نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دريان سايټ چلوونکې ته !
میوند ننګیال
13.12.2008
زمايوملګرۍ دي کله چه نوي ويبپاڼه پيدا کړي نو ماته يي خبرراکوي تيره ورځ يي همداسي ديوي ويبپاڼي ادرس راوليږه اوورسره يي ليکلي وه چه ښه اسلامي ليکنه هم لري دويبپاڼي نوم (ريان ) وهماهم سمدستي سر ورښکاره کړ٠
چه دسوادفرهنګي ټولني ويبپاڼه يي پري ليکلۍ وه .
اسلامي مضامين پکي ډير ليدل کيدل او زه پري ډيرخوشحال هم شوم په مخ پاڼه کي مي يوه ليکنه وليده چه ليکلي يي وه :
له ټول افغان ويب پاڼي سره څو شيبي
ليکنه يي اوږده وه اودسي ليکنه يي کړي وه چه ځان يي پخپله نيوکي ته جوړ کړی وه يو څوخوماته په نظرراغلي تاسويي هم وګوری www.rayaann.com
محترم ريان ليکلي :
خو له بده مرغه د (ټول افغان) په درانه سايت کښي دا لوري ډيرترسترګوکيږي . دروغ ويل کيږي. غيبت کيږي . بهتان پکښي شته. د خلکوحيثيت پکښي ترپښو لاندي کيږي . د خولي او قلم عفت پکښي نه ساتل کيږي. شخصيتونه پکښي تخريبيږي . ښکنځل پکښي کيږي .شکنځل د مسلمان لپاره فسق بلل شوى دى .[/ګرانه محترمه والله چه ښه ليکنه دي کړې ده اوله دا چه دايوه ازاده ويبپاڼه ده دويم دا هيڅ شخصيت پکي ندي تخريب شوي هو دا زه منم چه بعضي اشخاص پکي لږ څه څنډل شوي چه دا کار ما هم کړي ځکه چه حق نه سترګي پټول دټولو نه لويه ګناه ده ته خو به اسلامي معلومات ډير لری اوددي ليکني نه همداسي ښکاري حديث دي (من رای منکم منکرا...................وان لم يکن فبلسانه فان لم .............وذلک اضعف الايمان ) يو کس چه بې لارې ېې اوته ورته بي لاري نه وايي ته هم ورسره شريک يي دويمه دا دخولي او قلم دعفت خبره زه منم چه بعضي ليکونکو به لږ څه ژبه سخته کارولي وي دلته په ټول افغان کي ډير ښه ليکوالان شته چه هر هغه چاچي خوله يا قلم غلط کارولی وې اصلاح کړي يي دي ٠
بل ځايي ريان صاحب ليکلي :
دروغ خو ټول پيژني چي د واقعيت خلاف خبره ده. ويونکي يي ملعون کسان دي . غيبت داسي تعريف شوى دى : کومه خبر يا کار چي په چا کښي وي او ته هغه ته مخامخ د هغه په هکله څه ووايي او هغه ورباندي خفه کيږي. که د همدي خبري اظهار د هغه په غياب کښي وشي، هغه غيبت دى .غيبت کول په قرآن کريم کښي د مړه وروردغوښو له خوړلو سره تشبه شوي دي
دادروغ مه تفسيروه په ګوته يي کړه بله دا ټول افغان نه قران اونه دحديثوکوم مستندکتاب دي چه تادومره تشريح کړي اونه دا دافغان مسؤلينو ليکنه ده دلته ته هم ليکنه کولي شي زه يي هم کوم وروره ته داخبره ولي لوړوحکومتي چارواکو ته نه کوي چه په درد يي وخوري ٠
بل ځايي يي ليکلي :
زموږ ټولنه ،لا دي ځاى ته رسيدلي نه ده چي په ازاد بحث کښي حداوچوکات وساتي.هرڅه ته دتعصب په احساس اوقهرځواب ورکوي .قهراوعقل هغه دوه څيزونه دي چي په يومهال په يوه موضوع کښي نه سره ځائيږي .
اياد يو کس غلطي په ګوته کول او دهغه په باره کي رشتيا ليکل او يا يي په هغه نوم يادول چه دهغي حق لري تعصب دي ؟
وړاندي ليکي :
خودا چي زموږ دين نصيحت دى او مشوره ورکول يواسلامي اصل دى، نوزه ورسره څوخبري د نصيحت په چوکات کښي کوم . نصيحت چي د خيرغوښتلو په معنى دى مشراوکشر نه غواړي .
ګرانه دغه نصيحت او پيرزؤنه تا سي په ټول افغان دبحث فورم کي هم ليکلي شو په خپل سايټ کي دي ولي وليکه که چيرته دي په ټول افغان کي ليکلۍ وۍ خلک به تري مستفيد شوي وه اياته پخپله دتعصب ښکار نه يي ٠
دازماشخصي نظردي
و.افغان
13.12.2008
میوند ننګیال صاحب:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
سلامونه نیکې هیلې او سپيڅلې پیرزوینې مې ومنه
آفرین، دریان خان پام مو ښو ټکو ته راړولې دی، ریان خان باید دټول افغان دلومړي مخ
او دفورمونو دبرخې تر منځ توپير وکړي.
که چیرته ریان خان صاحب دفوروم په اړه کوم اعتراض لري نو ورته پکار ده،چې همدلته فوروم کې يي
مطرح کړي، او نور ګډونوال ورسره بحث وکړي.
خداي د وکړي چې ریان صاحب له داسې لیکنو څخه او بیا يي په خپل سايټ کې له خپرولو څخه موخه
دځان مشهورول نه وي.
په درنښت.
میوند ننګیال
13.12.2008
ګران استاذوهاج صيب سلامونه !
ګرانه ايله چه رامعلوم شوي والله بيږاه مي په خوب ليدلي وي
ګرانه ! زا هم دا نظر دې چه ريان صيب دخلکو پام ځان ته رااړوي
pattang
13.12.2008
داځوان عبدالله ګل ريان خوعجیبه سړی دی ٠
داڅه مانا ? غواړې چې ځان مهم مالوم کړې ?
نوموړی لیکي :
(( له ټول افغان ويب پاڼي سره څو شيبي
د ټول افغان د ويب پاڼي (سايت) مسؤلين اوکارکوونکي زه نه پيژنم. نه ورسره قلمي اړيکي لرم آن داچي دجنياتوپه نړۍ (بريښناليکونو)کښي لا نه سره وينو،خو ورته ځکه احترام او درناوى لرم چي کاريي کړى دى . د ويب پاڼود پورته کولواوچلولو په ډګرکښي په افغاني ويب پاڼوکښي په لومړيو درجوکښي راځي. خودا چي زموږ دين نصيحت دى او مشوره ورکول يواسلامي اصل دى، نوزه ورسره څوخبري د نصيحت په چوکات کښي کوم . نصيحت چي د خيرغوښتلو په معنى دى مشراوکشر نه غواړي .
موږ الحمدلله مسلمانان يو اواسلام منو، دځان لپاره يي وياړګڼو،د اوامروکول او د نواهيو پريښودل يي د نجات لاره بولو. د ژوند په هر ډګرکښي ځان ورته هوډمن ګڼو . اسلام د اعتقاداتو، عباداتواو معاملاتو ترڅنګ اخلاقي چوکاټونه او ادبي مراتب هم لري .اخلاق هم په اسلام کښي،په فضائلواو رذائلو ويشل شوي دي . فضائل چي انساني اړخ لري ممدوح اوستايل شوي ،د وقار اوثواب سبب بلل کيږي . او رذائل بيا مذموم او بدل ګڼه شوي ،د عذاب او بي عزتي اسباب بلل شوي دي . که همدا اخلاقي حدود هغه هم د فضائلو او رذائلو په چوکات کښي د امر او نهي ،کولو او نه کولو په بڼه نه واى، نو بيا به زموږ اسلامي ټولني انساني حيثيت بايللي ؤ. داسي بي بندوباره ټولنه به وه لکه نن چي د منحرفوافکارو په نتيجه کښي رامنځته شوي دي . نموني يي تاسو په غربي ټولونو کښي وينئ چي په شراب څښلو، احتکار ،سود،زنا، فحشاء، تيري او نورو هغو کارونو چي رښتيا هم بشريي د تباهي په لور روان کړى دى، کوم قيد نشته . د فحشا لپاره هډي، کورونه اوګيست حوسونه جوړيږي . د هري بد فعلي نرخونه معلوم او دولت هم ورڅخه ټکسونه اخلي ....
