نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نوى مثلث
larghonay laraway
13.12.2008
ويل كېږي چې د راتلونكو ټاكنو لپاره يو مثلث جوړ شوى چې د يو هدف لپاره درې واړه په ګډه كار كوي خو خلكو ته داسې ښيي چې ګوندې دوى هر يو ځانته كار كوي.
دا مثلث له زلمي خليل زاد، علي احمد جلالي او اشرف غني احمدزي جوړ شوى دى.
نن مې دهمدې ويب پاڼې په لومړي مخ كې ولوستل چې له هيواده بهر دعلي احمد جلالي د درناوي غونډې هم جوړې شوي او كيداى شي دوام وكړي خو كاشكې چې څوك له جلالي صيب دا هم وپوښتي چې تاسو په افغانستان كې د چا كره اوسئ او د چا له كوره خپل كمپاين ته ځان چمتو كوئ؟
زه چې څومره خبر يم علي احمد جلالي چې كابل ته راشي نو د هلال الدين هلا په كور كې اوسي چې هغه تاسو ښه پېژندۍ د دوستم نژدى سړى دى او دوستم چې له افغانستانه تركې ته لاړ بيا هم اوسنى حكومت جرائت نه شي كولى چې هغه پښتانه ځاى په ځاى كړي چې دوستم له شمالي ولايتونو شړلي وو.
نو تاسو له جلالي څه تمه لرئ
كه رښتيا هم دوى د امريكې له خوا ډاډمن شوي وي او راتلونكي زعامت ته يې ملا تړلي وي نو كاشكې يې تر شاوخوا خلك غوږونه ورخلاص كړي چې د كرزي په پله پلونه كېنه ږدي او ملي و اوسي.
مننه
میوند ننګیال
13.12.2008
ګرانه او خوږ وروره لرغونۍ لاروی صاحب سلامونه !
ياره جلالي پرېږده بيا هم لږ څه به دافغانستان په باره کي معلوملت لري دا خليلزاد يي وګوره کيداي شي چه ده ته دخپل پلار نيکه هديره هم نه وي معلومه ٠
په پښتنه مينه
ډوکتر څپاند
14.12.2008
دا فرضي مثلث لا هم څلور ضلعي ښکاري،داځکه چه دچپنی والا، تر اوسه
هم په دی طمع دی چه ګواکی امريکا به دی دوباره په دی څوکی مقرر کړی٠
رابه شو دریو نورواضلاعو ته :
اشرف غنی خو له ځانه هيځ داسی وړتيا نه ده ښوولی چه دی دې دامريکې،
انګليس او پاکستان له خوا په ګډه يوکانديد وګڼل شي٠
جلالی صيب سره ددی چه غټ غټ غږيږي لکه چه دی وائی :
[quote:dce91a8fa7]بقول جلالی : " مسله دیورند برای مایک مسله تاریخی وملی است در حا لیکه برای پا کستا ن يک مسله سیاسی. همانطوریکه همه میدانند دیورند یک خطی تحمیل شده بر مردمان این منطقه است،که بوسیله ای یک قدرت استعماری بیش از صد سال قبل بوجود آمده بناً برای مردم افغانستان که دارای علایق تاریخی ,فرهنګی و اجتماعی با آنطرف دیورند هستند, قبل از هرچیز رفع محروميت های طولانی اقتصادی، اجتماعی،فرهنګی و سیاسی مردمان این منطقه مطرح است٠... " [/quote:dce91a8fa7]
مګر په ياد وساتی چه غربيان به هيڅکله خپل وفادار چاکر چه دخپل ژوند په
ټوله ٦٠ کلنه دوره کی ئی يواځی او يواځی د انګليس او امريکی د وفادار
سپي پشان ،غرب ته خدمت او بوټ پاکی کړی،په دومره سادګئ خفه نکړي٠
دغه راز جلالی دخلقيانو په زمانه کی دخلقي اردو د يوه با اقتداره افسر په
توګه دنده درلوده چه ددی موضوع نه دی هميشه ځان تیر باسی !
