نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د بوټو نومخه ښه
stanizy
15.12.2008
عراق ته دامیریکا متحده ایالاتو د ولس مشرجورج ډبلیوبوش تر ټولوتاریخي اوورستی سفر پرون په ۱۴د دسمبر دبوټونو له پخوپخووارونوسره دتل لپاره پای ته ورسیدد.
دهغه پریس کانفرانس په ترځ کې چې د دواړو هوادونو ولسمشرانو لپاره جوړ شوي وو ټولو لوستونکو ولیدل چی یوه عراقي لیکوال چی منتظر الزیدی نومیده خپلو بوټونوته لاس او په بوش باندې یې په داسې الفاظو ور وارکړل : [color=darkred:e4e9284f85]"خذها قبلة وداع أيها الكلب إنها من الأرامل واليتامى العراقيين، إنها من كل من ماتوا في العراق"[/color:e4e9284f85]واخله سپیه دادمخه ښه مچودعراق دکونډو اویتیمانو له لوري او...دادویم دټولو هغوکسانو له لوري چی دعراق په خاوره کی وژل شوي دي .
ګرا نو لوستونکو داموضو خوهم پدی ارزی چې تاسي خپل نظرونه ورباندې ولیکۍ.
دلته یې ننداره کولی شۍ
[color=green:e4e9284f85]http://news.bbc.co.uk/2/hi/middle_east/7782422.stm[/color:e4e9284f85]
باتور
15.12.2008
stanizay وروره کور دي ودان، بيا هم کور دي ودان .
هماغه بوټونه د کروز ترراکټونو وړتره زور لري، دا بېغيرته انساندښمن او د ده [color=darkred:737c368900] لاسپوځي [/color:737c368900]بايد په دې پوه شي چي د دوی لپاره د وطنپالو افغانانو او نړيوالوانساندوسانو له خوا نه فقط او فقط هماغه بوټونه او کلوښي د استقبال لپاره تياري ولاړي دي . . د هغه ځوان چي دا کار يې کړی د هغه په اډونو دې برکت شي . .
په درنښت
عبدالله صابر
16.12.2008
بوش امريکايانو ته دومره لويه بدي جوړه کړه چي اوس ددو ی مشران په پريس کانفراسونوکښي هم دامن احساس نه شي کولای ،اوس به دوی مجبوروي چي له
خبريالانوبوټونه وباسي اوبيا کانفرانس ورکړي ، [color=blue:b2e5edc08b]تيره ورځ په کابل کښي بوش دا
سي يوکانفرانس ته حاضر شوچي خبريالانوته دبوټونوپښوکولواجازه نه وه ٠[/color:b2e5edc08b] داتل عراقي خبريال په ګذار به اوس امريکايان په دي پوهيدلي وي چي مسلمانان
بي وسلې کيدای نه شي اوکولای شي ډيروخت دوښمن په ساده وسايلو هم له لويی
شرمندګئ اوخجالت سره مخ کړي ٠
په افغانستان اوعراق کښي دامريکايانومرګ ژوبلې اوماتو دا وښودله چي پياوړئ
اقتصاد اوپرمختللې ټکنالوجي دمسلمانانو په مقابل چندان کارنه ورکوي ٠
http://www.eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=894&catid=3&Itemid=894
غورځنګ ghorzang
17.12.2008
حديث شريف دى چې غوره جهاد د ظالم چارواکي په مخ کې حق ويل دي.
زه فکر کوم چې دغه عراقي ژورنالست ته الله پاک د غوره جهاد توفيق ور په برخه کړ.
الله دې دده دغه عمل قبول کړي. امين
عبدالله صابر
18.12.2008
په کرمه ايجنسئ کښي دشيعه سني جګړه وه يو زوړ دڅواتياکالوشيعه په ډيرتکليف
دتوپک ډز ځای ته ځان رسولئ وو ،مخامخ دسنيانوپه يوجومات يی ډزې کولي
کله به يی چي په جومات ډز وکړ نو ويل به يی چي ايمان مي تازه کړو ٠
اوس به مونږ هم په دي لوبوسره بوش په بوټانو ولواو ايمان به په تازه کووکه څه هم
دالوبې دهغه مړ ښامارمثال لري چي سريی عرقي خبريال منتظرزيدي پري کړئ او
لکئ يی مونږ پريکووخوبياهم ښي لوبې دي اود منتظرزيدي سره ديوالي څرګنده
ونه ده ٠
بيا هم ګورباچوف له بوش نه وګټله.
larghonay laraway
18.12.2008
بيا هم ګورباچوف له بوش نه وګټله.
ګورباچوف د خپلواكۍ د ورځې مډال واخيست او بوش د اعليحضرت امان الله خان مډال خو ګورباچوف ځكه وګټله چې ببرك كارمل شوروي ته مډال ورووړ او بوش ورپسې افغانستان ته راغلو او كرزي د غازي امان الله خان مډال وركړ.