په هرحال که موږ د ژوند په ټولواړخونوکښي اخلاقي چوکاټونه مراعات نه کړو، يوازي نه دا چي د بشر په تباهي ،د کورنۍ په بربادي ،داشخاصوپه تخريب او د ټولني په خرابي کښي هڅه کوو، بلکي موږ به په ټولنه کي له خدمت سره،سره منفور، بي وقاره اوهسي پردي کسان شميرل کيږو.
موږ په اسلام کښي؛ دروغ، غيبت ،بهتان دځان اوبل بي عزتي، ټول ناروا او د اخلاقو په چوکات کښي رذائل ګڼو او دا مو د عقيدي جزء دى .
دروغ خو ټول پيژني چي د واقعيت خلاف خبره ده. ويونکي يي ملعون کسان دي . غيبت داسي تعريف شوى دى : کومه خبر يا کار چي په چا کښي وي او ته هغه ته مخامخ د هغه په هکله څه ووايي او هغه ورباندي خفه کيږي. که د همدي خبري اظهار د هغه په غياب کښي وشي، هغه غيبت دى .غيبت کول په قرآن کريم کښي د مړه وروردغوښو له خوړلو سره تشبه شوي دي .
بهتان (افتراء) هغه څه ته وايي چي په چاکښي کوم کاراوخبره نه وي اوته يي ورپوري وتړي . دا ترغيبت ستره ګناه ده اومفتري (بهتان ويونکي) ته جزاء ټاکل شوي ده.
زموږ دين د عزت او وقار دين دى .که څوک خپل ځان يابل څوک بي عزته کوي، ددي حکم دادى لکه هغه چي وژني ،ځکه د مسلمان وژل ،دهغه مال ضايع کول اودهغه بي عزته کول ټول په يوه نبوي حديث کښي ناروا بلل شوي دي .
په دين کښي دوقارپه ساتلو ډير اهتمام شوى دى . وايي که له چا څخه د جماعت لمونځ تيريده، منډي دي نه ورته وهي. ځکه ځغاسته اومنډه دوقاراو درنښت خلاف ده.
که له چا څخه د وترو لمونځ قضا شوى وي . هغه دي دخلکو ترمنځ د هغوى قضايي نه رواړي اوکه بيا هم قضاي وتر يي کول، نو د قنوت ددعا(اللهم ان) پروخت دي لاسونه، نه پورته کوي، ځکه خلک پوهيږي چي ده لمونځ قضاکړى دى او دا د ده لپاره بي عزتي ده .دا خورا ستره خبره ده چي که څوک بي عزته کيده ،داوخت دي د سنت عمل څخه تير شي چي هغه د(قنوت د)تکبير په وخت کي لاس پورته کول دي .
نور ډيرداسي مسائل دي چي د وقارساتل پکښي خورازيات مراعات شوي دي .
خو له بده مرغه د (ټول افغان) په درانه سايت کښي دا لوري ډيرترسترګوکيږي . دروغ ويل کيږي. غيبت کيږي . بهتان پکښي شته. د خلکوحيثيت پکښي ترپښو لاندي کيږي . د خولي او قلم عفت پکښي نه ساتل کيږي. شخصيتونه پکښي تخريبيږي . ښکنځل پکښي کيږي .شکنځل د مسلمان لپاره فسق بلل شوى دى .
موږ شرعي مسئله لرو؛که څوک دکوم کار مؤسس اوبنسټ ايښودونکى وي ،هرڅوک چي هغه کارکوي، داجراوثواب يوه برخه يي مؤسس ته رسيږي.
د ټول افغان په سايت کښي چي هرڅوک دروغ وايي، غيبت کوي يا تورلګوي . څومره عذاب چي يي ويونکي ته رسږي، هغومره د ټول افغان مسئولين ورسره شريک دي . څومره چي همدا خلک سپک ښکاري، هغومره سايت ورسره سپک ترسترګوکيږي.
