هنر،ادب او پښتو نحوه
د يو څو پوه ايزو اصطلاحاتو پېژندنه
م ن غروال
09.01.2004
[color=green:6040f25165]دکامل عليم په توکل[/color:6040f25165]
[color=red:6040f25165]عقل،[/color:6040f25165] [color=blue:6040f25165]په ادمي جوړښت کي دده د چاپېريال سره د هغه اړيکو د تحليل او ارادې قدرت، [/color:6040f25165]
[color=red:6040f25165]فلسفه،[/color:6040f25165] [color=blue:6040f25165]د هغو ټولئيز و مجهوﻻتو څېړل چه علم په هغه کي د پوره سنجش واکمن ندي او د ټولو پېښو د بنسټ او رېښو موندلو انساني ارادې او پوهې ته فلسفه ويل کيږي٠ [/color:6040f25165]
[color=red:6040f25165]هنر،[/color:6040f25165] [color=blue:6040f25165]د انسان له هغه زيار څخه عبارت دی چه د خپلو تاريخي او تخيلي پدېدو ښکلا ته د نهايت پوله ورکوي٠[/color:6040f25165]
[color=red:6040f25165]نړۍ ليد يا جهان بيني،[/color:6040f25165] [color=blue:6040f25165] دا هغه ذهني تصوير دی چه بشر يې د عالم د وجود يا د شته والي څخه خپل خيال کي لري٠[/color:6040f25165]
[color=red:6040f25165]تاريخ،[/color:6040f25165] [color=blue:6040f25165]د بشر د تېر شوؤ وختو د فرهنګ، تمدن، نژاد، پرمختګ، تحول، واقعيت ، او عقيدې د نښو نښانو اثار٠[/color:6040f25165]
[color=red:6040f25165]روڼ اند يا روښانفکره،[/color:6040f25165] [color=blue:6040f25165]د بشر مخې ته ټول ټولنيز پراته ټولئيزو ته په رڼا کتونکئ، چه د هرې برخې ذاتي پېژندنه، علمي په خپل نظر کی لري٠ [/color:6040f25165]
[color=red:6040f25165]فرهنګ،[/color:6040f25165] [color=blue:6040f25165] د بشر د ټولو پدېدو د ښکلاؤ مجموعه چه د تاريخ په اوږدو کي يا له ده پاتې وي او يا يې هم ولري٠[/color:6040f25165]
[color=orange:6040f25165]که خداي ج کول نور بيا٠٠٠[/color:6040f25165][color=blue:6040f25165][/color:6040f25165]
Re: د يو څو پوه ايزو اصطلاحاتو پېژندنه
نقاد
10.01.2004
[quote:29ceb511db]عقل،په ادمي جوړښت کي دده د چاپېريال سره د هغه اړيکو د تحليل او ارادې قدرت، دی.[/quote:29ceb511db]
له سلامونو او درناوي وروسته :
ډير ښه ، د عقل دنده يا فنکسيون په رښتيا سره بايد د چاپيريال سره د انسان د اړيکو تحليل اوسي ، خو داچې عقل پخپله څشی دی ، همدومره ويل شوي چې يو قدرت دی چې پورتنۍ دنده لري . دلته د توان او قدرت کلمې عقل نه ، ولې د عقل دنده روښانه کړې ده ، خو عقل پخپله ﻻ په تورتم کې پاتی دی چې پخپله څشی او څه ډول ، څرنګوالی ياکيفيت لري ؟ دغه راز اراده تل انساني شعور جز دی، يعني د شعور څرنګوالی لري ، او معقول يا عقلاني ارادي ډيرې وي ، خو غير معقولې او غير عقلاني ا رادې هم شته ، حتی اراده ګرايي په فلسفه کې دعقل ګرايۍ په وړاندې اټکل شوې ده. مونږ هم ددې شاهد يو چې د جناياتو تر سره کول هم اراده غواړي او په اراده وﻻړ وي ، ولې عقلي نه، خوشعوري يې بللی شو. نو پورتنی تعريف بياهم دومره بشپړ والی لري چې د ارادې ذکرولوته يې نه يواځې څه ا ړتيا نشته ، بلکې هغه زيانمن کوي هم.
[quote:29ceb511db]فلسفه،د هغو ټولئيز و مجهوﻻتو څېړل چه علم په هغه کي د پوره سنجش واکمن ندي او د ټولو پېښو د بنسټ او رېښو موندلو انساني ارادې او پوهې ته فلسفه ويل کيږي٠ [/quote:29ceb511db]
ښايي دلته اراده د پوهې او پوهنې سره ورته ځواک اټکل شوی او وضع شوی وي ، چې البته دا به هسې يوه لفظي تيروتنه وي ، نو بحث به پرې نور لازم نه وي ، خو د فلسفې په علميت کې هيڅ شک نشته ، ولې
[quote:29ceb511db]د ټولو پېښو د بنسټ او رېښو موندل[/quote:29ceb511db]
په پاسني تعريف کې بالکل سم او صحيح دي . نور بيا . په درناوي .
]
م ن غروال
22.01.2004
د احترام په وړاندې کولو،
ښاغلئ پاڅونوال ورور ليکي
[color=yellow:a1c710fb3c] د عقل دنده يا فنکسيون په رښتيا سره بايد د چاپيريال سره د انسان د اړيکو تحليل اوسي ، [/color:a1c710fb3c]
[color=red:a1c710fb3c]دنده ؟[/color:a1c710fb3c] [color=blue:a1c710fb3c]دا دنده د پوهې او علم ده چه دعقل زيږنده ده اما قدرت يې عقل دی٠ دعقل دنده په بشري جوړښت کی د پوهې او ارادې پيدا کول يا زېږول دي ، نه د انسان چاپيريال سره دهغه د اړيکو تحليل٠ تحليل سنجش او غور د پوهې او علم کار دي نه د عقل، يوازي دکار قدرت عقل دي او بس٠ هماغه قدرت چه په تېر تعريف کي ښودل شوئ دی عقل دی، نو ﻻ په تورتم کي عقل پاتې ندې٠ [/color:a1c710fb3c]
[color=red:a1c710fb3c]او اراده؟ [/color:a1c710fb3c][color=blue:a1c710fb3c]دا بايد د عقل زېږنده وي که نه وجود يې دبشري خلقت د پوهې او حفظ په چوکاټ کي نشته، ځکه چه پرته له عقله اراده ممکنه نه وي٠ وايې چه څومره عقل زياتيږي هغومره اراده ضعيفه کيږي، دلته نبايد مفهوم داسی تعبير شي چه عقل د ارادې ورکېدو مؤجب کيږي، ځکه چه اراده ده چه د انساني علومو د پرمختګ اصل ګڼل شوئ دي، نو کله چه انسان په ټولو پوه شي نور نوئ شئ يئ په سترګو نه وي تېر شوئ ځکه بې ارادې وي، يا اراده ضعيفه کيږي٠ دا چه بشر د غير معقولو تګلارو اراده کړي وي دا داسې معنی نشي لرﻻی چه ګواکي عقل نلري بلکه دا، قدرت، کمزورئ وي، يا په بل عبارت چه عقل يې درست کار ونکړ، اما هماغه غيرمعقوله اراده بيا هم دده په عقل اړه پيدا کوي٠ او هماغه غير معقوليت دده لپاره معقوليت وي، او دنورو معقوليت هم دده لپاره غيرمعقول ٠ دده عقل همدومره پوهه زيږولې ده يعنې دده غيرمعقوليتا دده د پوهې محصول دي نه دعقل، او پو هه دده د عقل محصول٠ [/color:a1c710fb3c]
[color=red:a1c710fb3c]اراده او پوهه ؟[/color:a1c710fb3c] [color=blue:a1c710fb3c]د بشر په پوهې اړه ځکه نشي پيدا کوئ چه اراده له پوهنې څخه تل په ړومبي ګام کی وي، يعنې د ارادې له پولي سړئ بايد تېر شي چه دپوهنې پټي کي ګام کښيږدي، نه دا چه پوهنه وي بيا اراده نسي٠ يعنې اراده ده چه بشر دلټون او تحليل او علم په لور مخه کوي ، نه علم د ارادې په لور٠ يو شئ چئ تقريبأ له موضوع وتلئ راته نه ښکاري هغه تصميم يا عزم دې چه له ارادې سره بايدګډ نشي، هغه څه ته چه تاسو اشاره کړې ده فکر کوم بايد عزم يا تصميم وي نه اراده٠ چه خپلو کي سره په توپير کي دي٠ځکه عزم وروسته له غور او تحليل هم منځ ته راتلای شي، اما اراده هيڅ وخت نه٠ [/color:a1c710fb3c]
[color=red:a1c710fb3c]فلسفه،[/color:a1c710fb3c] [color=blue:a1c710fb3c]يعنې ميتافزيک٠ علم ځانته يو شئ دی او فلسفه ځانته٠ علم تل د خپل کار عکس يا ضد له ځانه بايد ولري چه وکوﻻئ شي خپل کار عملا ثابت کړي اما فلسفه له دغه امتياز څخه محرومه ده٠ مثلا،وروسته له مرګه ژوند شته، دا علمي نه بلکې فلسفي ده٠ له دکتور سروش نه چا وپوښتل چه قرأن کريم علمي دي، ځواب يې وؤ نه٠ ډيرو داسی فکر کاوه چه ګواکي قرأن علم ندی٠ د فلسفې ﻻس ته راوړلو لپاره که علم نه وي دا به داسی معنی ورکړي چه يوه ماده پرته له مکانه ځای مومي٠ ړومبئ تل زده کيږي او بيا له فکري زيار وروسته د استعداد په درلودو پرمختګ مومي چه باﻻخره د فلسفې پولو ته رسيږي٠ نو فلسفه د علم په مټ په هغه برخه کي لګيا وي چيرته چه عملي اثبات نه وي٠ کله چه د قرأن زدکړه پيل کيږي تر هر څه دمخه انسان له فلسفې سره ټکر خوري نه د علم سره٠ دلته دی چه په هغې د پوهېدو لپاره بايد زده کړه وشي٠ دلايل او ټول د ولې ځوابول٠ ډېرې برخې دي چه صرفأ عقيدوي جنبو ته ګوښه کيږي ځکه چه نور عقل يا د تحليل او پلټنې قدرت څه نشي کوﻻئ، يعني نشي کوﻻئ نور د پوهنې زيږندوئ اووسي٠ هغه خارق العادې اثباتيې ، مثلا، معجزې ، هغه د بشر له عقله وتلي ﻻرې دي چه پدغه دبشري علم او فلسفې په نومو عقلي پديدو کي د ځايښت امکان نه ليدل کيږي٠ بشري علم نشي کوﻻی چه، امسا منګورکيدل يا په کوف ميرمنه حامله کيدل يا پرته له وسيلې معراج ته ختل ثابت کړي، تر يوه ځايه فلسفه کوﻻی شي وغږيږي اما علم په هيڅ صورت نه، اما د فلسفې غږېدل بې له شکه چه د علم په توانمنۍ او مټ به هرومرو وي٠ د شرعې احکامو ښېګړې په ټو لنه کي په اثبات رسيږي چه تل د بشري نيکمرغيو ضمانت کوي او د بشري ژوند د ځانګړيز څخه نېولې تر ټولنيز او دټولنې رهبرۍ پورې د چارو قوانين او اصول دي يعنی فقهه٠ چه علم دي٠ د ښاغلي سروش هدف د قرأن کريم د نه علمي له ويلو هغه مطلب وؤ چه يعنې د قرأن کريم ساحه له دغه علم چه مونږ يې پېژنو خورا لوړه ده٠ او هغه څوک چه دقرأن کريم علمي والې پوښتنه کوي هدف يې د بعضو عقيدوي اومعجزوي برخو داثباتي غوښتنې د نني علم په اصل غرض وي، چه ﻻخبره پدې چه هغه فلسفي دي ٠ بې له شکه فلسفه پوهه ده اما تل له علمه ځانته٠
يو بل مثال، فزيک، د ماتماتيک يا الجبر زېږنده٠ پرته له ماتماتيک فزيک اصلا نشته او فزيک خپله خپل ذات کي دی ماتماتيک٠ اما بياهم بايد ورته فزيک ووايو٠ فزيک او ماتماتيک هر يو ځانته بېل بېل علمونه دي چه هر يو پخپله برخه کی کار لري٠ علم او فلسفه هم هذالقياس٠ پرته له علمه د فلسفې زده کول يا په هغې پوهېدل، يعني پرته له ماتماتيک په فزيک پوهېدل، چه يو نه منونکئ امر دی٠ نو هيڅ وخت د تېرې لېکنې د فلسفې په تعريف کي داسی مفهوم نه اخيستل کيږي چه ګويا فلسفه پوهه نده، اصلا لغوي معنی يې لکه څنګه چه ښاغلي غيرت ورور هم ترجمه کړې ده، د پوهې معنی لري٠ [/color:a1c710fb3c][color=#444444:a1c710fb3c][/color:a1c710fb3c]
نقاد
23.01.2004
محترم غروال صيب ته سلامونه !
