د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

امام ابو حنيفه څوک وو ؟؟؟

pashtonyar
13.01.2004

ګرانو اومحترمو هيودوالو که په ګران [color=green:10f8b2f6d7]افغ[/color:10f8b2f6d7][color=red:10f8b2f6d7]انس[/color:10f8b2f6d7][color=black:10f8b2f6d7]تان [/color:10f8b2f6d7]کښي ياست او يا د ملک څخه
دباندي زمونږ تاوده سلامونه او نيکي هيلي ومنئ او هميشه جوړ اروغ اوسئ.
محترمو او عزتمندو خويندو او وروڼو که دامام ابو حنيفه په اړه لږ څه معلومات
راکړئ چې دافغانستان د کوم ولايت وو او پښتون وو که فارسي ژبئ ..
هيله لرم چي خپل معلومات زمونږ څخه ونه سپموئ.


نقاد
14.01.2004

له سلام او يکو هيلو څخه وروسته: د امام ابو حنيفه پلار يا نيکه د پروان ولايت له چريکارو څخه عربستان ته تللې او په کوفه کې مشت شوی . نوموړی پښتون نه ؤ، نو ځوی ئې اوبو حنيفه هم پښتون نه و، ولې د هغه د خپلي لوړي علمي اسلامي درجې له کبله له اتنيکي اړخ څخه بي نيازه ؤ . دا خبرې ما صرف اوريدلې دي ، خو لوستلې مې نه دي . والسلام



طالب جان
24.01.2004

[color=blue:2361967651] دحضرت امام ابو حنيفه رحمه الله ژوند ته لنډه كتنه[/color:2361967651]

دامام صيب په اړه تر تولو غوره روايت دادی چي امام صيب په كوفه كي زيږيدلی او پالنه يي هم هلته شويده هغه مهال په كوفه كي دصحابه كرامو يوه ټولي موجوده وه په لومړي وخت كي داسي څوك نه وو چي امام صيب ته يي دديني علومو دزده كړي رغبت وركړيواې له همدي كبله امام صيب له څه مودې وروسته دعلم په لټه كي شو، همداراز له كومو صحابه كرامو څخه چي داحاديثو اوريدل شوني وو له امام صيب څخه دخپلو سودا ګريزو مصروفيتونو له امله دهغو احاديثو اوريدل هم پاتي شو . خو كله چي امام شعبي رحمه الله دامام صيب ذهانت او طبعي شرافت وليد نو امام ابو حنيفه رحمه الله يي دديني علومو زده كړي ته متوجه كړ . پدې ډول امام صيب دديني علومو خواته مخه كړه او په ډيره كمه موده كي يي دعلم په ميدان كي له خپلو همزولو څحه ميدان يووړ .

كله چي امام صيب په كوفه كي اوسيدو نو دكوفی دهغه وخت امير يزيد بن عمرو بن هبيره له امام صيب څخه غوښتنه وكړه تر څو دكوفې دقاضي په تو ګه كار وكړي خو امام صيب دقضا له كولو څخه سخت انكاري شو ان تر دی چي امير هغه په درو باندي هم وواهه مګر امام صيب داتكليفونه په ځان ومنل خو قضا يي قبوله نكړه بالاخر دربړو دزياتيدو له كبله امام صيب له كوفې څخه مكې ته تشريف يووړ او دبتي اميهو تر خلافته پوري هلته اوسيدو .

خليفه ابو جعفر منصورعباسي به دامام صيب ډير عزت كولو دامام صيب دعمر په پاي كي خليفه منصور هم له امام صيب څخه دقضا دقبلولو غوښتنه وكړه مګر امام صيب هغه ته هم انكاري شو خليفه امام صيب په درو ووهلو تردی چي امام صيب يي بندي كړو خو لا هم امام صيب له قضا څخه منكر وو تر دی چي دبند په څلويښتمه ورځ په ١٥٠ هجري كال كي په بند كي په خق ورسيدو . انا لله وانا اليه راجعون