عجيبه ده چې پښتانه په كنايه اوكتره نه پوهېږي. ځكه څه موده وړاندې لطيف پدرام اعليحضرت امان الله خان ته كوڅه يي كنځلې كړې وې نو ټولو په خپلو ولايتونو كې لاريونونه وكړل خو دا چې كرزي تر پدرام د اعليحضرت امان الله خان ډېر سپكاوى وكړ او د نړۍ تر ټولو بدترين، قاتل او د صليبي جګړو بيا پيلوونكي ته يې د غازي مډال وركړ نو پښتانه دې ته سپكاوى نه وايي او پټه خوله ناست دي.
لال نبي
18.12.2008
لرغونى لاروى صيب!
ګورباچوف او بوش دې ډېر ښه سره پرتله کړي خو د ببرک کارمل او حامد کرزي د پرتلې کولو موضوع دې ګونګه پرېـشې
پربوش دبوټونوکذار
ghareebdost
24.12.2008
مينه او درنښت:
وروره د دنيا دتر ټولومغروره اومتکبرسر دپاسه ديوکمزوري انسان بوټونه وارول، په حقيقت کي دانسانانولپاره يو الهي درس دى ،چې الله ج،هميشه خپل مغروره دښمنان په خپلوډيروبې وزلو دوستانو ذليله کوي.
اوس به نو په خبري غونډوکې بوتوټونه هم بند وي،پخوابه يوازي کيمرې او واسکټونه چيک کيدل،اوس به نوبوټونه هم...
که داسي حال وو.نودخبريالانو کميس او پرتوګ ته هم خير نشته...
دمظلوم ګذار هم داسي وي،هيڅوک ورنه هيچري نشي خلاصيدى....
پربوش دبوټونوګذار
ghareebdost
24.12.2008
يو نوى خبرمي همدا اوس تر سترګوشو:
دالذيدي دبوټونوجوړونکې کمپنۍ اعلان کړى،چې اخيستونکي(مشتريان)يې زيات شوي،کيداى سي دبوټونودنړيوالوکمپنيوله خوا خبريالانوته (فري سکيم)اعلان شي،
اوماشالله زموږپه هيوادکي خوتقريبا هرڅووم،کس خبريال دى.چې اکثره يې په پښو ګرزي اوبوټونه يې ډيرتخريبيږي،
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
توري دي لا لا وهي
مزې دي عبدالله وهي
عادل عادل
24.12.2008
د یو څلویښتو هیوادو چیغې اسمان ته رسي
چې یې تابوت زمونږ له خاورې هر مکان ته رسي
ددوی په شناختو یادګاري خدای خبر څه به لیکي؟
چې دا د کوم ملت په لاس دغه انجام ته رسي !
دا شوه ددوی د پالیسئ دیموکراسئ نتیجه
چې د کابل او د بغداد کار یې لړزان ته رسي
د بشریت په کرامت یې داسې لوبې وکړې
چې د وحشت او بربریت تاریخ ګریان ته رسي
د افغاني څپلئ ګوزار په افغاني طریقو !!
د منتظر زیدي * پیغام هر یو افغان ته رسي
خدایه دا ټول ستا پیرزوینې امتحان یادیژي
چې په تش لاس یوه حماسه مو لوی دیوان ته رسي
مونږ خو د چا د کور د ننه قدم ایښی نه دی
په کور د ننه کې نصیحت مې لوی غلام ته رسي
شه لاس په سر د لاسپوڅئ او د ذلت د ژوند نه
د غه مقام به دې محال وي چې دوام ته رسي
د نومولي سپي حضور ته چې مډال پیش کوې
د سپي په بڼه دې توهین غازي امان ته رسي
اوسه تیار حساب کتاب ته افغاني - الهي
نوم او نشان به دې ضرور یوه ډیران ته رسي
ghareebdost
24.12.2008
وروره ډير شعر دي ويلي،ډيرمي خوش شو په ګوتو دي لا برکت شه
z.shaheen
28.12.2008
همین مهمان نوازی ما افغانها مارا در بدر کرده است !
طالبها مهمان نوازی را بهانه کرده بن لادن را تسلیم امریکا نکردند. در حالیکه مهمانشان هم نبودبلکه بن لادن مهمان ربانی بود . ملا عمر با بن لادن صرف خویشاوندی دارد، که نتیجۀ و تباهی این خویشاوندی را هر روز میبینیم!
و حال ما افغانها همان امان الله خان راکه به بهانۀ کفر ولاتی گری از کشور راندیم اکنون از فقدان شخصیت به نامش مدال ساختیم وبه مهمانان دولتی تحفه میدهیم! و باز همان خیل مردمانیکه به بهانۀ یاد شده امان الله خان را از کشور رانده بودند ماتم مدالش را میکنند که چرا به بوش داده شد. اینها مثل مرغان کورک که تخمان شانرا در مرغانچۀ آی اس آی گذاشته و درینجاچنان قتقتاس میکنند که صدای شان مردم را کر میکند! ما افغانها خاصیت مرغ را داریم :
اگر قایمش بگیری قغ میزند و اگر رهایش کنی هم قغ میزند :lol: