د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آیا ارواګانې له انسانانو څخه څومره موده مخکې پیدا شوي دي ؟

Ghairat
01.11.2008

آیا د انسان اروا د هغه د مور له امیدواره کیدو څخه مخکې په مستقله ټوګه شتون لري . دا پوښتنه اسلام هم د نوروادیانو په څیر په مثبت ډول ځوابوي،خو ویل کیږي چې ارواحانوآن د ځمکې (اونورې مادي نړۍ) له پیدایښته څخه هم وړاندې
پیدا شوي اوهره اروا یوځل په مادي شکل دنیا ته راځي اود یوه انسان په بدن کې دنیايي ژوند ته دوام ورکوي ۰
که دا خبره د اسلام له پلوه سمه وي نو پوښتنه داده چې هر روح له خپل پیدایښت څخه د اړونده انسان تر مادي دنیایي پیدایښته پوري له یوې خوا په زرګونو،میلیونونواوملیاردونو کلونو وخت بی بدنه ژوند کوي او له بلې خواد بدن له مړینې وروسته بیا په قیامت تر بیرته راژوندي کیدو پورې هره اروا څومره موده ، څنګه او او په څه حالت ژوند کړی اوکوي یې؟؟؟؟؟؟؟؟ د انسان له مادي دنیوي پیدایښت څخه مخکې اووروسته د هغه روح په دواړو پېرونو کې یوله بل سره څه ورته والی هم سره لري که څنګه ؟ په هر پېر کې د روح بی بدنه شتون په زرګونو ،میلیونونو او آن ملیاردونوکلونو له پاره څنګه دوام کوي او څرنګوالی يې د امکان په شمول څنګه تصور کیدای شي؟



ع کريم حليمي
02.11.2008

ډېر ګران او مکرم غيرت صاحب ، السلام عليکم ٠  آمين يا رب العالمين 
[quote:699f57b7b8]آیا ارواګانې له انسانانو څخه څومره موده مخکې پیدا شوي دي ؟[/quote:699f57b7b8]

وَ مَا يَتَّبِعُ أَكْثرُهُمْ إِلا ظناًّ [color=cyan:699f57b7b8]إِنَّ الظنَّ لا يُغْنى مِنَ الحَْقِّ شيْئاً [/color:699f57b7b8][color=red:699f57b7b8]إِنَّ اللَّهَ عَلِيمُ بِمَا يَفْعَلُو[/color:699f57b7b8]نَ(36)سورت يونس
[color=red:699f57b7b8]بېشکه ښه عالم دی په هغه څه چه کوي ئې [/color:699f57b7b8]

د دې پوښتني په باب چه درته ليکم [color=cyan:699f57b7b8]،زما خبري به يو غالب ګمان وي [/color:699f57b7b8]او کوم شئ چه له کتابه تاسوته ليکم نو ريب په کښي نشته 
يَأَيهَا النَّاس اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِى خَلَقَكم مِّن نَّفْسٍ وَحِدَةٍ وَ خَلَقَ مِنهَا زَوْجَهَا وَ بَث مِنهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَ نِساءً وَ اتَّقُوا اللَّهَ الَّذِى تَساءَلُونَ بِهِ وَ الاَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كانَ عَلَيْكُمْ رَقِيباً

تعجوبي خبره خودا ده چه د يوه نفس په واسطه ئې دا ٦٥٠٠٠٠٠٠٠٠ نفره پېدا کړه 
او لا نور هم پېدا کوي ، او دغه آدم ئې بيا له خټو پيدا کړئ 

وَحَدَّثَنِي يَحْيَى، عَنْ مَالِكٍ، عَنْ زَيْدِ بْنِ اَبِي اُنَيْسَةَ، عَنْ عَبْدِ الْحَمِيدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ زَيْدِ بْنِ الْخَطَّابِ، اَنَّهُ اَخْبَرَهُ عَنْ مُسْلِمِ بْنِ يَسَارٍ الْجُهَنِيِّ، اَنَّ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ، سُئِلَ عَنْ هَذِهِ الايَةِ، ‏{‏وَاِذْ اَخَذَ رَبُّكَ مِنْ بَنِي ادَمَ مِنْ ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَاَشْهَدَهُمْ عَلَى اَنْفُسِهِمْ اَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَى شَهِدْنَا اَنْ تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ اِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ‏}‏ ‏.‏ فَقَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يُسْاَلُ عَنْهَا فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ اِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى ثُمَّ[color=cyan:699f57b7b8]خَلَقَ ادَمَ ثُمَّ مَسَحَ ظَهْرَهُ بِيَمِينِهِ فَاسْتَخْرَجَ مِنْهُ ذُرِّيَّةً فَقَالَ خَلَقْتُ هَؤُلاَءِ لِلْجَنَّةِ وَبِعَمَلِ اَهْلِ الْجَنَّةِ يَعْمَلُونَ [/color:699f57b7b8] [color=red:699f57b7b8]ثم مَسَحَ ظَهْرَهُ فَاسْتَخْرَجَ مِنْهُ ذُرِّيَّةً فَقَالَ خَلَقْتُ هَؤُلاَءِ لِلنَّارِ وَبِعَمَلِ اَهْلِ النَّارِ يَعْمَلُونَ ‏[/color:699f57b7b8]"‏ ‏.‏ فَقَالَ رَجُلٌ يَا رَسُولَ اللَّهِ فَفِيمَ الْعَمَلُ قَالَ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ اِنَّ اللَّهَ اِذَا خَلَقَ الْعَبْدَ لِلْجَنَّةِ اسْتَعْمَلَهُ بِعَمَلِ اَهْلِ الْجَنَّةِ حَتَّى يَمُوتَ عَلَى عَمَلٍ مِنْ اَعْمَالِ اَهْلِ الْجَنَّةِ فَيُدْخِلَهُ بِهِ الْجَنَّةَ وَاِذَا خَلَقَ الْعَبْدَ لِلنَّارِ اسْتَعْمَلَهُ بِعَمَلِ اَهْلِ النَّارِ حَتَّى يَمُوتَ عَلَى عَمَلٍ مِنْ اَعْمَالِ اَهْلِ النَّارِ فَيُدْخِلَهُ بِهِ النَّارَ ‏"‏ ‏.‏

وَ إِذْ أَخَذَ رَبُّك مِن بَنى ءَادَمَ مِن ظهُورِهِمْ ذُرِّيَّتهُمْ وَ أَشهَدَهُمْ عَلى أَنفُسِهِمْ أَ لَست بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلى شهِدْنَا أَن تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَمَةِ إِنَّا كنَّا عَنْ هَذَا غَفِلِينَ ٠ الاعراف ١٧٢ 
او ياد کړئ هغه چه اخستل رب ستا له بني آدمو له شاګانو د دوی نه او اولاد 
د دوی او شاهدان ئې کړل دوی په ځانونو خپلو باندي ، او وېويل دوی ته 
چي اې نه يم رب ستاسي ؟ وېويل دوی چه هو شاهدان يوو موږ 
چه وه نه واياست په ورځ د قيامت داسسسسسسسسي چه بېشکه مونږ وو 
له دې اقرار نه ناخبره 
 

داچه انسان مړ سي نو رُوح ئې برزخ ته ځي ، او دانو بيا د قبر حال دی
خبره نقل او رواياتو  ته دريږي او د قبر حساب او اِسْتِعْلام  ،سوال 
د عقيدې جز دی ، 
او داچه څومره زمانه کيږي چه  أَ لَست بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلى پوښتنه شوې وه او مونږ 
بلې ورته ويلي وه ، هر جواب به ګمان وي إِنَّ الظنَّ لا يُغْنى مِنَ الحَْقِّ شيْئاً
حتی که څوک ووايي چه غالب ګمان کوم نو هم  إِنَّ الظنَّ لا يُغْنى مِنَ الحَْقِّ شيْئاً
ګمان بس والی نه کوي له حق نه د هيڅ چيز

په درنښت


باتور
02.11.2008

ښاغلي حليمي ته د سلامونو تر څنګ يادونه !

د پاک قرآن دا آيې چي تاسو را اقتباس کړي . . دا د ښاغلي غيرت د سوالونو جوابګويه نه دي . . بښنه غواړم .

په درنښت


Ghairat
11.11.2008

محترم او مکرم حلیمي صاحب او درنو دوستانو ته سلامونه او درناوی !
تاسو لومړنی واحد نفس آدم (ع) ته اشاره کړې ، آیا د ادم روح تر آدم د مخه نه و پیدا شوی او ټول ارواحان تر آدم ، ځمکې او ستورو څخه مخکې نه دي پیدا شوي ؟
که د مخه پیدا شوي وو، آیا له مادی غوښنې تنې پرته ددوی حالت له هغه حالت سره څه توپیر لري چې د انسان له مړینې وروسته یې په برزخ کې لري ، بی له دې چې په برزخ کې د بښلي او نابښلی روح توپیر هم په پام کې ورسره ونیسو ؟ د سلفو او خلفو اسلامی علماو اندګور په دې اړ ه څرنګه دی ؟



ع کريم حليمي
13.11.2008

ډېر ګران او مکرم غيرت صاحب ، السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
بسمه تعالی -كَيْف تَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَ [color=brown:e49e54670c]كنتُمْ أَمْوَتاً [/color:e49e54670c]فَأَحْيَكُمْ [color=brown:e49e54670c]ثُمَّ يُمِيتُكُمْ [/color:e49e54670c]ثُمَّ يحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ٠ بقره ٢٨ 
اول ئې ژوندي کړو چه اقرار ئې رانه واخستلی ، مړه سو ،بيائې راژوندي کړو 
بيا مو وژني ،او بيا مو را ژوندي کوي 

لمړي ژوند مي نه دی ياد چون چه رب فرمايلي چه اقرار مي کړئ ، نو منم ئې 
ولي چه تر رب بل رشتيا ګويه نشته ، او په هم دې ژوند تر ډېره حده پوهېږو 
او د برزخ په حال هم نه پوهېږم ، او په  آخري ژوند دومره پوهېږم (باور )
چه مشابه مېوي به وي ، او نور حال ئې نه سترګو ليدلی نه ئې ادراک 

د برزخ حال داسي کيفيت دی چه د پوهېده ئې امکان نه لري ، ٦ فټه تر خاورو 
لاندي او سوال او جواب ، ژبه او قلم دا حال نه ويلي سي او نه ليکلی 
بس يو باور دي 
خبره ټوله  روح ته دريږي ، او روح نه پېږنو ، او که څه له فکره وليکو 
نو بيا کمان سو ، او ګمان  اکثراً رشتيا نه وي ، او که د علماوو په اند پسي 
ولاړ سو ، دهغوی فکر هم  داسي  نغده سیکه نده ، نوري پښتني ځيني 
را ولاړيږي ٠ 

په درنښت


و.افغان
14.11.2008

ښاغلې محترم غیرت صاحب، ګران باتور صاحب، او مکرم مولانا حليمي ته دزړه له کومي سلامونه
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

دروند غیرت صاحب:
ستاسو ددې پوښتنې
[quote:f46b028805]
که دا خبره د اسلام له پلوه سمه وي نو پوښتنه داده چې هر روح له خپل پیدایښت څخه د اړونده انسان تر مادي دنیایي پیدایښته پوري له یوې خوا په زرګونو،میلیونونواوملیاردونو کلونو وخت بی بدنه ژوند کوي او له بلې خواد بدن له مړینې وروسته بیا په قیامت تر بیرته راژوندي کیدو پورې هره اروا څومره موده ، څنګه او او په څه حالت ژوند کړی اوکوي یې؟؟؟؟؟؟؟؟ د انسان له مادي دنیوي پیدایښت څخه مخکې اووروسته د هغه روح په دواړو پېرونو کې یوله بل سره څه ورته والی هم سره لري که څنګه ؟ په هر پېر کې د روح بی بدنه شتون په زرګونو ،میلیونونو او آن ملیاردونوکلونو له پاره څنګه دوام کوي او څرنګوالی يې د امکان په شمول څنګه تصور کیدای شي؟
[/quote:f46b028805]

ځواب په دقیق ډول سره ډیر سخت په نظر راځي، ځکه چې اسلامې شرعې مونږ ته هغه
موده نه ښوولې، کومه چې ارواحو دانسانې بدن له پیدا کیدنې مخکې له بدن څخه جلا
تیره کړې ده، خو دارواحو دژوند دڅرنګوالې په اړه په اسلامي مصادرو کې، او د پوهو
علماوو په شروحاتو کې يو اندازه معلومات شته دي، چې زه به يي دلته ګرانو لوستونکو ته په لیکه کړم.


و.افغان
15.11.2008

ملاحظه: دقوسینو تر منځ لیکل شوې خبرې زما له اړخه توضیح ده.

روح څه څیز دی؟
لومړۍ برخه:

علامه ابن تیمیه رحمه الله فرمايي: دروح په اړه دصحابه کرامو، دتابعینو، داسلامي امت دسلفو، او داهل السنت دامامانو مسلک دادی چې:
روح په خپل ځان باندې ولاړ یو جلا څیز دی (قائم بنفسه)، (یعنې د بقا لپاره
د کوم بل جسم یا بدن سره يو ځايکیدو ته اړتیا نه لري: ژباړن) له بدن څخه وځي، دبدن څخه جدايي اختیاروي،
په نعمت کې وي، عذاب ورکول کیږي، روح له بدن څخه عبارت نه دی، او نه دبدن دبرخو کومه برخه ده.

بل ځاي کې دغه جلیل القدر عالم وايي: دروح په اړه صحي خبره داده چې دا روح له مختلفو فردو جواهرو څخه نه دې جوړ شوې (یانې له جوهرونو مرکب نه دی، او جوهر الفرد په منطق کې جزء لا یتجزأ ته ویل کیږي، یعنې هغه جز چې نور د ټوټېکیدنې یا ویشنې قابليت په ځان کې ونه لري، خو دمنطقیانو دا
قاعدة جزء لا یتجزأ غلطه ده، ځکه چې ننې علم په اثبات رسولي ده چې هر جزء نورو وړو وړو اجزاوو ته ويشل کیداي شي).
نه دا روح له مادې جوړ شوې دی، او نه له صورت څخه، (هره ماده خپل ټاکلې صورت لري چې
دمادې څرنګوالې په ګوته کوي، او خپله هم دمادې یو جز ګڼل کیداي شي، بر خلاف عرض بیا دمادې جز نشي ګڼل کیداي)
نه دا روح دهغو جسمونو له ډلې څخه دې کوم چې مونږه روزمره وينو او پيژنو يي، خو
روح ته په خبرو کې اشاره کیدلاي شي، په دې موصوف کیداي شي چې خیږي، کوزیږي، له بدن څخه وځي، له بدن څخه سیلان کوي، چې دا ټولې خبرې په شرعي نصوصو کې
راغلي دي، او عقلي شواهد يي هم ښودنه کوي.

خو که څوک ووايي چې: روح دبدن په کومه برخه کې اوسیږي؟ نو ځواب دادی: چې روح دبدن دکومې مشخصې برخې پورې ځانګړې شوې نه دی، بلکه په بدن کې داسې ګرځي، لکه ژوند چې په بدن کې ګرځي، چې دغه ژوند بیا دروح یو عرض یا اثر دی، ځکه چې ژوند
دروح شتون پورې اړه لري، نو کله چې روح په جسد کې وي، نو ژوند هم په کې وي، او کله
چې روح له بدن څخه جلا شي، نو ژوند هم ترې لاړشي.

روح مخلوق دی:

علامه ابن تیمیة رحمة الله علیه وايي: داسلامي امت دسلفو، امامانو، او ټولو اهل السنتو
په دې اجماع او اتفاق دی، چې دبنیادم روح پيدا کړې شوي دی، مخلوق دی.

علامه ابن القيم رحمه الله بیا وايي: ډیر شرعي دلائل دروح دمخلوقیت ښودنه کوي:
له دغو دلیلونو څخه یو دا آیت دې چې الله جل جلاله فرمايي: ‏{‏اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ‏}‏ ،
ژباړه: الله جل جلاله دهر څیز پیدا کوونکې دی.
نو ددې آیت لفظ عام دی، هيڅ کوم څیز ترې خاص شوې نه دې، خو دخداي جل جلاله صفات په کې
نه داخلیږي، ځکه چې هغه دالله جل جلاله دنوم لاندې شاملیږي، نو الله جل جلاله هغه
معبود دی چې دکمال په صفتونو موصوف دی، او دغه معبود په خپل ذات او صفاتو سره
خالق دی، او له ده پرته بیا هر څخه مخلوق دي.

بل آیت کې الله جل جلاله فرمايي:
‏{‏وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْئًا‏}‏
ژباړه: او په تحقیق سره می پیدا کړ تا لره مخکې له دینه، او نه وي ته کوم څیز (چې وجود دې
لرلې واي).
نو دخداي جل جلاله دغه خطاب دزکریا علیه السلام روح او بدن دواړو ته دی، نه ځانته
دبدن لپاره، ځکه چې یواځې بدن نه پوهیږي، نه مخاطب کیږي، او نه عقل لري، بلکه
هغه چې پوهیږي، عقل لري، او مخاطب کیږي، هغه روح دی.

بل آیت کې الله جل جلاله فرمايي: {‏وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ‏}‏
ژباړه: او خامخا په تحقیق پیدا کړ مونږ (پلار) ستاسی بیا صورت جوړ مونږ د (پلار) ستاسی بیا وویل مونږ پرښتو ته چې سجده (دتحیت ) وکړۍ تاسې آدم ته.
جمهور دعلماوو وايي چې دا آیت ځمونږ ارواحو او اجسادو دواړو لره شامل دی،
او ځینې نور علما ووايي چې دا آیت ارواحو لره شامل دی، په دې دواړو تفسیرونو
کې روح مخلوق ګڼل شوې دی.

ډیر شرعي نصوص ددې ښودنه کوي چې انسان په مجمل ډول دخداي جل جلاله بنده دی،
او دغه بنده توب یواځې دهغه په بدن نه دی، بلکه اساس او بنیاد دروح عبادت دی، او
دبدن عبادت يي تابع دې، لکه څنګه چې بدن په نورو ډیر احکامو کې دروح تابع دی،
او روح بدن ته حرکت ورکوي، استعمالوي يي، ځکه خو په بنده توب کې هم جسم د
روح تابع دی.

بل آیت کې الله جل جلاله فرمايي: {‏هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنْسَانِ حِينٌ مِنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُنْ شَيْئًا مَذْكُورًا‏}
ژباړه: آیا راغلې دی (په تحقیق سره راغلې دی) پر انسان څه وخت له زمانې څخه چې نه وو دې یو شی یاد کړی شوې (په یوه نامه سره).
نو که روح قدیم واي (منطقي اصطلاح ده: قدیم: ازلي)، نو ضرور به انسان له ازل څخه یو یاد کړل شوی څیز واي، ځکه چې انسان په خپل روح انسان دې نه په بدن، (یعنې روح بدن دیوې آلې په څیر دخپل خدمت لپاره استعمالوي).

په بخاري شریف له ابو هریرة رضي الله عنه او نورو صحابه کرامو څخه روایت دی چې:
:‏(‏الأرواح جنود مجندة؛ فما تعارف منها ائتلف، وما تناكر منها اختلف‏)
ژباړه: روحونه جلا جلا ټولې دي یا رنګا رنګ اجناس دي، نو کوم روح چې له بل سره تعارف پیدا کړي (دخویونو او صفتونو دتشابه په وجه) نو سره
نږدې شي، او کوم ارواح چې یو بل ونه پيژنې نو سره لرې شي، (په دې مانا چې دغه رنګا رنګ ټولې چې له نورو ټولو څخه په ځانګړې ښو او بدو صفاتو کې سره بدل دي، نو چې کله دیوه ټولې دوه روحونه چې صفتونه او خویونه يي سره یو وي، نو یو بل ته دملاقات په وخت کې نږدې شي، خو ښه او بد روحونه هیڅکله سره نه يوځاي کیږي، بلکه همیش یو له بل څخه
لریوالې اختیاروي، دا حدیث جلا شرحې ته تفصیلي ضرورت لري).
په پورتنې حدیث کې استدلال په داسې ډول دې :
هر کله چې ارواح مختلف اجناس یا ټولي ثابت شو، نو مخلوقیت يي هم ثابت شو.