نسب زيا تره څيړونكي او تاريخ پوهان پدي عقيده دي چي امام صيب عجمي وو عربي نه وو دامام صيب نسبت كابل ، انبار ، ترمذ او نسا ته كيږي مګر پدي ټولو ويناو كي كوم تضاد ځكه نشته چي كيداي شي د حالاتو داوښتلو له كبله له يوه ځايه بل ځاي ته او له هغه ځايه بيا بل ځايته تللی وي . دامام صيب نيكه ((زوطي)) ايمان راوړې و پلار يي ((ثابت )) داسلام په حالت كي زيږيدلې ووكله چي ثابت پيداشو نو پلار يي ياني دامام صيب نيكه هغه حضرت علي رضي الله عنه ته وروړ حضرت علي رضي الله عنههغړه ته دبركت دعا وكړه دامام صيب لمسی اسماعيل بن حمادوايي چي دادعا زمونږ په حق كي خداي قبوله كړه د زوطي شمار د كابل له لويو او شتمنو خلكو څخه كيږي. له قاضي ابو القاسم علي بن محمد نخعي څحه روايت دی چي ثابت بن زوطي دامام صيب پلار دانبار نومي ځاي اوسيدونكې و ديندار او عقلمند انسان وو د انبار دفتنو په مهال نسا ته ولاړ او امام صيب هلته وزيږيد . دعلامه ابو مطيع په اند بيا امام صيب عربي النسل وو نوموړې دامام صيب نسب نامه داسي بيانوي نعمان بن ثابت بن زوطي بن يحيي بن زيد بن اسد انصاري ليكن دنورو څيړونكو رايه بيا له دي څخه مخالفه ده امام كردري د كافي په حواله دامام صيب نسب نامه داسي بيانوي ابو حنيفه بن ثابت بن طاوس بن هرمز بن ملك بن شيبان .امام محي الدين قرشي بيا په طبقات الحنفيه كي دامام صيب نسب نامه داسي ذكر كړيده ابو حنيفه نعمان بن ثابت بن كاوس بن هررمز بن مرزبان بن بهرام .

خطيب بغدادي له اسماعيل بن حماد بن ابو حنيفه څخه روايت نقل كړې او په هغه كي يي نسب نامه داسي راوړي ده ابو حنيفه نعمان بن ثابت بننعمان بن مرزبان من ابناء فارس الاحرار دامام صيب يوه بل لمسي بيا نسب نامه داسي ليكلي نعمان بن ثابت بن زوطي بن ماه او وايي چي زوطي ځينو كسانو ونيولو او بيا بني تميمو ورڅحه واخيست خو كله چي زوطي مسلمان شو نو بنو تميمو ازاد كړ اسماعيل كه څه هم په نسب نامه كي زوطي ندي راوړې مګر دزوطي ذكر يي په خپل بيان كي كړی .

دزيږيدني نيټه يي مخكي وليكل شو چي امام صيب په نسا كي زيږيدلې ليكن ډيری څيړونكي بيا پدي اند دي چي امام صيب په ٨٠ هجري كال كي په كوفه كي زيږيدلي په هغه مهال د عبد الملك بن مروان حكومت وو . ابن زيد بيا وايي چي امام صيب په ٦٠ هجري كال كي زيږيدلي مګر ددي روايت په اړه خطيب بغدادي رحمه الله ويلي چي داروايت له بل چا څحه ندې روايت شوې .

نوم او كنيت يي . دامام صيب نوم باالاتفاق نعمان او كنيت يي ابو حنيفه وو د كنيت په اړه يي علامه بدر الدين علايي حنفي دامام محي الدين محمد بن سليمان كافي جي په حواله داسي فرمايلي دي چي حنيفه په عراقي ژبه كي درنګ مشواڼۍ ته وايي امام صيب به هر كله له ځان سره مشواڼۍ ګرځوله ځكه ورته ابو حنيفه وايي ځيني نور بيا وايي چي دامام صيب لور حنيفه نوميده ځكه دامام صيب كنيت ابو حنيفه شو كه څه هم دخوارزمي اونورو په اند امام صيب فقط يو ځوي حماد درلود او بس .

شكل او صورت . خطيب بغدادي له امام ابو يو سف صيب څخه روايت كړی او ليكلي يي دي چي امام صيب متوسط قددرلود نه دراز وو نه ټيټ ډير ښايسته سړې وو فصيح او بليغ او دښه غږ څښتن وو ډيره په ښه توګه به يي خبره وړاندي كوله او دبيان ادا يي ډيره واضحه وه دا روايت هم دي چي امام صيب چي امام صيب سپين رنګی دلوي قد څښتن وو له فضل بن دكين څخه روايت شويدې چي امام صيب سپين مخې دښكلي ږيري څښتن د ښايسته لباس خاوند خوشبويه انسان وو .

دامام صيب له ځوي حماد او عبد الله بن مبارك څخه دي ته ورته روايات رانقل شويدي البته هغوي دا هم ويلي دي چي امام صيب به اكثر پټه خوله ناست وو فقط دځواب په وخت كي به غږيدو بي مطلبه خبري يي نه يواځي دا چي كولي نه بلكه اوريدلي يي هم نه .

