د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزیه : دخدای لپاره د معصومو هلمندوالو چیغه واوره!

Helmand.M
17.12.2008

Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
2008-12-19

کرزیه : دخدای لپاره د معصومو هلمندوالو چیغه واوره!

په هلمند کي له تیرو څومیاشتو راهسي د ښوونيز نظام دپرمخ ختمولو هڅي رواني دي چي لمخي ئې په دغه ولایت کي د ښونځیو پرلپسې نړول ددغه ولایت ښونیز او تعلمي نظام دسخت ګواښ سره مخامخ کړي دي .

هلمندوال چي په تیرو ۷ کلنوکي تر بل هر چا جګړې ډیر ځپلي د ښونځیو دنړولودغه روان بهیر سخت اندیښمن کړي دي .

په افغانستان کي د ښونځیو د سوځولو لړۍ په ډيرو پښتنو میشتو سیمو کي تر سره کیږي خو دا لومړۍ ځل دی چي د ښونځیو نړول د بلدوزرو په واسطه په هلمند کي ترسره کیږي . دمارجه ولسوالۍ لیسه چي ۴۵ کاله مخکي د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په دوره کي جوړه شوې تیره اوونۍ وسلوالو کسانو په بلدوزرو یو مخ له مځکي سره هواره کړه . ددې تر مخه د نادعلي ولسوالۍ د زرغون کلي ښوونځۍ په سپینه ورځ وسلوالو کسانو په بلدوزرو په داسي وخت کي ونړول چي بریتانوي هلیکوپټري ئې پرسره تیرېدې خو هیڅ عکس العمل ئې ښکاره نه کړ .

په امریکا کي میشت یو افغان حاجي محمد خان په خپلو پېسو په هلمند کي ښوونځۍ جوړه کړه چي هغه هم تیره اوونۍ د وسلوالو کسانو لخوا په بلدوزرو ورانه شوه .

که څه هم دولت همیشه دداسي پېښو پړه پر وسلوالو طالبانو وراچوي خو طالبان دداسي کړونو څخه انکار کوي . بلخوا په سیمه کي خلک هغه څه شکمن کړي چي په ټوله سیمه کي یواځي ولي د پښتنو ښوونځۍ نړول کیږي خو په هلمندکي د هزراګانو ښوونځۍ له هیڅ ډول ګواښ سره نه مخامخ کیږي .

د هلمند ولایت ډیرئ اوسیدونکو او عیني شاهدانود خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط بېنوا ته ویلي چي دطالبانو په لیکوکي یو شمیرپاکستاني ملېشې دښونځیو د نړولو چاري پرمخ بیائې .او په لوی لاس پښتانه ماشومان له زده کړي بې برخي کوي . هلمندوال د ښونځیو د نړولو په دغه ناروا او غیري انساني عمل کي دولت او طالبان دواړه پړه بولي چي یوې خوا ئې هم پروړاندي هیڅ نه دي کړي .

ډیرئ هلمندیان په افغان دولت او طالبانو دواړو ږغ کوي چي په دغه ناورین کي دي د هلمندوالو ږغ واوري او پرې نږدي چي معصوم بچیان ئې د علم څه بې برخي شي .

دبېنوا ویبپاڼي یو همکار چي په سیمه کي ئې دغه راپور چمتو کړی بېنوا ته وویل چي د هلمند په لېرو پرتو سیمو کي هیڅ ښوونځۍ نشته او ډیریو ماشومانو سره دلیدني په وخت کي ورته ویل شوي . چي کرزئ دي زموږ د ښوونځیو د بیا جوړولو او خوندي ساتلو لپاره پراخ ګامونه پورته کړي .