دروح دمخلوقیت بل دلیل دادی چې:
روح په وفاتکیدو، قبض کیدو، نیولو، ویستلو، پريښودلو، او نورو صفاتو موصوف کیږي، او
دا صفات په پيدا شوي مخلوق پورې خاص دي، ځکه خو روح مخلوق دی، نه کوم قدیم څیز

نور بیا


Ghairat
15.11.2008

له درنو استاذانو ، معظم او مکرم حليمي صاحب او محترم وهاج صاحب ،تاسو او ټولو دوستانواو ګرانو لوستونکو ته يو عالم سلامونو اونیکې دعاوې رسوم او تاسو ته د ګاللي زحمت ډير اجرونه د الله (ج) له درار څخه غواړم !
رښتيا چې د روح پوهيزي ﻻ يوه معما ه ، خو هغه څه چې په اړه يی وجود لري بايد وړاندی شي او غه کار وهاج صيب ډير ښه ر اپيل کړي دبشپړولوتوفيق ورته له الله (ج) څخه غواړم .
وهاج صيب تاسو دې ته ګوته نيولې چې
[quote:8bc43769ce]علامه ابن تیمیة رحمة الله علیه وايي: داسلامي امت دسلفو، امامانو، او ټولو اهل السنتوپه دې اجماع او اتفاق دی، چې دبنیادم روح پيدا کړې شوي دی، مخلوق دی. [/quote:8bc43769ce] چې يوه طبعي خبره او څرګند حقيقت بريښي، خودخلقت داحقيقت دلته يو څه د بنيادم په روح منحصر شوي، ايا د ملايکو روح ، په بېلګړې توګه د جبرائيل (ع) روح او يا روح القُدُس څنګه ارزوئ، ايا دوي ټول مخلوق نه دي، که څنګه ؟
سبحنالملک الحي الذي لا ينام و ﻻ يموت ، سُبّوحُُ ُ قدوسُُ ُ [color=white:8bc43769ce]رب الملا ئکته وروح [/color:8bc43769ce] خو د ملايکو او روح مخلوقيت په ډاګه کوي ، که دلته له روح څخه مطلب معمولي روح وي او رو ح القدُس په لمن کې نه رانغاړي ، نولږتر لږه د ملايکې په توګه خودجبرائيل (ع) په ر وح شامل او محتوِي دي ، نوکه روح القدُس مخلوق ونه بلل شي نو دجبرايل (ع) سره يې فرق په ډاګه رو ښانه دی، خو يواځې دا پوښتنه روښانه کول غواړي چې په ليلت القدر کې هغه روح چې په (( تنزالملائکت ورّ ُوح )) سره په ګوته شوی ، د حالقدس ره تړاو لري اوکه د هغه اوملايکو ترمنځ بل، دريم ډول روح ترې مراد دي ؟ اودعيسی (ع) په پيدايښت
د الله تعالي له خوا په (( روحنا))سره معرفي شوي روح ته ددوي ترمنځ کوم دريځ ورکول کيږي ؟که ددوې ټولو په تفکيکي معلومات وړاندي شي ډيره ګټوره به پرېوځي . په مينه او درناوي!



ع کريم حليمي
16.11.2008

درنو اومکرمو دوستانو ،قدرمن غيرت صاحب اومکرم استاد قاري صاحب
 السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
مکرم استادقاري صاحب ، د ګاللي زحمت عوضونه  دي خدای په دارينو کي
درکړي ،او په دارينو کښي کاميابۍ او خوشحالۍ پر سبېره  
که رشتيا درته ووايم ، زُبْده ليکنه مو کړېده ، زما سن او سال اجازه راکوي 
چه درته وليکم چه :د سيالانو سر سې ، خدای دي ستاسوغم نه راکوي
زه او د "ټول افغان " لوستونکي ډېر بختور يو چه د شيخ الأسلام ابن تيمية رحمه الله  ليکني تر موږ پوري رارسيږي 

د شيخ الأسلام ليکني ډيري لوړي دي او هره جمله ئې تحليل او پوهېدو ته 
ضرورت لري ، زه غواړم چه ځان  په وپوهوم 

[quote:eac30eb17a]بل ځاي کې دغه جلیل القدر عالم وايي: دروح په اړه صحي خبره داده چې دا روح له مختلفو فردو جواهرو څخه نه دې جوړ شوې (یانې له جوهرونو مرکب نه دی، او جوهر الفرد په منطق کې جزء لا یتجزأ ته ویل کیږي، یعنې هغه جز چې نور د ټوټېکیدنې یا ویشنې قابليت په ځان کې ونه لري، خو دمنطقیانو دا
قاعدة جزء لا یتجزأ غلطه ده، ځکه چې ننې علم په اثبات رسولي ده چې هر جزء نورو وړو وړو اجزاوو ته ويشل کیداي شي). [/quote:eac30eb17a]
محترم استاد صاحب 
 يو شئ چه نه تجزيه کيږي ، دا معنی چه په ذات کښي شراکت نه لري 
نو ايا داسي يو خلقت او مخلوق تاسو راښودلی سئ چه هغه مرکب نه دي 
او تجزيه کېدونکی هم نه وي ؟؟؟ 

[quote:eac30eb17a]روح په خپل ځان باندې ولاړ یو جلا څیز دی (قائم بنفسه)، (یعنې د بقا لپاره
د کوم بل جسم یا بدن سره يو ځايکیدو ته اړتیا نه لري[/quote:eac30eb17a]
ايا داسي نده ، کوم څيز ياشئ چه قائم بنفسه وي ، نو بيا هيڅ کله مخلوق نه وي ؟ د علماوو څه مي اورېدلي چه كلام الله  مخلوق نه دی قديم دي 
معنی داچه كلام الله قائم بنفسه دی ، نو مخلوق نه شو ورته ويلی 

او بل مي له مشرانو اورېدلي چه الله(ذولجلال والاكرام) په ذات کښي شريک 
نه لري يعني په ذات يو دي او دائې ذاتي صفت هم دی 

که زه د شيخ الأسلام د ليکني روح عوض کړم په فهم "إدراك يا فهم"
نو هم ويلي سو چه :
فهم په خپل ځان باندې ولاړ یو جلا څیز دی (قائم بنفسه)، (یعنې د بقا لپاره
د کوم بل جسم یا بدن سره يو ځايکیدو ته اړتیا نه لري، له بدن څخه وځي، دبدن څخه جدايي اختیاروي،
په نعمت کې وي، عذاب ورکول کیږي، فهم له بدن څخه عبارت نه دی، او نه دبدن دبرخو کومه برخه ده. که څنګه ؟؟

په ډېره مينه 


و.افغان
16.11.2008

[quote:d4faac6e55="Ghairat"] دبنیادم روح پيدا کړې شوي دی، مخلوق دی. چې يوه طبعي خبره او څرګند حقيقت بريښي، خودخلقت داحقيقت دلته يو څه د بنيادم په روح منحصر شوي، ايا د ملايکو روح ، په بېلګړې توګه د جبرائيل (ع) روح او يا روح القُدُس څنګه ارزوئ، ايا دوي ټول مخلوق نه دي، که څنګه ؟ [/quote:d4faac6e55]

دروند غیرت صاحب:
دلته بحث په انساني ارواګانو باندې روان وو، نو ځکه یواځې دهغې یادونه شوې ده،
دمخلوقیت په دائره کې دملايکو ارواح هم شامل دي، که هغه جبرائیل علیه السلام دی،
او که نورې ملائکې دي، په اسلامي شرعه کې دروح القدس اطلاق په جبرائیل علیه السلام
باندې کیږي.

[quote:d4faac6e55="Ghairat"]
سبحنالملک الحي الذي لا ينام و ﻻ يموت ، سُبّوحُُ ُ قدوسُُ ُ [color=white:d4faac6e55]رب الملائکة
والروح [/color:d4faac6e55] خو د ملايکو او روح مخلوقيت په ډاګه کوي ، که دلته له روح څخه مطلب معمولي روح وي او رو ح القدُس په لمن کې نه رانغاړي ، نولږتر لږه د ملايکې په توګه خودجبرائيل (ع) په ر وح شامل او محتوِي دي ، نوکه روح القدُس مخلوق ونه بلل شي نو دجبرايل (ع) سره يې فرق په ډاګه رو ښانه دی، خو يواځې دا پوښتنه روښانه کول غواړي چې په ليلت القدر کې هغه روح چې په (( تنزل الملائکة والرّ ُوح )) سره په ګوته شوی ، د روح القدس سره تړاو لري اوکه د هغه اوملايکو ترمنځ بل، دريم ډول روح ترې مراد دي ؟ [/quote:d4faac6e55]

ما په خپلې لومړنۍ لیکنه اختصارا څو قرآني او حديثي دلیلونو ته اشاره وکړه، دلیلونه
ډیر زیات دي، تاسو چې کوم دلیل راوړې دی، دا هم دانساني او ملايکي ارواحو
مخلوقیت څرګندوي.
دغه آیت چې تاسو راوړې دی، په کې له روح څخه مراد جبریل علیه السلام دی، چې دملايکو
په جمع کې ديوه لوي ملک په صفت اسلامي شرعه کې پيژندل شوي دی، دالله جل جلاله
په نیز له ډیر لوړ مقام لري، او ټولو پیغمبرانو لپاره دوحي امین هم دی، دآیت په ورستۍ
برخه کې ويل شوي: باذن ربهم ...
یعنې دا جبریل علیه السلام په شمول دنورو ملائکو دلیلة القدر په شپه دخپل رب په اجازه
راښکته کیږي.

[quote:d4faac6e55="Ghairat"]
اودعيسی (ع) په پيدايښت
د الله تعالي له خوا په (( روحنا))سره معرفي شوي روح ته ددوي ترمنځ کوم دريځ ورکول کيږي ؟که ددوې ټولو په تفکيکي معلومات وړاندي شي ډيره ګټوره به پرېوځي . په مينه او درناوي![/quote:d4faac6e55]

دروند غیرت صاحب: الله جل جلاله ته دډیرو مخلوقاتو اضافت په قرآن کریم او سنت نبوي
کې شوې دی، او د مخلوق دغه اضافت په دوه قسمه دی:
لومړۍ اضافت دتشریف دی: چې په یوه مخلوق دخاصې یا ځانګړې معنا دشتون له امله يي
الله جل جلاله تشریفا ځان ته منسوب کړي، لکه دعیسی علیه السلام موصوف کیدل په روح الله سره، همدارنګه بیت الله الحرام، بیوت الله، ناقة الله وسقیاها، جنة الله، او داسی نور.
دوهم اضافت دخلق دی: په دې معنی چې دا څیزونه ددې لپاره يي الله جل جلاله ته اضافت
کیږي، ځکه چې هغه پیدا کړي دي.
لکه ارض الله ، عباد الله، او داسې نور.

