نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ځانمرګي بريدکوونکي په لس لکه روپۍ خرڅېږي
نني
25.12.2008
ځانمرګي بريدکوونکي په لس لکه روپۍ خرڅېږي
چهارشنبه, 24.12.2008, 05:49pm (GMT+4)
راپور: خالد خان دولتزى لاهور:
د پاکستان د پنجاب ايالت د پوليسو د قوماندانۍ د جنايي تحقيقاتو څانګې معلومه کړې چې د دغه ايالت د ((بهکر)) په سيمه کې د روان کال د اګست په شپږمه نېټه د پارليمان د يو غړي په کور کې ځانمرګى بريدکوونکى د يو شخصي دښمن د وژلو لپاره د وزيرستان د واڼې څخه په لس لکه روپۍ اخيستل شوى و. پوليسو په دې قضيه کې پنځه تنه هر يو وقاص حسين، ډاکټر ذاکر حسين، عارف خان، محمد امجد او امجد عباس شاه نيولي دي او دوى د پلټنو پر مهال څرګنده کړې ده چې ځانمرګى بريدکوونکى يې د خپل مخالف اعجاز حسين د وژلو لپاره په لس لکه روپۍ اخيستى و.
د پوليسو د څېړنو له مخې وقاص حسين او اعجاز حسين دواړه د ((بهکر)) د سيمې اوسېدونکى او په لومړي سر کې خواږه دوستان وه. وقاص څو کاله وړاندې د اعجاز څخه يويشت لکه او پنځه څلوېښت زره پاکستانۍ روپۍ د دې لپاره په پور واخيستلې چې د موټرو کاروبار پرې روان کړي خو دغه کاروبار ناکام شو او هغه پکې تاوان وکړ. د پور د خلاصولو لپاره وقاص اعجاز حسين ته اوه موټرې ورکړې خو هغه ادعا وکړه چې پېسې يې په ګټه ورکړي دي او د څلور پنځوس لکه روپو غوښتنه يې وکړه. په دې توګه د دواړو دوستانو ترمنځ اړيکې ډېرې خرابې شوې او د يو بل پر ضد يې په محکمو کې عريضې وکړې. بالاخر اعجاز حسين دا معامله سيمې څخه د پاکستان د پارليمان غړي رشيد اکبر نيواني ته يوړه او د حل غوښتنه يې ترې وکړه.
هغه د اګست په شپږمه نېټه په خپل کور کې د دواړو ډلو او د سيمې د مشرانو يوه غونډه راوبلله. د غونډې څخه وړاندې وقاص حسين او پلار يې ډاکټر ذاکر حسين ډېره اسماعېل خان کې د يو خپلوان عارف خان کور ته لاړل او هلته يې پلان جوړ کړ چې اعجاز حسين په يو ځانمرګي بريد کې ووژني. عارف خان دوى د ټانک سيمې ته يوړل او هلته يې د وزيرستان د وانا د سيمې د يو تن جان محمد وزير سره معرفي کړل څوک چې د ځانمرګيو بريدکوونکو کاروبار کوي. جان محمد وزير د دوى نه لس لکه روپۍ واخيستلې او د بهکر په ((دجل اډه)) کې يې ورته يو ځانمرګى بريدکوونکى او يو د چاودېدونکو توکو ماهر وروسپارل. راپور زياتوي چې د پېښې په ورځ (شپږم اګست) وقاص حسين لومړى د نيواني د يو نوکر امجد عباس شاه په واسطه معلومه کړه چې اعجاز حسين جرګې ته حاضر شوى دى او بيا يې په خپلو لاسونو ځانمرګي بريدکوونکي ته ځانمرګى واسکټ ورواغوست او د رشيد اکبر نيواني کور ته يې ورسولو.
ځانمرګي بريدکوونکي هلته د اعجاز حسين سره په څنګ کې ځان والوځولو چې په نتيجه کې د هغه او د پارليمان د غړي رشيد اکبر نيواني په ګډون شپږويشت تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول. په پېښه کې ککړ پنځه تنه اوس مهال د پوليسو په بند کې دي او نورې پلټنې ترې هم روانې دي. خو دا پېښه څرګندوي چې په وزيرستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې نورو سيمو کې په څه طريقه د ځانمرګيو بريدکوونکو کاروبار روان دى. د راپورونو له مخې هره مياشت د پاکستان د مدرسو او ښوونځيو نه ګڼ شمېر ماشومان بې درکه کېږي چې بيا هغوى په مختلفو قبايلي سيمو او پاکستاني ښارونو کې د ځانمرګيو بريدونو لپاره تربيه کېږي او ځينې په افغانستان کې د بهرنيو قواوو او دولتي پوليسو، ځينې د پاکستاني امنيتي ځواکونو په خلاف بريدونو کې استعمالېږي او يو شمېر په دغه ډول شخصي معاملو کې د پېسو په بدل خرڅېږي.