د هلمند د مارجه ولسوالۍ په بازار کي یو ۱۰ کلن ماشوم جانان د حاجي فضل باري زوی چي د زړو اوسپنیزو ټوټوپه خرڅولو بوخت و بېنوا ته وویل چي د تعلیم سره مینه لري خو دښووځیو نشتوالي دې ته اړ کړی چي په کوڅو کي د ایله ګرځیدو پرځای دغه خواري ته مخه کړي . دهغه پلار فضل باري بېنوا ته وویل چي داسلام د مبین دین دښمنان دمکتبو په سوځولو غواړي چي پښتانه ماشومان د علم او زده کړي څخه بې برخي کړي .

دربار


عبدالله صابر
18.12.2008

هلمنده وروره چي دهزاره ګانو ښونځي پاتي کيږي اود پښتانوسوځول کيږي نوبيا
خوعيان ته څه بيان دی دوښمن معلوم دی همدا ايرني ايجنټان دي کنه چي زمونږ
زمونږ ښونځي سوځوي اوخپل پريدي په پښتانوکښي هم ايراني ايجنټان شته اود
ايران لپاره کارکوي اوبيا داډول تبليغات کوي چي ګني داکارپاکستان کوي ترڅو
دپاکستان اوپښتانوترمنځ کرکه زياته کړي اوپښتانه هرډول ايراني يرغلونوته
يواځي پاتي شي ، که تاسو پام وي اوس پرافغانستان دايران کلتوري يرغلونو
سيلاب را روان دی اودښونځيوسوځول هم ددي يرغل يوه مهمه برخه ده ،
پاتي شو پاکستان نوغيرپښتانه تاجکان او هزه رګان خوپاکستان ترټول لوی
دوښمن دچا خبره دپاکستانيانو وينې څښي اوپاکستان هم پوهيږي چي له پښتانو
پرته نور قومونه ددوی ترټولوسخت مخالفين دي نوبياڅنګه پاکستان خپل دوښمن
ته حلوه اونسبتادوست ازغي ورکوي داخوعقل هم نه مني بل پلو دپښتانه ښونځيو
سوځولوکښي ګوروچي چاته يی فايده رسي ايران او که پاکستان ته ، ښکاره ده چي
که پښتانه بي تعليمه پاتي شي نو واک به ټول دغيرپښتانواوايراني ايجنټانو سره وي اوپښتانه به خپلې ميږي پيايې چي دپاکستان پرځای ايران ته زياته فايده مند
تماميږي خوله بده مرغه چي په افغانستان دايران تبليغاتي جنبه ډيره قوي ده اوتل
خلکوته داسي ښودل غواړي چي ګني دا کارپاکستان کوي ،په دي وسيله له خپل
اصلي دوښمن څخه دخلکوپام بلي خواته اړه ول دي چي په دي کارکښي ترډيره حده
ايرانيان کامياب هم دي ،
دانتخابات پروخت چي افغان مهاجرينورايی ورکولي پاکستانيان پرهغه وخت هم
کرزي ته چي پښتون دی ترجيح ورکوله اوپه ځينوځايونوکښ دپاکستاني امنيتي
کسانوله خواخلکوته توصيه کيده چي کرزي ته رايه ورکړئ ددي نه معلوميږي چي
پاکستان غواړي پښتانه په وا ک کښي وي نوکه پښتانه بي تعليمه وي نوبيادهغوی
واک ته رسيدل ممکن نه دي ، له دي ټولودلايلومعلوميږي چي دښونځيوپه سوځولو
کښي دايران لاس دی ،همد ايران دی چي دپښتانوبي تعليمه ساتلوکښ خپلې ګټي
په سياسي اومذهبي لحاظ خوندي ګڼي بياهم ياده ونه کوم چي دلمرپه څيردايران
کلتوري يرغل ښکاره دی نودښونځيوسوځول ترټولوبد کلتوري يرغل دی ٠
خوداهم بايد ياده کړم چي له دي څخه زما مطلب دپاکستان دفاع نه ده بلکي يواځينئ
مطلب مي دښونځيوسوځوونکي دوښمن معلومول دي ترڅوپښتانه له تحقيقاتو
پرته بي ځايه ګذار ونه کړي ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more