یو بل ډول اضافت هم شته دی، چې الله جل جلاله ته دخدايي صفاتو اضافت دی، نو
دا رنګه اضافت بیا په پورتنیو دوه ډولو کې نه شاملیږي، ځکه چې دغه صفات دالله جل جلاله په ذات باندې قائم دي، او هر کله چې دالله جل جلاله باندې قائم دي، نو مخلوق
هم نه دي، لکه علم الله، كلام الله، قدرة الله، حياة الله، أمر الله.
البته دغو یاد شوو صفاتو الله جل جلاله متفرد په کمال او جلال سره دی، کما یلیق
بجلاله، یعنې دا صفتونه ورته مونږ ثابتوو، څنګه چې دهغه شان سره ښايي، دهغه په شان
هیڅوک نشته، او دۍ اوریدونکې او لیدونکې دی، انساني ذهن ته چې دالاهي ذات په
اړه هر رنګ تصور راشي، نو پوه دې شي، چې دده تصور غلط دی، او خداي جل جلاله
دده دتصور څخه ډیر لوړ دی.
ځکه: ولا یحیطون به علما ---- سورة طه، ولا یحيطون بشيء من علمه .--- سورة البقرة
آیة الکرسی.
لیس کمثله شيء وهو السمیع البصير ----- سورة الزخرف

دروح په اړه نور بیا
په درنښت.


Ghairat
16.11.2008

قدرمنو استادانو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
نتيجه داچې روح مخلوق او پر ملايکو اور وح القدس يا مقدس روح هم شامل دي .
څنګه چې هر مخلوق د وخت او زمان له مخی نامحدود او ﻻيتنهي نه وي نو په يوه ټاکلي وخت کې خلق شوي او ترهغې مخکی وجود نه لري و په يوه وخت کې بيا مري، نو مقدس روح هم يووخت موجود نه و او يوخت به دمخلوق په توګه مري . دا دعيسوي دين د کليسا دا ادعاچې مقدس روح او عيسي (ع) دواړه نعوذ بالله د يوه خداي دوه قاته دي چه لومړي قات يې پخپله خدای بولي، په دې ډول قرا ن کريم ﻻ پخوا رد کړې ده اودعيسوي پادريانو دادعا په خلاف د عيسی او جبرائيل عليهم السلام يا مقدس روح وفات تر قيامت دمخه يوځل حتمي دی او د ثلاثه مفکوره د خداي له وحدانيت سره د قاتونو په پلمه هم نشي جوړېدای !
[color=white:f42655fac5][size=24:f42655fac5]خوآيا روح القدس ، د جبرايل(ع) ر وح اودعيسی (ع) روح ګنې بيا دريواړه سره يو روح نه دی ؟ ؟؟[/size:f42655fac5][/color:f42655fac5]


و.افغان
16.11.2008

[quote:f1d656f964="ع کريم حليمي"]

محترم استاد صاحب 
 يو شئ چه نه تجزيه کيږي ، دا معنی چه په ذات کښي شراکت نه لري 
نو ايا داسي يو خلقت او مخلوق تاسو راښودلی سئ چه هغه مرکب نه دي 
او تجزيه کېدونکی هم نه وي ؟؟ [/quote:f1d656f964]

مكرم مولانا حليمي صاحب:
دشیخ الاسلام رحمه الله موخه داده چې روح مرکب نه دی، بلکه یو خاص
جوهر دې، خو دانسان
جسم چې له اوبو، وینې، هډوکو، اوسپنې ..... او نورو څیزونو څخه مرکب دی، او مرکب
هميشه دغیر مرکب په مقابل کې کمزوري وي.

پاتې شوه دالجوهر الفرد خبره، نو دا بیله خبره، دالجوهر الفرد تعریف فیلسوفانو
او منطقیانو په جزء لا یتجزأ سره کړې دی، يعني هر هغه څيز چې نور په ځان ويشنه نه
قبلوي، هغه وړوکې جز چې نه طول لري، نه عرض لري، او نه بعد ولري.
خو ما دعلمي فائدي په خاطر له ځانه اضافه وکړه، چې دا دجز لا یتجزأ
خبره غلطه ده، هر جسم چې مونږ په خپل چاپيریال کې وينو، هغه مرکب دی، او هغه
په ځان باندې په لا یتناهي توګه ويشنه قبلوي.
ټول فیلسوفان او منطقیان دابن سینا پورې دجز لا یتجزأ دعقيدي قايل وو، خو ابو علي
ابن سینا لومړنۍ کس وو چې دغه نظريه يي غلطه وبلله، او دخپلې خبرې لپاره يي ډیر
دلايل وړاندې کړ، اوسنې علم هم دابن سینا دنظريي تاييد کوي، ځکه چې دمادې وړوکې
برخه چې ذره نوميږي، په ځان کې نورې برخي لري، چې له پروتون، نیوترون، الکترون څخه
عبارت دې، او ددې امکان هم شته دی، چې دغه پروتون او نیوترون او الکترون تجزیه
شي، خو کله ددغو څیزونو دډیر وړوکوالې له وجهې، یا دماتولو دماشين دناکامۍ له مخې
مونږ ونه توانیږو چې دغه وړه برخه نوره هم تجزیه کړو، نو دا ددې مانا نه ورکوي، چې
دغه څیز نور نه تجزیه کیږي.
مثلا که څوک وپوښتې چې:
که چیرې مونږ یو جسم را واخلو، لکه یوه تیږه، بیا مو پرې پیل وکړ، او دامکان تر وروستې حده
مو تجزیه کړو، نو آیا مونږ په دې ټوټه کولو کې هغه جز ته رسیدلاي شو، چې نور
دغه څیز تجزیه نه شي؟
دغه پوښتنه خو په ظاهره کې آسانه خو ده، خو په حقیقت کې مرکبه دقیقه پوښتنه ده، نو
ځواب به يي ضرور مرکب وي، دغه پوښتنه دقدرت په مختلفو ډولونو پورې اړه لري،
آیا دغه امکان چې پوښتنې کې یاد کړل شوی دی، حقيقي امکان دې؟ که وهمي امکان دې
او که فرضي (فرض کړه ) امکان دې، په دې معنی که چیرته دجسم ټوټه کیدنه تر یوه حده
په حقیقي طور سره ممتنع شي، او سبب يي دوسایلو نه شتون وي، یا ددغه جسم ډیر کلکوالې
وي، او یا دومره وړوکې شوي وي، چې یو ماشین هم نشي کولاي چې نور يي ټوټې کړي
نو دا ټولې خبرې ددې ممانعت نه کوي، چې ددې جسم دنورې تجزیی امکان دي وجود لري، داسې چې سړې په وهمې یا تخیلي طریقي سره دهغې په ويشنه کې خپل فکر ته استمرار
ورکړي، خو که چیرې دغه وړوکې جز په دغه فکري تخيلي استمرار سره دومره حد
ته ورسیږي، چې نور پرې دوهم زور نه رسیږي، نو ددې مانع نشته چې دریاضیاتو
له لارې يي په فرضي طریقي ويشنه پیل کړو، لکه څنګه چې دریاضي علم په ډیرو مسائلو
کې دا کار کیږي، نو ددې څيز لا د لانورې تجزيي کیدنې صحت ممتنع نه دی، ځکه خو ابن سینا د جز لا یتجز په ردولو کې له ریاضي مسائلو ډیر کار اخیستي دی.
په دې مسئله کې نور اوږد تفصیل هم شته دې، خو ددې په خاطر چې له اصل موضوع
ډیر لیرې لاړ نه شو، نو ترې تیر شوم.

[quote:f1d656f964="ع کريم حليمي"]

[quote:f1d656f964]روح په خپل ځان باندې ولاړ یو جلا څیز دی (قائم بنفسه)، (یعنې د بقا لپاره
د کوم بل جسم یا بدن سره يو ځايکیدو ته اړتیا نه لري[/quote:f1d656f964]
ايا داسي نده ، کوم څيز ياشئ چه قائم بنفسه وي ، نو بيا هيڅ کله مخلوق نه وي ؟ د علماوو څه مي اورېدلي چه كلام الله  مخلوق نه دی قديم دي 
معنی داچه كلام الله قائم بنفسه دی ، نو مخلوق نه شو ورته ويلی 
او بل مي له مشرانو اورېدلي چه الله(ذولجلال والاكرام) په ذات کښي شريک 
نه لري يعني په ذات يو دي او دائې ذاتي صفت هم دی 
که زه د شيخ الأسلام د ليکني روح عوض کړم په فهم "إدراك يا فهم"
نو هم ويلي سو چه :
فهم په خپل ځان باندې ولاړ یو جلا څیز دی (قائم بنفسه)، (یعنې د بقا لپاره
د کوم بل جسم یا بدن سره يو ځايکیدو ته اړتیا نه لري، له بدن څخه وځي، دبدن څخه جدايي اختیاروي،
په نعمت کې وي، عذاب ورکول کیږي، فهم له بدن څخه عبارت نه دی، او نه دبدن دبرخو کومه برخه ده. که څنګه ؟؟
په ډېره مينه [/quote:f1d656f964]

دروند مولانا حلیمي صاحب:
قائم بنفسه : یعنې په خپل ځان ولاړ وي، دبقا لپاره کوم بل جسم یا بدن سره يو ځايکیدو ته اړتیا نه لري.
نو روح قائم بنفسه دی، بدن ته اړتیا نه لرې، له بدن پرته هم ژوند لري، خو ژوند چې عرض
یا اثر دې، نو دشتون لپاره روح ته اړتیا لري.
پاتې شوه د کلام الله قائم بنفسه، نو دهغې نه دا مطلب نه دی، چې کلام خپله په خپل
ځان قائم دی، بلکه دالله جل جلاله کلام دالله جل جلاله په ذات قائم دی، په (نفسه)
کې د هــ ضمیر الله جل جلاله ته راجع دی، که تاسو ددغې خبرې سیاق او سباق ته متوجه
شۍ، نو همدغه به ترې معلومه شي، کوم چې ما وویل.

پاتې د ادراک او فهم خبره، نو ادراک او فهم په خپل ځان قائم نه دي، نو ځکه خو يي روح
سره مشابهت هم نشي کیدلي.
ادراک او فهم یو اثر دې، چې دژوندې انسان په روغو دماغو ولاړ دې، او انسانې
روغ دماغ له روح څخه ژوند اخلي.
که چیرته انساني دماغ، او روح شتون ونه لري، نو ادراک او فهم به هم وجود ونه لري،
خو روح بیا داسې نه دی.
بله خبره داده چې فهم او عقل په روح کې وي، او روح بیا انساني دماغ او زړه دآلې
په طور کاروي، خو کله چې دغو آلې کې مادي اختلال رامنځ ته شي، نو نتايجو کې
هم خلل رامنځ ته کیږي، مثال يي داسې وي، لکه چې روغ ډرایور له عوارضو ډک
ګاړي ته کښينې.
هو که چیرې دغه پرزي سمې وي، نو دروح دوتلو وروسته کولاي شو، چې بل مریض
انسان ته يي واچوو، چې دهغه په وجود کې به ښه کار ورکوي، البته دانسان هره خلیه
لکه کمپيوټر ذاکره لري، کله داسي کیږي، چې دمخکینې روح ځینې ځانګړي صفات،
له دغو اندامونو دکښت له امله دوهم انسان ته انتقالیږي.
دا خبرې وروسته کیداي شي په ډیر تفصیل سره راشي.


Ghairat
17.11.2008

محترمو سلامونه پرتاسې !

[quote:82ccd69ff9]که زه شيخ الأسلام د ليکني روح عوض کړم په فهم "إدراك يا فهم"
نو هم ويلي سو چه : فهم په خپل ځان باندې ولاړ یو جلا څیز دی (قائم بنفسه)، (یعنې د بقا لپاره د کوم بل جسم یا بدن سره يو ځايکیدو ته اړتیا نه لري، له بدن څخه وځي، دبدن څخه جدايي اختیاروي......، فهم له بدن څخه عبارت نه دی، او نه دبدن دبرخو کومه برخه ده. که څنګه ؟؟ [/quote:82ccd69ff9]
په دې اړه د ښاغلي وهاج صیب تفصیلات په ټوله کې پرځای اوموجه بریښي خو فهم له یو بل اړخ څخه هم روښانه کیدای شي چې ښایی د وهاج صیب له نتیجګیرۍ سره [color=yellow:82ccd69ff9]هم [/color:82ccd69ff9] سل په سلو بشپړ سمون ونه لری :
[color=white:82ccd69ff9] [quote:82ccd69ff9]بله خبره داده چې فهم او عقل په روح کې وي، او روح بیا انساني دماغ او زړه دآلې په طور کاروي[/quote:82ccd69ff9][/color:82ccd69ff9]
۱ـ له دماغ ( او زړه ؟) له کارولو دمخه روح نه عقل لري او نه فهم ، بلکې دوی دهغوی (روح او دماغ) د تعاملی فعالیت نه وروسته منځته راځي خو سرچینه یې نه روح او نه دماغ او نه ددوی ترمنځ تعامل دی .
که روح د مخه عقل او فهم درلودای نو انسان به له زېږیدو سره سم بشپړ علم او پوهه درلودای تجربواو ښونې روزنې او زدکړې ته به یې اړتیا نه لرله . آیا دلته خو به عربي مذهبي ارواپوهانو که بشپړ نه وي خوتر تر ډیره حده د اروا په اړه د افلاطون اندګور نه وي راکاپي کړی چې روح د بدن له ژونده مخکې هم د ژوند، اند او اندیالونه(مفکورې) لري او ژوندی انسان دغه مفکورې له اروا څخه په میراث وړي؟ نوموړي له بودیزم څخه د روح د کوچ کشۍ په نظر له یوۀ مړ کیدونکي بدن څخه بل ژوندي کیدونکي بدن او یا له والدینوڅخه زامنو او لوڼو ته هم باوري و
د عربو اسلامي مذهبپوهانو خپلې ماتې ګوډې تر ډیره د یونان په لرغونې فلسفې سمې کړي او خپل اندګورونه یې پرې له زوال څخه «ژغورلي»(!) دي .

۲ـ فهم او پوهه د مفاهیمو او پوهیزونو د تړاو خپلولو ته وایی، او پوهیزونه یا مفاهیم د ژوندانه په ورځنۍ تجربو، لیدنو کتنو او زدکړو په بهیر کې رامنځته کیږی او پراختیا موندی، نو په خپل ځان (نفس) متکی بلل یې هم سم نه دی ،که څه هم په خپل کیفیت کې هر مفهوم لا یتجزا پریښي، خومرکب دی او اجزا لري، صرف له ویش یره یره نه ړنګيږي ، موقتأ هیرېدای شي خو له منځه نه ځي . نو نسو [quote:82ccd69ff9]ويلي ... چه : فهم په خپل ځان باندې ولاړ یو جلا څیز دی (قائم بنفسه)، (یعنې د بقا لپاره د کوم بل جسم یا بدن سره يو ځايکیدو ته اړتیا نه لري، له بدن څخه وځي، دبدن څخه جدايي اختیاروي[/quote:82ccd69ff9]،نه!، له بدن څخه نه وځی خو بدن (مغزوته ) ننوځی بی له دې جې له مخکینی ټاټوبي (مغزو یا کتاب) څخه ووځي ، که نه نود تفهیمونکي ماغزه یا لوستل شوي کتابونه به سپین او تش باتې کیدل، ولې دا سمه ده چې [quote:82ccd69ff9]فهم له بدن څخه عبارت نه دی، او نه دبدن دبرخو کومه برخه ده.[/quote:82ccd69ff9]، تاسو شاید د فهم کلمه د اروا پوهنې د یوې بلې کلمې پرځای لکه شعور کاروئ چې ډیره ساده او عام فهمه به وي، نو ځکه مو دلته په زوره پیچلې او انجړه کړې ده . همدغسې روح هم درواخله، چې صرف د ژوند ځواک دی اوداسې برېښي چې په نفسیاتود ژوند رنګینۍ انځور او ان تمثیلوی اوله ژوند وروسته او مخکې او یا له نفس پرته بیا که عقاید یې ژوندی هم بولي خو هیڅ کیفیت نه لری .په درنښت .


و.افغان
17.11.2008

[quote:487e2b3eba="Ghairat"] محترمو سلامونه پرتاسې !

[color=white:487e2b3eba] [quote:487e2b3eba]بله خبره داده چې فهم او عقل په روح کې وي، او روح بیا انساني دماغ او زړه دآلې په طور کاروي[/quote:487e2b3eba][/color:487e2b3eba]
۱ـ له دماغ ( او زړه ؟) [/quote:487e2b3eba]

ما خو غوښتل چې دروح په اړه خپلې لیکنې بشپړې کړم، چې په هغو کې به ستاسو دډیرو
پوښتنو ځواب شوي واي، او له هغې وروسته به مو په بحث پیل کړې واي، په هر حال
دا چې عقل دماغو کې دې، او که زړه کې دی؟؟ دې قضيي ته وروسته په تفصیل سره راځم.

[quote:487e2b3eba="Ghairat"]

له کارولو دمخه روح نه عقل لري او نه فهم ، بلکې دوی دهغوی (روح او دماغ) د
تعاملی فعالیت نه وروسته منځته راځي خو سرچینه یې نه روح او نه دماغ او نه ددوی
ترمنځ تعامل دی که روح د مخه عقل او فهم درلودای نو انسان به له زېږیدو سره سم
بشپړ علم او پوهه درلودای تجربواو ښونې روزنې او زدکړې ته به یې اړتیا نه لرله . آیا
دلته خو به عربي مذهبي ارواپوهانو که بشپړ نه وي خوتر تر ډیره حده د اروا په اړه د
افلاطون اندګور نه وي راکاپي کړی چې روح د بدن له ژونده مخکې هم د ژوند، اند او
اندیالونه(مفکورې) لري او ژوندی انسان دغه مفکورې له اروا څخه په میراث وړي؟
نوموړي له بودیزم څخه د روح د کوچ کشۍ په نظر له یوۀ مړ کیدونکي بدن څخه بل
ژوندي کیدونکي بدن او یا له والدینوڅخه زامنو او لوڼو ته هم باوري و

د عربو اسلامي مذهبپوهانو خپلې ماتې ګوډې تر ډیره د یونان په لرغونې فلسفې سمې
کړي او خپل اندګورونه یې پرې له زوال څخه «ژغورلي»(!) دي . [/quote:487e2b3eba]

دا خبره چې روح دعقل سر چینه نه ده پر ځا ي نه بريښي، صحي داده چې عقل له روح څخه
سر چینه اخلي، روح دبهرنې
وجود دفهم لپاره دماغ او انساني جسم دیوې ‌آلې په څیر کاروي، په روح کې دعقل
خصیصه یا ځانګړې صفت دانساني بدن له پیدا کیدنې مخکې هم موجوده وه،

ځکه خو الله جل جلاله فرمايي: واذ اخذ ربک من بنې آدم من ظهورهم ذریتهم وأشهدهم علی أنفسهم
ألست بربکم قالوا بلی)).

که چیرې روح عقل نه لرلاي، نو څنګه به يي خداي جل جلاله ته ځواب ورکاوه، چې : بلی.
نو دلته ځمونږ قوي استدلال په قرآن کریم معجز کتاب باندې دې، نه دیوناني فیلسوفانو
په منطق او فلسفه باندې، البته پروا نه کوي چې مسلمان له یوناني فلسفې څخه په
محدود انداز کې دقرآن کریم دفهم او په دا رنګه مسائلو کې دلا زیات وضاحت لپاره ګټه
پورته کړي، البته ځمونږ دعقیدي اصل به په هره عقیدوي مسئله کې باید قرآن او حدیث
وي، نه پردۍ فلسفې، ځکه خو ستاسې دا خبره:
[quote:487e2b3eba="Ghairat"]
د عربو اسلامي مذهبپوهانو خپلې ماتې ګوډې تر ډیره د یونان په لرغونې فلسفې سمې
کړي او خپل اندګورونه یې پرې له زوال څخه «ژغورلي»(!) دي[/quote:487e2b3eba]
داسلامي علماوو په حق کې یو زیاتې ګڼل کیداي شي.
البته که ستاسو موخه هغه مسلمان فیلسوفان (اهل الکلام) وي، چې دقرآن کریم او
دفلسفې دځینې غلطو اصولو تر منځ يي دیوځاي کیدو کوښښ کړې دی، نو هغه دچا خبره
چې نه ددین شو، او نه دسادین، په دې معنا چې هم له قرآني ښکاره هدایاتو څخه هم
ګمراه شو، او هم يي فلسفه کې داسې تناقضات را منځ ته کړل، چې فیلسوفانو ته دمنلو وړ
نه وو، او دغه رنګ مسلمانان فیلسوفان یا منطقیان چې دمسلمانانو تر منځ داهل الکلام
په نوم یادیږي، هم دعامو فیلسوفانو له خوا ورټل شول، او هم دقرآن او سنت په روح
دپوهو علماوو له خوا ورټل شول، نو که ستاسی موخه دا دویم خلک وي، نو بیا مو خبره
منم، او که زه غلط پوه شوې اوسم، نو هیله ده چې دخپلو خبرو لپاره یو څو واقعي مثالونه وړاندې کړې، چې سر مې پرې خلاص شي.