بخښنه غواړم چې ستاسو په رااقتباس کړې جمله کې راڅخه د يوه کلمه د قدرت يا ځواک کلمه پاتې شوې وه او ټول سؤ تاهم يې ترې رامنځته شو، دادی هغه کلمه مې پکي ورځای کړه، خو دا يو ښه ﻻمل وګرځيد چې ستاسو ګټور توضيحات يې رامنځته کړل . البته دغه توضيحات اړين وو، څو ستاسو مطلب لوستونکو ته روښانه او د پوهيدو وړ شي، ستاسو له زيار څخه مننه ! زما په اند ، څشی چې تاسو په روښانه توګه ويلي سم دي چې :
[color=brown:e0ab556bbc]دعقل دنده په بشري جوړښت کی د پوهې او ارادې پيدا کول يا زېږول دي ، نه د انسان چاپيريال سره دهغه د اړيکو صرف تحليل ، بلکې دغه تحليل قدرت عقل دي . تحليل سنجش او غور د پوهې او علم کار دي نه د عقل، يوازي ددغه کار قدرت عقل دي او بس٠ [/color:e0ab556bbc]، خو اوس به هم د ډيرو لوستونکو سره په برحقه توګه ﻻ داپوښتنه په ځای پاتې وي چې ښه نو دلته نو موړی قدرت پخپله څشي ، د څشي څخه جوړ او رامنځته شوی دی ؟ پوهه ولې او څنګه زيږوي ؟ دا پوښتنې توضيحي او تشريحي پوښتنې دي چې په سيستماتيک او منطقي توګه د وړاندې شويو تعريفونو له کنجونو څخه زيږېدنه مومي . ايا ستاسو موافقه به راسره وي که د ﻻ روښانتيا له پاره عقل او پوهه يو له بل څخه په تفکيک سره داسې تعريف شي :
[color=red:e0ab556bbc]عقل له هغه ذهني ( شعوري) ځواک ځخه عبارت دی چې انسان پرې ټولګړي او عامترين اړوندونه ( ارتباطات ) درک کوي ، ولې پوهيدا د ځانګړو او يو ګړو ځليزو (پديدو) د درک ذهني ځواک ته وايي[/color:e0ab556bbc]. [color=blue:e0ab556bbc]په بله ويناد څانګړو او يوګړو پيښو او ځليځو د پيژندلو ټولګړو اصولو او بنسټونو ته په ذهن کې عقل وايي، او د ذهن د همدغو ټولګړو اصولو پر بنا د يوګړو يا ځانګړو پيښو او ځليځو درک کولو ته پوهه اوپوهيدا وايي . د همدې اړيکې له کبله عقل د پوهې او پوهيدا مور بللی شو. داچې فلسفه د طبيعت ، ټولنې او شعور غامترين اړخونه او اړوندونه څيړي، د عقل سره تر هر بل علم څخه زيات تړاو لري او د ځانګړو علومو له پاره ميتودولوژيک نارمونه ورټاکي .
دغه راز ښه داده چې د ارادې پرځای غوښتل يا غوښتنه وليکل شي ، خو دمطالبې مفهوم بايد ترې وانه خيستل شي ، ځکه په غوښتلو کې د انسان قضاوت اوحکم شامل دی او له همدې کبله د عقل په زور او ځواک سره د غوښتلو زيږنده پراختيا مومي . که د ارادي مفهوم کاروو نو اراده لرل بيا دارادې له کولو څخه نوموړيمفهوم ته چې پهالماني کې ورته Wille وايي نږدې وي ، خو غوښتل يا غوښتنه ترې بهتر ويز بريښي . په درنښت او نيکو هيلو [/color:e0ab556bbc].
ع کريم حليمي
06.02.2004
غروال صاحب سلام ! جوړ په خير
تاسو ليکی چه قرأن علم نه دی ٠ نه سولم پوه چه ولی ندی علم ٠ زه په روزمره ژوند کی قرأنه کار اخلم ٠ او الله ج
وايی چه دا د حکمت کتاب دی ٠ که تشرح راته راکړی ٠ مننه
ع کريم حليمي
06.02.2004
غروال صيب سلام ! ښی چاری درته غواړم
بخښنه غواړم سوال تاسو حل کړی دی ٠ زه خطا سوی وم !
ع کريم حليمي
07.02.2004
ګرانو اوښاغلو پاڅونوال صيب او غروال صيب سلامونه می و منی !
ډيره منه ستاسو له دی ښايستو ليکنونه ٠ خدای مفت په ﻻس راکړاست که رشتيا درته ووايم که ستاسو ليکنی ماته په پيسو په ﻻس راتلای هم می غوښتی ٠ که څه هم پښتانه پر خبرو او ليکنو پيسی نه ورکی ٠ ډير لږ افغانان روپی پر ور کوی په هغوکی يو زه هم يم ٠ ښه چانس راته برابر دی چی ستاسو سره بحث کوم ٠ يوه فلسفه راته معلومه ده په ژوند کی دوه شيه پای نه لری ٠
يوعلم او بل پيسی ټولول ٠ ما د پيسو ﻻس اخستی دی ٠ د ډيرو پيسو فلسفه بده راته ايسی ٠فکر نه پکښی کوم٠ او په پوهه پسی ګرځم کڅه هم پای نه لری ٠ پوهه ده چه د انسان ماهيت په لوړکيږی ددی دپاره نوشته نه کوم چی ستاسو سره ټانټی وچيچم
غواړم چه زه او نور لوستونکی څه پوهه در نه واخلو ٠
عقل داسی راته بريښی چه هيڅ په محط ، پوه ، ٠٠٠٠٠ اړه نه لری ٠ د مغز په پيچ و تاب ،په فزيکی ډيروالی دمغزو اړه لری ٠ کله چه دغه دوه حا لته ډير وی د عقل قوه ډيره وي ٠
کله چه عقل قوي وي نو انسان په داسی شيانو کی فکر کوي چه د عامو انسانانو فکر هلته نه بنديږی ٠
نو کله چه د قوي عقل د خاوند فکر د طبعت په يوه شی کی بند سی او هغه تحليل کی ٠
په شرط د دی چه تحليل ئی عملی سی ٠ هغه سړ ی فيلسوف دی ٠ او تحليل ئی علم دی٠
اوس ستاسو نه پښتنه کوم چه ايا ستاسو په ليکنه سم پوهيدلی يم که غط ؟
حليمي
م ن غروال
07.02.2004
ښاغلئ حليمي وروره درنښت او سلامونه درته عرض کوم
ستاسود قدر او عزت څخه مننه کوم ٠ تاسو درست ليکلي دي ٠
حليمي صاحب تاسو ښې څېړنيزي چارې ليکئ ځاني د بنده خوښې دي بريالېتوب درته دلوی سبحان جل جلاله څخه غو ښتونکۍ يم٠ په درناوې
نقاد
10.10.2006
[quote:dc3076d1e2]د مغز په پيچ و تاب ،په فزيکی ډيروالی دمغزو اړه لری ٠ کله چه دغه دوه حا لته ډير وی د عقل قوه ډيره وي ٠ کله چه عقل قوي وي نو انسان په داسی شيانو کی فکر کوي چه د عامو انسانانو فکر هلته نه بنديږی ٠ نو کله چه د قوي عقل د خاوند فکر د طبعت په يوه شی کی بند سی او هغه تحليل کی ٠ په شرط د دی چه تحليل ئی عملی سی ٠ هغه سړ ی فيلسوف دی ٠ او تحليل ئی علم دی٠ اوس ستاسو نه پوښتنه کوم چه ايا ستاسو په ليکنه سم پوهيدلی يم که غط ؟
حليمي[/quote:dc3076d1e2]
دروند استاد حليمي صاحب السلام عليکم ورحمت الله و برکاته !
