د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پتمنو هېوادپالو افغانو خويندو او ورڼو ته بلنه

م ن غروال
11.01.2004

٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ [color=green:fef378f66f]د لوی خدای ج په نامه[/color:fef378f66f] ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
ډيرو درنو عزتمنو او محترمو هېواد پالو خويندو او وروڼو،
د درنښت سره جوښت نېکې هيلې او سلامونه ومنئ٠
ددغه وياړلې نړېوالې پاڼې له ﻻرې خپل اند، خواخوږي، تحليلونه، څېړنې، تاريخي معلومات،د خپل ملي ګټو ساتلو، ملي يوالي، ملي سولې او د هېواد نيکمرغۍ په هيله به خپل غږ د ټولو خپلو او پرديو، دوستانو او دښمنانو مخې ته په نړېواله کچه د لوست مخې ته کښيږدئ، تاسو په هېواد مينو ليکوالو ته د زړه له کومې بلنه درکوم چه خپلې قلمي او پوهنيزې هڅې، د خپل تاريخي وطني هويت پر بنسټ چه د هر هېوادپال افغان ليکوال ملي مسئوليت يې بولم د خپلې پښتو او پښتونستان لپاره په خپل زيار سره نه يوازې دې پاڼې دښايست، بلکه د هېواد د اوسنيو ټولنيزو سياسي شرايطو اوستونزو، او يو بل ته د درناوۍ په پام کي لرلو سره، سره د هرډول اختلاف النظرنو، خدمت موجب وګرځئ، ددغه پښتنې پاڼې له لوستونکو ونسپموئ٠
تر څو د وطن اصيل زامن د نه شليدونکي د اتحاد ځنځير په کړيو کي د هېواد د ښمنانوپه وړاندې په علمي توره سمبال او د خپلو زرګونو يتمانو بچيانو، زرګونو کونډو خويندو او زرګونو بورو ميندو د يوې حلالې ګولئ ډوډۍ او د يوې غريبې جونګړې او لږ تر لږه د بچيانو د الفبا د لومړۍ زده کړو د خدمت مؤجبين وګرځو٠
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ [color=red:fef378f66f]دا نوۍ نسل به له تاسو نه پوښتنه کوي[/color:fef378f66f]
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ [color=red:fef378f66f]ولې موداسې بسترو کی خوبيولي وينم[/color:fef378f66f]
زه پوره ډاډمن يم او پوره باور لرم چه انشأالله تعالی تاسو عزتمن په پښتو او پښتونخوا هېواد پال ليکوال به پدغه ملي پيژندني فورم کی خپله فعاله ونډه اخلئ٠ ستاسو د برياليتوبو او ونډو په هيله
د پښتونولۍ او ورورګلوۍ په خورا مينې او درناوې
ستاسو ورور غروال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more