د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

صیغه دسنی ځوانانود شیعه کولو په چوپړ کې

Ghairat
22.12.2008

له دستار څخه

[color=blue:6bb2dc92ed]دښاغلي شوقدري لیکنه :[/color:6bb2dc92ed]
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
صیغه ايرانيان هغې نکاح ته وايي، چې مونږ يي زنا شمیرو.
صيغه دیوې ګهنټې دوه ګهنټو، يوې ورځي دوه ورځو، يوې مياشتې اودوه مياشتو لنډ مهالې مؤقتی نکاح ته ويل کيږي، چې نه خو په کې نکاح تړونکي ته ضرورت وي، نه په کې دښځي ولي (مسئول پلار يا ورور) ته ضرورت وي، او نه په کې شاهدانو ته ضرورت وي.
دا هغه نکاح ده چې زنا سره يي یواځي په دی توپير کيدلاي شي، چې په مجردی دنکاح دلفظ يادولو سره تړل کيږي، موده په کې ټاکل کيږي، او دپيسو مقابل کې چې بیا څه سره کوي هغه سره کوي.

صيغه په ايران کې ډیره رواج ده، او آخوندان يي په ډیره لويه کچه کوي، دصيغي جواز لپاره آخوندانو ډیر زیات روايتونه له ځانه جوړ کړي دي، او په پیغمبر صلی الله علیه وسلم او خپلو امامانو پورې تړليٍ دي، چې يو روايت يي داسي دی، چې هر کله انسان يو کرت صيغه وکړي نو حسين شي، دوهم کرت صيغه وکړي حسن شي، دریم کرت صيغه وکړي نو علي شي، څلورم کرت صيغه وکړي نو دپيغمبر درجي ته رسیږي.
بلکه ډیر کرته چې له صيغي پيدا شي پلار يي معلوم نه وي، نو توره پګړۍ وتړي، او توره پګړۍ ددی مانا ده چې دا سړې سيد دی، یانی دپيغمبر دکورنۍ نه دی، ځکه په ايران کې دتورې پګړۍ سيدان بې نرخه زیات دي، حال دا چې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم اولاده په تاريخ ډیره کمه کمه ښودل شوي ده.
يو وخت احصائيه شوي وه، چې دصيغي نه دپيدا شوو ماشومانو حرامونيو شميره په کې دوه نيم لکو ته رسيدله.
څه وخت وړاندي په ايران ددوي يو آخوند چې په آخوندۍ کې دحجة الاسلام والمسلمين درجې ته رسيدلې وو، آقاي حسن تويسرکاني نوم يي وو، دتويسرکان په جامع جومات کې خطيب هم وو، دخميني لعين له خوا تزکيه شوي هم وو، او په داسې وظيفه کې وو چې ډايرک دمقام رهبري (خامنيي) له خوا په کار ګمارل شوی وو، خو دۍ به دخپل شاګرد دښځي خوا ورتللو او زنا به يي وسره کوله، بیا يي شاګرد ورباندې پوي شو، په کور کې يي ورته کمره نصب کړه، او فيلم يي ترې ډک کړو، نټ کې يي خور کړو، او حجة الاسلام صیب ترکيا ته وتښتيدو، او هلته دملګرو ملتونو دفتر ته يي ځان تسليم کړو.
ځکه خو ددي ایراني آخوندانو جنسي هوسونه تر اوروپايانو اوښتي وي، او په يوه وخت کې دلسګونو ښځو سره دصيغي نکاح لرونکي وي، او پيسې هم ورسره ډیرې وي، نه داسي لکه دا ځمونږ خوار پړق موليان (الله دې په خپل فضل سره ماړه کړي) دخمس پيسې ورسره وي، په شيعه ګانو باندې دی اخوندانو هر کال دهغوي دمالونو پنځمه حصه فرض کړيده چې اوباسي به يي او آخوند ته به يي ورکوي.

په هر حال صيغه اوس دشيعه ګانو دیني دعوي حربه ده چې سني ځوانان پرې تشيع ته راوړي، اوسمهال په پښتونخوا، اسلام اباد کې ډیر کار روان دی، او دصيغي له لاري سني ځوانان تشويقوي چې شيعه شی، داسلام آباد داسلامی پوهنتون څخه دوي ډیر ځوانان دقم پوهنتون ته بوتلل، او هلته ورته دښکلو جينکيو سره دصيغي حالات برابروي تر څو شيعه ګان شی، بلکه آن تر دی چې دسنیانو مولايان بوځي او هلته ته ورته دا ټولې آسانتياوي برابروي، نو که شيعه نه شي، نو خوله به ضرور په آينده کې پټه نیسي، په افغانستان کې هم نن صبا دصيغي باره کې بحثونه ډیر ګرم روان دي، او شيعه بامبړان دسني ځوانانو دتشویقولو لپاره هغوي ته صيغي ورکوي، او دجواز فتوا ورکوي، او سنې ځوانان دناپوهۍ له وجهی دهغوي په خبرو عمل کوي.