تاسو په پورتنۍ ليکنې سره نه يواځې زمونږ ليکنې ښې درک کړي بلکې هغه مو غني اولا مشخصې کړي او لوستونکو ته اسانه کړي دي ، نو له ونډې اخيستنې څخه مو د زړه له کومي مننه کوم :
تاسود د عقلي ځواک د مغزي بنسټ څرنګوالي ته ګوته نيولې چې د هغې له برکته انسان په داسی شيانو کی فکر کوي چه د عامو انسانانو فکر نه وررسيږي .
دغه څه په حقيقت کې ټولګړي اړوندونه او ارتباطات دي چې عقل يې درک کوي او د هغوی اړيکې له بيلګړو (خاصو) او ځانګړو (يوګړو) اوڅارنو (پديدو ) سره روښانه کوي . له عام نه خاص، او له خاصو نه د مشخصو پديدو سره ارتباط قايمول [color=white:dc3076d1e2]زياتره[/color:dc3076d1e2] د عقل او فلسفي اند کار دی چې له Deducion څخه کاراخلي. برعکس له يوګړو يا ځانګړو پيښو څخه بيلګړو او خاصو اړوندونو او له خاصو څخه د عامو او ټولګړو ارتباطاتو ته د رسيدو ﻻره نيول [color=yellow:dc3076d1e2]زياتره [/color:dc3076d1e2]د پوهې پوهنې اوعلمي تحليل او Induction کار دی . مونږ دلته وينو چې دواړه عقل او پوهه ، فلسفه او پوهنه څومره يو له بل سره تړلي دي ، خو د تجريد يا Abstration کچه يې يو له بل سره توپير لري . پوهنې بيلې بيلې او خاصي موضوعګانې څيړي نو د تعميم کچه يې هم په خاصه او بيلګړې کچه ترسره کيږي ، خو فلسفه تر ټولو عامترين خواص، بدلونونه ،حرکتونه اړوندونه او پيوندونه قوانين او قانونمندۍ روښانه کوي ، نو تر ټولو په لوړه کچه جريد او تعميم څخه کار اخلي ، په داسې حال کې چې د بيلګړو او ځانګړو پيښو، قانونمنديو او اوڅارنو سره ارتباط او د هغوی له پاره اعتبار هم ولري . نو دا ستاسوپه فرموده د مغزو پيچلي ساختار او عقلي ځيرکتيا غواړي . هغ وت چې بيلګړي اوځانګړي علوم ﻻ نه و ايې پراختيا نه
موندلې، نو ستر اتعدادونه او نوابغ به فيلسوان وو. اوتر فلسفې هم دمخه
بي ساري نابغه شخصيتونه به پيغبران او د خدای تعالی رسوﻻن ګرځيدل او مغزو به يې د الهي وحيو او ستروآسماني کتابونو له پاره غيږه پرانيستله ! په دغو وحيو کې اکثره مشخص يو ګړي او ځانګړي او تر څنګ يې ټولګړي اوعامترين تل پايه حقايق هم بيان شوي دي . واځې داچې د عامترينو ، خاصو او مشخصو يو ګړو پيښو تر منځ متقابلې اړيکې اواړندونه يې نه دي بيان کړي، د دين و عدې راز او حکمت په همدې کې خوندي ساتل شوی او له بربنډيدو څخه
مستور پاتې کيږي . والسلام .
[color=white:dc3076d1e2]يادونه : دلته بيلګړي خاصو ، او ځانګړي مشخصو يا يوګړو حالتونو ته ويل شوي .[/color:dc3076d1e2]
ع کريم حليمي
16.10.2006
ډېر محترم دانشمند نقاد صاحب السلام عليکم ورحمة الله و برکاته !