ښاغلی خليلزاد که څه هم دډيروخت لپاره په امريکی کی اوسيدلی اواکثر
افغانان دهغه په هکله ډير سوالونه لری مګر تر نورو کانديدانو ځکه تکړه
ښکاری چه دی واقعا يو پوه او با استعداده شخصيت دی٠دامريکی د يوه
پياوړي ډيپلوماټ په توګه چه په افغانستان،عراق او ملګرو ملتونو کی ئی
دنده ترسره کړی،دپردې ترشا رازونه ورته ښه معلوم دی٠ترټولو مهم دا چه
نوموړی دISI له لاری نه، بلکه په سيخه توګه د CIA سره پيژندګلوی لری٠
خليلزادپوهيږی چه پاکستان،دهغه بدنامه اداره ISI ،طالبان،دپاکستان نور
ناولي سياسي قوتونه،دافغان داخوانيت دسازمانونورهبران لکه رباني،حکمتيار
،مجددی،صياف،خليلي،محقق او دغه راز نوری ناولی څيری لکه دوستم،فهيم،
عبدالله اونور،څوک دي،څه کوی،څنګه ئی کوی اودچا لخوا تمويلیږي٠
همدغه راز دی د ايران،هند،ازبکستان،سعودی،روس او نوروهيوادو د ناوړه
نيتونو په هکله هم سيخ معلومات در لودلی شي٠
پداي حال کی چه انتخابات صرفا يو شکلي جنبه لري،او امريکا
به خپل دنظر وړ شخص په سادګۍ سره په کرسئ کېنوي،دلته په افغانستان
کی ځينی نور اشخاص هم د ولسمشرې خوبونه ګوری٠دمثال په توګه دباچا
لمسی مصطفی ظاهراو هم دشوری غړی رمضان بشردوست،پخوانی عدليه
وزیر عبدالستار سيرت او ګڼ شمير نور٠
ولېدل شی چی ددی لوبې پای به څه وي؟
میوند ننګیال
15.12.2008
سلامونه !
بي صدا صيب په بي صدا توب کي ډير صداداريي ښه ليکنه دي کړي
تا ليکلۍ :
ښاغلی خليلزاد که څه هم دډيروخت لپاره په امريکی کی اوسيدلی اواکثر
افغانان دهغه په هکله ډير سوالونه لری مګر تر نورو کانديدانو ځکه تکړه
ښکاری چه دی واقعا يو پوه او با استعداده شخصيت دی٠دامريکی د يوه
پياوړي ډيپلوماټ په توګه چه په افغانستان،عراق او ملګرو ملتونو کی ئی
دنده ترسره کړی،دپردې ترشا رازونه ورته ښه معلوم دی٠ترټولو مهم دا چه
نوموړی دISI له لاری نه، بلکه په سيخه توګه د CIA سره پيژندګلوی لری٠
خليلزادپوهيږی چه پاکستان،دهغه بدنامه اداره ISI ،طالبان،دپاکستان نور
ناولي سياسي قوتونه،دافغان داخوانيت دسازمانونورهبران لکه رباني،حکمتيار
،مجددی،صياف،خليلي،محقق او دغه راز نوری ناولی څيری لکه دوستم،فهيم،
عبدالله اونور،څوک دي،څه کوی،څنګه ئی کوی اودچا لخوا تمويلیږي٠
همدغه راز دی د ايران،هند،ازبکستان،سعودی،روس او نوروهيوادو د ناوړه
نيتونو په هکله هم سيخ معلومات در لودلی شي٠
واه ايران ،ازبکستان،سعودي،روس اونورهيوادونودناوړه نيتونوپه هکله سيخ معلومات بيصدا صاحب که سعودي ايران ازبکستان ناوړه نيت لري دااقاامريکاخوپه افغانستان کي د نيت نه هم لازيات کا رکوي ته ورته وګوره هغه افغانستان چه ستا غوندي بچي هم لري څنګه کړ پاتي شوه داخبره چه خليل زادپوهاوبا استعداده ښخصيت دي ولي به نه وي چه دامريکا غوندي بادار لري نالت په ګوډاګيانو ٠
باتور
15.12.2008
دری ګوډی، څلورګوډی . . . . .
آيا دا موږ افغانانو ته د شرم ځای نه دی چي د وطن د اشغال برسېره ، د اشغالګرو درې ګوډي او يا څلورګوډي مسالې وڅېړو . .
نور قومونه که دا خبره را منځ ته کړي،دا د هغو ضرورت دی، لېکن له پښتون سره دا دوه ضلعۍ، درې ضلعۍ او يا څلور ضلعۍ خبري نه ښايي !
پښتون د پښتون د ملک باچا دی او بــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــس .
په درنښت
ډوکتر څپاند
16.12.2008
سلامونه ميوند ننګيال ته:
وی برګ سپی د ليوه وروردی٠
دا خلک ټول دانګريزاوامريکی شخصی او وفادار نوکران دي٠که رښتيا درته
وويايم،زه به تر هغی دانتخاباتوتر نامه لاندی لوبې صندوخونو کی خپله رايه
نه ګذاروم تر څو چه زما وطن د اجنبيانو له منګلو نه ازاد شوی نه وی٠
مګر زما ليکنه ددی فرضي مثلث د اضلاعو دمقايسی په هکله وه٠
دا تکراري لنډۍ به يوځل بيا وليکم
دسر دښمن می هوښيار ښه دی زه دی کم عقلو په دوستۍ ستومان يم
larghonay laraway
30.12.2008
باتور صيب كه تاسو رښتيا هم نه غواړئ چې د اوسني رژيم په اړه حتى بحث وكړئ نو بيا خو د انټرنيټ پر ځاى واسكټ اغوستل په كار دي. كه څنګه ؟
زما نظر خو دا دى چې مونږ په همدې موجود رژيم كې خپل رغنده رول ولرو، وخت او امكانات په خپله موخه راوڅرخوو.
ډاکتر څپاند
30.12.2008
مثلث؟
خلقي بابا هغه څوک وه چه دترکې په نامه به ئی چيغی وهلی هورا،هورا،هورا او
بيا هم هورا٠کله چه ترکی دحفيظ الله امين لخوا په بالښت ووژل شو نو خلقي بابا
چيغه کړه چه مصونيت،عدالت او قانونيت٠کله چه روسانو زموږ په هيواد را ودانګل نو خلقي بابا داسلام بيرق راپورته کړ
او د زنده بادحکمتيار شعارونه ئی ورکول٠
دطالبانو په دوران کی خلقی بابا دشريعيت دپلی کولو ستر لارښود شو،او اوس
چه هيواد دانګريانوتر لاس لاندی دي نو خلقي بابا د دموکراسۍ شعارورونه
را مخته کړی٠
نو زه وايم چه بارک موشه !
باتور
30.12.2008
ښاغلي لاروي ليکلي :
[color=darkred:af19d3208b]باتور صيب كه تاسو رښتيا هم نه غواړئ چې د اوسني رژيم په اړه حتى بحث وكړئ نو بيا خو د انټرنيټ پر ځاى واسكټ اغوستل په كار دي. كه څنګه ؟
زما نظر خو دا دى چې مونږ په همدې موجود رژيم كې خپل رغنده رول ولرو، وخت او امكانات په خپله موخه راوڅرخوو.[/color:af19d3208b]
محترمه !
تاسو ته د موجود رژيم اصليت او مشروعيت تر بل هر چا ښه معلوم دی. د دې په اصطلاح رژيم اساس په درواغو، چل او ول ښودل سوی، دې رژيم د اوو کالو په موده کي د خلګو په زخمونو د مالګي د پاشلو پرته بل کوم کار نه دی کړی، دا رژيم نه دی، دا د غلو اتحاديه ده، اوبه خړوي او کبان په کي نيسي. په دې رژيم کي يو اهل صالح انسان نه سته، ټول غله، لوټماران، پخواني د دروغو جهاديان، د پښتنو دښمنان، لوچکان او قماربازان دي، د ټولو لاسونه د افغانانو په وينو سره دي. په دې رژيم کي د رول لرلو معنی: فساد، غلا، مردارۍ او لوټمارۍ ته ملا تړل دي، د خوار او غريب تباه کول دي، د امريکايانو او غربيانو جېبونه ډکول دي، د خاوري پلورل دي، له ناموس نه تېرېدل دي. . هغه څوک چي د دوی په رنګ نه وي، هغه ته دوی کله په خپل منځ کي ځای ورکوي، يا يې وژني يا يې تبعيدوي.
او هغه واسکټ چي تاسو ورته اشاره کړي، هغه خلګ له شوقه نه تړي. په هر چا خپل ځان او اولاد ګران دي، هر څوک غواړي چي ښه ژوند ولري، هر انسان ولو که هر څومره کمعقله وي غواړي چي د سهاراو ماښام ډوډۍ ولري او په آرام زړه يې په نس پوري کړي. . لېکن دا رژيم او د هغه پرمختللي ساتندويان او مشاوران ولس د واسکټ اغوستلو ته مجبوروي. . په ولس کي قهر را پاروي .
ستاسو نظر ته زه احترام لرم، لېکن تائيدوم يې نه، تاسو او نور په کي د رغنده رول له درلودلو نه څوک نه سي محرومولای، زړه مو خپل، خوښه مو خپله. . کار مو خپل، لار مو خپله .