زموږ دين د تحقيق اوپلټي دين دى . په هره خبره کښي بايدتحقيق وشي . څوک چي خبره واوري او هغسي يي بيرته کوي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم په وينا ستر دروغ ويونکي دى .
الله جل جلاله فرمايي :
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا .... . } (الحجرات - 6)
(اي هغه کسانو چي تاسو ايمان راوړى ،که چيرته راتګ وکړ تاسولره فاسق او بدکاره، په يوه خبره سره ،نوتاسوښه تحقيق پکښي وکړئ ،له جهته ددي ويري چي تاسوته به يو قوم ضرر ورسوي په ناپوهۍ سره، نووبه ګرځئ تاسوپه هغه عمل چي کړى مودى پښيمانه .)
دادومره ښه قاعده ده چي د بشريت محققين ورباندي اقرارکوي چي د تحقيق او پلټني اساس اسلام ايښي دى اوبنسټ يي همدا آيت ګڼي.
زما عرض دادي؛ ددي لپاره چي د ټول افغان مسؤلين ،د خدمت په ډګرکښي د ګناه مرتکب نشي، د (خدمت کرده گناه لازم) په وزن کښي رانشي. نو ښه او غوره لاره داده چي هرچاته حق ورکړي چي هرڅه ووايي، هغه په ايميل (بريښناليک) کښي ورته واستوي . مسؤلين يي وګوري ،شرعي ،اخلاقي ،سياسي اوادبي اړخ يي تر نظر تير کړي او بيا يي ښه خپاره کړي او بد يي رد کړي .په دي توګه به نه ګناه وي، نه سپک والى او نه هم خلکوته د ګناه، سپکوالي او دښمني د پيداکولو زمينه برابره وي . اوس خو باور وکړئ چي د بحثونوپه نوم پکښي ګناه، بي عزتي، کينه،تخريب ،نفرت اوهرڅه خپريږي .
زموږ ټولنه ،لا دي ځاى ته رسيدلي نه ده چي په ازاد بحث کښي حداوچوکات وساتي.هرڅه ته دتعصب په احساس اوقهرځواب ورکوي .قهراوعقل هغه دوه څيزونه دي چي په يومهال په يوه موضوع کښي نه سره ځائيږي .
تاسو وينئ چي ځينو بي وزلوخو فقط دومره څه زده کړي دي چي ياخپل ځان سپک کړي او يا نور، نور نه دين پژني او نه اخلاق،هسي په وازه خوله او پټوسترګو خبري کوي .....
الله دي اول موږ بيا ټولوته هدايت وکړي .والسلام .
ريان))
نودا هم تاسې اودا هم د ریان لیکنه۰
میوند ننګیال
14.12.2008
ګران ورور پتنګ جانه سلامونه ومنه !
ياره وروره که خفه کيږي يوه خبره درته وکوم هغه دا چه :
دريان پدي ليکنه دي هسي دټول افغان دبحث فورم ځاي نيولي ځکه ريان صيب دسي يوه ليکنه کړي ه هيڅ معنی نه لرې بله دا چه په همدي ليکنه کي ډير دسي سوالونه دي چه تري وشي که چيرته ريان صاحب بيا دټول افغان فورم ته ( دده په قول ) يوه شيبه راغي او دا ليکنه يي وليده او څه يي پرې وليدل بيا به يو پنډ دسوالونو ورپه شا کړم خو پتنګ جانه تانه هيله لرم چه بياورته راميدان ته شي٠
Ghairat
14.12.2008
زه په خپل وار ښاغلي ریا خان صیب ته سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم او د نوې بئڼپاڼې مبارکې ورته وایم۰
او بیا یې پام څوټکو ته راګرځوم :
محترمه ، تاسو خپلې لیکنې ته دا سرلیک ورکړی :