دامام صيب عمر . ټول سوانح ليكونكي پدي متفق دي چي امام صيب په ٨٠ هجري كي زيږيدلې او په ١٥٠ هجري كي وفات شوې د امام صيب عمر ٧٠ كاله وو اولاد يي فقط يو ځوي حماد وو ځينو ويلي چي يوه لور يي هم وه چي حنيفه نوميدله .

وفات يي . خطيب بغدادي اونورو له ډيرو نورو علماو څخه روايتونه نقل كړيدي چي لنډيز يي دادې! خليفه ابو جعفر منصور امام صيب له كوفې څخه بغداد ته راوغوښت او حكم يي ورته وكړ چي دقاضي القضا څوكۍ قبوله كړه مګر امام صيب له دي كاره انكار وكړ ددي په ځواب كي خليفه ورته وويل چي ما قسم اخستی چي كه تا دا څو كۍ قبوله نكړه نو زه به دي بندي كړم او دډيرو ربړو ښكار به دي كړم مګر امام صيب له دي ټولو ګواښونو سره سره منكر وو همدا لامل وو چي خليفه امام صيب بندي كړ او بندي خاني ته به يي حال ور ليږلو چي څوكۍ ومنه زه به دي خوشي كړم مګر امام صيب سكوټ منكر وو دامام صيب د پر له پسي انكار له كبله خليفه منصور له هغه سره سختي شروع كړه او امر يي وكړ چي امام صيب دي هره ورځ له بنده راايستل كيږي او هره ورځ دي لس لس دري وهل كيږي او په بازارونو دي وګر ځول شي همداسي وشول امام صيب سخت ووهل شو په بازارونو وګرځول شو په وينو كي لت پت شو ان تردي چي دخوړلو او څښكلو په شيانو كي هم سختي ورسره پيل شوه لس ورځي ورباندي حيرانوونكي ظلمونه وشول په پاي كي د زياتو وهلو ټكولو له امله په ژړا شو او خپل پالونكي خداي جل جلا له ته په ژړا شو او د خپلي بي كسي او ازار شكايت يي وكړ خداي جل جلا له ورته پنځه ورځي وروسته دمرګ پرښته راواستوله او خپل خالق او مالك ته يي ځان وسپارلو .

ابو محمد حارثي له محمد بن مهاجر څخه روايت كړې چي امام صيب ته يوه پياله وركړل شوه كله چي امام صيب د هغي له څښلو نه ډډه وكړه نو امام صيب په زور په ځمكه راوغورځول شو اودزهرو پياله په زور ور وڅښل شوه چي له هغي څخه يي وفات واقع شو . قاضي ابو عبد الله صيمري له فضل بن دكين څخه روايت كړي چي امام صاحب دزهرو له لاري شهيدكړاي شو.حافظ ابوالحسن محمد بن حسين الشافعي رحمه الله او موفق بن احمد له ابوالحسان الزيادي څخه روايت كوي چي كله چي امام صيب ته دخپل وفات احساس وشو نو په سجده ولويد او په هماغه حالت كي يي رحلت وكړ. انالله وانا اليه راجعون ورحمه الله عليه.

دامام صيب تجهيز او تكفين: كله چي امام صيب وفات شو نو له بنديخاني څخه غسلخاني ته راوايستل شو .حسن بن عماره دبغداد قاضي غسل وركړ او ابوالرجاء عبدالله بن واقد الهروي اوبه ورباندي تويولي.له غسل وركولو وروسته حسن بن عماره وفرمايل چي الله دي په امام ابوحنيفه باندي رحم وكړي.ديرش كاله يي مسلسل روژه ونيوله او څلويښت كاله دشپي ويده نه شو او ترموږټولو لوي فقيه او عابد وو.

رضي الله عنه وأرضاه.