پاتې تاسو دماشوم حالت باندې استدلال کړې دی، نو دا استدلال هم پر ځاي نه بريښي،

روح چې هر کله دعالم الأرواح (کوم ځاي کې چې ټول ارواح دنیا ته راتګ لپاره دانتظار
ژوند تیروي) څخه راووځي، نو ټول حالت يي تغییر خوري، او یو نوي

عالم ته چې دې ورسره اشنا نه وي، داخلیږي، دهغه لپاره دلته هر څه نوي وي، خو دعقلي

قوي په برکت کولاي شي، چې دچاپیریال سره مناسب تکیف پیدا کړي، ځمونږ دعقل

دشتون نه مراد دا نه دې، چې دۍ دی دنیا ته راځي، نو په هر څه پوهيږي، او له دنیا څخه يي تصور کامل وي، همدارنګه چې
دانسان روح کله قبض شي، نو برزخ ته لاړ شي، هغه بیا بله نړۍ ده، دژوندیو له نړۍ سره
يي هر څه ارتباط ختم شي.

روح له بدن سره پنځه ډوله تعلق لري، چې هر یو تعلق له نورو تعلقونو څخه ځانګړي احکام لري.
لومړۍ تعلق: کله چې انسان دمور په خیټه کې وي.
دوهم تعلق: کله چې دځمکې مخ ته راووځي.
دریم تعلق: کوم چې دخوب حالت کې وي، له یوه اړخه ارتباط دی، او له بله اړخه جداوالې دی.
څلورم : دبرزخ تعلق، سره له دې چې روح له بدن څخه جدا شوې دی، خو کلي جداوالي يي
منځ کې نه وي راغلي، ځکه چې کله کله دبدن په طرف رادرومي، مړې چې کله خښ شي،

خپل خپلوان ترې روان شي، نو مړې دهغوي دقدمونو ټکا اوري، دا یو خاص ژوندون

دې چې ددنیا دژوندن قیاس پرې نشي کیدلي.
پنځم تعلق: دقیامت په ورځ له روح سره دجسم تعلق ، دا تعلق له نورو ټولو تعلقونو ډیر

کامل او پوره دی، ځکه چې نه په کې خوب شته، نه مړينه، او نه بله کومه ستونځه.

کله چې انسان ويده وي، روح يي په جسد کې وي، ژوندې وي، خو ژوند يي دنورو ويښو

ژونديو په رنګ نه وي، ځکه چې خوب دمرګ ورور دی، همدارنګه کله چې مړي ته خپل

روح اعاده شي، نو حالت يي دمړي او ژوندې تر منځ وسط حالت وي .

نو دارواحو پورته شوي مختلف تعلقات مختلفو الاهي قوانینو ته تسلیم دي، چې دهرې

مرحلې قوانین له بلې مرحلې څخه توپیر لري، او دیوې مرحلې قیاس په بلې مرحلې نا ممکن بلل کیږي،
نو مونږ نه شو کولاي چې دبرزخ حالت په دنيايي حالت قیاس کړو، ځکه چې ددی دواړو
حالتونو یا مرحلو
اړوند قوانین سره ډیر بدل دي.
مونږ ددغو مختلفو تعلقاتو دبدلون پر وخت ځینې جسدي او نفسي تغییرات لیدلې شو،

مثلا: کله چې دجسم تعلق دجنینیت (دمور په خيټه کې ماشوم ته جنین ویل کیږي) له حالت

څخه ددنیايي ژوند حالت ته رابدلیږي، نو مونږ وينو چې ماشوم ډیرې چيغي وهي،
په دغه حالت ماشوم کې ډیر نازک ترین حالت کې وي، ډیر ماشومان په دغه حالت کې مري، ډیر کرته دماشومانو ژوند دمور په خيټه کې ډیر پر آمنه او مستقر وي، نسبت دپيدايښت
لحظی ته.
همدرانګه دوفات په حالت کې چې دروح تعلق بدلون مومي، نو رنګارنګ چیغي، په

زوره ساه اخيستل، آهونه، اوریدل کیږي، بدني او صحي ښکاره تغییرات رامنځ ته کیږي،
الله مو دې دمرګ له سکراتو وژغوري.
خو کله چې بیا مړي له قبرونو را پاڅیږي، دروح تعلق له جسم سره بیا بدلون پیدا کوي،

نو دې حالت کې ویره او دهشت ډیر زیات وي.
همدارنګه دخوب او ويښتیا په حالت کې دروح تعلق چې له جسد بدلون ومومي، ځینې

تغییرات رامنځ ته کیږي، مثلا دپرکالۍ (نعاس) په حالت کې جسم سست شي، سر دروند

شي، حرارات لږ پوره شي، او نور تغییرات هم راشي، چې په روزمره ژوند کې په مونږ هره
ورځ تیريږي.

په پيغمبر صلی الله علیه وسلم په خپل ژوندانه کې دوحي په حالت کې ځیني نور بدلونونه

راتلل، پيغمبر صلی الله علیه وسلم خپله بیان کړي دي: کله ورته دزنګ دسخت
آواز په څیر راشي، او کله به صحابه کرامو دهغه حالت داسي لیدلو، لکه چې په یوه سخت ژور
خوب ویده شوي وي، له تندې مبارک څخه به يي سختې خولې روانې شولې، لکه دتیږي غوندې
به يي جسم مبارک کلک شو، که چیرې پښه مبارکه به يي دکوم صحابي په پښه مایله شوه،
نو دهغه پښه به دومره درنه شوې وه، چې دصحابي پښه به يي په شګو ننابسله.

[quote:487e2b3eba="Ghairat"]

۲ـ فهم او پوهه د مفاهیمو او پوهیزونو د تړاو خپلولو ته وایی، او پوهیزونه یا مفاهیم د
ژوندانه په ورځنۍ تجربو، لیدنو کتنو او زدکړو په بهیر کې رامنځته کیږی او پراختیا
موندی، نو په خپل ځان (نفس) متکی بلل یې هم سم نه دی ،که څه هم په خپل کیفیت کې
هر مفهوم لا یتجزا پریښي، خومرکب دی او اجزا لري، صرف له ویش یره یره نه ړنګيږي ،
موقتأ هیرېدای شي خو له منځه نه ځي . نو نسو [quote:487e2b3eba]ويلي ... چه : فهم په خپل ځان
باندې ولاړ یو جلا څیز دی (قائم بنفسه)، (یعنې د بقا لپاره د کوم بل جسم یا بدن سره يو
ځايکیدو ته اړتیا نه لري، له بدن څخه وځي، دبدن څخه جدايي
اختیاروي[/quote:487e2b3eba]،نه!، له بدن څخه نه وځی خو بدن (مغزوته ) ننوځی بی له دې جې له
مخکینی ټاټوبي (مغزو یا کتاب) څخه ووځي ، که نه نود تفهیمونکي ماغزه یا لوستل
شوي کتابونه به سپین او تش باتې کیدل، ولې دا سمه ده چې [quote:487e2b3eba]فهم له بدن څخه
عبارت نه دی، او نه دبدن دبرخو کومه برخه ده.[/quote:487e2b3eba]، تاسو شاید د فهم کلمه د اروا
پوهنې د یوې بلې کلمې پرځای لکه شعور کاروئ چې ډیره ساده او عام فهمه به وي، نو
ځکه مو دلته په زوره پیچلې او انجړه کړې ده . همدغسې روح هم درواخله، چې صرف د
ژوند ځواک دی اوداسې برېښي چې په نفسیاتود ژوند رنګینۍ انځور او ان تمثیلوی
اوله ژوند وروسته او مخکې او یا له نفس پرته بیا که عقاید یې ژوندی هم بولي خو هیڅ
کیفیت نه لری .په درنښت .[/quote:487e2b3eba]

غیرت صاحب: که چیرې دفهم څخه دې موخه په دنیا کې دنویو شیانو زده کړه مراد وي،

چې روح ورسره دنوي ژوند له پیل کیدو وروسته ورو ورو آشنا کیږي، نو بیا مو خبره پر ځاي
ده، او که موخه مو دا وي چې روح دانساني جسم له پیدا کیدنې مخکې عقل نه لري، نو

بیا مو خبره راته پر ځاي نه بريښي.
محترم غیرت صاحب:
روح په خپل ذات کې یو متجرد مخلوق دی، په دې معنا چې نه مادي عنصر دی، او نه لکه ددنیا دنورو څیزونو
غوندې مرکب دی، او د روح دتجرد قضیه دروح په هميشه پاتې کیدو پورې ډير تعلق لري،
همدارنګه دا مسئله یوه لويه فلسفي مسئله ده چې فيلسوفانو په کې دډیرو قرنونو په

اوږدو کې رنګا رنګ څرګندونې لرلې دي، دغه مسئله دانسان زړه ته ډیره نږدی

مسئله ده، ځکه چې دانسان دامیدونو يوه منتها ده کله چې دۍ دحسي نړۍ څخه
وکوچیږي،
په دې مسئله کې له ډیرو پیړیو را په دیخوا دماديينو تر منځ (چې دروح دهميشوالې

څخه انکار کوي) او نورو هغو فیلسوفانو تر منځ کلکه جګړه روانه وه، چې هغوي دروح په
تجرد (ددنیا دنورو څیزونو مادي او مرکب عنصر نه دی) او هميشوالې قایل دي.