په درنښت
ghareebdost
30.12.2008
دخليل زاد په کانديدي کي ترټولو دتعجب وړخبره داده،چي څرنګه يوسړی يو وخت په هيوادکي دامريکاسفير وي اوبيا دهيواد ولسمشرشي،دافغانانولپاره داڅومره دعار خبره ده؟؟؟
میوند ننګیال
31.12.2008
سلامونه او نيكي هيلي !
باتور خانه ډير ښه .
غريب دوست صيب تا ليكلي :
دخليل زاد په کانديدي کي ترټولو دتعجب وړخبره داده،چي څرنګه يوسړی يو وخت په هيوادکي دامريکاسفير وي اوبيا دهيواد ولسمشرشي،دافغانانولپاره داڅومره دعار خبره ده٠
ګرانه دا خو لا ښه وه سفير وه كرزئ خو په ټانګونو ناست راغلي او دا د اسلام ټيكه دار رباني دي هم ورسره وه چه شمال كي يي مخابره په لاس وه او امريكايانو ته يي راهنمايي كوله لعنت په بي پته خاينانو لعنت په هر هغه چا چه خپل جهاد ته يي سپكه وكتل ګرانه دا زه منم چه دافغانانو لپاره د عار خبره ده لكه څنګه چه د كرزئ ناسته اوراتلل ول لكه څنګه دابعضي چه ځانونه يي اوليا كڼل او دعربو صدقي او سرسايي ټولولي او په اخر كي يي ايمان په نوي اتيا چه ددي تنخواه ګاني فرق كوي خرڅ كړاو بارلمان كي كيناستل ،غريب دوسته ايا ددوي او كرزي ،خليل زاد او نورو بي غيرته او ګو ډاګيانو په منځ كي څه فرق شته نه ماته خو پكي فرق نه ښکاري ته څه فكر كوي .
ع کريم حليمي
31.12.2008
مکرم باتور ته سلام
په دې کي څه وايي چه :ما رآه المسلمون حسناً فهو عند الله حسن
هو ! بېله چه : لاتجتمع امتی علی الضلاله
[quote:d1b4d3f67c]ستاسو نظر ته زه احترام لرم، لېکن تائيدوم يې نه، تاسو او نور په کي د رغنده رول له درلودلو نه څوک نه سي محرومولای، زړه مو خپل، خوښه مو خپله. . کار مو خپل، لار مو خپله . [/quote:d1b4d3f67c]
دداسي خبرو ويلو اجازه سته ، اماچه کفاروته ئې وکړې ، نه مسلمانو ته !!!
قل يايهاالکفرون ٠ لا اعبدما تعبدون
ghareebdost
31.12.2008
ګرانه ميوندننګياله!ستاخبره ترډيره دتائد وړده،الله دي پراففانو رحم وكړي....
باتور
01.01.2009
ټولو ته سلامونه !
محترم او قدرمن حليمي تاسو د دې لاندي جملې په اړه زما نظر پوښتلي وو،
[color=white:d05018b4cf]ما راه المسلمون حسناً فهو احسن عند الله[/color:d05018b4cf]
بعضي ټولني او حتی بعضي حکومتونه د دې جملې د ذکر په ذريعه کوښښ کوي چي خپلو غير شرعي اعمالو ته شرعي جامه ور واغوندي.
تاسو ته تر ما بهتره معلومه ده چي دلته تاکيد په[color=darkred:d05018b4cf] المسلمون [/color:d05018b4cf]دی، واضح خبره ده، چي که ټول مسلمانان د يوه شي، کار يا موضوع د ښه والي په اړه همنظره وي، نو بېشکه چي هغه به د خدای تعالی د تحسين وړ وي ، په [color=white:d05018b4cf]لاتجتمع امتي علی ضلاله [/color:d05018b4cf] کي هم تاکيد په امت دی، يعني ټول مسلمانان .
خدای تعالی وايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِم يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ ( صدق الله العظيم)
که په زحمت کېږئ نه، نو په دا پورتنۍ آيه لږ څه رڼا واچوئ، ځکه چي له موضوع سره تړاو لري.
