نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغانستان داسلامی امارت دنایب محترم ملابرادراخوند مطبوعاتی وینا
pattang
20.12.2008
بسم الله الرحمن الرحيم
افغانستان ته د بوش اوبراون دسفرونواودپاریس دغونډی په هکله
دافغانستان داسلامی امارت دنایب محترم ملابرادراخوند
مطبوعاتی وینا
افغانستان ته داشغالګروهیوادونودمشرانواولوړپوړوچارواکوسفرونه اود افغانستان په نامه نړیوال کانفرانسونه چی اکثره يي بي نتيجي پای ته رسیږي یوازي سمبولیک ارزښت لري .په دي خبره کې اوس کوم شک نه دى پا ته چي په افغانستان کې اشغالګري قواوي له يوه رسواشکست سره مخامخ دي .عسکرويي مورال له لاسه ورکړي دى ،نوځکه يي مشران غواړي چي دخپلوپوځيانودمورال دلوړولودپاره باربارپه هغوﺉ پوښتنه وکړي اوله حقايقوخلاف وضعيت ورته په ګټه تبليغ کړي .
دا مشران غواړي چي له يوي خوا دخپل قدرت په ورستيو شپوورځوکې دمطبوعاتو توجه جلب کړي اوله بلي خواخپلو ولسونو ته دافغانستان حالات د ځان په ګټه ښکاره کړي ، خوبر عکس په افغانستان کې دمجاهدينو دبر لاسۍ ترټولوښه دليل همدادى چي نوموړي مشران له ډيري وارخطايي څخه دخپل سفر اعلان قدري هم نشي کولاى اواکثره په ناڅاپي ډول اوهغه هم په توره شپه کي دڅوساعتونودپاره افغانستان ته راځي.
دپاریس غونډه هم يوازي ترالفاظو محدوده وه، کومه ښکاره لاس ته راوړنه يي نه درلوده .هيچاکومه مشخصه ژمنه ونه کړه. دهيوادونو نمايندګانويواځي څوسوليدلي ترتيب شوي مکرر الفاظ وويل اوبس.
داهرڅه ددي دليل دي چي نورنودنړۍ هيوادونه له دي جنجاله د ځان دايستلو هڅه کوي او ورستۍ برى دافغانستان دقهرمان ولس په برخه دى .داشغالګرو هيوادونودمشرانو تردي وارخطاسفرونواوبي پروګرامه کانفرانسونونه به داښه وي چي له دي جنجال څخه نورله افغانستان نه دخپلو پوځونوپه وتلوسره ځان بيغمه کړي او داکار چي څه وخت وروسته دډيرو تاوانونوپه زغملوپه لاډيره رسوايي سره کوي، ښه به داوي چې همدا اوس يي لا وکړي اونورنو په دغه تريخ حقيقت په جرات سره اعتراف وکړي اوکه داونه کړي نوهميشه به دمجاهدينو دپريکنده ګذارونو په نتيجه کې له ذلت او رسوايي سره مخامخ وي .همدااوس چي کوم نوي پوځونه افغانستان ته راليږي، داپه حقيقت کې دپوځونوزياتوالی نه بلکې دوژل شويوعسکروتشه ډکول دي اوکه داسلسله دوام وکړي نوليري نه ده چي دوخت په تيريدوسره يي پوځي قوت په مکمل ډول له منځه لاړ شي .انشاء الله تعالى