې ورسره مل وی .
نو له دې کبله انسانان دخپل ورځنی ژوندد ښه سمبالولو او مخته بیولو دپاره ددې په ځائ چه ټول عمر يې دناقصو قواننیو او بیا دهغې داصلاح او بیا نوی کولو او بیا اصلاح او..........په لوبه تیر شی یوه مکمل او بې عیبه طرحې ته ضرورت لری چه هغه داسلام مقدس دین دئ .
ستاسو ددې سوال په ځواب کې چې:
[code:1:49d906765b][quote]په اسلام کښي داسياسي د حکومت تشکيل ،ساختمان څرنګه دی ، لکه
د رئيس انتخاب ، وزارتونه ،وکيلان ، اوولايتي تشکيلات ؟؟؟
[/quote][/code:1:49d906765b]
زه دومره ویلئ شم چې په اسلام کې دوه اساسی منبع دټولو ستونزو دحل دپاره موږ لرو چې یو یې قران کریم دئ او بل یې دحضرت رسول اکرم (ص) اعمال او اقوال دي .دهرې ستونزې د اوارولو او له منځه وړلو له پاره باید موږ دې منابعو ته مراجعه وکړو او دمجتهدینو ،فقهاوو او علمایې کرامو په وسیله دمشکل دحل لاره ورڅخه استخراج کړو او دهغې مطابق عمل وکړو ،خبره تمامه ده او مشکل حل دئ .
تاسو ته بهتره معلومه ده چه په اسلام کې دریاست ،امارت او وزارت مسؤلیت دیوه مؤمن او متعهد مسلمان دپاره څومره دروند پېټئ دئ چه په اوږه اخستو ته یی څوک زړه نه ښه کوی اود کره او دقیق حساب ورکولو دځواب نه یې ټول بیریږی ،چه دحق الله او حق العبد په مراعاتولو کې ناتوانه او کم رانه شی .زما په نظر په اسلام کې قدرت دخدمت په مفهوم سره افاده کیږی ،یعنی هغه څوک چه دامت دخدمت کولو قوت ولری او دالیاقت او ظرفیت په کې موجودوی ،دې عظیم ماموریت ته چه خدمت دمسلمینو دئ دعمل میدان ته راوزي او دصداقت ،اخلاص ،راستئ او وفا په اساس چه دالله (ج) ددین او مخلوق سره یی لری دامورو داجرا کولو دپاره خپل فکری ،علمی ،عقلی او تجربیاتی ذخیره په کار اچوی او دچاروواګی په لاس کې اخلی .
خو دا پروسه هلته عملی کیدونکی ده چه ټولنې عقلا ً،شعوراً او قلباً دخپلو سیاسی ،اجتماعی ،فرهنګی او اقتصادی مسائیلو دحل او تنظیم دپاره داسلامی احکامو او اصولو دپیاده کیدو او عملی کیدو لاره منلې وی او په یوه واحد نظر او عقیده چه اسلام دئ معتقد او مؤمن وی،همدارنګه داسلامی دولت دتشکیل دپاره په اداری ،سیاسی ،اقتصادی او کلتوری برخو کې اسلامی متعهد متخصصین ،ظرفیتونه ،فنی او مسلکی کدرونه او استعدادونه په کافی اندازه باید وجودولری ،ترڅو دچارو اجرا لکه څرنګه چې داسلام ددین غوښتنه ده په همغه شان سرته ورسیږی .چه په موجوده حالاتو کې نه ټولنه په یوه خوله او اواز ده او نه اسلامی متعهد پرسونل شته ،یوازې داحساساتو او جذباتو خبرې دی ،چه عملی کول یې ممکن نه دی اوهدف ته درسیدو دپاره چې داسلامی دولت تشکیل او استقرار دئ ،ډیره لویه فاصله پرته ده چه طی کول او تلل یی لویې حوصلی ،ذکاوت ،زغم ،صبر او قربانئ ته ضرورت لری .زما په نظر یو قدم ددې هدف په لوری اخستل مګرپه سنجش او تدبیر سره بهتره او ګټور دئ دډیرو بې ځآیه او عاجلو منډو نه ،لاکن دډیرو تلفاتو او تاوانونو سره .
زموږ په زمانه کې لوئ مشکل دلته دئ چه یوه ډله ،سازمان او تنظیم په کوم بنسټ داسلامی احکامو داجراکولو ماموریت ځان ته مشروع کوی؟
او په کوم اساس ددې لویی وظیفې دسرته رسولو ادعا کوی ؟
دچا دلوري نه دامسؤلیت دوئ ته ورکړل شوئ دئ ؟
اودچا په غوښتنه ددې ماموریت(داسلامی نظام برقرارول )ته ئې ملا تړلې ده ؟
دچا دپاره اسلامی نظام غواړی ؟
او په کومه طریقه ددې نظام پیاده کول درست دي ؟دزور او فشار له لارې او که دارشاد او تبلیغ له لارې ؟
اوس خو هرچا بیرغ په خپل سر پورته کړئ دئ اوغوغا ئې برپا کړې ده چه اسلامی نظام جوړوو ،بیله دینه چه ددوئ اهلیت ،لیاقت او ظرفیت ددې عظیمې دندې دسرته رسولو دپاره وسنجول شي او وتلل شی او ددې ماموریت داجرا کولو ددستور او امر په هکله ځنې وپوښتل شی چه دچا دلوري نه ورته ورکړل شوئ دئ .
دنن زمانې مسئله داده چه داسلامی دولت دجوړیدو هدف ته درسیدو دپاره په داسې حال کې چه په ټولنه کې مختلف افکار او نظریات زیږیدلی دی او دفکری او عقیدتی لوریه متحده نه ده دکوم تعامل په اساس عمل وشی .دنورو افکارو او نظریاتو دلرونکو سره دارشاد ،تبلیغ او متقاعدکولو او خلکو ته دخپل کردار او ګفتار له لارې ددعوت او بلنې لاره ونیول شی او که دفشارا وقهر ؟.
مننه