خیریوسی
04.10.2005

محترم طالب جان وروره
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسو په اجازه زه په هم يو څو توری دامام ابو حنیفه رضی الله عنه په باب ولیکم
ارشاد الطالبین دامام ابو حنیفه رضی الله په مناقب کی داسی وایی :
یوه ورځ رسول کریم صلی الله علیه واله وسلم داصحابو کرامو سره ناست ؤ چی یو صحرائی راغلی لږ څه خرمائی راوړه او درسول کریم(ص) ومخ ته ئی کښیښول ویل ئی دلیری ځای څخه می راوړی ده رسول کریم (ص) یو ه خرما ځنی واخستل او نیمه یی وخوړل په دی وخت کی عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ولاړ سو او رسول کریم (ص) ته یی وویل ما خوب لیدلی دی معنی ئی غواړم ( یو ستوری داسمان څخه ومځکی ته راولویږی او ټوله عالم دهغه ستوری په رڼا روښانه شی ) رسول کریم (ص) هم هغه نیمه خرما په لاس کی نیولی وه او دخوب دمعنی په فکر کی سو په دی وخت کی جبریل (ع) په امر درب الجلیل تشریف راوړي ورسول کریم (ص) ته یی وویل دعبدالله ابن مسعود رضی الله عنه دخوب معنی داسی ده چی وروسته درحلته ستا ودار الفنا ته پسله اتیا کالو واتو ورځوبه یو سړی چی کنیت به ئی( ابو حنیفه)وی په کوفه کی پیداسی دنیا به په نور دعلم روښانه کړی او ستا سنت به په کمال ورسوی
رسول کریم (ص) خوشحاله سو وانس بن مالک رضی الله عنه ته وویل راشه شاید چی ستا عمر دراز وی د خپلی خولی مبارکی نا ړی ئی ورکړی چی دا وامام ابو حنیفه رحمة الله علیه ته ورسوه او هغه ته زما سلام ورسوه او ورته ووایه چی دا تحفه دمحمد (ص) ده ستا دی مبارک شی او هغه نیمه خورمائی و عبدالله بن مسعود ته ورکړه او ورته ویی ویل دا خرما لاس پر لاس وهغه کسانو ته ورکړی چی وامام ابو حنیفه ته یی ورسوی
هغه خرما بیا عبدالله بن مسعود رضی الله عنه دخپل شاګرد علقمه رضی الله عنه ته ورکړه او قیصه ئی ورته وکړه علقمه رضی الله عنه بیا خپل شاګرد ابراهیم نخعی رضی الله عنه ته ورکړه او قیصه ئی ورته وکړه ابراهیم نخعی رضی الله عنه بیا خپل شاګرد حماد رضی الله عنه ته ورکړه او امام صاحب اووه کلن ؤ چی پر حماد رضی الله عنه ئی سبق شروع کړی حماد رضی الله عنه به خرماهره ورځ دصندوق سه راواخستل او پر لاس به ئی کښیښودل او دعابه ئی وکړه چی یا الله ته په حرمت دهغه چا چی دا خرما ئی ورکړی ده ته ماته امام ابو حنیفه را معلوم کړی یوه ورځ امام صاحب ورته راغلی ویل هغه زما امانت ماته راکړه حماد رضی الله عنه هغه خرما ورکړه او مبارکی ئی ورکړه امام صاحب هغه خرما وخوړل او قصه دخوب دعبدالله ابن مسعود رضی الله عنه ئی ورته وکړل
کم وخت چی حماد رضی الله عنه وفات وکړی ثابت دامام صاحب پلار دحج نیت وکړی او امام صاحب ئی دخپل ځان سره ملګری کړی امام صاحب په مکه شریف کی یوه خیمه ولیدل چی په هغه کی يو سپین ږیری نورانی سړی ناست ؤ او ډیر خلق پرر راټول وه امام صاحب پوښتنه وکړه چی دا سړی څوک دی خلقو وویل دا انس بن مالک رضی الله عنه دی امام صاحب وای زه ورغلم او سلام می ورته ووایه او هغه راته وویل چی دا اواز شناخته دی او راته وئی ویل ته دکمه ځایه راغلی یی ما ورته وویل دکوفی څخه پوښتنه ئی راڅخه وکړه کنیت دی څه دی ماویل ابو حنیفه هغه وماته وویل ته دلوی م‍ذهب خاوند یی زما سره ستا امانت دی رانژدی شه چی وتاته امانت در تسلیم کړم زه وهغه ته نژدی سوم او څه دخولی ناړی ئی زما په خوله کی تو کړی او راته وئی ویل دا ناړی درسول کریم (ص) دی
امام صاحب وائی ما چی هغه ناړی تیری کړی ډیری خوندوری او خوږی وی او هغه وخت می باطنی حال بدل سو انس بن مالک رضی الله عنه راته وویل دا ناړی درسول کریم (ص) چی تاوخوړلی ته اوس خپل ځان څنګه وینی دخپل ځان حال ماته بیان کړه
امام صاحب وای زه ولاړسوم او ما ورته وویل چی زه اوس ځان داسی وینم که دعالم ټوله حکیمان او عالمان سره یوځای شی او هر یو زما څخه دهر علم زر پوښتنی وکړی په توفیق دالله سره به زه وهغو ټولو ته جواب ورکړم