په درنښت
ع کريم حليمي
01.01.2009
مکرم اومحترم باتور صاحب ،وعليکم السلام ورحمه االله وبرکاته
نصوص جوهر د دين دي ، او نصوص کلها اساسات دي چه تنظم د شؤناتو
په کيږي ،تر عباداتو ور ورسته ، د انسانانو په ژوند کي دوه شؤنات ډېر مهم
رول لري ،يعني سياست اواقتصاد
کله چه داسي پېښه سي ، او هم اکثره وخت پېښېږي چه د عدم النص سره مخ
سوو ،نو د سياسي مشکل د حل لپاره دغه (ما راه المسلمون حسناً فهو احسن عند الله ) يوه تنها نسخه ده بله نسته ،اوبس
که دوئ دي که تاسي ياست دغه يوه دوا لرئ او مجبوره دي او ياست چه له هم
دې نسخې څخه کار واخلئ
تاسو ته هم تر ما بهتره معلومه ده چي دلته تاکيد په المسلمون دی، واضح خبره ده،
افغان ملت خو ٩٠٩٩ في صده المسلمون دي ، او دغه د کابل په لويه جرګه
مسلمانه نه ګڼئ ، که تاسوئې نامسلمانه ئې ګڼي !!، نو په قول د سردار عالم
نو ستاسو ايمان هم تر پوښتني لاندي راځي
او که واياست چه دغه د لوی جرګې خلک ګنهکاره دي ، رشتياده
مه ئې هيره وه چه کلام الله هم فرمايي ، هيڅ انسان له کوچنيو ګنهونو څخه ځان
نسي ساتلی ، زه او ته او ټول ژوندي ګنهکار يو
[quote:ac50b65c67] غير شرعي اعمالو ته شرعي جامه ور واغوندي. [/quote:ac50b65c67]
که يو څو مثالونه دي ورسره زميمه کړيوای ،ښه به واي
او که ستامطلب دغه د امريکائې عسکرو راتلل غيري شرعي
هو ! منم ئې ، وخت ورکه نبي هم د دين ټېکه دار نه وو ، حديبيه درنه هېره ده
وخت ورکه ، کفر کيږي چه وخت ورکې ؟؟؟
[quote:ac50b65c67]خدای تعالی وايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) فَتَرَى الَّذِينَ فِي
قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِم يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ () [/quote:ac50b65c67]
هو ! صدق الله العظيم
هو ! د ورور په شان دوستۍ ته اجازه نسته ، دوی هم د وړونو په شان د
دوستۍ تمنا هم نه نلري ، يوه سياسي او د مصلحت دوستي ورسره وکړه ،
په دې کښي خوکوم شرعي ممانعت نسته !!
عبدالحکيم مجاهد دلې راغلی وو ودغه سياسي دوستۍ ته ئې ځان (؟)
ښورراوه، خو سره جوړ نسوه ، هغوۍ ويل چه بن لادن راکه چوکۍ واخله
[quote:ac50b65c67]يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ [/quote:ac50b65c67]
بېره نسته د څه شي بېره ، موږ او تاسي خو ايمان لرو
په امور راسخه کښي نه تغير غواړو نه تبدل هر وخت به د دين د
شرعي احکامو ،او د نفس او عقل او مال ساتنه کوو ،حق مسلم مو دی ،
هو ! په غار ننوتل دي حق دي ، اوما څومره وخت ؟؟؟ دغه خلک چه غارونو
ته درځي او کمک ، اکمالات در رسوي ، هغوی ته په خپلو دوستانو کښي
حسابه وې ، که حساب پر کوې ،شرعا حق نه لرې ، ولي چه موږ همسايه
ملکونه يو ئې لاهم اسلامي نه دي ، په حکومت کښي خوئې اسلام نسته ،
د سر امن نسته ،دمال امن نسته ،د لاس قطعه په کښي نسته ، همسايه دولت
معاملات ندي شرعي ،ده هم ستا دښمن درته راوستلي ، او هم ئې ته
ورته نيولی يي ، او دغه نارې ورته کوي چه وهه يي ښې ئې وډبوه ،
او په ښارونو کښي
ئې جميع رذائل مستقبحه الفرديه لکه شراب ،قتل ،ربا ،سرقه په ښکاره تر
سره کيږي ، اسلامي ټولنه هغه وخت اسلامي بلل کيږي چه نهي د منکرات
او فردي معاملات اساس ئې "علی خير والسلام والمحبه ) وي
نه د کرزي سره څوک بنا پر تعاونوا على البر و التقوى ، ملګر
او نه ستا ملګر بنا پر تعاونوا على البر و التقوى دي
ستاسره به تقوا وي ، او ملګري دي يوازي عقائد لوستي ، نور نو هر کار ئې
د سوټي او کېبل په زور کاوه ، کېبل ته خو شرعا اجازه نسته ، چه شل کاله
پر سجده پراته وي والله که ئې خدای وبخښي ، د بل نواميسو ئې د کېبل
تېري کړي ، در پياد ئې که ، څه چپه ملنډي تاسو دخلکو سره وکړې
او همسايه بيا په تاسو څه ملنډي ووهلې ، کندز در ياده وم ، چه خپل هيغې
ئې په نيمه شپه په تياره کښي پورته کړل ، او تنګي متعلمين ئې لاس
تړلي په لاس ورکړل ، او ورته ئې په هغه ظلم ٠٠٠٠ د مځکي پغېږ ورکړل
او نن هغو ته !! په کار اچولی ئې ، که دوی د دوی
سره جوړي ته ورسېدل ، ستا کار خلاص سوو ، چه څرنګه به تا له ميدانه
باسي ، يوازي دوی پوهيږي ، په هر ډول چه تاباسی له ميدانه ،
نوم ئې مرګ دي که مرګ نه وي يو شئ به وي ،هغه دا لکه پوډري ،
ملګري به دي دجنګ محتاط وي
له يوه به هم قومندان سلاح الدين رحمه الله عليه جوړ نه سي
The term "addiction" is used in many contexts to describe an obsession, compulsion, or excessive physical dependence or psychological dependence, such as: drug addiction, [color=red:ac50b65c67]crime[/color:ac50b65c67], alcoholism, compulsive overeating, problem gambling, computer addiction, pornography, etc.