د دې تر څنګ ځينې خلک طالبانو ته پېسې ورکوي او خپل شخصي دښمنان پرې د جاسوسانو په نامه وژني چې په دې توګه د پښتنو په قبايلي ټولنه کې د تلعمري دښمنيو اور کرل کېږي. دا کاروبار دومره ګټور ثابت شوى دى چې ګڼ شمېر خلکو ورته په يو او بل نامه ډلې جوړې کړې دي چې په ښکاره د شريعت د نفاذ خبرې کوي خو په پټه دغه جنايتونه ترسره کوي.
باتور
25.12.2008
ښاغلي نني ته د سلامونو تر څنګ!
د يوه ځانمرګي بريدکوونکي او د ناټو د عسکرو په منځ کي کي توپير څه دی؟
په درنښت
عبدالله صابر
26.12.2008
داهسي پروپاګنډه ده
ځانمرګي بريدکوونکي (فدايان ) دومره ارزان نه دي ،دهغوی قيمت ډيرلوړدی
دومره لوړچي داټوله دونيايی هم قيمت نه شي پوره کولای ، که داسي وای نواوس
به امريکا دطالبانوټول فدايان په لس نه بلکه شل لاکه اخيستئ وي ،
فداي ليونئ نه وي چي څوک يی خرڅ کړي اودنامعلوم هدف لپاره يی وکاره وي بلکه
دفدايی مکمل عقل په ځای وي اومعلوم دوښمن څاري ،فداي په دي سوچ کښ
چي له کوم طرف ديرغلګروکاروان ته ننوځي ترڅوهغوی ته دروندزيان واړه وي
دابيابيله خبره ده چي کله کله عادي چاودنه هم فدايی بريد ګڼل کيږي ٠
De Islam Shagird
02.01.2009
که قيمت يي لوړ وي او که ارزان٠٠٠ځانمرګي کيدي شي چي اخيستل يي د يوي لار نه پوره شي که د بلی لاری نه نکيږی٠ د ناپوره کولو نوبت يي به په اخرت کی راشی٠ ځکه چی ځان مرګی خو په اسلام کښي ناروا کار دي. يو انسان چی په خپله مله يو بم وتړی او يو ريموټ کنترول دځان سره يوسی او بيا مارکټ ته او يا يوه دفتر ته او يا يوه ښوونځی ځنګ ته او يا جومات ته ورننوځی چی يو د دولت خدمتکار او يا کوم کافر مړ کړی او ځان شهيد کړی ځکه چی دا کار د جهاد په توګه کړی٠٠٠نو بيا دا خو د ا سلام په لار کښی نشو٠ ځکه چی ځانمرګي بريدکوونکي ته خو د خپل مرګ وخت معلوم شو او دا معلومات خو سرف د الله (ج) دی٠ د مرګ وخت معلومات چښتن سرف الله (ج) دی - بس!!!
لهالقاعده او طالبان چي په جذباتيو ځوانان راټولوی او غير اسلامی لارو ته يي مخامخ کوی٠٠٠دوي به الله (ج) ته ځه ځواب ورکړی او دا ټول بی ګناه افغانان يي چی د دو ځوانانو سره وژلی، ماشومان يي يتيم ګړی، ښځي يي کونډي کړي، د مور او پلار نه يي ماشومان غله کړي٠٠٠په اخرت کښی به دوی ته ځه ځواب ورکړی؟
میوند ننګیال
03.01.2009
داسلام شاكرد او ټولومحترمو ته سلامونه !
ګرانه داسلام شاګرده بلكل ځان وژنه حرامه ده او كبيره كناه ده چه كوونكي به يي دهميش لپاره په جهنم كي وي داهم صحيح ده چه دعامو خلكو مرګ هم حرام دي ٠
خو پهاشغالګرواو دهغي په ايجنټانو او ګوډاګيانو روا ده علماؤپدي فتواوركړي داسلام شاګرده ته لږ مطالعه وكړه
ډاکتر څپاند
05.01.2009
قومندانان په ګولیو(tablets)خرڅیږی،اونور خلک ځانمرګي بريدونه کوی؟
"تطمع فرماندهان محلی افغان با ویاگرا
قرص ویاگرا لزوما در همه مناطق روستایی افغانستان شناخته شده نیست
بر اساس گزارش رسانه های آمریکایی اداره اطلاعات مرکزی آمریکا (CIA) برای گرفتن اطلاعات از فرماندهان محلی افغانستان راهی منحصر به فرد یافته است: دادن قرص محرک جنسی "ویاگرا".
روزنامه واشنگتن پست اعلام کرده است دادن قرص ویاگرا یکی از راه های فریب دادن فرماندهان محلی است.
بر اساس گزارش این روزنامه در یک مورد به فرمانده ای 60 ساله که چهار همسر داشت، چهار قرص داده شد و او چهار روز بعد جزئیات تحرکات نیروهای طالبان در منطقه تحت نظارت خود را در قبال قرص های بیشتر در اختیار منابع اطلاعاتی آمریکا گذاشت.
واشنگتن پست از یک مامور اطلاعاتی آمریکایی نقل کرده: "از هر راهی که بشود با مردم رابطه دوستی برقرار می کنیم و بر آنها اعمال نفوذ می کنیم؛ چه ساختن مدرسه، چه دادن ویاگرا."
این روزنامه نوشت استفاده از ویاگرا مسئله ای حساس بوده است زیرا در مناطق روستایی اطلاع چندانی درباره آن وجود نداشت.
"بهترین راه"
یک افسر اطلاعاتی بازنشسته به واشنگتن پست گفته است: "این قرص ها را به جوان تر ها نمی دادیم اما برای برقراری ارتباط با فرماندهان مسن تر بهترین راه بود."
در مورد خاص ذکر شده در گزارش واشنگتن پست ماموران اطلاعاتی متوجه شدند فرمانده محلی 60 ساله در جنوب افغانستان که پیشتر حاضر به همکاری نبود، چهار همسر جوان تر دارد.
مصرف این قرص ها به او توضیح داده شد و قرص ها در اختیار فرمانده محلی قرار گرفت. ماموران آمریکایی چهار روز بعد بازگشتند.
واشنگتن پست از یک مامور نقل کرده است: "او خوشحال به طرف ما آمد و گفت شما مرد بزرگی هستی."
"پس از آن ما هر کاری که می خواستیم می توانستیم در منطقه او انجام بدهیم."
افسری دیگر به واشنگتن پست گفته است این قرص ها می توانست روسای قبایل را در مناطق تحت کنترلشان "دوباره در موقعیت برتر و غالب قرار دهد."
در گزارش این روزنامه آمده که CIA از موارد متعددی برای فریفتن فرماندهان محلی استفاده کرده است، از جمله ارائه خدمات دندانپزشکی، ارائه ویزا و روادید، اسباب بازی و دارو.
واشنگتن پست از مقامی در یک موسسه امنیتی خصوصی نقل کرده است که راه حل ارائه رشوه و مبالغ عمده پول بطور بالقوه باعث برانگیخته شدن شک و تردید اطرافیان فرماندهان می شود."
غورځنګ ghorzang
06.01.2009
[quote:04d7818f08="ميوند ننګيال"]داسلام شاكرد او ټولومحترمو ته سلامونه !
ګرانه داسلام شاګرده بلكل ځان وژنه حرامه ده او كبيره كناه ده چه كوونكي به يي دهميش لپاره په جهنم كي وي داهم صحيح ده چه دعامو خلكو مرګ هم حرام دي ٠
خو پهاشغالګرواو دهغي په ايجنټانو او ګوډاګيانو روا ده علماؤپدي فتواوركړي داسلام شاګرده ته لږ مطالعه وكړه[/quote:04d7818f08]
ميونده وروره !
تېره اونۍ مې په پېښور کې ( نړۍ ) اونېزه لوسته ، چې له ننګرهاره خپريږي. هلته مې يو خبر وليد چې ځانمرګي بريد کوونکي شهيدان دي ، د اونيزې چلوونکو د اسلامي نړۍ د ستر مفتي شيخ طنطاوي د هغې فتوى په هکله ليکنه کړې وه چې نوموړي شيخ د شرق الاوسط خبري اژانس سره په مرکه کې صادره کړې وه.
د الازهر شيخ وايي که چېرې ځانمرګي بريدونه د ولسي خلکو(ښځو او ماشومانو) په مړينه هم تمام شي، د شهادت بريدونه بلل کېږي . يادې شوي اونيزې د طنطاوي له خولې ليکلي چې ځانمرګي بريد کوونکي د خپل ولس له کرامت او شهامت څخه دفاع کوي، خو دوی بايد قصداً بې ګناه او کمزوري خلک په نښه نه کړي . شيخ طنطاوي تاکيد کړى چې ځانمرګي بريد کوونکي بايد عام او بې ګناه خلک خپل هدف ونه ګرځوي ځکه که دا کار وکړي، نو د اسلامي دين له ارزښتونو او د انسانيت له کرامت سره په ټکر کې دی
نو ميونده وروره! زه اوس نه پوهېږم چې مونږ ستا خبره ومنو او که د ښاغلي طنطاوي ؟