دصيغي په اړه نور بیا


باتور
25.12.2008

غيرت خانه سلامونه درته وړاندي کوم ،

آيا شيعه علما او ملايان دومره (بېلاري، بې مېړه، زناکاري او آزادي) ښځي په خپل حريم کي لري چي دا دومره سني ملايان، ديني عالمان او د علم طالبان په جنسي لحاظ پرې ماړه کړي؟
بله دا چي آيا د اهل سنت ديني مرشدان به په داسي آسانتيا د کوم شيعه مردګاو لپاره خپلي عقيدې، سنت او مذهب له لاسه ورکولو ته تيار وي ؟ او که چېري هم کوم يو پيدا سي او دا کار وکړي، نو آيا د هغه سني هممذهبان به بيا د هغه تر شا درېدلو ته تيار وي؟

خبري ډېري، وخت کم.

په درنښت


و.افغان
27.12.2008

[quote:c2508d8287="باتور"]غيرت خانه سلامونه درته وړاندي کوم ،

آيا شيعه علما او ملايان دومره (بېلاري، بې مېړه، زناکاري او آزادي) ښځي په خپل حريم کي لري چي دا دومره سني ملايان، ديني عالمان او د علم طالبان په جنسي لحاظ پرې ماړه کړي؟
بله دا چي آيا د اهل سنت ديني مرشدان به په داسي آسانتيا د کوم شيعه مردګاو لپاره خپلي عقيدې، سنت او مذهب له لاسه ورکولو ته تيار وي ؟ او که چېري هم کوم يو پيدا سي او دا کار وکړي، نو آيا د هغه سني هممذهبان به بيا د هغه تر شا درېدلو ته تيار وي؟

خبري ډېري، وخت کم.
په درنښت[/quote:c2508d8287]

محترم باتور صاحب:
حقيقت همداسې دی لکه څنګه چې شوقدري صاحب ورته اشاره کړيده، خو دا دجلب او جذب
لوبه اوسنۍ لوبه نه ده، دايي ديهودو څخه زده کړيده، يهود دخپل مزعوم حق دلاسته راوړلو لپاره دداسې هيڅرنګه وسيلو داستخدام څخه دريغ نه راوړي، او تاسو ته به ددې ښه معلومات وي.

ایران کې لا څه کوي ، دحرمينو پاکه زمکه کې يي دا مرداري راخيستې ده، وخت په وخت دسعودي دمباحثو استخباراتي ادارې له خوا په همدې مردارۍ ونيول شي، نو بیا دعوا وکړي، چې دا خو متعة ده، زمونږ دين کې جايزه ده، او مونږ خو کوم حرام کار نه دی کړې.

ډیر ګمراه سعودي ځوانان چې دخوراک، هوا، او شهواني ګرميو راخيستي دي، حلالې نکاح ته يي په آسانه لاسرسي نه کیږي، يا يي نه غواړي، نو ددې صيغو نه کار اخلي.

يو ملګري مې راته دخندا ډکه قیصه وکړه، چې يوه ورځ په حرم شریف کې ناست ووم، ((ملګرې مې په فارسي ژبه نه پوهیږي)) نو يو ایرانۍ راته راغۍ، او خبرې يي راسره شروع کړي، صيغه صيغه يي کولو، نو ما ورته کړل چې: فارسي نه ميفامي، فارسي نه ميفامي.
نو آخر هغه ايراني يو لاس حلقه کړ، او دبل لاس ګوته يي په کې ننباسله، چې دا ميکني؟
نو ملګري مې ويل: چې هک پک شوم، پسې ورپاڅيدم، له ستونې مې راونيو، خو ځان يي رانه خلاص کړ، په منډه شو، او زه ورپسې ووم، خو آخر وتښتيد.
ديته ورته ډیرې کيسي وخت په وخت تکراریږي.

ډيرې جينکۍ چې دپوهنتون مرحله کې وي، همدارنګه ورسره نورې ښځې، چې يا کونډې وي، او يا يي ميړه ايران کې پريښې وي، شميره يي ديوه ګروپ په څير څلويښتو يا پنځوسو ته رسیږي، او په دې مقدس سفر کې يي يواځينۍ محرم آخوند وي.

