د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د پښتون او پښتنې سوال او ځواب

باتور
21.12.2008

[size=24:6578378b0d]د پښتون او پښتنې سوال او ځواب [/size:6578378b0d]

[color=green:6578378b0d]ودې سوم محبوبې ستا د زلفو خريدار يمه
واخله مال و سر زما[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]زه د وطن لور يم د باننگو زلمو يار يمه
ورک دې کړه بشر له ما[/color:6578378b0d]

[color=green:6578378b0d]ودې سوم محبوبې خپل وصال باندې مې موړ که ته
غم مې د زړه سوړ که ته[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]پوه نه شوې په نيمه مړه ته د سره سيال نه يې
سيال مې د جمال نه يې[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]سيال دې د جمال يم ډېر دولت لرمه خان يمه
بريت تاووم ځوان يمه[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]داسې خان دې ورک شي چې د بل لاس لاندې ژوند کوي
ستا خاني څه خوند کوي[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]مه کوه پېغور مستې د سرو به دې زېور کړمه
موړ به دې ټبر کړمه[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]هغه مال دې ورک شي چې په ټيټو يې گټلى وي
نوم يې پرې بايللى وي[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]نه يمه ټيټ سترگى پلار نيکه نه غټ پښتون يمه
تا پسې مجنون يمه[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]پلار خو دې پښتون و لاکن ته په پښتو پوى نه يې
ته دې د پلار زوى نه يې[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]څنگه د پلار زوى نه يم د پلار نه دنيا دار يمه
کوم تربور نه خوار يمه[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]ته دنيا پرست يې د خپل پلار غوندې بهادر نه يې
ته د سره نر نه يې[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]مه وايه دا سپورې نور د قهره بې اختيار يمه
وريت دې کړ ځيگر زما[/color:6578378b0d]

[color=green:6578378b0d]زه له خپله پلاره څه کې کم يم چې پېغور کوې
دومره څله شور کوې[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]پلار دې ننگيالى و مړه تا غوندې بې ننگ نه و
هېڅوک يې د جنگ نه و[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]ما خو د خپل پلار او د نيکه نه اړولى دى
ډېر مال مې گټلى دى[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]مال پسې دې اور شه مرکه د ننگ ناموس کوم
دې کې زه تپوس کوم[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]ښه دى چې تپوس کړې بې ننگي زما ښکاره کړه ته
پوه مې دو باره کړه ته[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]دا دې بې ننگي ده چې د پلار پښتو ته نه گورې
د بل پيسو ته ښه گورې[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]زه خو د خپل پلار او د نيکه نه بې همت نه يم
چاته خجالت نه يم[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]ولې نه شرمېږې بې غيرته ځه زندان گوره
جېل کې خپل بنديان گوره[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]رب خو دې ړنده کړه چې دې بې اوره کباب کړمه
څومره دې بې آب کړمه[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]تا دې خالق ړوند کړې چې ستا ورونه يې وژل
تا ټيټ ورته کتل[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]مخ دې رانه ورک کړه د يارۍ نه دې بېزار يمه
جوړ دې کړه محشر په ما[/color:6578378b0d]

[color=green:6578378b0d]مخ دې رانه لرې کړه چټي خبرې وايې ته
څومره بې حيا يې ته[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]خپله بې حيايې ټيټ سر ناست يې شرمېدلى
کوټې په کونج کې غلى[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]زه چې غلى ناست يم نو ستا ورونو څو وژلي
په کوم مورچل ختلي[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]ورونه مې نران دي لکه تاسو ټپسان نه دي
د بل چا غلامان نه دي[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]څه نر توب يې کړى چې دا دومره جگ غږېږې ته
مونږ پورې خندېږې ته[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]شين بېرغ ځلېږي دا د ورونو مې کمال دى
لاس کې توره ډال دى[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]بدې سترگې وخورې چې دا څومره بد ويل کړې
محضې شرمول کړې[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]بدې سترگې ستا دي چې په بدو نه شرمېږې ته
قوم ځنې بېلېږې ته[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]زه خو د خپل قوم او قوميت نه نه بېلېږمه
پوه يم نه غولېږمه[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]څنگه نه غولېږې چې ستا قام نن آزادي غواړي
ستا زړه بربادي غواړي[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]زه خپلې موقع ته گورم وخت ته انتظار يمه
وابه ورې خبر زما[/color:6578378b0d]

[color=green:6578378b0d]زه خپلې موقع ته گورم نوم به يې درته ورک کړم
بر ناحق دې سپک کړم[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]دا دې د همت موقع ده ودرېږه نر شه ته
پاڅېږه بادر شه ته[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]زه که چېرې نر وم دا پېغور به مې ستا هېر نه شي
هېر به مې تر ډېر نه شي[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]دا پېغور لا څه کړې چې ستا مړو ته پېغور کوي
نور مړي د گور کوي[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]زه به د خپل گور مړي په گور کې خجالت نه کړم
نور به دا غفلت نه کړم[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]ته خو دې خپل اصل ته نظر وکړه چې څوک يې ته
ولې دومره پوک يې ته[/color:6578378b0d]
[color=green:6578378b0d]پوک نه يمه بس دى نور مې مه شرموه پوى شوم
شمعې په شان توى شوم[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]ښه دى چې ته پوى شوې رب دې ټول پښتانه پوى لري
نوم دې خالق لوى لري[/color:6578378b0d]
[color=darkred:6578378b0d]تل دې وي دايم دې وي دا عزم دا همت زمونږ
دا ملي وحدت زمونږ[/color:6578378b0d]
[color=white:6578378b0d]زه ملنگ جان سور په وينو خوښ په دغه لار يمه
گور به شي سره زر زما[/color:6578378b0d]

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more