ستاسو ليکني دمره علمي اولوړ دي زماڅخه ډير وخت اخلي چه په خپل فکر
کښي تحليل کړم اوبيا ځان په پوه کړم ٠
محترما !
[quote:4cdfeac4f5]زياتره د پوهې پوهنې اوعلمي تحليل او Induction کار دی [/quote:4cdfeac4f5]
هو ! هم داسي ده ، يا په بل عبارت يعني د جز قياس پر کل کوي
او په دغه جمله نه پوهېږم چه څه معني چه :
[quote:4cdfeac4f5]له عام نه خاص، او له خاصو نه د مشخصو پديدو سره ارتباط قايمول زياتره د عقل او فلسفي اند کار دی چې له Deducion څخه کاراخلي[/quote:4cdfeac4f5]
او په خاص ډول بيا په Deducion هيڅ نه پوهېږم
او بل بيا د لاندي عبارت په تأويل تر ډېر فکر ورسته هم نه پوهېږم
[quote:4cdfeac4f5]بي ساري نابغه شخصيتونه به پيغبران او د خدای تعالی رسوﻻن ګرځيدل او مغزو به يې د الهي وحيو او ستروآسماني کتابونو له پاره غيږه پرانيستله ! په دغو وحيو کې اکثره مشخص يو ګړي او ځانګړي او تر څنګ يې ټولګړي اوعامترين تل پايه حقايق هم بيان شوي دي . واځې داچې د عامترينو ، خاصو او مشخصو يو ګړو پيښو تر منځ متقابلې اړيکې اواړندونه يې نه دي بيان کړي، د دين و عدې راز او حکمت په همدې کې خوندي ساتل شوی او له بربنډيدو څخه
مستور پاتې کيږي .[/quote:4cdfeac4f5]
هو ! له اسماني کتابه داسي معلوميږي چه نانغه په انسانانو کښي سته لکه
لقمان ،اما داسي علمي او او کتابي سند زموږ سره نسته چه انبيا يا رسلانو
د فکري نبوغ په سبب له وحيو سره اړيکي پيدا کړي وې
خوبونه هم يو نوعه وحي دي چه عام او خاص خلګ ئې ويني او هم ٤٦ تمه
حصه د نبوت ده
او بل داسي هم ده چه نبوت په النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ پوري تلې دی
او بيا هم داسي ده چه الله ئې انتخابه وي ، که يو انسان هر څومره د نبوغ خاوند
هم وي دغه د وحيو کيفيت څخه برخمن کېدلی نسي (قوي وحي ) ٠
نقاد
27.10.2006
محترم او مکرم استاد حليمي صاحب اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
د کتاب لرونکو ٣ پيغمبرانو محمد (ص) ، عيسی (ع) او موسی (ع) نبوغ ټولې دنيا ته معلوم و..خو ستاسې خبره سمه ده چې يواځې په نبوغ سره سړی نشي پيغامبر کيدای.، بلکې هماغسې لوړه درجه روحانيت هم غواړي څو، که الله تعالی ته منظور ه وي نو، پر پيغمبرۍ يې مبعوث کړي او کتاب پرې نازل کړي .شعيب (ع) د موسی (ع) نه مشر، خوبيا هم د هغه معاصر پيغمبر و، خو څنګه چې نبوغ خدای نه و ورکړی، کتاب پرې نازل نشو او نه فرعون ته واستول شو چې بني اسرائيل ترې راخلاص کړي . هارون (ع) هم پيغمبر شو ، څو د موسی (ع) سره مرسته وکړي، خو کتاب پر موسی (ع) نازل شو، پر دۀ نازل نشو ، ځکه چې نبوغ يې نه درلود. ترڅو چې د موسی (ع) غوندې نابغه شخص نه وی پيدا شوي،داسې بريښي چې شعيب (ع) د فرعون د مقابلې له پاره مامور نشو او نه پرې کوم اسماني کتاب نازل شو. سره ددې چې نوموړی (ع) تر موسی (ع) مخکې پيغمبر شوی و ، خو د فرعون مقابلې ته نه و استول شوی او نبوغ يې هم نه درلود ، والله اعلم .
والسلام .