يوه ورځ زه خپله په يوه سفر کې ديوه تهراني ايرانې سره مخ شوم، شيعه وو، خو له آخوندانو يي ډیر سر ټکاوه، ما ته يي يوه قیصه شروع کړه، چې مونږ څو نفري ګروپ دیوه آخوند په مشرۍ باندې عمرې ته راغلو، دخپلوملګرو سره ناست وو، چې دې کې ځمونږ یوه همسفره خور چې ميړه يي ایران کې پاتې وو، په چيغو او انګولا راغله، نو مونږ ترې وپوښتل: چې ولې ژاړې؟؟
نو هغې وويل: چې تاسو دې ظالم آخوند ته ګورۍ، تاسو ټول خبر ياستۍ چې زه ميړه لرم، میړه مې ژوندې دی، ایران کې پاتې دی، او دا آخوند له مانه په زوره صیغه غواړي.
ایراني راته وویل چې: مونږ څو ملګري ددغې ښځې سره يوځاي آخوند ته ولاړو، ورته ومو ويل: له خدايه وډار شه، دا ښځه خو ميړه داره ده، له دې څنګه صيغه غواړي؟

نو آخوند ډیر په غوصه شو، او ويي ويل: زه دقافلې مشر يم، او خبر يم چې څوک میړه داره او څوک میړه نه لري، ستاسو يي دې کې څه غرض؟؟.
ایراني وايي: له ويري چوپ شو، ترې راروان شو، ځکه که نور څه مو ويلې وو، نو بیا راباندې فورا د (ضد علي) ټاپه لګول کیږي، چې ددې ټاپې له لګولو سره درنګا رنګ ستونځو سره مخ کیدلاي شو.

يوه ورځ مې راته يو سعودي ډاکټر ملګري ټلفون وکړ، چې ځمونږ دبلډنګ مخې ته يو ايرانۍ ناست دی، او نه ځې، تاسو راشۍ چې څه خبره ده، زه ورسره په خبرو نه پوهیږم، چې ورغلم، نو ترې ومې پوښتل: نو هغه راته وويل چې دې بلډنګ ته زما ښځه او لور ديوه دوست کور ته ننوتي دي، او زه يي دراتلو انتظار باسم، دې بلډنګ کې ډیر کورونه وو، ما او ملګرې مې دټولو کورونو دراوزې وټکولې، خو داسې ښکاريدل چې سړي بلډنګ غلط کړي وو، او ښځه او لور يي دلته نه وو، خو ملګرې مې راته وویل: چې دا ځمونږ ګمراه شبابان دا مردارې دلته دمتعو لپاره خپلو کورونو ته راولې، که نه دلته خو دیوه ایرانې کور هم نشته دی، ټول غیر ايراني وګړي دي.

نو باتور صاحب: الله جل جلاله دې رحم وکړي، ایراني آخوندان دخپل دعوت دخپرولو لپاره ، او دسنيانو دکوبلو لپاره دهيڅ رنګ جنايت څخه دريغ نه راوړي.
دا څو ورځې دايرانې سني ملګرو له لارې راسره دایران داهلسنتو ځينو خلکو تماس ونيوۍ، راته ويل يي چې سپاه پاسداران والا ځمونږ يو عالم نه پريږدي، يا يي دمحکمې له لارې اعداموي، يا يي په لارو کې ترور کوي، او ډیر علما ځمونږ دا اوس په زندان کې داعدام کيدو انتظار باسي.
بيا يي راته ديوه ایراني آخوند دجمعې دخطبي يوه ويډیو ښکاره کړه چې په مکرر ډول سره، عمر رضي الله عنه ته او بیا ټولو سنيانو ته دحرامزادهګانو الفاظ استعمالوي.