[color=blue:b38b20ffd0](( له ټول افغان ويب پاڼي سره څو شيبي ))[/color:b38b20ffd0]، خو سکالو اوخبرې موټولې د وېبپاڼې صرف د بحث فوروم ته متوجه دي چې د وېبپاڼې یوه فرعي ، ولې د آزاد بحث برخه جوړوي۰ هغه څه چې تاسو یې ورورګلویزه مشوره ورکړې، له ډیر پخوا راهیسې د ټول افغان د لومړي مخ په نوملړ اوسرلیکونو کې عملأ پلي شوي او لړۍ یې دوام لري۰
داچې د بحثفورمونو موخه او هدف څشی دی، په دې اړه وروسته زه صرف خپل اندلید څرګند ولی شم ۰
خو لومړی راځم څو ټکو ته ،تاسو ډیر ښه لیکلي چې :
[quote:b38b20ffd0]موږ الحمدلله مسلمانان يو اواسلام منو، دځان لپاره يي وياړګڼو،د اوامروکول او د نواهيو پريښودل يي د نجات لاره بولو. د ژوند [color=white:b38b20ffd0]په هر ډګرکښي [/color:b38b20ffd0]ځان ورته هوډمن ګڼو . اسلام د اعتقاداتو، عباداتواو[color=red:b38b20ffd0] معاملاتو[/color:b38b20ffd0] ترڅنګ اخلاقي چوکاټونه او ادبي مراتب هم لري .[/quote:b38b20ffd0]
پورتنۍ خبرې په زړه پورې ، اړینې او ضروري دي،که څه هم نوې نه دي، ولې هر وييزی یې پورتنی شکل تعمیمول سم بولئ؟ مثلأ په دې کې شک نشته چې په اسلام کې د يو لړ معاملاتو له پاره چوکاټ شته چې مراعات یې د هر مسلمان وجیبه ده، خو آیا دژوند د ټولو معاملاتو له پاره ،چې د اسلام له نزول راهیسې یې تر نن ورځې پورې دایره لکونه اومیلیونونه چنده پراختیا موندلې هم اسلام چوکاټونه ټاکلي دي؟ او آیا هغه چوکاټ چې ۱۴ پېړۍ پخوا ټا کل شوي د خپل وخت د اړوندو معاملو د محدود شمیر سربیره د نن زمان د میلیونونو چندو نویو معاملو له پاره تعمیم کیدای شي؟
مثلا یواځې د علم په برخه کې: ویل شوي چې [color=white:b38b20ffd0]علم ښه شی او فرض کفايي دي [/color:b38b20ffd0]ایا دغه کفايي فرضیت له دیني علومو پرته په طبیعي علومو چې ټول ژوند پرې نن ورځ ولاړ دی ، هم تعمیم او اطلاق کیږي؟ او که نه، طبیعي علومو ته د فرضوالي چوکاټ نشته او له پورتنۍ جملې څخه صرف دا جمله ور پاتې کیږي چې [color=yellow:b38b20ffd0]علم ښه شی دی [/color:b38b20ffd0]او بس؟
د علمي څېړنو قانون، د تخنیک او پرمختګ قوانین ، د ټولنې، تولید اواقتصاد قوانین او د فزیک ، کیمیا ، بیولوژی ، فضانوردۍ او کیهان څیړنې او کیهان پلټنې قوانین چې ټول د انسان د ژوند معاملات اواساسات دي چوکاټونه یې پخپله انسان ټاکي او که نه انسان ته حاجت نشته اسلام ټول ورټاکلي، انسان باید صرف هغه د خدای تعالی په مقدس کتاب قر ان عظیم الشان کې ولولي او بس ، که داسې نه وي او اسلام یواځې ددین ( اخرت) له پاره د عباداتو او دیني مناسکو، اوددنیا له پاره د حرام اوحلال ټاکلو اواخلاقو بشپړونکی دین دی او بس، چې د ژوندانه یومهم او اړین اړخ دی، خو نه ټول ژوند دی اونه د ټول ژوندانه د معاملاتو او فعالیتونو چوکاټ!
د ژوندانه د همدغه مهم او اړین اړخ له کبله ټول افغان هم د اسلامي اوامرو اونواهیومراعات، اسلامي تبلیغ او د اسلامي اخلاقوتعمیم تر ټولو لومړی لو تر ټولو لوړ اصل ګڼلی اود هغوی په پام کې نیول یې له ټولو غړوڅخه غوښتي دي!