په درنښت
باتور
02.01.2009
ټولو ته د سلامونو تر څنګ،
قدرمن او قدردان حليمي ته !
محترمه تاسو ليکلي:
[color=darkred:c8ef8e074d]افغان ملت خو ٩٠٩٩ في صده المسلمون دي ، او دغه د کابل په لويه جرګه
مسلمانه نه ګڼئ ، که تاسوئې نامسلمانه ئې ګڼي !!، نو په قول د سردار عالم
نو ستاسو ايمان هم تر پوښتني لاندي راځي [/color:c8ef8e074d]
ـ دا سمه ده چي افغان ملت شکر ټول مسلمانان دي، لېکن آيا اکثريت يې پوښتل سوي؟
د کابل لويه جرګه د بن د جرګې امتداد وه، او ټول هغه خاينان په کي ناست ول چي افغان ملت يې په وينو ولاړو. . آيا د دې جرګې فيصلې او له جرګې نه وروسته کارنامې تاسو ته د ټولو افغانانو(مسلمانانو) په ګټه ښکاري . . آيا د دوی په کارنامو ستاسو په نظر د[color=white:c8ef8e074d] ما راه المسلمون حسنا فهو عند الله حسن [/color:c8ef8e074d] نص تطبيقېږي؟ زه دا نه وايم چي په دې جرګه کي ناست، ټول جنايتکاران او لوټماران ول، هو يو څو سپينږيري عالمان او هوښياران هم مجبوراً په کې ول، لېکن هغه چا خبرو ته پرېښودل؟ او يا به چا د هغو خبره منلي وه؟
بيا ليکئ:
[color=darkred:c8ef8e074d]هو ! د ورور په شان دوستۍ ته اجازه نسته ، دوی هم د وړونو په شان د
دوستۍ تمنا هم نه نلري ، يوه سياسي او د مصلحت دوستي ورسره وکړه ،
په دې کښي خوکوم شرعي ممانعت نسته !!
عبدالحکيم مجاهد دلې راغلی وو ودغه سياسي دوستۍ ته ئې ځان (؟)
ښورراوه، خو سره جوړ نسوه ، هغوۍ ويل چه بن لادن راکه چوکۍ واخله[/color:c8ef8e074d]
ـ هغه وخت چي عبدالحکيم مجاهد درغلی وو هغه بل وختونه وو، هغلته امريکا زموږ په خاوره حمله نه وه کړي، ځان يې زموږ د ښه او بد خاوند نه وو ګڼلی، په زرهاوو افغانان يې تر خاورو نه وو لاندي کړي، په هغه وخت کي مذاکره، دوستۍ او سياسي مصلحت بله معنی او مفهوم درلود.
[color=brown:c8ef8e074d]او ملګري دي يوازي عقائد لوستي ، نور نو هر کار ئې
د سوټي او کېبل په زور کاوه ، کېبل ته خو شرعا اجازه نسته ، چه شل کاله
پر سجده پراته وي والله که ئې خدای وبخښي ، د بل نواميسو ئې د کېبل
تېري کړي . . . . څه چپه ملنډي تاسو دخلکو سره وکړې[/color:c8ef8e074d]
ـ عسکر، سرتېری يا سربازان په هر وخت کي تر کنټرول لاندي نه سې ساتلای، ډېر ځله داسي پيښېږي چي سرتېري د ناپوهۍ، سرشارۍ او بې دسيپلينۍ په علت په بېځايه کارونو لاس پوري کړي. . دا د دې معنی نه لري چي له پاسه به دوی ته د هر بد کار اجازه ورکړل سوي وي. . لکه د ګلم جم، شورای نظار، حزب وحدت او نورو سرتيريو ته چي نه د خلګو مالونه، نه سرونه او نه ناموسونه ورڅخه په امان ول. . طالبان مجبوره وو چي د هغو د مرداريو د ختمولو لپاره له زور نه کار واخلي، د غوړ لوښي سزا سرې اوبه وي.
