د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کابل ته د اوبا ما د یو جګ پوړي ګوندي استازي سفر

Ghairat
19.12.2008

ګرانو دوستانو، افغانستان ته د امریکا د دموکرات ګوند د یو جګ پوړی چارواک جان کیري سفر لاندینی راپور څنګه ارزوئ ؟؟؟؟

ښاغلى کيري چې افغانستان ته د خپل يو لنډ سفر پر مهال کابل کې خبريالانو ته غږيده ټينگار وکړ چې له نظامي لارې د افغانستان روانې ستونزې نه شي حل کيدى .
د متحدو ايالاتو مخکښ سناتور جان کيري وايي له نظامي لارې د افغانستان د ستونزو له منځه وړل ناشوني دي .
جان کيري د متحده ايالتونو يو سناتور او د امريکا په تېرو ولسمشريزوټاکنو کې دولسشمر جورج ډبليو بوش سيال کانديد و .

ښاغلى کيري ټينگار کوي چې د نظامي فشار پر ځاى بايد دعادي افغانانود ژوند ښه والي ته پام وشي چې په باور يې له ترهگرو سره يې د يوځاى کيدو مخنىوى وشي.

ده دغه راز د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه.

جان کيري دا څرگندونې په کابل کې د ولسمشر حامدکرزي اويو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره ترليده کاته وروسته کولې .

ښاغلى کيري چې افغانستان ته د خپل يو لنډ سفر پر مهال کابل کې خبريالانو ته غږيده ټينگار وکړ چې له نظامي لارې د افغانستان روانې ستونزې نه شي حل کېدى .

ده وويل د دې خبرې مانا دا نه ده چې نړيواله ټولنه او افغان حکومت د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه ونکړي بلکې په وينايې بايد د عادي افغانانو دژوند ښه والي ته پام وشي چې له ترهگرو ډلو سره يوځاى نشي.

په لرو پرتوسيمو کې د ښوونځيوجوړول د پرمختيايي پروژو پلي کول او افغانانو ته د کار پيدا کول د ښاغلي کيرې له انده د امنيت د ټيگښت غور لار ده .

ده وويل:'' موږ بايد په افغانستان کې ډېرې سرچينې وکاروو، د افغانستان ملکي جوږښت ته ډېره پاملرنه وکړو،ښوونځي او روغتونونه جوړ کړو او داسې نور پراختيايي کارونه وکړوچې له دې لارې خلکو ته د کارموندنې زمينې برابرې شي.

نړيواله او اروپايي ټولنه بايد په دغه برخه کې زموږ سره په گډه کار وکړي او په نظامي برخه کې بايد ووايم چې له نظامي لارې د افغانستان ستونزه نشي حلېدى خو دا په دې مانا نه ده چې د ترهگرو په وړاندې مبارزه ونه شي .

زموږ په باور د افغانستان د ستونزو د حل وروستۍ لار د عادي افغانانو پياوړي کول دي چې د ترهگرو په وړاندې ودريږي ''.

ښاغلي کيري د افغان سرتېرو او نړيوالو ځواکونو ترمنځ ښه همغږي په دغه هېواد کې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې د مخنيوي غوره لار وبلله .

ده افغانستان ته د نورو تازه دمه امريکايي سرتېرو په اړه چې په دې وروستيو کې اعلان شوى وويل د دوى سرتېري يوازې د افغانانو سره د مرستې په موخه دغه هېواد ته راځي او هرکله چې افغانان په خپلو پښو ودريږي او د نړيوالو د مرستې اړتيا يې ختمه شي نو په هماغه ورځ به يې ځواکونه له افغانستان نه ووځي .

جان کيري افغانستان ته تر راتگ دمخه گاونډي پاکستان ته تللى و او د دغه هېواد له ولسشمر او يو شمېر نورو چارواکو سره ليده کاته وکړل .

دى افغانستان ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې له ولسشمر کرزي ،کورنيو چارو وزير حنيف اتمر او يو شمېر نورو چارواکو سره خبرې اترې وکړي


pattang
20.12.2008

وروره لکه هر وخت درلنډوم يې !
ځينې وخت مې پوچې خبرې خولې ته راځي خو بيا خپل بريک ونيسم ٠
انډيواله دا ارتجاعي داربازي او مدارييګيري دي چې صليبيان يې کوي:
پوخ کور هلته جوړيږي چې بنسټ يې پوخ وي ،په خام بنسټ پوخ کور نه جوړيږي .
دوی غله ، بډېخواره ،نالايقه ،بې کاره او جنګي جنايتکاران په قدرت کشېنولي
اودفاع ترې کوي نو دامداريتوب د جان کيري څه مانا لري ?
اوکه غواړي دکور په سر دالر تقسيم کړي ?٠  
دافغانستان د مادي او معنوي پر مختګ لپاره صادق او کار پوهه خلکو ته ضرورت
دی چې دافغانستان داولس دکار فکري استعداد دنورو نړۍ والو سره په رقابت کې واچوي اوکه  دا نوي هر څومره پېسې چې ورکړي په درد يې نخوري ٠ دغو بېکارو نا لايقوقاچاقبرو په دا يوه دوره حکومت کې دکابل کوڅې له مرداريو
پاکې نکړې ،کله چې څوک دکابل ښارته راشي نو له ډاره ډوډۍ نشي خوړۍ،څکه چې کنارابونه درک نلري  او نفوس دومره ډېر دی چې په هره کوڅه کې انسانان ګرځي
راګرځي ،که چېرې دپلاستيک کڅوړې پيداکړي او په خرڅېدويې ډوډۍ ځانته
واخلي ، مخ کې به سپي کرځېدل اوس انسانان هر چېرته ګرځي٠ 
د جانکېري دا ريتوريک په دردنخوري ، له افغانستان څخه دې خپل عساکر
وباسي چې افغانان خپله لاره پخپله وټاکي٠ دافغانستان او لس اوس د امريکې
لدې وارېداتي سګ شويانو ځخه په تنګ راغلی٠

نالت په صليبي اشغالګرو ٠
 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more