خو ټول افغان د نور ژوندانه له ضروریاتو څخه هم سترګې نه پټوي ، د حل لارې لټولوته یې ټټر وهي او لیکونکي دې ته رابولي چې د ملي او ولسواک ژوندانه غم هم وخوري، ملتپالنه،خپلواکي او ملي واکمني ، تر اباسینه پورې د سپېڅلی افغانی خاورې بشپړتیا غوښتنه، افغاني ملي او اسلامي ولسواکي ټول هغه اصلونه او غوره بنسئټونه دي چې دټولنیز ژوندانه چارې راسموي د علمي اوتخنیکي انقلاب پلي کولو ته لار پرانیزي ، په ټولنې کې سیاسي ثبات رامنځته کوي او د ترقۍ او پرمختګ عامل ګرځي، نو افغان ولس له دومره ناخوالو له ګاللو وروسته نور دنوموړو زرینو اصولو د یوه اړخ د نقضولو حوصله او چانس هم نشي زغملای!
هو، محترم ریان صیب ، د اسلامي اخلاقو په اړه له تا سو سره سل په سلوکې موافق اوکټ مټ انده یم چې [quote:b38b20ffd0][color=white:b38b20ffd0]
۰۰۰که موږ د ژوند په ټولواړخونوکښي اخلاقي چوکاټونه مراعات نه کړو، يوازي نه دا چي د بشر په تباهي ،د کورنۍ په بربادي ،داشخاصوپه تخريب او د ټولني په خرابي کښي هڅه کوو، بلکي موږ به په ټولنه کي له خدمت سره،سره منفور، بي وقاره اوهسي پردي کسان شميرل کيږو. [/color:b38b20ffd0][/quote:b38b20ffd0] .
وټول افغان لوستونکو ته څرګنده ده چې تر اوسه پورې ډیر کسان لهلکه ټول افغان څخه اخراج شوي اوهغه ټول له همدې امله چې د اسلام درناوی یې نقض کړی او یاد اسلامي او افغاني اخلاقو له چوکاټ څخه پښه بهر ایښې وه، [color=white:b38b20ffd0]
خو الحمد ل الله هغه کسان او هغه کثیفې لیکنې او ناوړه څرګندونې چې تاسوورته نغوته کړې ده له ډیر وخته راهیسې په بحثفوروم کې نشته ! نوکه هغه برخه مو له لیکنې څخه ړنګه کړئ چې اوس حقیقت نه لري، لکه داچې ګواکې
[quote:b38b20ffd0]دروغ ويل کيږي. غيبت کيږي . بهتان پکښي شته. د خلکوحيثيت پکښي ترپښو لاندي کيږي . د خولي او قلم عفت پکښي نه ساتل کيږي. شخصيتونه پکښي تخريبيږي . ښکنځل پکښي کيږي [/quote:b38b20ffd0]اوداسې نورې، نوهم به ستاسې بیطرفي او بیغرضي ثابته کړي اوهم به د ټول افغان دوښمنان ترې د زهرګین پروپاګند له پاره ناوړه ګټه وانئخیستلای شي۰ [/color:b38b20ffd0]
د آزاد او ولسواک بحثفوروم شتون ته د اړتیا په اړه ښايي سره په یواند ونۀ اوسو،
، خو په دې اړه به بل ځل مفاهمه وکړو۰
د بحٍث د یوګډونوال په توګه ستاسې له نیک نظر څخه ډیره مننه کوم او تر بیا پورې مو په لوی الله سپارم!