[color=darkred:c8ef8e074d]او همسايه بيا په تاسو څه ملنډي ووهلې ، کندز در ياده وم ، چه خپل هيغې
ئې په نيمه شپه په تياره کښي پورته کړل ، او تنګي متعلمين ئې لاس
تړلي په لاس ورکړل ، او ورته ئې په هغه ظلم ٠٠٠٠ د مځکي پغېږ ورکړل[/color:c8ef8e074d]
ـ دا کار همسايه په هغو مظلومانو نه دی کړی، دا کار هماغو خلګو چي تاسو يې په خاوره کي پراته ياست، په هغو وکړ، پاکستان دومره الوتکي نه لرلې، نه يې اجازه درلوده، نه يې وخت، چي څه ناڅه لس زره طالب سرتېري، له سرحد نه تېر کړي، او نه هغو ټولو غوښت چي پاکستان ته ولاړ سي، د ملل متحد د ګرانتي نه وروسته فيصله په دې وسوه چي هغه څوک چي ځانونه يې تسليم کړي، سم سلامت د لاريو په ذريعه خپلو کورونو ته واستول سي، لېکن په دې وعده امريکايانو وفا نه وکړه او هغوی يې دوستم او عطا ته په لاس ورکړل او هغوی هم هغه وکړل چي ټوله نړی ستاسو په شمول يې شاهدان دي. . که مو د وخت د ضياع سبب نه ګرځي نو په دې اړه دا لاندي لينک وګورئ:
http://www.youtube.com/watch?v=A-NpdoGkaEc&feature=related
[color=brown:c8ef8e074d]او نن هغو ته !! په کار اچولی ئې ، که دوی د دوی
سره جوړي ته ورسېدل ، ستا کار خلاص سوو ، چه څرنګه به تا له ميدانه
باسي ، يوازي دوی پوهيږي ، په هر ډول چه تاباسی له ميدانه ،
نوم ئې مرګ دي که مرګ نه وي يو شئ به وي ،هغه دا لکه پوډري ،
ملګري به دي دجنګ محتاط وي
له يوه به هم قومندان سلاح الدين رحمه الله عليه جوړ نه سي[/color:c8ef8e074d]
ـ دا چي زه چا په کار اچولی يم يانه، او هغه هم بيا څوک دي، دا د دې بحث سره تړاو نه لري، او په دې يې ستاسو کار نه سته، که بحث کوئ منطقي بحث وکړئ که نه نو لازمه نه ده چي نورو خواوو ته يې کش کړئ. .
او له سلاح الدين نه به مو مطلب صلاح الدين وي.
په درنښت
pattang
03.01.2009
وروره زه دخلقي بابا پلوي نکوم خو ستا په ليکنو کې دپرچمي فسادګر ، اجنټ
بابا نوم يووارې هم ندی راغلی ، ډېر درباندې کران دی ??
[quote:5e2421e856="Sapand Safi"]مثلث؟
خلقي بابا هغه څوک وه چه دترکې په نامه به ئی چيغی وهلی هورا،هورا،هورا او
بيا هم هورا٠کله چه ترکی دحفيظ الله امين لخوا په بالښت ووژل شو نو خلقي بابا
چيغه کړه چه مصونيت،عدالت او قانونيت٠کله چه روسانو زموږ په هيواد را ودانګل نو خلقي بابا داسلام بيرق راپورته کړ
او د زنده بادحکمتيار شعارونه ئی ورکول٠
دطالبانو په دوران کی خلقی بابا دشريعيت دپلی کولو ستر لارښود شو،او اوس
چه هيواد دانګريانوتر لاس لاندی دي نو خلقي بابا د دموکراسۍ شعارورونه
را مخته کړی٠
نو زه وايم چه بارک موشه ![/quote:5e2421e856]
ع کريم حليمي
03.01.2009
مکرم او قدردان باتور ورور ته سلامونه، نیکې هیلې او احترامات مي هم ومنه
د وياړ خبره ده ، چه له تاسو سره بحث کوم ،
په کومو جملو کښي چه ; ما تاسو مخاطب کړي ياست ، د بحپ له ادب څخه
وتلی طرز ؤ ،نو زه لمړی له تاسو څه بخښنه غواړم ، وبخښئ !!!