نو دزمانو په اوږدو کې دانساني روح دحقیقت پيژندنې لپاره دوه عقيدي وي:
لومړۍ عقیده دمادیانو:

هغوي عقیده لرله، چې انسان یو مادي جوړښت دی، چې له مختلفو ماشينونو جوړ دې،

چې مادي فعالیتونه تر سره کوي، او کله يي چې ژوند له منځه لاړ شي، نو ختم شي،

دځمکې په خاوره کې به ترې تم شي، او تر آبده پورې به يي دشتون دوره دطبیعت په نړۍ کې ختمه شي.
الله جل جلاله ددې خلکو باره کې فرمايي:
قال تعالى: (إنْ هيَ إلاّ حَياتُنا الدُّنْيا نَمُوتُ ونَحْيا وَما نَحْنُ بِمَبْعُوثِين ) . ( المؤمنون : 37 )

دروح په ډولونو، او په جسم کې يي دځاي معلومولو په اړه بیا دغه مادیان مختلف
اندونه لري، خو ټول په دې متفق دي، چې انسان دغه محسوس هیکل (اسکلیټ) دې، او
له مادې پرته جدا بل داسې څه نشته چې نوم يي روح وي، بلکه دغه روح چې ورته ویل
کیږي، دجسد له خواصو یا ځانګړيو صفاتو څخه عبارت دی، او ټولو هغو قوانینو ته غاړه

ږدې، کومو ته چې مادي جسم غاړه ږدي، او په مجموع کې شعور، عقل، اراده، فکر، دا
ټول هغه اندامې دندې دي، چې دجسد ځينې برخي يي تر سره کوي، لکه څنګه چې دمادي
جسم نورې برخي نورې مختلفې دندې تر سره کوي، همدارنګه دفکر او پيژندنې آثار
یواځې دبدن دعصبي او عقلي خلایاوو فزیکي او کمیاويي عملیاتو په نتیجه کې منځ ته
راځي،
دغه ټول آثار او نشاطات دعقل او عصبي ماشین له ښکاره کیدو څخه وروسته منځ ته
راځي، او دجسد په مړه کیدو له منځه ځي، نو کله چې انسان مړ شي، شخصیت يي هم له
منځه لاړ شي، بدن يي ختم شي، او ټول عقلي محصول، نفسي لوړتیا، او روحي کمال هم ورسره له منځه لاړ شي،
اوسنۍ مادي فلسفې بیا له ټولو هغو روحي آثار واو ځانګړتیاوو څخه انکار کړې دی،
کوم چې مادي قانون ته غاړه نه ږدي، او وايي چې روح او دهغه مظاهر لکه شعور او علم
دانساني جسم څخه دیوه متمیز ، بیل، او جلا څیز په حیث شتون نه لري، بلکه په حقیقت
کې دغه روح او مظاهر يي دهمدغه جسم دندې دي، چې دبهرنۍ نړۍ سره د ارتباط په
وخت کې منځ ته راځي، همدارنګه فکرونه، ارزوګانې او امیدونه دیوي مادي عمليي په
ترځ کې منځ ته راځي، لکه ګرمي چې ددوه اوسپنو دجنګیدو په نتیجه کې منځ ته راځي،
انساني ټولې ځانګړتیاوې دبهرني عالم یا نړۍ دعکس العمل په نتيجه کې منځ ته راځي،
پوهیدنه په مختلفو شکلونو کې یواځي دیوې عالي منظمې مادې په نتیجه کې منځ ته
راځي، یعنې ددماغ ددندې په نتیجه کې منځ ته راځي.

مادیان دا وايي، چې دیالکتیک له مادې څخه دروح استقلالیت ردوي، او هغه څه چې
روحي بلل کیږي، دمادې دنده ده، چې په عالي عضوي شکلونو کې دعملي او اجتماعي
نشاط په نتیجه کې منځ ته راځي،

مادیان دخپل اند لپاره دیالکتيکې دلیلونه وړاندې کوي، خو ددې لپاره چې موضوع بل
اړخ ته لاړه نه شي، بل وخت کې به پرې خبرې وکړو.

دوهمه عقیده دهغه خلکو ده، چې دروح په تجرد قايل دي، دروح په هميشوالې یقین لري،
دا عقیده دپخوانیو ټولو خلکو وه لکه هندیان، مصریان، پارسیان، یونانیان، او ددوي
ټول فیلسوفان او شاعران په دې عقیده وو، سقراط او افلاطون دواړو دا عقیده لرله چې
روح یو داسې جوهر دی، چې له ازله شتون لري، او کله چې ماشوم دمور بدن کې کامل
شي، نو روح ورداخل شي، بیا وروسته له مرګ څخه خپل لومړني ځاي ته ورګرځي،
افلاطون نظر لري چې دوه ډوله روحونه شتون لري:
لومړنۍ هغه روح دی چې هغه ته عاقل روح ویل کیږي، دا روح همیشه موجود وي، ځاي
يي په دماغو کې دی.
دوهم: هغه روح دې چې نه عاقل دی، او نه همیشه دې، هغه بیا په دوه ډوله دی، دغوصې
روح چې ځاي يي په سینه کې وي، او دشهوت روح چې ځاي يي په خيټه کې وي.

ارسطو بیا عقیده لري چې روح دبدن دحدوث یا منځ ته راتلو سره سم منځ ته راځي، کله
چې بدن کامل شي، نو روح هم پیدا شي، خو دبدن له پیدا کیدو څخه مخکې کومه سابقه
زندګي نه لري، بیا يي روح په درې ډوله ویشلی دی، عاقل روح، یا نفس ناطقه، چې
دهغې په تجرد قايل دی، او بل حیواني یا حس لرونکې روح، او دریم غــذا خوړونکې یا
غ‍‍ذا ورکوونکې روح ، (هیله ده چې دغاذي روح په اړه په ژباړه کې غلط شوې نه اوسم)
او ددې دوه وروستیو ډولونو د تجرد قایل نه دی.

فلیسوف ډیکارت (1560 م) دروح او دجسم جداوالي ته ډیر اهتمام ورکړې دی، دهر یو
(روح ، جسم) ځانګړتیاوي يي په ګوته کړي دي، روح يي جوهر بللې، چې ځانګړي صفت
يي فکر کول دي، او دټوټه کیدنې ، ویشنې، او عدم تجانس (یعنې دورح په اړه نه ویل
کیږي چې غیر متجانس یا غیر مماثل اجزاء لري، خو دانساني بدن په اړه بیا ویل کیداي
شي) تصور يي نه کیږي، مګر جسم داسی جوهر دی چې ډیر ځانګړي صفت يي غځیدل
دي، مختلف شکل او حرکت غوره کوي ، ویشنه ، ټوټې کیدنه، او فزيکي بدلونونه قبلوي.

په ټولیز ډول دا خلک ټول په دې متفق دي، چې دانسان حقیقت یو روحي بنياد دی، چې له
ټولو مادي صفاتو او ځانګړتیاوو خالي دي، او حقیقی انسان هغه عضوي بدن، او مادي
ماشین نه دی، کوم چې مادي فعالتیونه کوي، نو روح هغه څه دې، چې انسان ترې تعبیر
په ((زه)) سره کوي، او دا ((زه)) له بدني کالبوت څخه عبارت نه دی، بلکه له روحي
مستقل تهداب څخه عبارت دی، ځکه خو انسان چې کله مادي ماشین ته اشاره کوي، نو
وايي: زما لاس، زما سر، زما جسم، ددوه ګونۍ احساس کوي، ځکه ترې دا رنګه مختلف
تعبیرونه کاروي.

انساني تهداب (روح) کې دادراک ځواک شتون لري، دا هغه ځواک دې چې درد
احساسوي، خوند احساسوي، ویره احساسوي، خوښي احساسوي، خفګان احساسوي،
ناطق ځواک ورته ويلې شي، او کوم جسم دی نو هغه يواځي دنفس یا روح دحاجت پوره
کولو لپاره یوه آله ده، لکه څنګه چې مسلمان فیلسوفان وايي، نو دانسان په بدن کې
حسي ماشینونه او دماغ یواځې دیوې الې په څیر کارول کیږي، تر څو انسان (روحي
تهداب) دمادي عالم پیژندګلوۍ او ورسره تعامل ته لاره پیدا کړي.

په درنښت.

نور بیا:


Ghairat
18.11.2008

منلی او ښاغلی وهاج صیب سلامونه، قلم مو څپاند اوکور موودان، ښه لیکنه موکړې ده، خو اعتبار چوکاټ  یې داټکي باید ومنو، که څنګه ؟ :

۱ـ د ماتریالیستې او ایدیالستي فلسفې دځینو پخوانیو استازو اندګورونه پرې څرګند شوي،خو د عصري اروا پوهنې نتایج په کې په پآم کې نه دي نیول شوي ،کوم چې روح یواځې د بدن په داخل کې پېژني اوترې بهریې هېڅډول شتون نشي تثبیتولای ۰ دساینسي ارواپوهنې لاسته راوړنې باید د ماتریالستي ادعاو له امله
له پامه ونه غورځول شي او یا د هغوی پورې ونه تړل شي .

۲ـ ماتریالستي فلسفې د روح، روحیاتو اومعرفت په برخه کې چندان پرمختګ نه دی کړی، د دیالیکتیکي ماتریلیزم په شمول زیاترو یې په اختصارګرا اوانکار پاله اندګورونو بسنه کړې ده .

۳ـ روح په مستقل ، مجرد، عقل یا احساس لرونکې ډول له بدن څخه بهر د انسان له ژونده مخکې او وروسته موجودیت یواځې ادیانو او هغو لومړنیوایدیالستي فیلسوفانومنلی و چې په فلسفه کې یې اسطورې لا هم اغیزمنې وې لکه سقراط ، افلاطون او نور،نوځکه یې له هرډول ثبوت پرته له بدن بهر د روح په شتون عقیده لرله،خوهیڅکله یې د هغه تٍثبیت یا ثبوت نه دی وړاندې کړی

۴ـ د روح او بدن فرق او بیلوالی څخه مطلب پخپله په بدن کې دننه د روحي او بدني پېښوفرق دی،نه داچې روح له بدن څخه بیل حساب کړي او د بیلوالي په حالت کې په ګوته یا تثبیت کړي

۵ـ مونږشکر مسلمانان یو له بدن بهر هم د روح په مستقل اومجرد ژوندانه عقیده لرو اود زړه له کومي عقیده پرې لرواو بس، ولې په عقلي،منطقي او یا مشاهدوي توګه یې تثبیت ګران اوثبوت تر اوسه پورې چا نه دی وړاندې کړی!

