نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تاسې محترمين دولسمشری دټاکنو په هکله څه نظر لرۍ؟
ډاکتر څپاند
02.12.2008
تاسې محترمين دولسمشری دټاکنو په هکله څه نظر لرۍ؟
پدی شپو ورځو کی نړيوال او سيميز خبرلوڅي اوسياستوال لګيادي دافغانستان
دولسمشری دانتخاباتو دپخپل وخت دايريدل او يا دهغی د ځڼډولو په هکله بحث
او تبليغ کوی٠
ستاسو محترمو دوستانو نظر پدي هکل څه دی؟
[color=red:b75ba13db3]
زما په عقيد په انتخاباتو کی هر ډول برخه اخيستنه پدی مانا ده چه دا نظام
يو قانونی نظام دی ،وطن ازاد دی اوبهرني قووتونه دافغانانو په غوښتنه دی
هيواد ته راغلی،اوپه نتيجه کی هر څوک چه وټاکل شو هغ به دهېواد قانوني
او دموکاتيک لارښود وي ! مګر داسی نده؟[/color:b75ba13db3]
په پخوانۍ ټولټاکنه کی چه کرزی وړونکی وبلل شو،امنيتی او سياسي حالتو
دنن څخه ډير توپیر نه در لود٠
هر سواد لرونکې پدي پوهېږي چه کرزی او دهغه
پارلمان عمدتا په جعلي رايو قدرت ته نصب کړی شوي دي٠
که همدا اوس انتخابات تر سره شي،دخارجي پوځ دمطلق کنترول له کبله به
هيڅکله هم ازاد او دموکراتيک نه وی٠
که فرضا انتخابات وزنډول شي اول داچه دامنيت د ټينګښت لپاره هيڅ
اميدواری نشته او دويم داچه د کزي فاصده اداره به لاهم په قدرت کی پاته شی
چه پدی کی نه د ملت او نه ددطن ګټی نغښتی دي٠
نوڅه؟
که ټاکنی وځنډيږی نو بايد داسی يو ميکانيزم رامنځ ته شي چه يوه موقته اداره
دی دهيواد دچارو واګی په لاس واخلي٠ددی اداری اساس بايد بيطرفي وي٠
پدي اداره کي نه پخواني مجاهدين،نه طالبان،نه دکرزي اوسنی اداره اونه دی
پخوانی کمونستان برخه واخلي٠دموقتی اداری په راس کی ددموکراسی د لسیزي تکنوکراتان کولای شي چه ښه رول ولری٠
دهغی نه بغير پريږدی اشغالګران هر څه چه کوی،وئی کړی،موږ نغواړو چه
دانتخاباتو دځنډولو ترنامه لاندی ،پښتانه داوسنی ويجاړحالت مسول وګڼل شی٠
پداس حال کی چه ازاد او عادلانه ټاکنی امکان نلري نو
دانتخاباتود زڼډولو ګټه به څه وي؟؟ګټه ئی داوسنی فاصدی اداری
چلونکو ته ده چه جبونه ئی لاهم په ډالرو ډکيږي،او دا ټول د يوه ناخلفه
پښتون ولسمشر ترنامه لاندي سرته رسي٠پريږدی چه ګلمجم ولسمشر شی
اودغرب دغلامۍ زنځير مستقيما او په ښکاره په غاړه کړي او پښتانه
ددی تاريخی بدنامۍ خلاصون پيداکړي٠
عبدالله صابر
02.12.2008
زما په فکردولسمشرئ لپاره يواځي يوه رايه کافي ده چي دامريکا رايه ده
چي چاته يی ورکوي ، داخبره پخپله کرزي هم تائيد کړي څه موده وړاندي
نوموړي پخپله ويناکښي په ښکاره وويل چي ائتلافي ځواکونه ديا زماسره دا او هغه خبري و مني اويا دبياما ليري کړي ، له دي لاري کرزی غواړي
ولس په دي وپوهوي چي زه ستاسورايې ته اړتيا نه لرم خوښه مو که رايه ماته راکوی اوکه بل چاته خو ولسمشربه هغه وي چي امريکا يی غواړي
که تاسوسل فيصده رايې هم راکړي اويا هيڅ رايه رانه کړی بيا هم ستاسو
رايی ماته بي ارزښته دي او هيڅ کوم ځای به ونه نيسي کيږي به هغه چي
ائتلافي ځواکونه يی غواړي ٠
دا دکرزي له خوا ولس ته يو حيرانوونکی پيغام دی نورنودخلکوخوښه چي
درايومرکزونوته ورځي او کنه ٠
باتور
02.12.2008
د غرڅۍ پوستکی
يو وخت له يوه تعويذ ليکونکي سره ناست وم ، يو سړى ورته راغى، له خپلې ميرمنې يې سر ټکاوه او ويل يې چې کور کې غلا کوي او بيا قانع کېږي هم نه . تعويذ ليکونکي وپوښتل : د غرڅې ( آهو ) پوستکى پيدا کوى شي ؟ هغه ځواب ورکړ : پيدا به يې کړم خو ژر نه . تعويذ ليکونکي وويل : اوس رخصت يې او هر وخت چې دې پوستکى پيدا کړ راشه . چې څنګه سړى ووت ، ترې وه مې پوښتل : اغا صاحب ! د غرڅې په پوستکي څه کوې ؟ اغا صيب ، يو ژيړ کتاب را مخ ته کړ ، ګوته يې په ژبه لنده کړه او بيا يې په کې يوه پاڼه را واړوله ، هلته ليکل شوي و چې د غرڅې په پوستکي تعويذ وشي اوبيا د چا سر لاندې کېښودل شي نو هغه په خوب کې رښتيا خبرې کوي او چې هره پوښتنه ترې کوې نو رښتيا ځواب درکوي . له دې وروسته چې هرکله به مې په چا شک و نو د غرڅې د پوستکي ارمان به مې کوه ، خو هغه کله دومره په اسانه ترلاسه کېده ؟ خو څو ورځې وروسته يوه بله اسانه طريقه هم په ګوتو راغله او هغه دا چې کله څوک احساساتي او يا په غوصه شي نو د زړه خبره کوي . ولسمشرحامد کرزي چې له نن څخه درې ورځې وړاندې ( د لړم ٢٦مه ) يې يو خبرې ناستې ته وينا کوله ، يو نا څاپه يې داسې خبرې وکړې چې شايد د زړه يې وې او يا يې پخوا نه غوښتل چې وه يې کړي . حامد کرزي ، د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته سينه ووهله او زياته يې کړه چې که راشي نو دى به يې ضمانت کوي . ولسمشر زياته کړه : (( که زه له هغه څخه واورم او ډاډه شم چې هغه افغانستان ته راځي او يا د افغانستان د سولې او افغانانو په ګټه مذاکرات کوي، د افغانستان د جمهور رئيس په توګه به زه هغه ته د هر راز خونديتوب برابرولو هڅه کوم . )) کرزي خبره پسې وغځوله : (( ... نړيواله ټولنه يې بايد راسره ومني او که نه يې مني، نو هغوى دوه لارې لري، يادې ما لرې کړي او يا دې ولاړ شي. )) که څه هم موږ تر اوسه په دې باور و چې حامد کرزي مو رايو ولسمشر کړى دى خو د هغه يادو شويو خبرو مو باور مات کړ . ځکه حامد کرزى چې د ځان لرې کولو واک د بهرنيانو په لاس کې ويني نو بيا خو خبره بله خوا ځي او هغه شاوخوا ٣٦٠ ميليونه ډالر چې د لومړنيو ټولټاکنو په پروسه کې لګول شوي و ، يو تش ، بې ځايه لګښت او اصراف ښکاري . په هغه هېواد کې چې ميندې يې خپل واړه اولادونه له ولږې دڅو سوه افغانيو په بدل کې پلوري ، په هغه هېواد کې چې وګړي يې خپلو مړو ته دکفن اخستلو وس نه لري ، په هغه هېواد کې چې خلک يې د خوړو د نشتوالي له کبله واښه خوري او په هغه هېواد کې چې ... دا يو ظالمانه اصراف و . که خلک په دې پوه وى چې بهرنيان يې ولسمشر لري کولى شي ، نو په دې هم پوهېدل چې همهغوى ولسمشر ټاکي او ضرور نه ده چې د ژمي په سړه هوا کې د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي . د برهان الدين رباني په مشرۍ ملي جبهه هم خپل برخليک د نورو په لاس کې ويني ، خو په دې اړه د حامد کرزي صاحب په څېر در ښتيا ويلو جرئت نه کوي . و ګورئ ، دغه جبهه که څه هم له څومياشتو راهيسې همدا خبره کوي چې ډېر ژر به خپل واحد کانديد اعلان کړي خو د امريکا تر انتخاباتو پورې يې وځنډاوو . دغې جبهې تراوسه هم کانديد نه دى اعلان کړى ، خو شايد لامل يې داوي چې څوک يې په پټ نيت پوه نه شي او يا دغه جبهه لکه د حامد کرزي غوندې د رښتيا ويلو جرئت ونه لري . په هرصورت متل دى چې وايي : (( ماهى چې هر وخت له اوبو را وويستل شي تازه وي . )) اوس هم هېواد راتلونکې ټاکنې په مخ کې لري او ايله يو کال ور پاتې دى . را روان انتخابات هم درون لګښت غواړي ، خو لا ولږه ختمه شوې نه ده حتى د پلازمينې کابل په زړه کې چې کله يوې نانوايي نه ډوډۍ اخلې درې څلور سوالګر درنه راتاو شي او دا په ډاګه کوي چې د مرکز خلک هم په وچه ډوډۍ نه دي ماړه ، نو د لرې پرتو او غريبو ولايتونو به څه حال وي ؟ ښه خبر داده چې ټول سياسي مشران او وسلوالې ډلې اعتراف وکړي چې خپل واک نه لري ، تمه او ګيله ترې نه ده په کار . حق ، حق وي ، دوى به خامخا يو وخت اعتراف کوي خو يا به يې د احساساتو او غوصې په وخت او يا به يې هغه وخت کوي چې کله يې کوم اغا صاحب سر لاندې د غرڅۍ په پوستکي ليکلى تعويذ کېږدي .
[color=green:ac1e93e84e]نعمان دوست، د تاند له ويبپاڼي څخه[/color:ac1e93e84e]
په درنښت