انشا الله نوی عنوان جوړ کړم ، يار زنده صحبت باقي
باتور
03.01.2009
محترم، قدرمن او عالم ورور حليمي ته د بيا بيا سلامونو د عرض نه وروسته :
وروره !
الله تعالی لوی او له محبت نه ډک زړه درکړی، که مي په نيوکه کي له ترخو الفاظو نه کار اخيستی وي، نو زه هم له تاسو نه يو وار نه سل واري بښنه غواړم.
له تاسو سره بحث کول زما لپاره هم د وياړ او افتخارځای دی.
خدای پاک مو هر وخت روغ، جوړ، تکړه، تازه او خوشحاله لره چي بيا بيا بحثونه سره وکړای سو.
په درنښت
ع کريم حليمي
04.01.2009
[quote:2cd119f648]يو تن پخوانی خلقی در پيژنم چه په کابل کی دافغان ولس په نامه اخباوالاو
سره نږدی اړيکی لری،بل ئی په برلين کی دافغاني سفارت مامور وه،بيا ئی
دسويس نه په نشریدونکی ،پاکستانی مشربه اخبار "مجاهد ولس"په مرسته
ځانته په المان کی سياسي کيس جوړ کړ،دابل ئی بيا د حفيظ الله امين پغمانی
دی ! [/quote:2cd119f648]
ښاغلي Sapand Safi صاحب ، سلام
دا څه بې خلطې مو ډزې پیل کړي ، ولس مل صاحب زما دوست دی
هغه يو ليکوال او پښتون سړی دی ، داسي سند ستاسو سره سته چه
ولس مل صاحب پرچمی ثابت کړئ ، ايا تاسو ولس مل له نژدې پېږنئ
زه له محترم ډاکتر صاحب وطنمل ، اومکرم حامدڅه هيله کوم چه دا بې
سنده ليکنه ژر تر ژره ړنګه کړي
Ghairat
05.01.2009
اصلآ دا خلقي با با دی څوک؟ نوم یې څه او د کوم ځای دي، پخوا یې څه دنده لرله اواوس کومه وظیفه لري؟ دلته له ورکړ شوي مالومنات څخه داسې څرګندیږي چې سیاسي وضع ښه تحلیلولی او د ځان په فردي ګټه کارولی شي، خودا ټکی یې مهم نه دی،مهم یې هغه تحلیلي منطق دی چې څنګه هغه له قدرت لویدلي رژیم ۍ ظلمونه او نیمګړتیا وي اود نوي رژیم برحقیت او پیاوړتیاوی بیانوي ۰
یا په بله وینا په هر نوي رژیم دئ څه سحر او جادوکوي چې هغه په ده باور کوي او ځای ورکوي؟ دده د بري راز په څه کې دی؟؟؟؟؟
ډاکتر څپاند
05.01.2009
غيرت صيب سلامونه !
داسی سړي ته خلک د مۍ،مايع،مارماهي ،چوتار،چالاک،فرصتطلب،مرتجع،
لشم،بازاری،بېحيااو داسی نور القاب ورکوی،خو زه ورته دمنافق،
دشيطان بچئ،دون همته او تر ټولو پست خطاب کوم٠
اومحترم مکرم ملا حليمي صيب!
زما فیرونه" بی خلتی" ندي خو،لکه زه چه په دينی علومو کی ډیره پوهۀ نلرم
داسی راته بريښی چه تاسو محترم،دسياسی مسايلو سره چندان علاقه نلرۍ٠
هيله ده چه خفه نشې٠
Ghairat
06.01.2009
تر سلام وروسته :
سپاند صيب ايله دې اوس خلقي بابا معرفي کړ ، چې [color=white:7190f83996]څنګه[/color:7190f83996] سړي دي ، خو اچې دا سړي څوک دي معرفي نشو ، نو ټولوهغوکسانوته چې نوموړي يې ليدلي و او پيژنده يې، همدغسې ښکاري ،خو هغه چا چې نه پيژنده، بايد مشخص ور وپېژندل شي چې نوموړي [color=yellow:7190f83996]څوک[/color:7190f83996] ، دکوم ځاي ، څه کاره و او [color=white:7190f83996]څه نومېده ؟[/color:7190f83996]، ايا همداسې نه ده ؟، او داسې خوبه نه وي چې صرف او صرف یواځینی تن زه یم چې نوموړي نه پېژنم ؟