د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتو هم ژبه ده هم پښتو

م ن غروال
13.01.2004

درنو عزتمنو او وطنپالو خويندو او وروڼو٠
پښتو، هو پښتو هم ژبه ده د نړۍ د نورو زرګونو ژبو په څېر، د افهام او تفهيم وسيله٠ ځيږه ده او غرنۍ، خوږه ده او شتمنه، لوړه ده او هواره ٠ پکي د پښتو د کلتور او فرهنګ ځلانده تورې يا ټکي لنډۍ او متلونه شته، چه هم له تاريخه غږيږي او هم له علمه٠ خو څه چه پکي له نورو ژبو لوی توپير شته هغه د غيرت او عزت، ميلمه پالنې او مېړانې، د سرښندنو او تورو تورې دي چه پښتو ته ښايست ورکوي چه له زرګونو نورو ژبو ئې ځانګړې کړې ده٠ نو پښتو ژبه ده، خو،
بله پښتو، هم پښتو ده چه د پښتنو، دود، چارې او اصول يا قوانين دي چه د ټولنيزو چارو واکي جوړوي چه د ټولنې د رهبرۍ زعامت او مسئوليت دی٠ جرګه لري، اربکي لري، چيغه ده ، توره ده کمربند دي ، ډول دی او اتڼ، حجره ده او ميلمه ، شمله ده او مشر، څڼې دي او بريت، توربور دې او غليم، توپک دی او ډزونه ، مورچه ده او کمين، دا هر يو خپله پخپل ذات کي هغه رسمونه، چارې، ځايونه او کارونه دي چه ورته پښتو ويل کيږي٠ نو پښتو يوازې ژبه نه، بلکه يو اصيل فرهنګ هم دی چه د پښتنو دغه کړو او دود ته هم پښتو ويل کيږي٠
يعنی پښتو د پښتنو فرهنګ٠ نو، پښتو هم پښتو ده هم پښتو٠
[color=red:05ba38f764]چه پښتو شي هم ژبه هم فرهنګ٠٠٠٠٠٠ سرې لمبی دي په ټټر د سور پرنګ
پښتون د سر په بيه کارنامې کا٠٠٠٠٠٠ پښتنې دي چه مينې په غورځنګ[/color:05ba38f764]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more