زلمى مسافر
23.10.2005

دابو محمود په نامه ليكوال چى دامام ابو حنيفه رحمه الله په اړ ه كومه كيسه دارشاد الطالبين په نامه كتاب نه راخيستى ده ښاغلى طالب جان ، حليمى اونور ملاصاحبان بايد ورته متوجى شى چىى څومره سمه ده اىا په سمو رواياتوسره ثابته ده كنه؟دتاريخ ديوه كوچنى زده كوونكى په توګه زما په اندناسمه اوبي اصله بريښى لكه دامام صيب په اړه چي ځينې نور خرافات هم شتون لرى ان چى ځينى خلكو دروغ حديث هم تړلي دي خو دامام صيب په څير ستر انسان دومره پريمانه مناقب اوزيات شميرلوړ اخلاق لرى چى بى اصله اوناسمو رواياتوته هيڅ اړتيانلري



طالب جان
23.10.2005

محترمه مكرمه او قدرمنه وروه زلمى مسافر صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
اما بعد : په پورتنۍ ليكنه كي زه هم ستاسي سره هم غږى يم , دامام صيب علميت ,تقوى او پرهېزګاري پخپل ځاي مسلمه خبره ده خو داسي روايات دهغه په شان كي ويل سم كار ندى ځكه دا روايات بيخي ضعيفه او آن بې بنسټه دي .
عزتمنه : ستاسي نه يوه نړۍ مننه چي زمونږ پام مو نوموړي لوري ته ورواړاوه , په راتلونكي كي مو هم همكاري غواړو .والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته .



ع کريم حليمي
24.10.2005

محترمه مكرمه او قدرمنو وړونو زلمى مسافر صيب ،طالب جان صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
زما استاد دي خدای وبخښي يوه ورځ مي پوښتنه ځيني وکړه چه:
(دا د شداد قصه ٠ چه جنت ئې جوړ کۍ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او خدای ملائکه راواستول
يوه پله د درازي ئې خرڅوله او شداد د جنت د دروازي له پاره ورڅخه رانيول
وبيا مائکې بله پله د دروازي راوړه خرڅول ئې او پر شداد ئې د جنت په قيمت خرڅه
کړه ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ جنت چه چوړ سو نو خداي د شداد روح په داسي حال کښي قبض
کړۍ چه يوه پښه ئې رقاب کښي وه او بله يې په جنت کي)

داخو حقيقت نه لري ٠ علما يې په مجلسونو کښي ډير په خوند بيانوي ٠ داولي ؟
استاد مي راته وويل
هيڅ وخت هغه مه ردکوه چه ترڅو خساره شرعي،خساره ملي پر بنا نه وي
دغه د ارشاد الطالبین دامام ابو حنیفه رضی الله عنه نقل باندي هيڅ خساره شرعي ،اوخساره ملي بنا نه ده ، او نه ئې د رد د پاره کوم سند سته نو ردئې ښه کار نه معلوميږي ٠ او پر رد ئې کومه علمي ګټه نه لري ٠ او داخساره پر بنا ده چه د ارشاد الطالبین دمؤلف درجه په کښته سي اوبس


دحليمى صيب به جواب كى

زلمى مسافر
24.10.2005

ښاغلي حليمى صيب سلامونه مى ومنه تاد امام ابوحنيفه په اړه دپورتنى روايت په باره كى ويلي چى بايدرد نشى او دشداد دروايت حواله دى وركړى چى په دى سره كومه علمى خساره نه راځى زه نه پوهيږم چى ولي تاسودومره ساده خبره كړى ده!!ځكه دامام ابو حنيفه په اړه داروايت ديوه حديث په توګه بيان شوي ده اوددى روايت به ترقيامته پوري څوك مخرج پيدانكړى بلكى دا يوبي بنسټه روايت دى او ښاغلي حليمى صيب ته پوهيږى چى بي اساسه او موضوعى روايات بيانول په شريعت كى څومره جرم دى ؟؟؟رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي :څوك چى قصدا په درواغو په ما پوري حديث وتړى هغه دى په خپله په جهنم كى ځان ته ځاى جوړكړى (پټه دى نه وى چى علماء وايي دګوتو په شميرپه متواترو حديثونوكى يوداحديث هم راځى )اوپاتي شوه دشداد كيسه هغه يوه تاريخى كيسه ده اوتاريخى كيسى خوچى هرډول وي خلك يي بيانوى خودتاريخى كيسو په توګه نه د حديث په توګه بناء ښاغلي حليمى صيب دنوموړى روايت علمى خساره ډيره درنه اوډيره غټه ده داچى دارشادالطالبين دليكوال درجه به كشته شى له هغى سره زموږ كارنشته په موږ اوتاسولازمه او واجبه ده چى دپيغمبر دفاع وكړو اوداچى دامام صيب په اړه داسي بيځايه رواياتو بيانولوته اړتيانشته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more