۶- (( زه)) :
د بدن روحي پروسې هم د انسجام اوانتظام يومرکزیت رامنځته کوي چې په حسي ډول ښايي په حیواناتو کې هم وي او په دې ډول هغوی هم یو حسي (( زه)) ولري، خو په اندیزه اومعنوي سطحه دغه مرکزیت ته اراده وايي چې یواځې انسان یې لري او دغه ارادوي مرکز د انسان (( زه)) بلل کیږي !
له شک پرته روح او روحیات ټول د خپل کیفیت له مخې فزیکي، فزیولوژیکي ، بیولوژیکي او بدني یعنې مادي کیفیت نه لري که څه هم له دوی سره کلک تړاو لري،خو کیفیت یې ترې کرټ بدل دی۰ دغه کیفي توپیر ددې اجازه او معنی نه ورکوي چې له بدن پرته ، بهر ، او له ژوندي بدن څخه مخکې یا وروسته دې د روح د شته والي ادعا علمي فلسفي او یا منطقي وبلل شي ۰
[color=white:876322ea69]ښايي دخوب لیدلو پیښې د لومړنیو انسانانو سره له بدن څخه بهر د روح د موجودیت خیال پيدا کړی وي،خو حقیقت ته یې انسان په عقلی،منطقي ،فلسفي او علمي لار نه ، بلکې یواځې د ایمان او عقیدې په ځواک رسېدلای شي، په تیره بیا د اسلام سپېڅلی ایمان او عقیده یې سمه او تر ټولو سیخه لار ده!
لوی الله دې زمونږ ټولو د ایمان سلامتي په نصیب کړي ، آمین ثم امین ![/color:876322ea69]


Ghairat
18.11.2008

منلی او ښاغلی وهاج صیب سلامونه، قلم مو څپاند اوکور موودان، ښه لیکنه موکړې ده، خو داعتبار د چوکاټ  اړه یې باید ووایم :

۱ـ د ماتریالیستې او ایدیالستي فلسفې دځینو پخوانیو استازو اندګورونه پرې څرګند شوي،خو د عصري اروا پوهنې نتایج په کې په پآم کې نه دي نیول شوي ،کوم چې روح یواځې د بدن په داخل کې پېژني اوترې بهریې هېڅډول شتون نشي تثبیتولای ۰

۲ـ ماتریالستي فلسفې د روح، روحیاتو اومعرفت په برخه کې چندان پرمختګ نه دی کړی،زیاتره یې په اختصارګرا اوانکار پاله اندګورونو بسنه کړې ده .

۳ـ روح په مستقل ، مجرد، عقل یا احساس لرونکې ډول له بدن څخه بهر د انسان له زونده مخکې او وروسته موجودیت یواځې ادیانو او هغو لومړنیوایدیالستي فیلسوفانومنلی و چې په فلسفه کې یې اسطورې لا هم اغیزمنې وې لکه سقراط ، افلاطون او نور،نوځکه یې له هرډول ثبوت پرته له بدن بهر د روح په شتون عقیده لرله،خوهیڅکله یې تٍثبیت یا ثبوت کړی نه دی

۴ـ د روح او بدن فرق او بیلوالی څخه مطلب پخپله په بدن کې دننه د روحي او بدني پېښوفرق دی،نه داچې روح له بدن څخه بیل حساب کړي او د بیلوالي په حالت کې په ګوته یا تثبیت کړي

۵ـ مونږشکر مسلمانان یو له بدن بهر هم د روح په مستقل اومجرد ژوندانه کلکه عقیده لرو، خوعقیده پرې لرواو بس، ولې په عقلي،منطقي او یا مشاهدوي توګه یې تثبیت اوثبوت تر اوسه پورې څوک نشي کولای! دغه عقيدوي روح شتون  دا نه نفې کوي چې په بدن يې هم رول  د علمي اروا پوهنې له خوا وڅېړو ٠


Ghairat
18.11.2008

منلی او ښاغلی وهاج صیب سلامونه، قلم مو څپاند اوکور موودان، ښه لیکنه موکړې ده، خو داعتبار د چوکاټ  اړه یې باید ووایم :

۱ـ د ماتریالیستې او ایدیالستي فلسفې دځینو پخوانیو استازو اندګورونه پرې څرګند شوي،خو د عصري اروا پوهنې نتایج په کې په پآم کې نه دي نیول شوي ،کوم چې روح یواځې د بدن په داخل کې پېژني اوترې بهریې هېڅډول شتون نشي تثبیتولای ۰

۲ـ ماتریالستي فلسفې د روح، روحیاتو اومعرفت په برخه کې چندان پرمختګ نه دی کړی،زیاتره یې په اختصارګرا اوانکار پاله اندګورونو بسنه کړې ده .

۳ـ روح په مستقل ، مجرد، عقل یا احساس لرونکې ډول له بدن څخه بهر د انسان له زونده مخکې او وروسته موجودیت یواځې ادیانو او هغو لومړنیوایدیالستي فیلسوفانومنلی و چې په فلسفه کې یې اسطورې لا هم اغیزمنې وې لکه سقراط ، افلاطون او نور،نوځکه یې له هرډول ثبوت پرته له بدن بهر د روح په شتون عقیده لرله،خوهیڅکله یې تٍثبیت یا ثبوت کړی نه دی

۴ـ د روح او بدن فرق او بیلوالی څخه مطلب پخپله په بدن کې دننه د روحي او بدني پېښوفرق دی،نه داچې روح له بدن څخه بیل حساب کړي او د بیلوالي په حالت کې په ګوته یا تثبیت کړي

۵ـ مونږشکر مسلمانان یو له بدن بهر هم  له ژونده مخکې اووروسته  هم د روح په مستقل اومجرد ژوندانه کلکه عقیده لرو، خوعقیده پرې لرواو بس، ولې په عقلي،منطقي او یا مشاهدوي توګه یې تثبیت اوثبوت تر اوسه پورې څوک نشي کولای! ددغه عقيدوي مستق اومجرد روح شتون  دا نه نفې کوي چې په بدن کې يې هم رول  د علمي اروا پوهنې له خوا وڅېړل شي لکه چې څيړلی يې هم دی ٠،بي له دې چې پر روح د عقيدې سکالو له پام او باور څخه  ولويږي ٠
په درنښت ٠ 


دروح په شتون او تجرد (عدم ماديت not matter) باندې عقلي دلیلونه:

و.افغان
28.11.2008

دروح په شتون او تجرد (عدم ماديت not matter) باندې عقلي دلیلونه:

لومړې: منل شوې خبره ده چې انساني مالومات ماده نه ده، له مادې (matter) څخه جلا
شتون لري، نو علم یا پوهه هم له مادې څخه یو جلا څیز ګڼل کیږي، نو ضروري خبره ده چې
دعلم ځاي (نفس يا روح ) هم ماده نه وي، ځکه چې په ماده کې دمتجرد څیز حل کيدل يا
ګډيدل ناممکن او مستحیل دي.

دويم: مادي څیزونه دويشنې وړ وي، خو دنفس عارض ( يا عرض چې علم دی) دويشنې
وړ نه دی، او ځاي دعلم نفس دی، نو پکار ده چې نفس (چې دعلم کاسه ده) هم همدارنګه
وي، او بیا که دکلي علمونو دخونديتوب ځاي مادي جسم واي، نو دغه علمونو به
دویشنې وړ وو، ځکه چې د ويشنې وړ څیز کې حل کيدونکي بل دوهم څیز به ضرور
دويشنې وړ وي، خو دعلمونو او ذهني مفهومونو ویشنه مستحيل يا ناممکنه ده.

دريم:په لا يتناهي کارونو باندې دبشري نفسونو او درکونو دځواکونو زور رسیږي، لکه
دلا يتناهي شمیرنو پوهه، خو دجسماني ځواکونوزور بيا په لا یتناهي څیزونو باندې نه
رسیږي، او دا خبره دجسماني ځواکونو او نفسي ځواکونو توپير په ګوته کوي، او دا
دواړه څیزونه سره جلا کوي.

څلورم: که چيرته دعلم کاسه دماغ يا دتعقل نورې پرزي واي، نو هر یو معلومات چې دغې
کاسي ته اضافه کيده، دهغې کاسې يوه تشه برخه به يي نيوله، او په دې سره بالآخره
دانساني علمي وړتيا ته به دپاي ټکې ايښودل کیده، ځکه چې دمادې وړتیا دمالوماتو په
را خوندي کولو کې محدوده وي، لکه چې يو سي ډي په محدودو خبرو، لیکلو،
عکسونو يا ويديوګانو ډکيږي، نو ددغې تشبیه په اساس کې چیري دانسان عمر اوږد
شي، نو امکان لري چې داسې مرحلي ته ورسيږي چې دعلم کاسه يي ټوله ډکه شي، او
دنورو معلوماتو دخوندي کولو لپاره په کې ځاي پاتې نشي، او دا خبره مستحيل يا
ممکنه ده.

پنځم: منل شوي خبره ده، چې انسان په خپل ذات کې دننه (په دنیايي ژوند کې او وروسته
نورو مرحلو کې) يو ثابت حقیقت احساسوي، چې له هغه حقیقت څخه په (زه ، ما) سره
تعبير کوي، نو که دغه انسان دا محسوس بدن شي، نو په معلوماتي نړۍ کې به يي
ډیرتغير او بدلون راغلې واي، په ټولو فکرونو به يي پردې غوړیدلې واي، او د (زه)
شعور به يي غلط او خطا واي، ځکه چې دانسان دبدن ټولې برخې وخت په وخت تغیر
خوري بدلیږي، هره ورځ په ملیونونو خليي مړې کيږي، او پر ځاي يي نوې خلايا رامنځ ته
کیږي، دبيالوژي علما ددې بدلون په اړه ويلي دي: چې په پوره ډول سره په هرو لسو
کلونو کې دانسان ټول بدن بدلیږي)) او مونږ عقيده لرو چې له مرګ څخه وروسته
انساني بدن بقا نه لري، ټول له منځه ځي، او ورکيږي، نو دانساني شخصيت بنیاد او
اساس دهغه روح دی، چې په وجه يي فکر او مالومات ثابت پاتي کيږي، اګر که دجسم
فزيکي جوړښت بدلون وخوري.

نور بیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more