دزاهدان ځینې اهل سنت مې وليدل، ډیر يي وژړل، زه يي هم له ځان سره وژړولم، ويي ويل: چې ځمونږ مدرسې يي ورانې کړې، جوماتونه يي راته وران کړل، علما يي راته ووژل، يو مؤذن مو وو، چې يو وخت يي آذان کې ژړلې وو، په دې جرم يي ونيو، اعدام يي کړ، يو وړوکې کم عمره ځوان دعمر رضي الله عنه په صفت کې يو غزل جوړ کړي وو، ددغه غزل په سر اعدام شو.
په منبرونو باندې دصحابه کرامو صفت نشو کولاي، او که څوک دا جسارت وکړي، نو يا ورته دوسيه جوړيږي، او يا ترور کیږي.
حاجيانو راته وويل: دطالبانو په وخت کې ځمونږ ډیر احترام وو، ایرانيان له طالبانو ډیر بیريدل، خو له کمه وخته چې دطالبانو حکومت سقوط وکړ، دوي په مونږ باندې بيا کانې شروع کړي.
هغوي ژړل، شکايت يي کاوه، چې ولې مونږ هلته دومره ځورول کیږو، وژل کیږو، او دلته دې خلکو ته دومره آزادي دي ورکول کیږي، او دراتګ زمينه ورته مساعديږي، که تاسو ځمونږ غږ ددي ځاي دولتي مسئولينو ته ورسوۍ، نو مونږ سره به کومک وکړۍ؟
نو ما هغوي او نورو ټولو ته وويل: چې ځمونږ خبرې دومره تأثیر نه لري، تاسو خپله دا شکايت دلته امیرانو او وزیرانو ته وړاندې کړۍ، له هغوي څخه وخت واخلۍ، خپل مظلوميت ورته بیان کړۍ، نو کيداي شي يو څه کومک درسره وکړي، که چیري ستاسو دمظلوميت چغه لوړه او عالمي شي، نو دملګرې ملتونو اداره او يا نورې نړيوالې ادارې به له تاسو سره يو څه کومک ضرور وکړي.
هغوي راته وويل: چې ایرانيان له افغانستان څخه او تاجکستان څخه، تنکې ځوانان راولي، دکومو علمي سطحه چې له نشت سره برابره وي، او بیا دقم او تهران په پوهنتونونو کې يي تربیه کوي، او دصفوي پخواني فارسي دولت داحياء کولو لپاره يي
دپوره رهنمود سره بیرته خپلو هيوادونو ته ليږي.
باتور صاحب: په افغانستان کې چې نن کومو ژبنې تعصباتو ته لمن وهل کیږي، ایراني دولت په خپل کامل قوت يي تر شا ولاړ دی، او دا هغه خبره ده چې نن له هیچا پټه نه ده،
دوي په منځنۍ آسيا له يهودانو او امريکايانو سره شريک خبیث پلانونه په نظر کې لري، چې له مخې به يي دټولو دمصلحتونو ساتنه کیږي.
له ددې هر څه سره سره بیا ایراني روحانيان او په سر کې يي خامنيي په ډیرې بې شرمۍ او بې حیايۍ سره داسلامي أخوت او وحدت مسلمين خبرې کوي.
په مختصر ډول يي درته ووايم: تشيع ددې خلکو يو منافق نقاب دې، خو حقیقت کې دوي ټول دپخواني مجوسي فارسي امپراطورۍ لپاره کار کوي، چې دهغوي په اند افغانستان يي يو جز وو.

څنګه چې اوس ځمونږ ګاونډۍ ملک پاکستان دزوال يا کم نه کم دکمزوریدو سره مخ دی، نو ایران له دې خلا هم ډیره ګټه پورته کړيده، او خپلو کارونو ته يي زور ورکړیدی.
ددوي په مذهب یواځې طالب جنګیالې پوهیږي، چې نن ورته ايراني سني کردانو دعاوي کولی، چې دا طالبان ددی ایرانيانو لپاره دويم عمر دی، ایرانيان دعمر له نوم څخه ډیر بیریږي، ځکه چې فکر کوي، عمر (رضي الله عنه) ددوي امپراطورۍ له منځه وړې ده، خو له ډیرې کينې له مخې ددې احساس نه کوي چې: هغه دوي ته اسلام رسولې دی، کوم چې هغوي دفارسۍ امپراطورۍ دبیا ژوندۍ کولو لپاره په نفاق او شيعي نقاب بدل کړو.

په درنښت.


صیغه!

W.Wardak
29.12.2008

‌ډیره ښه موضوع مو را څیرړلی، ریښتیا هم چې صیغه یوه نوعه د فحاشۍ ده، او په دې هکله ډیر دلایل وړاندی شول.
او هیله کوم چې په دی خبره هم خپل نظر څرګند کړی، چې یو طالب، یا یو عادی سنې ولی صیغی ته زړه ښه کوی؟
کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وقت کې صیغه بنده شوه، خومقابل کې یې نکاح دومړه آسانه وه چې، یو ځل په یو جوړه بوټونو هم چې کله جینۍ رضا وه، نکاح وتړل شوه.
نکاح د ژوند یو ضرورت وو، نه تجارت.
اوس به راشو ننی ځوانانو ته، معمولا په شپاړس کلنۍ، یو ځوان بالغ وی، خو اکثره وقت چې څو د واده وس پیدا کوی خبره دیرشوته رسیږی، نودا دولس کاله، دۍ څه کوی!
په یوه ډول، نه په یوه ډول ګنهګاریږی، ځکه ښځو ته په بد نظر کتل هم یوه نوع زنا ده، .....
په اکثرو پښتنو سیمو کې د یوه واده مصرف تر لس زړه ډالړو رسیږی، او ددی پوره کول آسانه کار نه دۍ. هفه هم د یوه مسکین طالب لپاره، نو که مونږ شیعه ګانو ته ګوته نیسو، خپلو کمزور ټکیو ته باید هم متوجه وو.

چې څنګه ولور له منڅه یوسو، او واده یو ضرورت د ژوند وګڼو نه هوس.
چې په دغه ځای کی د بوش لعین د لور واده د یوه غریب پښتون له واده څخه څو ځلی ساده وو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more