والسلام علی من اتبع الهدا
ع کريم حليمي
26.12.2008
ډېر ګران مکرم دانشمند غيرت صاحب ، سلامونه مي ومنئ
[quote:74f44a354c]مثلا یواځې د علم په برخه کې: ویل شوي چې علم ښه شی او فرض کفايي دي ایا دغه کفايي فرضیت له دیني علومو پرته په طبیعي علومو چې ټول ژوند پرې نن ورځ ولاړ دی ، هم تعمیم او اطلاق کیږي؟ [/quote:74f44a354c]
الإمام الأعظم أبو حنيفه فرمايي چه ; طلب العلم فريضه علی کل مسلم
او امام شافعي بيا وايي چه ; ويتعلمون مالايضرهم ولاينفعهم
يعني زده کوئ هغه چه نه ضرر ولري ، او نه پايده رسوي
سته داسي علوم چه خسارې رسوي بشرته ،په طريقه اولی حرام دي
او هغه علوم چه خير خواهي له پاره دي ، هغه ټول ضروري او لازمي دي
و هر انسانه او ومسلمان ته په درجه اولی
په درنښت
عادل عادل
27.12.2008
درنو وروڼو
سلامونه مې ومنی
وروڼو راځی چې هراړخیز قضاوت وکړو:
تاسوبه د ښاغلي ریان ورور هغه لیکنه چې په 2008/9/30 کې د جهادیان تر سرلیک لاندې د ټول افغان په شننو او څیړنو کې خپره شوې وه لوستې وي او تر هغې لاندې به مو د تبصرو )ناندریو( لړی هم تعقیب کړې وي چې پکې د شمل په نوم یوه ځناور هغه بد رد لیکلي وو چې په ژبه راوړل یې شرم دی، الله شاهد دی چې په ریان صیب مې ډیر زړه وسوځید، په دې مانا نه چې هغه زه پیژنم ، نه یې پیژنم بلکه د هغه د پوهې او علمیت په بې حرمتی باندې خفه شوم.
زما په نظر همغه سبب شو چې ریان صیب ټول افغان ته ځپله ګیله او مشوره وړاندې کړه او دلته د هغوی د شهرت، ځان ښودلو او یا چا ته په سپکه کتلو هیڅ ځای نه لیدل کیژي. د هغوی ملاحظاتو ته په مثبت نظر وګوری او بیا قضاوت وکړی تر څو مو خدای مکړه په منځ کې تفرقه منځ ته رانشي.
ریان صیب به ګومان نه کوم چې تر اوسه دې د بحث په فورمونو خبر وي.
ټول افغان ته دې الله پاک خیر ورګړي چې د شمل هغه فضیح تبصره یې بیا وروسته د منځه وړې ده.
ghareebdost
29.12.2008
د درانه ريان ليكنه په ديني او اخلاقي دلائلو ولاړه ده ,او زه پكې د درناوي خلاف توري نه وينم,بل لورته دټول افغان له خوا دناوړه ليكنو دليكونكو ويستل او دبحث فورم به سركي موجوده خبرتيا ښاي دريان صيب دا نديښنې مثبت جواب ووايي، نور ددې خبري دشاربولو هيڅ ګټه نشته
رښتینی
29.12.2008
درنو ورورنو سلام
ښاغلي ريان زه پيژنم هغه يو نيك او عاجز اوسپين مسلمان ليكوال
اومشرسړۍ دي له اصلاح اوښه نيت پرته بله موخه نلري
تاسو كه وخت لرئ دهغه په ويب كي د هغه ډيري ليكني پرتي دي
هغه وګورئ او له دي لاري به مالومه كړئ چي هغه څه ډول نظريات لري هغه يو دروند ملي او مدهبي شخصيت دي دهيواد او ولس له اره يي لوي
خدمتونه كړي او دجهاد په دوره كي يي ډير فرهنګي مسئوليتونه په غاړه لرل
اوس يي هم خورا په زړه پوري كتابونه ليكلي او ژباړلي دي الله دي نور توفيق هم وركړي ولا ازكي علي الله
په مينه
میوند ننګیال
30.12.2008
ګرانورورحامد خان او نور وروڼه سلامونه او نيكي هيلي ومني !
حامد خانه زه دريان صاحب سره نه پيژنم او نه مي ورسره څه عقده ده ګوره پختون كله هم پحپل كور كي چاته څه نه وايي بله دا چه زما دليكني مطلب دا وه چه ريان صاحب داليكنه ولي دټول أفغان دبحث فورم كي نه كوله چه ټولو ليدلي وه دريمه دا چه خداي دي په عمر كي بركت واچي چه أفغان اولس يي د ښو ليكنو نه مستفيد شي
په ټوله اسلامي او پښتنه مينه